ګوادېلوپ

(له ګوادلوپ نه مخ گرځېدلی)

ګوادلوپ (په فرانسوي ژبه: ([ɡwad(ə)lup]؛ په انتیلیایي کریول ژبه: Gwadloup, [ɡwadlup]) په کارابین کې د فرانسې د ټاپوګانو یوه ټولګه او بهرنی ولایت او سیمه ده. دا ټولګه د استوګنې وړ له ټاپوګانو له شپږو ټاپوګانو - لکه باسی تیرې، ګرانډ تیرې، ماري ګالانت، لا دیسیراد، او دوه د استوګنې نه وړ ټاپوګانې لکه الیس ډیس سېنټیس - او همدارنګه ډېری نا مېشته ټاپوګانو او لویو ډبرو څخه جوړه ده. دا مجمع الجزایز د انتيګوا او باربودا او مونتسیرات په سوېل کې، او د ډومینیکا هم ګټې دولت په شمال کې پروت دی. پلازمینه یې د باس - تیریري ښار دی چې د باس - تیری ټاپو سوېل لوېدیځ ساحل کې موقعیت لري؛ خو تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار لزابیمز دی او د سوداګرۍ اصلي مرکز یې ګاونډی پوینټ-آ-پیتر دی، چې دواړه په ګرانډ ټیرې ټاپو کې موقعیت لري. دې ولایت په ۲۰۱۹ کال کې ۳۴۴۲۳۹ کسه نفوس درلود.[۱۲][۱۳][۱۴]

ګوادېلوپ
Guadeloupe (فرانسوي)[۱][۲]
Gwadloup (کينډۍ:ISO 639 name gcf) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
Soufrière (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۳۸۴٬۳۱۵[۳] — ۴۰۲٬۱۱۹[۴] — ۳۹۷٬۹۹۰[۵] — ۳۹۰٬۲۵۳[۶] — ۳۸۷٬۶۲۹[۷] — ۳۸۴٬۲۳۹[۸] — ۳۸۳٬۵۵۹[۹] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
arrondissement of Basse-Terre (en) ژباړلarrondissement of Pointe-à-Pitre (en) ژباړلLes Abymes (en) ژباړلBasse-Terre (en) ژباړلPointe-à-Pitre (en) ژباړلSainte-Anne (en) ژباړلTrois-Rivières (en) ژباړلAnse-Bertrand (en) ژباړلSaint-François (en) ژباړلGrand-Bourg (en) ژباړلBaie-Mahault (en) ژباړلPetit-Canal (en) ژباړلBaillif (en) ژباړلPetit-Bourg (en) ژباړلLe Moule (en) ژباړلBouillante (en) ژباړلLe Gosier (en) ژباړلCapesterre-de-Marie-Galante (en) ژباړلPort-Louis (en) ژباړلVieux-Fort (en) ژباړلTerre-de-Haut (en) ژباړلGourbeyre (en) ژباړلDeshaies (en) ژباړلMorne-à-l'Eau (en) ژباړلVieux-Habitants (en) ژباړلSainte-Rose (en) ژباړلSaint-Claude (en) ژباړلSaint-Louis (en) ژباړلGoyave (en) ژباړلPointe-Noire (en) ژباړلLamentin (en) ژباړلCapesterre-Belle-Eau (en) ژباړلTerre-de-Bas (en) ژباړلLa Désirade (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځايي ژبې
وګړنوم
Guadalúpach[۱۰] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
فزیکي ځای
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱٬۶۲۸ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۱۶°۱۵′۳۴″شمال ۶۱°۳۳′۳۸″لويديځ / 16.2595°شمال 61.5605°لويديځ / 16.2595; -61.5605 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د نورو بهرنیو ولایتونو په شان، دا د فرانسې یوه ارضي برخه ده. د اروپایی اتحادیې د تشکیلاتي او یوروزون د یوې برخې په توګه، یورو یې رسمي پولي واحد دی او د اروپایی اتحادیې هر وګړی په نامحدود ډول هلته د مېشته کېدو او کار آزادي لري. خو د بهرني ولایت په توګه، د شینګین د سیمې برخه نه ده. پخوا په دې سیمه کې سېنټ بارتیلیمي او سېنټ مارټین هم ګډون درلود، چې د ۲۰۰۳ کال د ټولپوښتنې وروسته په ۲۰۰۷ کال کې له ګوادلوپ څخه جلا شول.

