قاهره (عربي: القاهرة، روماني: al-Qahirah، تلفظ: [ælqɑ(ː)ˈheɾɑ]) د مصر پلازمېنه او د عربي نړۍ تر ټولو لوی ښار دی. د سترې قاهرې (Greater Cairo) ښاري سيمه د ۲۱،۳ ميلون نفوس په درلودلو سره په افريقا، عربي نړۍ او منځني ختيځ کې تر ټولو لويه ښاري ګڼ نفوسه او د نفوس له مخې د نړۍ په کچه شپږمه تر ټولو لويه سيمه ده. قاهره په لرغوني مصر پورې پورې تړلې ده، په همدې ډول د “Giza” د هرم کمپلکس او د ممفيس او هيليوپوهليس ښارونه يې په جغرافيوي سيمه کې پراته دي. دا ښار چې د نيل دلتا (Nile Delta) سره نږدې پروت دی، په لومړي ځل د “Fustat” په نوم رامنځته شو، چې دا په اصل کې د بابيلون (Babylon) په نوم د لرغوني روم يوې شته پوځي کلا ته نږدې په ۶۴۰ ز کال کې د مسلمانانو له لورې د مصر له نيولو (فتحه کولو) څخه وروسته په سيمه کې رامنځته شوې استوګنه وه. د فاطمي (Fatimid) کورنۍ تر مشرۍ لاندې  ۹۶۹ ز کال ته نږدې د القاهره په نوم يو نوی ښار جوړ شو. دې ښار د ايوبي (Ayyubid) او مملوک (Mamluk) دورو (۱۲ – ۱۶ پېړيو) پر مهال د اصلي ښار مرکز په توګه د فسټاټ “Fustat” ځای ونيو. قاهره د اوږدې مودې لپاره د سيمې د سياسي او کلتوري ژوند مرکز دی او د خپلې اسلامي معمارۍ د لوړتوب له امله «د زر منارو ښار» نومول کېږي. د ښار تاريخي مرکز ته په ۱۹۷۹ ز کال کې کې د نړيوال ميراث د ځای “World Heritage Site-status” انعام ورکړل شو. قاهره د “GaWC” له لورې د «دويم مثبت» يا “Beta +” ډلبندۍ په ورکولو سره يو نړيوال ښار ګڼل کېږي.[۲]

قاهره
Cairo
القاهرة
(اراگونېسي: القاهرة د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د قاهره Cairo انځور
د قاهره
Cairo انځور

قاهره Cairo
قاهره
Cairo

کورډېناټونه: ۳۰°۳′۲۹″ شمال ۳۱°۱۳′۴۴″ ختیځ / 30.05806°شمال 31.22889°ختيځ / 30.05806; 31.22889
د رامنځته کېدو نېټه ۰۹۶۹  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ادارې وېش
هیواد Flag of Egypt.svg مصر
ولایت قاهره ولایت
پلازمینه د:
حکومت
 • والی ډاکټر عبدالعظیم وزیر
سیمه
 • سیمه ۴۵۳ کلوميټر٢ (۱۷۵ میله  مربع)
لوړوالی 23 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د نفوس شميرنه (۲۰۰۶)
 • ټولټال ۶۷۵۸۵۸۱
 • د نفوسو کثافت ۱۵٬۰۰۰/کلوميټر٢ (۳۹٬۰۰۰/ميله مربع)
آخر معلومات
وخت زون EET (ه.ن.و۲+)
 • توقيت صيفي EEST (ت.ع.م ۳+)
رسمي ژبه عربي
مصري عربي  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
11511 - 11668  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمييز د زنګ کوډ ۲ (۲۰)+
جيو کوډ 360630[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي ويبپاڼه www.cairo.gov
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نن ورځ قاهره د عربي نړۍ په کچه د سينما او موسيقۍ تر ټولو لرغونی او پراخه صنعت او د نړۍ په کچه د لوړو زده کړو دويم لرغونی بنسټ يعنې الازهر پوهنتون لري. زياتې نړيوالې رسنۍ، سوداګرۍ او سازمانونه په دې ښار کې خپل سيمه ييز مرکزونه لري، عرب ليګ د خپل شتون د زياتې مودې لپاره په دې ښار کې خپله مرکزي اداره درلودلې ده.

