فرانسه چې رسمي نوم يې د فرانسې جمهوريت دی، په څو لويو وچو کې خپور هيواد دی چې له لوېديځې اروپا نيولې بيا له سمندرونو ورهاخوا د امريکاګانو او اتلانتيک، ارام او د هند سمندرونو په ګډون د باندې سيمو او ځمکو کې خپور دی. د فرانسې په ټوله خاوره کې دولس زماني سيمې (time zones) لري چې په ټوله نړۍ کې د زیاتو زماني سيمو لرونکی دی. د فرانسې ښارې استوګنيزې سيمې له «راين» څخه تر اتلانتيک بحر او له مديترانې څخه تر انګليش کانال او شمالي سمندر پورې غځیدلې دي؛ د باندې يا له بحرونو څخه ور هاخوا سيمو کې يې د سويلي امريکا فرانسوي «ګوينا»، په شمالي اتلانتيک کې سنت پير او ميکلون، فرانسوي غرب الهند او په اقيانوسيه او هند سمندر کې ګڼ نور ټاپوګان شامل دي. د ګڼو ساحلي سيمو لرلو له کبله فرانسه په نړۍ کې تر ټولو سترانحصاري اقتصاد لري. فرانسه په اروپا کې له بلجيم، لکزامبرګ، المان، سویس، موناکو، ايټاليې، اندورا او هسپانيې سره ګډه پوله لري، په امريکا کې له نيدرلينډ، سورينام او برازيل سره پوله لري. د فرانسې د اتلس سیمو (پنځه يې دباندې دي) مساحت ۶۴۳،۸۰۱ کيلو مترمربع (۲۴۸،۵۷۳ ميل مربع) او د وګړو شمېر يې له اوه شپېته ميليونه څخه زيات دی (د ۲۰۲۱ز کال د مۍ مياشتې راهيسې). فرانسه يو اتحادي نيمه صدراتي جمهوريت دی، پلازمېنه يې پاريس دی کوم چې د دې هيواد تر ټولو ستر او مرکزي کلتوري او سوداګريز مرکز دی، په نورو مهمو ښاري سيمو کې يې ليون، مارسي، تولوز، بوغدو، ليل او نيس شامل دي.  [۴]

فرانسه
فرانسه
فرانسه
بیرغ
فرانسه
فرانسه
نښان

فرانسه
فرانسه

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۴۷°شمال ۲°ختیځ / 47°شمال 2°ختيځ / 47; 2   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پراخوالی 643801 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه پاریس
رسمي ژبې
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۳۱ جولای ۰۸۴۳  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر
بې کارۍ کچه 10 سلنه (۲۰۱۴)[۲]

10 سلنه (۲۰۱۵)[۳]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اوسط عاید
نورې عددونه او شمېرې
پیسې ېورو   د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بیړنۍ ټليفون
شمېره
ترافيکي لورۍ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +33  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

له لرغوني ډبرين عصر راهيسې د فرانسې په ښاري استوګنيزو سيمو کې سلتي قبايلو ژوند کړی، دوی د اوسپنې په عصر کې د ګول په نوم پېژندل کېدل. له مېلاد مخکې ۵۱ کې روم دا سيمه له خپل حکومت سره يو ځای کړه او له دې کبله يو ځانګړی ګالو-رومي کلتور رامنځ ته شو، کوم چې د فرانسوي ژبې بنسټ یې کېښود. جرماني فرانکيان په ۴۷۶ کې هلته ورسېدل او د فرانسيا پاچاهي يې جوړه کړه، کوم چې د کارولينزي سترواکۍ مرکز وګرځېد. د ۸۴۳ کال د وردن تړون دا سترواکي ووېشله، په ۹۸۷ کې لویديځ فرانسيا د فرانسې په سلطنت واوښت.

