اتن (په انګلیسي: Athens //ˈæθɛnz/ ATH-enz، په یوناني: Αθήνα، په لاتیني لیکدود کې: Athína [aˈθina]؛ په پخوانۍ یوناني ژبه: Ἀθῆναι، چې لاتیني یې: Athênai (جمع)[atʰɛ̂ːnai̯] کېږي) د یونان پلازمېنه ده. دا ښار د نږدې ۴ میلیونه نفوس په درلودلو سره په یونان کې تر ټولو لوی ښار، او د اروپا په اتحادیه کې اووم تر ټولو لوی ښار بلل کېږي. اتن د اتیکا په سیمه باندې تسلط لري او پلازمېنه یې ده، او د نړۍ یو له تر ټولو لویو ښارونو څخه دی، چې له ۳۴۰۰ کلونو څخه اوږد ثبت شوی تاریخ لري او د انسانانو استوګنه پکې د یولسمې او ۷مې مخزېږدې زریزې تر منځ پیل شوې ده.[۱۰][۱۱][۱۲]

اتن
Script error: The function "lang" does not exist.
Athens montage. Clicking on an image in the picture causes the browser to load the appropriate article.Acropolis of AthensGreek ParliamentZappeion HallAthens Olympic Sports ComplexMonastirakiAerial view from Lycabettus

Map
کورډېناټونه: ۳۷°۵۹′۰۳″شمال ۲۳°۴۳′۴۱″ختیځ / 37.984166666667°شمال 23.728055555556°ختيځ / 37.984166666667; 23.728055555556   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د رامنځته کېدو نېټه 7 ألفية ق.م  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نومول شوی په آتنا   د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد یونان
جغرافیایي سیمه مرکزي یونان = ایداري سیمه
ایداري مرکز مرکزي اتن (سیمه)
پلازمینه د:
Districts کينډۍ:مدخلات مفصولة بفاصلة
حکومت
 • Mayor Giorgos Mproulias
پراخوالی
 • Municipality ۳۸٫۹۶۴ کلوميټر٢ (۱۵٫۰۴۴ میله  مربع)
 • ښاري سیمې ۴۱۲ کلوميټر٢ (۱۵۹ میله  مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۲,۹۲۸٫۷۱۷ کلوميټر٢ (۱٬۱۳۰٫۷۸۴ میله  مربع)
لوړوالی 170 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
أعلى ارتفاع ۳۳۸ ميټره (۱٬۱۰۹ فوټ)
لږ لوړوالی ۷۰٫۱ ميټره (۲۳۰٫۰ فوټ)
نفوس شمېرنه (2012)[۲]
 • Municipality ۶۶۴,۰۴۶
 • ترتيب 1st urban, 1st metro in Greece
 • ښاري سیمه ۳,۰۹۰,۵۰۸
ښاري کثافت ۷٬۵۰۰/کلوميټر٢ (۱۹٬۰۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۳,۷۸۱,۲۷۴[۱]
د گڼه گوڼې نوم Athenian
وروستي مالومات
وخت زون EET (ه.ن.و+2)
 • د اوړي وخت EEST (ت.ع.م +3)
رسمي ژبه يوناني ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Postal codes 10x xx, 11x xx, 120 xx
Telephone 21
جيو کوډ 264371[۳]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موټر پلېټ Yxx, Zxx, Ixx
خورلڼې ښارونه
Patron saint Dionysius the Areopagite (3 October)
رسمي وېبپاڼه www.cityofathens.gr
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کلاسیک اتن یو ځواکمن ښاري دولت و. دا ښار د هنرونو، زده کړې او فلسفې یو مرکز او د افلاطون د فلسفي ښوونځي او د ارسطو د ویناوو ورکولو د ځای (Lyceum) لپاره کور و. دا ښار تر ډېره د اروپا په لویې وچې- په ځانګړې توګه په لرغوني روم باندې د کلتوري او سیاسي اغېزې له کبله په پراخې کچې سره د لوېدیځ تمدن زانګو او د دېموکراسۍ ټاټوبی بلل کېږي. په معاصره دوره کې، اتن یو لوی نړیوال ګڼ مېشته ښار دی او په یونان کې د اقتصادي، مالي، صنعتي، د بېړۍ چلونې، سیاسي او کلتوري ژوندانه لپاره په مرکزیت کې ځای لري. په ۲۰۲۱ز کال کې، د اتن ښاري ساحې له درۍ نیم میلیونو څخه ډېرو وګړو ته ځای ورکړی و، کوم چې د یونان د ټول نفوس ٪۳۵ جوړوي. دا ښار همداراز د هر کال زیات شمېر خلکو په ورتګ سره ځان ته د سیلانیانو راکښونکی ځای ګڼل کېږي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

اتن د نړیوالتوب او د نړۍ د ښارونو د شبکې په نامه ادارې د درجه بندۍ پر بنسټ یو د بېټا کټګورۍ نړیوال ښار بلل کېږي، او په سوېل ختیځه اروپا کې یو له تر ټولو لویو اقتصادي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. دا ښار همدارنګه د یو لوی مالي سکتور درلودونکی دی، او د پيراووس په نامه بندر یې په اروپا کې تر ټولو لوی او په نړۍ کې دریم تر ټولو لوی مسافرتي بندر دی.