له ۱۰ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره چې په ۴۵۳ کيلومتر مربع (۱۷۵ ميل مربع) سيمه کې خپور شوی دی، قاهره په مصر کې خورا لوی ښار دی. نور ۹،۵ ميليونه اوسېدونکي ښار ته نږدې ژوند کوي. قاهره لکه د نورو زياتو لويو ښارونو غوندې د نفوس او ګڼې ګوڼې له لوړې کچې څخه رنځېږي. د قاهرې ميټرو چې په ۱۹۸۷ ز کال کې پرانېستل شو، په افريقا کې د ميټرو تر ټولو پخوانی سيستم دی او په کلني ډول له يو بيليون څخه د زياتو مسافر چلونو په درلودلو سره، په نړۍ کې د ۱۵ تر ټولو بوختو مېټرو له ډلې څخه ډلبندي کېږي. د دې ښار اقتصاد په ۲۰۰۵ ز کال د منځني ختيځ په کچه لومړی ځای او د باندني سياست د ۲۰۱۰ ز کال د ښارونو نړيوال لړيال له مخې په نړيواله کچه ۴۳ ځای درلود.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ايتمولوژي

مصريان زياتره وخت قاهرې ته مَصر وايي، چې په خپله د مصر لپاره عربي نوم دی او د ياد نوم کارول په اصل کې د هېواد لپاره د دې ښار په اهميت باندې ټينګار کوي. د ښار اصلي نوم القاهرة “al-Qahirah” د «بري موندونکي» يا فاتح معنی لري، چې د انګېرنې له مخې د هغه حقيقت له امله دی، چې د مريخ سياره (النجم القاهر يا بریی موندونکی ستوری) د ياد ښار د رامنځته کېدلو په وخت کې د راپورته کېدلو په حال کې و، چې ښايي د فاطمي خليفه المعز “Fatimid Caliph Al-Mu’izz” د خورا ځنډ يا انتظار رارسېدنې ته په حواله کارول کېږي، چې د مهديه “Mahdia” په نوم له پخواني فاتميد پلازمېنې څخه په ۹۷۳ ز کال کې قاهرې ته ورسېد. د هيلوپوليس ‘Helopolis” لرغونې ښار درک د عين الشمس (د لمر سترګه) کليوالي سيمه ده.[۹][۱۰][۱۱]

د ښار يو څو قبطي نومونه دي. Ti•kash•roomi (قطبي: Ϯⲕⲉϣⲣⲱⲙⲓ وروستی قطبي: [di.kɑʃˈɾoːmi]) د فانيجويت د جان شهادت (The martyrdom of John of Phanijoit) په ۱۲۱۱ متن کې ثابت شوی دی او يو “calque” هم دی، چې د «سړي ماتونکي» (Ϯ- 'the', ⲕⲁϣ- د «ماتول» او د «سړي») معنا لري او د عربي القاهرة سره نږدېوالی لري، يا دا چې د له عربي قصر الروم «د رومي کلا» له ويي څخه اخېستل شوی دی، چې په لرغوني قاهره “Old Cairo” کې د بابلي پوځي کلا “Babylon Fortress” يو بل نوم و. د خيرون (Khairon) بڼه (قبطي: ⲭⲁⲓⲣⲟⲛ) په « Ⲡⲓⲫⲓⲣⲓ ⲛ̀ⲧⲉ ϯⲁⲅⲓⲁ ⲙ̀ⲙⲏⲓ Ⲃⲉⲣⲏⲛⲁ » معاصر قبطي متن (د سينټ ويرينا (Saint Verina) نکل يا داستان) کې ثابت شوی دی. Lioui ( وروستي قبطي: ) يا Elioui ( وروستی قبطي: ) يو بل نوم دی، چې د هيلوپوليس له يوناني نوم (Ήλιούπολις) څخه اخېستل شوی دی. ځيني استدلال کوي، چې مسترام (Mistram) ( وروستی قبطي: [ˈmɪs.təɾɑm]) يا نيسترام (Nistram) ( وروستی قبطي: [ˈnɪs.təɾɑm]) د قاهرې لپاره يو بل قبطي نوم دی، که څه هم ځيني نور بيا فکر کوي، چې دا د عباسي پلازمېنې «الاسکر» نوم دی. Ⲕⲁϩⲓⲣⲏ (Kahi•ree) د عربي نوم يوه نامتو معاصره ژباړه ده (نور يې Ⲕⲁⲓⲣⲟⲛ [Kairon] او Ⲕⲁϩⲓⲣⲁ [Kahira] دي)، چې د معاصرې ډلې ايتمولوژي ده او «د لمر ځمکه» معنا لري. ځيني بحث کوي چې دا د يوې مصرۍ استوګنې نوم و، چې پر بنسټ يې مصر جوړ شو، مګر دا يو څه شکمن بحث ځکه دی، چې دا وخت په هيڅ “Hieroglyphic” يا “Demotic سرچينه کې نه دی ثابت شوی، که څه هم ځينې څېړونکي لکه پاول کاسانووا (Paul Casanova) دا يوه قانوني تيوري ګڼي. قاهرې ته « Ⲭⲏⲙⲓ» (وروستی قبطي: [ˈkɪ.mi]) يا « Ⲅⲩⲡⲧⲟⲥ » (وروستی قبطي: [ˈɡɪp.dos]) هم وايي، چې قبطي ژبه کې مصر ته وايي او دا هغه ورته لاره [نوم] دی، چې په مصري عربي کې يې ورته وايي.[۱۲][۱۳][۱۴]