په منځنيو پېړيو کې، فرانس يو ځواکمن، خو تر ډېره بریده نامتمرکز د ملوک الطوايفۍ سلطنت و چې د پاچا اختيارات په کې کم محسوسېدل. پاچا فيليپ اګوستوس د پاچاهي کورنۍ د ځواک په پياوړتيا او د خپلو حدودو په پراختيا کې د پام وړ بريا تر لاسه کړه، خپلو مخالفينو ته يې ماتې وکړه او د فرانسې ساحه يې پراخه کړه. د هغه د واکمنۍ په پای ته رسېدو سره، په اروپا کې د يو پياوړي سلطت په توګه راڅرګند شو. د څوارلسمې پېړۍ له نيمايي څخه د پنځلسمې پېړۍ تر نيمايي پورې، فرانسه د تخت او تاج د  تر لاسه کولو لپاره په يو لړ نښتو کې ښکېله شوه، دا لړۍ د سل کلنو جګړو په توګه پېژندل کېږي، په دې ډول يوه جلا فرانسوي پېژندګلو رامنځ ته شوه. په فرانسوي رنسانس کې هنر او کلتور وغوړېد، له ګڼو  مخالفینو سره جګړې وشوې او يوه نيواکګره سترواکي رامنځ ته شوه، همدا سترواکي په شلمه پېړۍ کې د نړۍ په کچه دويمه ستره سترواکي وه. د شپاړسمې پېړۍ په نيمايي کې د کاتوليکانو او هوګنوتانو ترمنځ مذهبي کورنۍ جګړې وشوې او دا هېواد يې سخت کمزوری کړ. خو له دېرش کلنو جګړو وروسته په اولسمه ېپړۍ کې د څوارلسم لويس د واکمنۍ پر مهال فرانسه يو ځل بيا د اروپايي واکمن کلتوري، سياسي او پوځي ځواک په توګه راڅرګنده شوه. نامناسبو اقتصادي تګلارو، ناعادلانه مالياتي نظام او همدا راز نه ختمېدونکې جګړې (په ځانګړي ډول په اوه کلنه جګړه کې ماتې او د امريکا د خپلواکۍ په جګړه کې د زيات لګښت ښکېلتيا) دا سلطنت د اتلسمې پېړۍ په پای کې له کم پايښته اقتصادي حالت سره مخ کړ. دې وضعيت د ۱۷۸۹ز کال فرانسوي انقلاب چټک کړ، کوم چې مطلق العنان سلطنت یې نسکور کړ، د تاريخ د يو لوړ عصري جمهوريت پر ځای يې لرغونی حکومت نصب کړ او د بشر او تبعه حقوقو اعلاميه يې رامنځ ته کړه، همدا اعلاميه تر نن ورځې د فرانسوي ملت د نصب العين څرګندونه کوي.   [۵][۶]

فرانسه د نولسمې پېړۍ په پيل کې د ناپيليون بوناپارټ تر واکمنۍ لاندې خپل سياسي او نظامي اوج ته ورسېده، د اروپا لويې وچې ډېره سيمه يې تر واک لاندې وه او لومړۍ فرانسوي سترواکي يې رامنځ ته کړه. د فرانسې انقلاب او د ناپيليون جګړو د نړۍ او اروپا د تاریخ لاره جوړه کړه. د دې سترواکۍ ړنګېدل د فرانسې د نسبي ځوړ د پړاو پيل و، په کوم پړاو کې چې فرانسه د لوړو ژورو  ښکار شوه، تر دې چې په ۱۸۷۰ز کال کې د فرانسې-پروسي جګړې پر مهال د فرانسې درېيم جمهوري دولت رامنځ ته شو. راتلونکې لسيزې د هيله مندۍ، کلتوري او علمي غوړېدا او همدا راز د اقتصادي سوکالۍ لسیزې وې چې د « Belle Époque» په نوم پېژندل کېږي. فرانسه د لومړۍ نړيوالې جګړې يو ستر برخه وال و، د غټو بشري او اقتصادي لګښتونو په بدل کې فرانسه له دې جګړې بريالۍ راووته. د دويمې نړيوالې جګړې د متحدینو برخه وګرځېده، خو ډېر ژر د محوريزو (جرمني، ایټالیا او جاپان) هيوادونو له خوا په ۱۹۴۰ز کال کې اشغال شوه. په ۱۹۴۴ز کال کې له خپلواکۍ وروسته، د لنډې مودې لپاره پاييدلی جمهوريت جوړ شو او وروسته د الجزايري جګړې پر مهال منحل شو. اوسنی پنځم جمهوريت په ۱۹۵۸ز کال کې شارل دي ګيل جوړ کړ. الجزاير او د فرانسې نورو ډېرو مستعمرو په ۱۹۶۰ز کلونو کې خپلواکي تر لاسه کړه، په داسې حال کې چې همدا مستعمرې له فرانسې سره نژدې اقتصادي او پوځي اړيکې لري.