کریسټوفر کولمبس لومړی اروپایی و چې ګوادلوپ یې ولید، چې په دې ځای کې یې په ۱۴۹۳ کال کې پل کېښود، او دې ټاپو ته یې نوم ورکړ. رسمي ژبه یې فرانسوي ده؛ انتیلین کریول هم په کې تکلم کېږي. [۱۵][۱۶]

رېښه پېژندنه

سمول

دا ټاپو وزمه د اراواک د اصلي خلکو لخوا د کروکیرا (یا "د ښکلي اوبو ټاپو") په نوم یادیدله.[۱۷]

کریسټوفر کولمبس په 1493 کې د ګوادالوپ زموږ د میرمنې په نوم ټاپو د سانتا ماریا دی ګوادالپ نوم کېښود، د ویرجن مریم لپاره یو زیارت چې د هسپانوي په ګوادالپ، Extremadura ښار کې عبادت کیږي. کله چې دا سیمه د فرانسوي کالونۍ شوه، د هسپانوي نوم ساتل شوی و - که څه هم د فرانسوي اورتوګرافي او فونولوژي ته بدل شوی. دغه ټاپوګان په سیمه ایزه توګه د ګواډا په نوم یادیږي. [۱۸]

تاریخ

سمول

له استعمار نه مخکې دوره

سمول

دا ټاپوګانې په لومړي ځل د امریکا د بومي وګړو له خوا تر استوګنې لاندې راغلې، احتمالا تاریخ یې ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاد ته رسېږي. د اراواک وګړي لومړۍ تشخیص کېدونکې ډله ده، خو دوی وروسته د کالینا - کاریب وګړو له لوري د ۱۴۰۰ ز کال په شاوخوا کې بې ځایه شول.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

له ۱۵مې تر ۱۷مې پېړۍ

سمول

کریسټوفر کولمبس لومړنی اروپایی و چې ګوادلوپ یې ولید او د ۱۴۹۳ کال په نومبر میاشت کې یې په دې خاوره پل کېښود او اوسنی نوم یې ورکړ. په شپاړسمه پېړۍ کې ډېری استعماري هڅې د هسپانویانو له خوا د بومي وګړو د بریدونو له امله ناکامې شوې. په ۱۶۲۶ کال کې، فرانسې د پییر بیلین ډی ایسنمبوک تر واکمنۍ لاندې ګوادلوپ ته لېواله شول او هسپانوي اوسېدونکي یې وشړل. د امریکایي ټاپوګانو کمپني په ۱۶۳۵ کال کې د چارلس لینارډ دی لولیو او ژان دو پلیسس ډی اوسنویل تر لارښوونې لاندې په ګوادلوپ کې میشته شوه. دوی په رسمي توګه د فرانسې لپاره ټاپو غصب کړه او فرانسوي بزګران یې د ځمکې د استعمار لپاره راوستل. دا کار د ناروغۍ او تاوتریخوالي له امله د زیاتره بومي وګړو د مړینې لامل شو. خو په ۱۶۴۰ کال کې، د امریکایي ټاپوګانو کمپنۍ له افلاس سره مخ شوه او په دې توګه دوی ګوادلوپ په چارلس هول دو پیتیټ پېري باندې خرڅ کړ چې نوموړي په ۱۶۵۰ کال کې د لومړیو افریقایي غلامانو په راتګ سره په کې کې کرنه پیل کړه. د غلامانو مقاومت سمدلاسه پراخ شو او په ۱۶۶۵ کال کې د یو ښکاره پاڅون لامل شو چې څو اونۍ یې دوام وکړ او په ورته وخت کې له خدمت نه د ډله ایزو تېښتو لامل شو چې لږ تر لږه دوه کاله یې دوام وکړ تر هغه چې چې فرانسې بومي وګړي اړ کړل چې له دوی سره له مرستې لاس واخلي. دې ټاپو ملکیت لوېدیځ هند فرانسوي کمپنۍ ته ولېږدول شو چې ورسته په ۱۶۷۴ کال کې د دوی د مارټینیک مستعمېرې تر ساتنه (قیمومیت لاندې) له فرانسې سره ضمیمه شو. رسمي غلامۍ، چې د ۱۸۶۵ کال څخه ورسته څخه د تورپوستو د قانو پر بنسټ نافذه شوه، د بورې د کښت اقتصاد ته یې وده ورکړه.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

