نورالله جومات

کازان د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمینه او تر ټولو لوی ښار دی، چې شاوخوا یو نیم ملیون نفوس لري، چې نیمایي یې روسي او نیمایي یې تاتاریان دي. په دې توګه، دا په روسیه کې اتم لوی ښار دی. کازان د روسیې په اروپا کې د وولګا سیند او د کازانکا سیند په منځ کې موقعیت لري. د ښار مرکز، کازان کریملین ، د ملګرو ملتونو سازمان یونیسکو لخوا د نړیوال میراث ځای په توګه اعلان شوی.

دغه ښار د 2018 کال د فیفا د نړیوال جام کوربه و، چې د روسیې په 13 ښارونو کې ترسره شو.

تاریخ سمول

دا ښار د منځنۍ دورې په لومړیو کې د مسلمانانو لخوا تاسیس شو او د پرمختګ د مختلفو مرحلو له تېرولو وروسته، دا ښار په 1438 کې د خانان کازان ایالت پلازمېنه شو. په 1552 کې، د ایوان مهيب په مشرۍ، روسیې په کازان برید وکړ او هغه یې ویجاړ کړ. دا ښار قتل عام شو او پاتې مسلمان اوسېدونکي یا عيسايان شول یا په زوره له ښاره وشړل شول. د دوی په ځای، د روسیې نفوس په ښار کې مېشت شو. د دې تر څنګ روسانو د مسلمانانو له خوا جوړ شوي ټول جوماتونه او ماڼۍ هم ړنګې کړې.

دا ښار یو ځل بیا په 1774 کې د کازان په جګړه کې په بشپړه توګه ویجاړ شو. له بیارغونې وروسته د روسیې ملکې کاترین په ښار کې د جوماتونو د جوړولو اجازه هم ورکړه، چې له دې وروسته مرجاني جومات لومړنی جومات و چې دلته جوړ شو.

د روسیې له انقلاب وروسته ، د داخلي روسیې او سایبریا د مسلمانانو کنګرې د ۱۹۱۷ کال د ډسمبر په ۱۲ مه د اډیل یورال ایالت د جوړولو اعلان وکړ چې پلازمېنه یې کازان و. د دې خپلواک جمهوریت د جوړولو موخه د کوچنیو ملیتونو یوه ډله جوړول وو چې ټول په کې د خپل تمدن او کلتور ساتنه وکړي. خو د ۱۹۱۸ کال د اپریل په میاشت کې د شوروي سرو لښکرو دغه ایالت اشغال کړ او تر راتلونکو دریو کلونو پورې یې زرګونه مسلمان او ترکي اوسېدونکي قتل عام کړل. وروسته په ښار کې ټول جوماتونه او کلیساګانې هم وېجاړې شوې چې پکې د قل شریف تاریخي جومات هم شامل دی.

یوازې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، ښار په پراختیا پیل وکړ. د ښار تاریخي مرکز بیا ورغول شوی، چې تر ټولو مهم یې د قل شریف جومات دی ، چې اوس په روسیه کې یو له سترو جوماتونو څخه دی.

انځورونه سمول