فرانسه اوس هم د هنر، علم او فلسفې په برخه کې د پېړيو زوړ خپل حيثيت ساتلی دی. په فرانسه کې له يونیسکو سره ثبت شوي د نړۍ پنځمې سترې تاريخي سيمې شته او د سياحت له اړخه د نړۍ مخکښ ځای دی، په ۲۰۱۸ز کال کې له نهه اتيا ميليونه څخه زياتو سيلانيانو له فرانسې څخه لېدنه کړې. فرانسه يو پرمختللی هيواد دی، د اسمي داخلي ناخالص توليد له نظره د نړۍ اوم اقتصاد او د PPP له نظره د نړۍ نهم ستر اقتصاد دی؛ د يو کور پر سر د ټوليزې شتمنۍ له پلوه د نړۍ څلورم ستر اقتصاد دی. فرانسه د لیک لوست، روغتيايي خدماتو، ژوند ته هيله مندۍ او بشري ودې په نظر کې نيولو سره په نړيواله کچه ښه ډلبندي شوې ده. فرانسه په نړيوالو چارو کې هم يو ستر ځواک دی، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو څخه يو او رسماً د هستوي وسلو لرونکی هيواد منل شوی. فرانسه د اروپايي ټولنې او اروپايي سيمې (Eurozone) له بنسټګرو اومخکښو غړو څخه ده، همدا راز د اوو د ډلې (G7)، شمالي اتلانتيک تړون سازمان (ناټو) د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان (OECD) او La Francophonie مهم غړی دی.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د نوم رېښې او تلفظ

په اصل کې د فرانسې نوم ټولې فرانکي سترواکۍ ته کارول کېده، فرانس ټکی له لاتيني ټکي فرانسيه (Francia) څخه اخیستل شوی دی، يا د دې معنا ده «د فرانکانو قلمرو». په اټيالوي او هسپانوي ژبه کې اوسنۍ فرانسې ته فرانسيه ويل کېږي، په الماني ژبه کې « Frankreich»، په هالنډي ژبه کې « Frankrijk» او په سويډني ژبه کې « Frankrike» بلل کېږي، د ټولو معنا يوه ده چې «د فرانکانو ځمکه/قلمرو». [۱۳]

«فرانکان» نوم د انګليسي ژبې د فرانک («ازاد») ټکي اړوند دی: دا ټکی د فرانسوي ژبي له «فرانس» څخه سرچينه اخلي (چې معنا يې ده «ازاد، شريف، رېښتينی»)، په اوږده معنا د فرانسې ټکی له منځنۍ لاتيني ژبې (francus) څخه مشتق شوی (چې معنا يې ده «ازاد، له خدمت څخه معاف شوی؛ خپلواک سړی، فرانک»)، دا ټکې د قبيلې د نوم عامول دي کوم چې د وروستۍ لاتيني ژبې له خوا د يو سيمه ايز فرانکي نوم «فرانک» د جوړې شوې بڼې په توګه پور شوی دی. داسې وړانديز شوی چې د «ازاد» معنا ځکه غوره شوې وه چې «ګول» له نېولو وورسته يوازې فرانکان له مالياتو ورکولو څخه معاف و، يا په عام ډول د خادمانو او غلامانو په پرتله يوازې دوی د ازادو خلکو حيثيت درلود. [۱۴][۱۵][۱۶]

لوی ښارونه

پاریس د فرانسې تر ټولو لوی ښار او پلازمینه ده.

اقتصاد

فرانسه د نړۍ د مهمو اقتصادي هیوادونو څخه ده، همدارنګه د نړۍ په مختلفو سازمانونو کې (جي شل) غړیتوب هم لري.