۱۸مې تر ۱۹مې پېړۍ

سمول

د اوه کلنې جګړې په اوږدو کې انګلیسانو د ۱۷۶۳ کال د پاریس تر تړون پورې دا ټاپوګان ونیول او استعمار یې. په دې وخت کې، پوینټ-آ-پیتر یو لوی بندر شو او د ګوادلوپین بورې ته د انګلستان د شمالي امریکا په مستعمرو کې بازارونه پرانیستل شول، چې د خوراکي توکو او لرګیو په مقابل کې تجارت کېده. اقتصاد په چټکۍ سره پراخ شو چې د فرانسوي استعمارګرانو لپاره لویه شتمني رامنځ ته کړه. ګوادلوپ په هغه وخت کې دومره هوسا شو چې فرانسې د پاریس د ۱۷۶۳ کال د تړون پر بنسټ د ګوادلوپ د بېرته لاس ته راوړلو په بدل کې خپلې کاناډایی استعمېرې تاوان ورکړې. د ۱۷۲۰ کلونو په وروستیو کې د قهوې کښت، چې د غلامانو پر پر مخ وړل کېده، پیل شو او همدارنګه، په ۱۷۷۵ کال کې، کاکاو په یو لوی صادراتي محصول بدل شو.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د فرانسې انقلاب په ګوادلوپ کې ګډوډي راوسته. تر نوي انقلابي قانون لاندې، آزاد غلامان له مساوي حقونو برخمن شول. بریتانیې د ګډوډ سیاسي وضعیت څخه په ګټه، په ۱۷۹۴ کال کې په ګوادلوپ یرغل وکړ. فرانسې د ویکتور هیګس تر مشرۍ لاندې د یوه پوځي ځواک په لېږلو سره غبرګون وښود، چې دا ټاپوګان یې بېرته ونیول او غلامي یې منسوخ کړه. په پایله کې یې له ۱۰۰۰ څخه زیات فرانسوي استعمارګران ووژل شول. [۳۴]

د فرانسې لومړۍ سترواکۍ د په ۱۸۹۲ کال کې، د انقلاب څخه مخکې حکومت او غلامي بېرته احیا کړل، چې د لويي ډیلګریس تر مشرۍ لاندې د غلامۍ بلوا ته یې وده ورکړه. فرانسوي چارواکو زر غبرګون وښود، چې د ۱۸۰۲ کال د می د میاشتې د ۲۸ نېټې د ماتوبا د جګړې لامل شو. ډیلګریس او د هغه پیروان چې پوه شول چې د بریالیتوب هېڅ چانس نه لري، په قصدي توګه د خپلو د باروتو د ذخیرو په چاودنو سره ډله ایزه ځان وژنه وکړه. په ۱۸۱۰ کال کې، انګلسانو دا ټاپو یو ځل بیا ونیوله او د ۱۸۱۳ کال کال د ستاکهولم د تړون پر بنسټ یې سویډن ته وسپارله. [۳۵][۳۶][۳۷]

سویډن د ۱۸۱۴ کال د پاریس په تړون کې، ګوادلوپ فرانسې ته پرېښود، چې د ګوادلوپ د مالي ونډې د لوړېدو لامل شو. په ۱۸۱۵ کال کې، د ویانا تړون په ګوادلوپ باندې د فرانسې کنټرول تصدیق کړ. [۳۸][۳۹]

د فرانسې په سترواکۍ کې په ۱۸۴۸ کال کې غلامي ختمه شوه. له ۱۸۵۴ کال وروسته، د هند کې د پانډچري د فرانسوي مستعمرې څخه قرادادي وړیا غلامان راوړل شول. وروسته آزادو غلامانو له ۱۸۴۹ کال څخه وروسته د رایې حق ترلاسه کړ، خو هندي اتباعو ته د فرانسې تابعیت او رایه تر ۱۹۲۳ کال پورې ور نه کړل شوه، تر هغه چې د هینري سیدامباروم تر مشري لاندې یوه اوږد کمپاین را منځ ته شو او په پای کې یې بریالیتوب ترلاسه کړ. [۴۰]

