رباط یا په عربي ژبه کې الرباط د مراکش هېواد پلازمېنه او د دې هېواد تر ټولو ستر اوم ښار دی چې د اټکل له مخې په ۲۰۱۴ ز کال کې ۵۸۰۰۰۰ ښاري وګړو پکې ژوند کاوه چې د شاوخوا سیمو د وګړو په ګډون دا شمېر ۱.۲ میلیون وګړو ته رسېده. دا ښار همداشان د رباط سالي کینیترا د اداري سیمې ښاري مرکز دی. رباط د اتلانتیک سمندر پر غاړه د بو ریګریګ سیند په خوله کې پروت ښار دی.[۵][۶][۷][۸]

رباط
(اراگونېسي: الرباط د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د پنظم محمد قبر
د پنظم محمد قبر

Rabat city
د مراکش په نقشه کې د رباط موقیعت
د مراکش په نقشه کې د رباط موقیعت

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
کورډېناټونه: ۳۴°۰۲′ شمال ۶°۵۰′ لویدیځ / 34.033°شمال 6.833°لويديځ / 34.033; -6.833
بنسټ ایښودنه ۱۱۴۶
بنسټګر موحدون
ادارې وېش
هیواد کينډۍ:Country data Morocco
د مراکش ولایتونه 22px رباط سلا زمور زعیر
پلازمینه د:
مراکش (۱۹۵۶–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حکومت
 • شهردار فتح‌الله و العلو
 • پادشاه شپږم محمد (مراکش)
 • ښاروال Hassan Amrani
سیمه
 • شهر ۱۱۷ کلوميټر٢ (۴۵ میله  مربع)
لوړوالی ۷۵ ميټره (۲۴۶ فوټ)
د نفوس شميرنه (۲۰۱۲)
 • شهر ۶۲۰٬۹۹۶
 • ترتيب ۳ ام
 • د نفوسو کثافت ۵٬۳۰۰/کلوميټر٢ (۱۴٬۰۰۰/ميله مربع)
 • مدن كبرى ۲٬۱۲۰٬۱۹۲
تسمية السكان Rabatí
آخر معلومات
وخت زون WET (ه.ن.و۰+)
 • توقيت صيفي WEST (ت.ع.م ۱+)
رسمي ژبه عربي  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کدپستی ۱۰۰۰۰
سيمييز د زنګ کوډ 537  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 2538475[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي ويبپاڼه www.rabat.ma/portal/
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رباط په ۱۲مه پېړۍ کې د الموحدونو د سترواکۍ له خوا جوړ شو. دې ښار په چټکه توګه سره وده وکړه، خو د الموحدونو د سترواکۍ په نړیدو سره د یوه څه مودې لپاره له زوال سره مخ شو. په ۱۷مه پېړۍ کې، رباط د بربري سمندري غلو لپاره په یوه پټنځای بدل شو.  فرانسویانو په ۱۹۱۲ ز کال کې مراکش تر خپل قیمومیت لاندې راوست او رباط یې د هغه اداري مرکز وګرځاوه. مراکش په ۱۹۵۵ ز کال کې خپله خپلواکي واخیسته او رباط یې خپله پلازمېنه وګرځوله.

رباط، تماره او سلا د څه باندې ۱.۸ میلیون وګړو یو شهرک جوړوي. د خټو او چیکړو د ستونزو له امله د رباط نقش د یوه بندري ښار په توګه را کم شوی دی. خو بیا هم، رباط او سلا د نساجي مهم صنایع، د خوراکي توکو تولید او ودانیز صنعت لري. سربېره پر دې، ګرځندوی او په رباط کې د ټولو بهرنیو سفارتونو شتون د دې لامل ګرځیدلی چې رباط د هېواد یو مهم مرکز پاتې شي. د هغې سروې له مخې چې د CNN له خوا په ۲۰۱۳ ز کال کې تر سره شوه، د مراکش پلازمېنه رباط  «په ۲۰۱۳ ز کال کې د غوره سفر کوونکو مسیرونو» په توګه ټاکل شوې وه. دا ښار د مراکش د امپریالیستي څلورو ښارونو نه یو دی او د رباط مدینه بیا د نړۍ د میراث لرونکې سیمې په توګه هم ثبت شوې ده. رباط ته د ONCF سیستم له لارې په ټرین سره سفر کېدای شي  او همداشان د الوتکو په مټ د رباط – سلا هوايي ډګر له لارې. [۹]

ایتمولوژي

د رباط نوم د عربې کلیمې الرباط نه را اخیستل شوی دی چې معنی یې رباط ده یعنې اسلامي مرکز یا مورچه. دا نوم د رباط الفتح لنډیز دی چې د فتحې د مورچې یا د کامیابۍ د مورچې معنی ورکوی- دا هغه نوم دی چې الموحدونو په ۱۱۷۰ ز کال کې د یوې سمندرې پایګاه په توګه د دې ښار د جوړولو پر مهال ورکړ.[۱۰][۱۱]

