بلګراډ (bɛlˈɡreɪd/ bel-GRAYD، /ˈbɛlɡreɪd/ BEL-grayd؛ په صربي کې: Београд / Beograd، روښانه. (سپین ښار)، [beǒɡrad] تلفظ کېږي؛ دا یې په نورو ژبو کې نومونه دي) د صربستان ترټولو لوی ښار او پلازمېنه ده. د ساوا او دانوب سیندونو یوځای کېدو او د پانونې دښتې او بالکان ټاپو تقاطع کې پروت دی. د بلګراد ښار اداري سیمه کې کابو ۱.۷ میلیونه کسان ژوند کوي. دا د دانوب سیند ښارونو په منځ کې ترټولو لوی دریم ښار دی.[۱]

بلګراد د اروپا او نړۍ یو له لرغونو ښارونو څخه دی چې په دوامداره توګه په مېشت ځای بدل شوی. د اروپا له تاریخ څخه مخکې یو له مهمو کلتورونو څخه، د وینچا کلتور، د بلګراډ په سیمه کې له میلاد څخه مخکې په شپږمه زریزه کې تکامل وموند. په لرغونتوب کې، تراکو-داکیان پّ دې سیمه کې مېشت وو او له میلاد څخه مخکې ۲۷۹ کاله وروسته، سلتانو دا ښار د مېشت کېدو لپاره وټاکه او د هغه نوم یې سینګي‌دون کېښوده. دا ښار د رومیانو لخوا د آګوسټوس تر سلطنت لاندې فتحه شو او د دوهمې پېړۍ په منځ کې د رومي ښار حقونه ورته ورکړل شول. په ۵۲۰مه لسیزه کې د سلاوانو لخوا آباد شو او څو ځلې د بیزانس امپراتورۍ، فرانک امپراتورۍ، بلغارستان امپراتورۍ او مجارستان سلطنت لخوا لاس په لاس شو، مخکې له دې چې په ۱۲۸۴م کال کې د صربستان پاچا سټیفان ډراګوټین په مرکز بدل شي. بلګراډ د سټیفان لازارویچ پاچاهۍ په موده کې د صربانو استبدادي پلازمینې په توګه خدمت وکړ او وروسته د هغه ځای ناستی، دوراد برانکویچ هغه په ۱۴۲۷م کال کې د مجارستان پاچا ته ور وګرځاوه. په ۱۴۵۶م کال کې د محاصرې په اوږدو کې د عثماني امپراتورۍ په وړاندې د مجارستان پوځ په ملاتړ د ماسپښین زنګونه تر نن ورځې پورې لاهم د کلیسا پراخه دود په توګه پاتې دي. په ۱۵۲۱م کال کې، بلګراډ د عثمانیانو لخوا فتحه شو او د سمېدریوو د سانجاک په مرکز بدل شو. په غالب ډول د عثمانیانو له حکومت څخه هابسبورګ ته ولېږدول شو چې د عثماني – هابسبورګ جګړو په اوږدو کې ښار د لا ډېرو ویجاړنو شاهد وو.[۲][۳][۴]

د صربستان انقلاب څخه وروسته دوره کې، بلګراډ بیاځلې په ۱۸۴۱م کال کې د صربستان پلازمېنې په توګه ونومول شو. تر ۱۹۱۸م کال پورې، چې ښار پورې وتړل شو، په دې دلیل چې د اتریش-مجارستان پخوانۍ سیمې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د صربانو نوي سلطنت، کرواتانو او اسلوونیایانو برخې شوې، شمالي بلګراډ لا هم د هابسبورګ ترټولو سویلي پوستې په توګه پاتې شو. بلګراډ په ۱۹۱۸م کال کې د هغه د جوړېدو څخه تر ۲۰۰۶م کاله چې ونړېد د یوګوسلاویا پلازمېنه وو. دا ښار په یوه وژونکي سټراټیژیک موقعیت کې په ۱۱۵ جګړو کې جنګېدلی او ۴۴ ځلې له خاورو سره خاورې شوی او څو څو ځلې محاصره شوی دی.[۵]