له ۲۰مې تر ۲۱مې پېړۍ

سمول

فیلیکس ایبو په ۱۹۳۶ کال کې، د ګوادلوپ لومړی تور پوستی والي شو. د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې، ګوادلوپ په پیل کې د ویچي حکومت تر کنټرول لاندې راغی او وروسته په ۱۹۴۳ کې له آزادې فرانسې سره یوځای شو. د ګوادلوپ مستعمېره د په ۱۹۴۶ کال کې، فرانسې یو بهرنی ولایت شو.  [۴۱][۴۲]

په جګړې پسې دوره کې د ګوادلوپ ټولنیز جوړښت او د فرانسې سره د هغې د اړیکو په اړه کړکېچ راپورته شو. د سېنټ ویلینټاین عامه وژنه په ۱۹۵۲ کال کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې په لی مول کې د فابریکې کاربندیز کوونکي کارګران د جمهوري امیتي ځواکونو له لوري په ډزو وویشتل شول چې په پایله کې یې څلور تنه ووژل شول. د ۱۹۶۷ کال د می په میاشت کې توکمیز کړکېچ په تاو تریخوالي واوښت چې په تورپوستو ګوادلوپي وګړو د نژادپاله بریدونو لامل شو او په پایله کې یې اته تنه ووژل شول.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

د خپلواکۍ یو غورځنګ په ۱۹۷۰ کلونو کې وده وکړه، چې فرانسه یې اړ کړه چې په ۱۹۷۴ کال کې ګوادلوپ د فرانسې یوه سیمه اعلان کړي. د ګودالوپ د آزادۍ لپاره ولسي یوالی (UPLG) د بشپړې خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړې، او د ۱۹۸۰ کلونو په اوږدو کې د ځينو ډلو لکه د آزاد پوځ ډلې (GLA) د کړنو له مله وضعیت په تاوتریخوالي واوښت.

په ۲۰۰۰ کال کې ګوادلوپ ته زیاته خپل اختیاري ورکړل شوه. په ۲۰۰۳ کال کې د یوې ټولپوښتنې له لارې، سېنټ مارټین او سېنټ بارتیلیمي د ګوادلوپ له اداري واک څخه جلا کولو ته رایه ورکړه، چې په ۲۰۰۷ کال کې په بشپړ ډول نافذ شو. [۴۹]

د ۲۰۰۹ کال د جنوري په میاشت کې، د کارګرانو ټولنې او نور چې د Liyannaj Kont Pwofitasyon (د استثمار په وړاندې قیام) په نوم یادېدل، د معاشونو د لوړېدو په موخه کاربندیز وکړ. کاربندیز کوونکي د ټیټو معاشونو، د ژوند د لوړ لګښت، د فرانسې په پرتله د بې وزلۍ د لوړې کچې او د وزګارۍ کچې چې د اروپایي ټولنې په کچه ترټولو بد حالت و. په غوسه وو. وضعیت په چټکۍ سره کړکېچن شو، او د هغه څه له امله چې د فرانسې د حکومت له لوري غیر اغیزمن غبرګون و ګڼل شو، په تاوتریخوالي واوښت او فرانسه یې اړ کړه چې په ډزو د ټولنې د مشر (جاکوس بینو) له وژل کېدو وروسته نور پولیس ځواکونه ولېږي. کاربندیز ۴۴ ورځې دوام وکړ او په نږدې مارتینیک کې یې ورته کړنې هم وهڅولې. وروسته ولسمشر نیکولاس سرکوزي له دې ټاپو لیدنه وکړه او د اصلاحاتو ژمنه یې وکړه. ګرځندوی په دې وخت کې ډېر زیانمن شو او د ۲۰۱۰ کال سیاحتي فصل یې هم اغیزمن کړ. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