ځيني وختونه دې ښار ته د اسکندريايي وګړو له لورې په نارسمي ډول قاهره (مصري عربي: کايرو) ويل کېږي.[۱۵]

تاريخچه

لرغونې استوګنې

د ننۍ قاهرې شا او خوا سيمه د اوږدې مودې لپاره د د نيل وادي “Nile Valley” او نيل دلتا سيمو (نږدې “Upper Egypt” او “Lower Egypt” سيمې) د يو ځای کېدلو خای کې د خپل ستراتيژيک درک له امله د لرغوني مصر مرکزي ټکی و، چې دې سيمې [قاهره] ته يې د شمالي افريقا او ليونټ “Levant’ تر منځ د سترو لارو د يو ځای کېدلو ځای ورکړ. ممپس چې د لرغونې پاچاهۍ “Old Kingdom” پر مهال د مصر پلازمېنه او تر “Ptolemaic” دورې پورې يو لوی ښار و، د ننۍ قاهرې لږ څه وړاندې سويل ته پروت ښار و. د هيلو پوليس په نوم يو بل ستر مذهبي مرکز او مهم ښار په هغه سيمه کې پروت و، چې نن د قاهرې د ښار شمال ختيځې څنډې دي. دا ښار له ميلاد څخه مخکې ۵۲۵ او ۳۴۳ کالونو کې د ايراني بريدونو “Persian Invsions” له لورې سخت وياړ شو او له ميلاد څخه د مخکې لومړۍ پېړۍ په وروستيو کې د يوې برخې په توګه خوشې کړای شو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۸]

که څه هم د معاصرې قاهرې اصليتونه [رامنځته کېدنې] په عمومي ډول په لومړۍ زيږديز زريزه کې د استوګنو يوې لړۍ ته ورګرځي. د څلورمې پېړۍ دورې ته نږدې دا چې ممپيس لا هم خپل ارزښت له لاسه ورکاوه، روميانو د نيل د ختيځې څنډې په اوږدو کې يوه لويه پوځي کلا جوړه کړه. د بابيلون “Babylon” په نوم ياده کلا د رومي سترواک ډيوکليتين “Diocletian”’ (۲۸۵ – ۳۰۵) له لورې د هغه کانال په ننوت يا د ننوتلو ځای کې جوړه شوه، چې نيل له سور سمندرګي “Red Sea” سره نښلوي، چې وار له مخه د سترواک ټراجان “Trajan” (۹۸ – ۱۱۵) له لورې جوړ شوی و. د کلا يو څه زيات شمالي لور ته د ننۍ الازبکيه “al-Azbakiya” سيمې ته نږدې يو بندر و او يوه د مخې يا سنګر سيمه يې پياوړې کړه، چې د “Tendunyas” يا ام دنيان په نوم پېژندل کېږي. په داسې حال کې چې په ځانګړي دول له رومي ټينګوالي [پاچاهۍ] څخه په سيمه کې له اوومې پېړۍ څخه مخکې بل هيڅ لرغونی جوړښت نه دی ساتل شوی، مګر تاريخي ثبوت وړانديز کوي چې د اندازې وړ يو ښار شتون درلود. دا ښار دومره مهم و، چې په ۴۴۹ زکال يې اسقف يا مسيحي ملا کورش “Cyrus” د افسس په دويمه شورا “Second Council of Ephesus” کې ګډون وکړ.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۲][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ځمكپوهنه