بلګراډ د صربستان لومړني ښار په توګه، په صربستان کې د ځانګړي اداري وضعیت خاوند دی. د مرکزي دولت، اداري ارګانونو او دولتي وزارت‌خانو او همدارنګه کابو ټولو شرکتونو، رسنیو او د صربستان لویو علمي موسسو استوګنځی دی. بلګراډ د نړیوال بېټا ښار په توګه طبقه بندي کېږي. دا ښار د صربستان د کلینیکي مرکز، چې د نړۍ په کچه ترټولو لوړ ظرفیت لرونکي یوه روغتیایي کمپلکس درلودونکی، د سېنټ ساوا کلیسا، چې د ارټوډوکس له لویو کلیسا ګانو څخه ده، او د سټارک آرنا، یو له سرپټي لوبغالو څخه چې د اروپا په کچه ترټولو لوی ظرفیت لري، کور دی. بلګراډ مهم نړیوال رویدادونو کوربه‌ پاتې شوی لکه په ۱۹۴۸م کال کې د دانوب سیند کنفرانس، د غیر متعهدینو خوځښت مشرانو لومړنۍ ناسته (۱۹۶۱)، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان لومړنۍ لویه غونډه (۱۹۷۷-۱۹۷۸)، د یوروویژن غږیزه سیالۍ (۲۰۰۸)، او همدارنګه سپورټي پېښو کوربه‌توب یې هم کړی لکه د فینا اوبو لوبو نړیواله اتلولۍ (۱۹۷۳)، یوفا یورو (۱۹۷۶)، د اوړي یونیورسیاډ (۲۰۰۹) او درې ځلې یوروباسکټ (۱۹۶۱، ۱۹۷۵ او ۲۰۰۵).[۶][۷]

تاریخ سمول

مخکې تاریخ سمول

په زمون کې د تراش شوې ډبرې پیدا شوي اوزار ښکاروي چې د بلګراډ شاوخوا سیمه د پالائولایټیک او میزولیټیک دورې کې د کوچیاني څارویو د مېشت ځای پاتې شوی دی. ځینې دا اوزار د موستریایي صنعت پورې تړاو لري – د مډرن انسان په ځای نئاندرتالانو پورې تړاو لري. د اوریګناسین او ګراوېټیایي اوزار هم دې سیمې ته نږدې کشف شوي دي چې د ۲۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰ کاله پخوا میشت ځایونو ښکارندویي کوي.[۸]

لومړني کروندګر کسان چې په دې سیمه کې مېشت شول د اسټارچوو نئولایټیک کلتور پورې تړلي وو چې له میلاد څخه مخکې ۶۲۰۰ تر ۵۲۰۰ کالو کې یې وده وکړه. د سټارچېوو څو سایټونه په بلګراډ او د هغه په شاوخوا کې شتون لري، د سټارچېوو هم نومي سایټ په ګډون. د سټارچېوو کلتور (له میلاد څخه مخکې ۵۵۰۰ – ۴۵۰۰ کاله وړاندې) د وینچا په کلتور بدل شو، د کروندګرو یو لا پېچلی کلتور چې د سټارچېوو له پخوانیو مېشت ځایونو څخه یې وده وکړه او همدارنګه په بلګراډ کې د یوې سیمې (Vinča-Belo Brdo) له امله په دې نوم ونومول شو. د وینچا کلتور د هغه د ډېرو لویو مېشت ځایونو له امله، یو لرغونی مېشت ځای چې په دوامداره توګه خلک په کې ساکن وو او له تاریخ مخکې اروپا کې ځینې لوی مېشت ځایونو له امله نامتو ده. همدارنګه د وینچا له کلتور سره د آنتروپومورفیک مجسمې لکه د وینچا مېرمن، په اروپا کې لومړنۍ پېژندل شوې د مسو مټالورجي، او د لیکنې یوه پخوانۍ بڼه چې د سومریانو او مینووانو څخه مخکې یې وده کړې او اروپایي لیک په توګه پېژندل کېږي، چې له میلاد څخه مخکې کابو ۵۳۰۰ کاله تاریخ لري، سره تړاو لري. د ښار په منځ کې د Cetinjska په سړک کې، په ۱۸۹۰م کال کې له میلاد څخه مخکې ۵۰۰۰ کلونو پورې اړونده د انسان کوپړۍ  کشف شوه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