ایداري ویش

پخوانې سیمه نوې سیمه نوې سیمه (نوی نوم)
بورګونی Bourgogne-Franche-Comté بورګوین-فرانش-کنته
فرانش-کنته
آکیتن سیمه Aquitaine-Limousin-Poitou-Charentes نوول-آکیتن
لیموزن
پواتو-شرانت
نرماندی سفلی Normandy نرماندی
نرماندی علیا
آلزاس Alsace-Champagne-Ardenne-Lorraine ګرانت است
شامپانی-آردن
لورن
لانګداک روسیون Languedoc-Roussillon-Midi-Pyrénées اکسیتنی
پیرنه میانه
نور-پا-دو-کاله Nord-Pas-de-Calais-Picardie ا-دو-فرانس
پیکاردی
اوورنی Auvergne-Rhône-Alpes اوورنی-رون-آلپ
رون-آلپ

هغه سیمي چې په پخواني نوم پاتی دي:

برتاین
سانتر (فرانسه)
کرس ټاپو
فرانسوي ګویان
ګوادلوپ
ایل-دو-فرانس
مارتینیک
مایوت
پی دو لا لوآر
پروانس-آلپ-کوت دازور
ریونیون

کلتور

جغرافیه

پوهنه

کلتور

سیاسي جوړښت

د فرانسې غرونه

د فرانسې په جمهوریت کی ډېر غرونه سته. د فرانسې په جنوب کی د پیرینی غره، په جنوب ختیځ کی د آلپ غرونه او په ختیځ کی د یورا غره سته. د مونټ بلانک غر د فرانسې تر ټولو لوی غر دی. لوړوالی یی ۴۷۸۰ متره دی.

تاریخ

د کلټ قبیلو په ۸۰۰ ( ق.م.)کی فرانسی ته ورسیدل. په اوس وخت کی هغه د کلټ قبیله د گال ( Gauls ) په نوم یادېږی. په ۳۹۰ ( ق.م.) کی د رومان پوځ پر گالیا ( د گال هېواد ) برید وکړ او په ۵۸ ( ق.م.) کی د گال قبیله د رومان امپراطور یولیوس څېسار ( Julius Caesar ) لخوا ماته وخوړله او گالیا دیولیوس څېسار لاس ته ورغله. په ۵ پیړۍ کی فرانسی د فرانک حکمرانانو لاس ته ورغلی. په ۷۳۲ کال کی پاچا چارل مارتل د مسلمانانو پوځ ماته کړل. په ۱۳۳۷ کال کی سل کلنه جگړه پېل شوه. په دی وجت کی شمالی فرانسه د انگریزی حکمرانانو لاس ته ورغلی. مگر په ۱۴۵۳ کال کی انگرېزی پوځ د فرانسی د پوځ لخوا ماته وخوړل او د فرانسی هېواد د فرانسی پاچا لاس ته ودغلی.

سرچينې

  1.     تشه سرچينه (لارښود)
  2. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  3. http://www.insee.fr/fr/themes/tableau.asp?reg_id=0&ref_id=NATnon03337
  4. "Field Listing :: Area". The World Factbook. CIA. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) کينډۍ:PD-notice
  5. Hargreaves, Alan G., سمونګر (2005). Memory, Empire, and Postcolonialism: Legacies of French Colonialism. Lexington Books. مخونه 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7391-0821-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. R.R. Palmer; Joel Colton (1978). A History of the Modern World (چاپ 5th). مخونه 161. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "France posts new tourist record despite Yellow Vest unrest". France 24. 17 May 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "World Health Organization Assesses the World's Health Systems". World Health Organization. 8 December 2010. لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "World Population Prospects – The 2006 Revision" (PDF). UN. لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Global Wealth Report" (PDF). Credit Suisse. October 2010. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۹ نومبر ۲۰۱۴. لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. "In euro and USD terms, the total wealth of French households is very sizeable. Although it has just 1% of the world's adults, France ranks fourth among nations in aggregate household wealth – behind China and just ahead of Germany. Europe as a whole accounts for 35% of the individuals in the global top 1%, but France itself contributes a quarter of the European contingent. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Jack S. Levy, War in the Modern Great Power System, 1495–1975, (2014) p. 29
  12. "Europa Official Site – France". EU. لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "History of France". Discoverfrance.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Examples: "frank". American Heritage Dictionary.  "frank". Webster's Third New International Dictionary.  And so on.
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Michel Rouche (1987). "The Early Middle Ages in the West". In Paul Veyne (سمونګر). A History of Private Life: From Pagan Rome to Byzantium. Belknap Press. مخونه 425. OCLC 59830199. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-39974-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)