د اتن ښاروالي( همدارنګه د اتن ښار) چې په حقیقت کې د ښار یو کوچینی واحد تشکیلوي، په ۲۰۱۱ز کال کې یې په خپلو رسمي حدودو کې  ۶۶۴۰۴۶ نفوس درلود او مساحت یې ۳۸.۶۹ کیلومتره مربع (۱۵.۰۴مایل مربع) و. د اتن ښاري ساحه یا لوی اتن د ښاروالۍ له خوا ورته له ځانګړو شوو اداري حدودو څخه بهر ته غځېدلې، چې نفوس یې په ۲۰۱۱ز کال کې په ۴۱۲ کیلومتر مربع (۱۵۹ مایل مربع) مساحت کې ۳۰۹۰۵۰۸ وګړي وو. اتن همدارنګه د اروپایي اصلي خاورې تر ټولو جنوبي پلازمېنه او په اروپا کې تر ټولو د تود اقلیم لرونکی لوی ښار دی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په دې ښار کې د کلاسیکې دورې میراث لا هم تر سترګو کېږي، چې لرغوني آبدات، او هنري اثار یې استازولي کوي، او پارتِنون معبد یې تر ټولو مشهور او د لوېدیځ تمدنو له لومړنیو کلیدي نښو څخه شمېرل کېږي. د رومیانو او بېزانس آبدات او د عثماني خلافت یو لږ شمېر آبدات هم په دغه ښار کې خوندي ساتل شوي دي، په داسې حال کې چې تاریخي ښاري ځانګړنې یې د تاریخ په اوږدو کې د زریزو لپاره د تداوم عناصر دي. اتن د نړیۍ د یونسکو د میراث د دوو ساحو لپاره کور دی چې یوه یې د اتن اکروپولیس (Acropolis of Athens) او بله یې د منځنیو پېړیو دافني صومعه (Daphni Monastery) ده.[۲][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د معاصرې دورې نښې چې تاریخچه یې په ۱۸۳۴ز کال کې د یوناني مستقلې پلازمېنې په توګه تاسیس کېدو ته ورګرځي، هلنیک پارلمان (Hellenic Parliament) او د اتن په اصطلاح مهندسي شوي درۍ ګوني ابدات چې د یونان له ملي کتابتون، د اتن ملي او کاپودېستري پوهنتون (National and Kapodistrian University of Athens) او د اتن د فلسفې ښوونځی، شاملوي. اتن همداراز د یو شمېر موزیمونو او کلتوري بنسټونو کور دی، لکه د لرغونپوهنې ملي موزیم، چې د نړۍ په کچه د لرغونو یونانيو بقایاوو تر ټولو لویه مجموعه پکې ده، د اکروپولیس موزیم، د سیکلادیک هنر موزیم، د بیناکي موزیم، او د بیزانس او مسیحي موزیم (Byzantine and Christian Museum). اتن په ۱۸۹۶ز کال کې د معاصرې دورې د اولمپيک لوبو لومړنی کوربه ښار و، او له هغه څخه ۱۰۸ کاله وروسته یې په ۲۰۰۴ز کال کې د دوبنیو اولمپیک لوبو کوربه توب وکړ، چې په دې سره د هغو ګوتو په شمار ښارونو څخه یو شمېرل کېږي کومو چې له یو ځل څخه یې زیات د اولمپیک د لوبو کوربه توب کړی دی.[۲۶]