لرغونتوب سمول

جېسون او ارګوناټان. د لرغونتوب په زمانه کې هم، دا سیمه د تراکیانو او داکیانو په شمول د پالئو – بالکان قبیلو لخوا، چې د بلګراد په شاوخوا ډېری سیمو باندې یې حکومت کاوه، ډکه شوې وه. په ځانګړې توګه، بلګراډ په یوه ټکي کې د ټراکو – ډاکیان د سینګي قبیلې مېشت ځای وو؛ له میلاد څخه مخکې په ۲۷۹م کال کې د سلتانو له برید څخه وروسته، اسکورډیسکي دا ښار له خپلو لاسونو بهر کړ او د هغه نوم یې سینګي‌دون (d|ūn کلا) کېښود. مخکې له میلاده په ۳۳-۳۴ کلونو کې، د روم پوځ بلګراډ ته راورسېد. دا ښار له میلاد وروسته لومړۍ پېړۍ کې په رومي سینګي‌دونوم بدل شو او د دوهمې پېړۍ په منځ کې، دا ښار د رومي چارواکو له لوري د یوه ښار په توګه معرفي شو او د پېړۍ تر پایه پورې په بشپړه کولونیا (د ښارونو ترټولو لوړه طبقه) بدل شو. په داسې حال کې چې د روم لومړنی مسیحي امپراتور – لومړی کنسټانټین، چې همدارنګه د لوی کنسټانټین په توګه هم پېژندل کېږي – د نایسوس په قلمرو کې د ښار په سویل کې وزېږېد، د رومي مسیحیت اتل، فلاویوس آیویانوس (جویان)، په سینګي‌دونوم کې وزېږېد. جویان مسیحیت د روم امپراتورۍ رسمي دین په توګه بیا تاسیس کړ او د روم دودیزو دینونو بیاژوندي کېدو ته مرتد جویان د پای ټکی کېښود. له میلاد څخه وروسته په ۳۹۵م کال کې، دا سایټ د ختیځ روم امپراتورۍ یا بیزانس ته ولېږدول شو. د سینګي‌ډونوم ساوا څخه ورهاخوا، د تاورونوم (زمون) سلټیکي ښار شتون درلود. دې دواړو د روم او بیزانس په ټوله دوره کې د یوه پل په واسطه سره اړیکه درلودله.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. "Why invest in Belgrade?". City of Belgrade. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Discover Belgrade". City of Belgrade. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The History of Belgrade". BelgradeNet Travel Guide. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rich, John (1992). The City in Late Antiquity. CRC Press. د کتاب پاڼې 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-13016-2. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 22 March 2009 باندې). Belgrade has risen from the ashes to become the Balkans' party city.
  6. "Assembly of the City of Belgrade". City of Belgrade. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جنوري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The World According to GAWC 2012". GAWC. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مارچ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Saric, J. (2008). "Paleolithic and mesolithic finds from profile of the Zemun loess". Starinar (58): 9–27. doi:10.2298/STA0858009S. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Chapman, John (1981). The Vinča culture of south-east Europe: Studies in chronology, economy and society (2 vols). 117. Oxford: BAR. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-86054-139-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Chapman, John (2000). Fragmentation in Archaeology: People, Places, and Broken Objects. London: Routledge. د کتاب پاڼې 236. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-15803-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Radivojević, M.; Rehren, T.; Pernicka, E.; Šljivar, D. A.; Brauns, M.; Borić, D. A. (2010). "On the origins of extractive metallurgy: New evidence from Europe". Journal of Archaeological Science. 37 (11): 2775. doi:10.1016/j.jas.2010.06.012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Haarmann, Harald (2002). Geschichte der Schrift (په الماني ژبه کي). C.H. Beck. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-406-47998-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mikić, Radivoje, المحرر (2006). Српска породична енциклопедија, књига 3, Ба-Би [Serbian family encynclopedia, Vol. 3, Ba-Bi]. Narodna Knjiga, Politika. د کتاب پاڼې 116. د کتاب نړيواله کره شمېره 86-331-2732-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Belgrade A Cultural History. Oxford University Press. 29 October 2008. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199704521. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. . Jason and the Argonauts sail again.کينډۍ:Cbignore
  16. "Belgrade Fortress history". Public Enterprise "Belgrade Fortress". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Rich, John (1992). The City in Late Antiquity. CRC Press. د کتاب پاڼې 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-13016-2. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Constantine I – Britannica Online Encyclopedia". Britannica.com. 
  19. "Philologic Results-". The ARTFL Project. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "History (Ancient Period)". Beograd.rs. مؤرشف من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "City of Belgrade – Ancient Period". Beograd.rs. 5 October 2000. مؤرشف من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)