لرغونې سلا

له میلاد نه وړاندې په لومړۍ زریزه کې، فنیقیانو د اوسني مراکش د اطلس سمندر پر غاړو باندې ګڼې سوداګریزې مستعمرې جوړې کړي، خو په دغه سیمه  کې د سلا یا شلات په نوم د فنیقي هستوګنځي د شتون په اړه لرغون پیژندونکې ځینې بحثونه لري. له میلاد نه وړاندې په لومړۍ پېړۍ کې، سیمه ییزو اوسېدونکو لا په نیو-پونیکي ژبه باندې لیکل کول، خو دا سیمه د روم تر اغېز لاندې راغله. تر څو چې دا هېواد له میلاد نه وړاندې په لومړۍ پېړۍ کې په رسمي بڼه د روم له خوا ضمیمه شو، د لرغونې موریتاني سلطنت تر کنټرول لاندې و. هغه سیمه چې د چیله په نوم مشهوره وه او د ننني ښار په سویلي سیمه کې واقع وه، رومیانو د سلا په نوم یوه مستعمره جوړه کړه. په دې ښار کې کېندنو ښودلې چې له رومي جوړښتونو نه وړاندې دلته موریتاني جوړښتونه موجود و. له لیکسوس سره یو ځای، د سلا مستعمره یوه له هغو دوو سمندري ځایونو څخه و چې د رومیانو تر کنټرول لاندې و. د سلا بندر (چې اوس له منځه تللی) د رومیانو د سوداګریزو کښتیو له خوا له Anfa او Insula Purpuraria سره د سویل لویدیځو لارو لپاره کاریده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لرغونې توکي چې ویزیګوتي او بیزانسي منشا لري په دغه سمه کې موندل شوي دي، د سلا او رومي اروپا تر منځ د سوداګریزو او سیاسي اړیکو تداوم تر هغه مهاله ښیي چې په اومه پېړۍ کې د افریقا په شمال کې د بیزانس سترواکي ټینګه شوه. خو بیا هم، سلا په پنځمه پېړۍ کې یو ډول متروک شو او کله چې په ۷مه پېړۍ کې مسلمان اعراب دلته راغلل او په سیمه کې یې اسلامي نفوذ رامنځته کړ، دا ښار زیاتره ویران و. [۱۷][۱۸]

سرچينې

  1. پیوستون : 2538475  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. http://www.bethlehem-city.org/Twining.php
  3. http://www.munimadrid.es/portal/site/munimadrid/menuitem.dbd5147a4ba1b0aa7d245f019fc08a0c/?vgnextoid=4e84399a03003110VgnVCM2000000c205a0aRCRD&vgnextchannel=4e98823d3a37a010VgnVCM100000d90ca8c0RCRD&vgnextfmt=especial1&idContenido=1da69a4192b5b010VgnVCM100000d90ca8c0RCRD
  4. http://www.commune-tunis.gov.tn/fr/mairie_cooperation1.htm
  5. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  6. "Rabat". Collins English Dictionary. HarperCollins. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Décret fixant le nom des régions" (PDF). Portail National des Collectivités Territoriales (په فرانسیسی ژبه کي). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Rabat" (US) and کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  9. "Top travel destinations for 2013 - CNN.com". Edition.cnn.com. 2013-01-02. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. تاريخ رباط الفتح - عبد الله السويسي (په اراگونېسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "دعوة الحق - رباط الفتح". www.habous.gov.ma. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Janet L. Abu-Lughod (2014). Rabat: Urban Apartheid in Morocco. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 35, 37–38 (note 2). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-5303-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Martín, Alfredo Mederos (2019). "North Africa: from the Atlantic to Algeria". In Doak, Brian R.; López-Ruiz, Carolina (المحررون). The Oxford Handbook of the Phoenician and Punic Mediterranean (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 630. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-049934-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Anna Gallina Zevi; Rita Turchetti (2004). Méditerranée occidentale antique: les échanges. Atti del seminario (Marsiglia, 14–15 maggio 2004). Ediz. francese, italiana e spagnola. Rubbettino Editore. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-88-498-1116-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Mugnai, Niccolò (2016). Architectural Decoration and Urban History in Mauretania Tingitana (Morocco) (PhD thesis) (په انګلیسي ژبه کي). School of Archaeology and Ancient History, University of Leicester. د کتاب پاڼي 156–183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Le province romane d'Africa in "Il Mondo dell'Archeologia"". www.treccani.it (په اطالوی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Boube, J. "Éléments de ceinturon wisigothiques et byzantins trouvés au Maroc".Bulletin d'archéologie marocaine, volume=XV, 1983–84.pages=281–297
  18. Salmon, Xavier (2021). Fès mérinide: Une capitale pour les arts, 1276-1465. Lienart. د کتاب پاڼي 268–271. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782359063356. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)