رېښه او نومونه یې سمول

په لرغونې یوناني ژبه کې د دې ښار نوم  Ἀθῆναιو چې یو جمع نوم دی  (په کلاسیکه اتیک لهجه اتنای چې [atʰɛ̂ːnai̯] تلفظ کېږي). په پخوانۍ یوناني ژبه لکه هومري یوناني کې دغه نوم په خپله مفرده بڼه  Ἀθήνη رایج و. ښايي بیا وروسته خپل جمع بڼې(Ἀθῆναι)  ته اوښتی وي لکه د Θῆβαι (تبس یا تبای) او  Μυκῆναι (موکِنای) سیمي. د نړۍ رېښه ښایي له له یوناني او اندو-اروپایي منشې څخه نه وې او کېدای شي د اتیکا د ماقبل یوناني بستر له پاتې شونو څخه وي. په لرغونې زمانه کې دا د بحث وړ موضوع وه چې ایا اتن یې نوم له خپلې اربابې الهې اتِنا ( په اتیک لیک دود Ἀθηνᾶ، آتَنا په ایونیک لیکدود Ἀθήνη، آتِن، په دوریک لیک دود: Ἀθάνα، آتَنا) څخه اخیستی دی یا اتنا خپل نوم له دې ښاره اخیستی دی. اوس معاصر پوهان په عموم کې په دې سره موافق دي چې نوموړې الهې خپل نوم له دې ښار څخه اخیستی دی، ځکه د نوم پای د ځایونو په نومونو کې عام اما د اشخاصو په نومونو کې نادر دی. [۲۷][۲۸][۲۹]

د لرغونې اتنۍ بنسټګرې افسانې په روایت، اتنا چې د حکمت او جنګ معبوده وه، له پوزیدون سره یې چې د سمندرونو خدای و، په دغې بې نومه ښار باندې د واکمنۍ پر سره سیالي تر سره کړه؛ دوی دواړه په دې سره سلا شول چې هر یو یې اتنیانو ته ښه ډالۍ ورکړه، هماغه به یې واکمن ټاکل کېږي، او د اتن ټولواک ککروپس یې د پرېکړه کوونکي قاضي په توګه وټاکه. د کاذب اپولودروس له خوا د وړاندې شوې انګېرنې له مخې، پوزیدون خپله درۍ ښاخه لرونکې نېزه په ځمکه ووهله چې ورسره د مالګینو اوبو یوه چینه رابهانده شوه. د افسانې په یوه بله نسخه کې د ورګیلیوس یا ويرګیل په ګورګیس نومي شعر کې، پوزیدون یې پر ځای اتنیانو ته لومړنی اس ورکړ. په دواړو نسخو کې اتنا اتنیانو ته لومړنۍ اهلي شوې د زیتونو ونه تقدیم کړه. ککروپس نوموړې ډالۍ ومنله او اتنا یې د اتن ښار د سرپرستې الهې په توګه اعلان کړه.[۳۰][۳۱]

له ۱۷مې پېړۍ څخه راهیسې یاد ښار ته اته بېلابېلې رېښې وړاندیز شوې دي چې اوس په عمومي ډول رد شوې دي. کریستیان لوبېک دې نامه ته ἄθος  (áthos) یا  ἄνθος  (ánthos کلیمه چې معنا یې ګل کېږي، وړاندیزه کړه، تر څو اتن د ګلدار ښار په توګه وښیي. لودویګ ون دودرلین (Byzantine and Christian Museum) د θάω فعل رېښه چې د تاو (θη) اصل دی ( زبېښل) وړاندیز کړ تر څو اتن ښار د یوې حاصلخېزې سیمې په توګه وښیي. اتنیان د تاز یا چرچرک د اغوستونکو په نامه یادېدل، ځکه هغوی د طلایي چرچرک وزرونه اغوستل. د اتوکتونوس (له ځمکې راټوکېدليو) د یوې نښې په توګه رېښه هم ورته وړاندیز شوې، ځکه د اتن افسانوي موسس ارکتئوس (Erechtheus) یو له ځمکې زیږېدلی یا یو ساز غږوونکی و، ځکه چې تاز یوه ساز ایستونکې حشره ده. په کلاسیکو ادبیاتو کې، دې ښار ته د بنفش تاج ښار ویل شوی دی، چې د لومړي ځل لپاره د پیندار په ἰοστέφανοι Ἀθᾶναι (iostéphanoi Athânai) کې یا د ( τὸ κλεινὸν ἄστυ (tò kleinòn ásty یعنې شانداره ښار) په توګه مستند شوی دی.[۳۲][۳۳]

د منځنیو پېړیو په بهیر کې، د دغه ښار نوم یو ځل بیا په Ἀθήνα مفرده بڼه مختصر شو. بېلابېل نور نومونه یې د سېتاینس، ساتین او استین په شمول نمونه وو، په کومو کې چې د اضافي عبارتونو د غلطې املا لرونکي مشتقات شامل دي. د کستایل ټولواک لسم الفونسو (Alphonse X of Castile) یاد ښار ته یوه کاذبه رېښه یعنې 'هغه څوک چې له مړینې/جهل څخه مبرا دی' وړاندیز کوي[پاڼې ته اړتیا ده]. د عثمانیانو په ترکي لیک دود کې دا ښار د آتینا (چې په لاتیني تورو Ātīnā کېږي) په نوم یادېده، او په معاصره ترکي ژبه کې Atina بلل کېږي.[۳۴][۳۵][۳۶]