دا ښار د مصر شمالي لور د د نیل رود پر غاړه پروت ښار دى. د قاهرې لرغونې ښار د ختيځ اړخ ته پروت دى، چې شاوخوا يې زياتره كرنيزه زمكې دي. د ښار لوديځه برخه چې په ۱۹مه پيړۍ په نيمايي كې شاه اسماعيل په وخت كې د فرانسې د پلازمېنې (پاريس) ودانيو په څېر ودانې شوې دي، ډېر ښاېسته او زړه راښكوونكي دي. پدې ودانيو كې دولتي، او نيمه دولتي ودانۍ راځي، او په زوړ ښار كې بيا لرغوني جوماتونه، د استوگنې ودانۍ او داسې نورې راځي.

د غزې په لوديځه برخه كې د مصر نامتو اهرام ولاړ دي، چې له نوې قاهرې څخه ۱۱ ميله (۱۸ كيلو مټره) لرې جنوبي اړخ ته پراته دي.

بنسټ او تاريخ

د قاهرې نوې ښار

 
له الوتكې څخه د نوې قاهرې يوه منظره
 
قاهره

نامتو شخصیات

انځورونه

سرچینې

  1. پیوستون : 360630  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. Raymond 1993، ص. 83-85.
  3. Egypt In Figures 2017, Governorate level, Population distribution by sex, Central Agency for Public Mobilisation and Statistics, د اصلي (xls) آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۰۹ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Adjusted census result, as Helwan governorate was created on 17 April 2008 from a.o. د سرچينو د ښودلو اړتيا ده from October 2012[] parts of the Cairo governorate.
  4. Transport and Communications الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Cairo's third metro line beats challenges". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Cairo Metro Statistics". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The 150 Richest Cities in the World by GDP in 2005". مؤرشف من الأصل في ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The 2010 Global Cities Index". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Towards a Shi'i Mediterranean Empire: Fatimid Egypt and the Founding of Cairo. I.B. Tauris. 2009. د کتاب پاڼې 78. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85771-742-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Behrens-Abouseif 1992، ص. 8.
  11. Golia 2004، ص. 152.
  12. Casanova, Paul (1901). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Les noms coptes du Caire et localités voisines"]. Bulletin de l'Institut français d'archéologie orientale (BIFAO) 1: 20. 
  13. "Ⲡⲓⲫⲓⲣⲓ ⲛ̀ⲧⲉ ϯⲁⲅⲓⲁ ⲙ̀ⲙⲏⲓ Ⲃⲉⲣⲏⲛⲁ". coptic.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Amélineau, Emile. La géographie de l'Égypte à l'époque copte. د کتاب پاڼې 543. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Good News for Me: بلال فضل يتفرغ لـ"أهل اسكندرية" بعد "أهل كايرو" Archived 5 March 2016 at the Wayback Machine. کينډۍ:In lang (Belal Fadl frees himself [to write] Ahl Eskendereyya (the People of Alexandria) after Ahl Kayro (the People of Cairo))
  16. Bloom, Jonathan M.; Blair, Sheila S., المحررون (2009). "Cairo". The Grove Encyclopedia of Islamic Art and Architecture. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195309911. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Snape, Steven (2014). The Complete Cities of Ancient Egypt. Thames & Hudson. د کتاب پاڼي 170–177. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780500051795. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Gabra او نور 2013، ص. 18.
  19. "Memphis (Egypt)". Encarta. (2009). Microsoft. 
  20. Amelineau, Emile (1980). La Géographie de l'Egypte À l'Époque Copte. Paris. د کتاب پاڼې 491. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Stanley, Bruce (2007). "Cairo". In Dumper, Michael R.T.; Stanley, Bruce (المحررون). Cities of the Middle East and North Africa: A Historical Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 107–114. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-919-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Abu-Lughod 1971، ص. 6.
  23. Meinardus, Otto F. A. (2002). Two Thousand Years of Coptic Christianity. American University in Cairo Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61797-263-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Gabra او نور 2013، ص. 75.
  25. Gabra او نور 2013، ص. 33.
  26. Gabra او نور 2013، صص. 20–22.
  27. Hawass او Brock 2003، ص. 456.

بهرنې تړون

قاهره ټړېول لارښود، وكي سياحت

د قاهرې انځورونه