تاریخ سمول

جغرافیه سمول

سرچينې سمول

  1. "Eurostat – Data Explorer". appsso.eurostat.ec.europa.eu. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. پیوستون : 264371  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  4. https://old.kyivcity.gov.ua/files/2018/2/15/Mista-pobratymy.pdf
  5. https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
  6. http://mail.camara.rj.gov.br/APL/Legislativos/contlei.nsf/50ad008247b8f030032579ea0073d588/3f4147a57ed8aa3483257e8800663664?OpenDocument
  7. https://os.dc.gov/sites/default/files/dc/sites/os/publication/attachments/OS_DC_Athens_Agreement_2000.pdf — د نشر نېټه: ۱۷ نومبر ۲۰۲۲
  8. https://tbilisi.gov.ge/img/original/2018/6/12/tbilisiinfigures.pdf
  9. http://www.aatccusco.com/ciudades_hermanas.php
  10. Wells, John C. (1990). "Athens". Longman pronunciation dictionary. Harlow, England: Longman. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-582-05383-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Vinie Daily, Athens, the city in your pocket, pp 6
  12. "v4.ethnos.gr – Οι πρώτοι… Αθηναίοι". Ethnos.gr. July 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Contents and Principles of the Programme of Unification of the Archaeological Sites of Athens". Hellenic Ministry of Culture. yppo.gr. خونديځ د اصلي څخه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. CNN & Associated Press (16 January 1997). "Greece uncovers 'holy grail' of Greek archeology". CNN. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Athens". خونديځ د اصلي څخه ۰۶ جنوري ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۰۸. Ancient Greek Athenai, historic city and capital of Greece. Many of classical civilization's intellectual and artistic ideas originated there, and the city is generally considered to be the birthplace of Western civilization منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. BBC History on Greek Democracy Archived 19 December 2019 at the Wayback Machine. – Accessed on 26 January 2007
  17. Encarta Ancient Greece from the Internet Archive– Retrieved on 28 February 2012. Archived 31 October 2009.
  18. "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Port of the month: Piraeus Port Authority". European Sea Ports Organisation V.Z.W./A.S.B.L. (ESPO). 30 April 2014. خونديځ د اصلي څخه ۱۳ جولای ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۵. The Port of Piraeus is a port of large sizes. It is the largest passenger port and one of the largest commercial ports in Europe. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Qihao Weng (23 May 2014). Global Urban Monitoring and Assessment through Earth Observation. CRC Press. د کتاب پاڼې 259. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4665-6450-3. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۵. Piraeus port, the chief port in Greece and the largest passenger port in Europe, منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "ANEK Lines – Piraeus". ANEK Lines. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. "Characteristics". Hellenic Interior Ministry. ypes.gr. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جنوري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Monthly Statistical Bulletin of Greece, December 2012. ELSTAT. 2012. د کتاب پاڼې 64. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "ΕΛΣΤΑΤ Απογραφη 2011" (PDF). statistics.gr. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. ((CNN & Sports Illustrated)) (په 5 September 1997 باندې). Sentiment a factor as Athens gets 2004 Olympics. sportsillustrated.cnn.com
  27. As for example in Od.7.80 Archived 18 April 2021 at the Wayback Machine..
  28. Beekes, Robert S. P. (2009), Etymological Dictionary of Greek, Leiden and Boston: Brill, د کتاب پاڼې 29 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Burkert, Walter (1985), Greek Religion, Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press, د کتاب پاڼې 139, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-674-36281-0 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Kerényi, Karl (1951), The Gods of the Greeks, London, England: Thames and Hudson, د کتاب پاڼې 124, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-500-27048-1 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Garland, Robert (2008). Ancient Greece: Everyday Life in the Birthplace of Western Civilization. New York: Sterling. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4549-0908-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Great Greek Encyclopedia, vol. II, Athens 1927, p. 30.
  33. "ToposText". topostext.org. خونديځ د اصلي څخه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Bourne, Edward G. (1887). "The Derivation of Stamboul". American Journal of Philology. The Johns Hopkins University Press. 8 (1): 78–82. doi:10.2307/287478. JSTOR 287478. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. 'General Storia' (Global History)
  36. Osmanlı Yer Adları, Ankara 2017, s.v. full text Archived 31 July 2020 at the Wayback Machine.