سرچينې

سمول
  1. ذکر کېدنه: Code officiel géographique au 1er janvier 2020. ليکوال: The National Institute of Statistics and Economic Studies. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۰.
  2. ذکر کېدنه: Code officiel géographique.
  3. ذکر کېدنه: Populations légales 2021. خپرېدو نېټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۳. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  4. سرچينې تړی: https://www.insee.fr/fr/statistiques/2119431?sommaire=2119504.
  5. ذکر کېدنه: The National Institute of Statistics and Economic Studies. عنوان: Recensement de la population 2015. خپرېدو نېټه: ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  6. ذکر کېدنه: Populations légales 2017. خپرېدو نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  7. ذکر کېدنه: Populations légales 2018. خپرېدو نېټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  8. ذکر کېدنه: Populations légales 2019. خپرېدو نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  9. ذکر کېدنه: Populations légales 2020. خپرېدو نېټه: ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۲. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  10. ذکر کېدنه: The National Terminology Database for Irish. اثر ژبه: ايرلينډي ژبه.
  11. ArchINFORM location ID: 2792. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  12. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  13. "CIA World Factbook (2006) – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  14. Populations légales 2019: 971 Guadeloupe, INSEE
  15. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  16. "CIA World Factbook (2006) – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  17. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  18. "Guadeloupe: These tiny islands are the French Caribbean's greatest secret". CNN. بياځلي په 14 July 2022. [...] Gwada, as locals call Guadeloupe [...].
  19. "Gaudeloupe, a land of history". Region Guadeloupe. بياځلي په 16 April 2019.
  20. Siegel et al – Analyse préliminaire de prélèvements sédimentaires en provenance de Marie-Galante. Bilan scientifique 2006–2008. Service régional de l’archéologie Guadeloupe- Saint-Martin – Saint-Barthélemy 2009.
  21. Siegel, Peter E.; Jones, John G.; Pearsall, Deborah M.; Dunning, Nicholas P.; Farrell, Pat; Duncan, Neil A.; Curtis, Jason H.; Singh, Sushant K. (2015). "Paleoenvironmental evidence for first human colonization of the eastern Caribbean". Quaternary Science Reviews. 129: 275–295. Bibcode:2015QSRv..129..275S. doi:10.1016/j.quascirev.2015.10.014. ISSN 0277-3791..
  22. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  23. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  24. "Guadeloupe from precolumbian times until today". Antilles Info Tourisme. بياځلي په 16 April 2019.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  25. "Guadeloupe History Timeline". World Atlas. بياځلي په 3 June 2019.
  26. La Guadeloupe: renseignements sur l'histoire, la flore, la faune, la géologie, la minéralogie, l'agriculture, le commerce, l'industrie, la législation, l'administration, Volume 1, Partie 2, de Jules Ballet (Imprimerie du gouvernement, 1895) (in French)
  27. Gwendolyn Midlo Hall (1971). Social Control in Slave Plantation Societies: A Comparison of St. Domingue and Cuba. The Johns Hopkins Press. pp. 62–63. ISBN 0-8018-1252-6.
  28. "History of Guadeloupe". caribya!. خوندي شوی له the original on 16 April 2019. بياځلي په 16 April 2019.
  29. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  30. "Guadeloupe History Timeline". World Atlas. بياځلي په 3 June 2019.
  31. "Treaty of Paris, 1763". Office of the Historian. United States Government. بياځلي په 16 April 2019.
  32. Auguste Lacour, Histoire de la Guadeloupe, vol. 1 (1635–1789). Basse-Terre, Guadeloupe, 1855 full text at Google Books, p. 236ff.
  33. "Guadeloupe > History". Lonely Planet. بياځلي په 16 April 2019.
  34. "Guadeloupe > History". Lonely Planet. بياځلي په 16 April 2019.
  35. Moitt, Bernard (1996). David Barry Gaspar (ed.). "Slave women and Resistance in the French Caribbean". More Than Chattel: Black Women and Slavery in the Americas. Indiana University Press: 243. ISBN 0-253-33017-3.
  36. "Memorial in homage to Delgrès - Basse Terre - Cartographie des Mémoires de l'Esclavage". www.mmoe.llc.ed.ac.uk. بياځلي په 13 August 2018.
  37. Lindqvist, Herman (2015). Våra kolonier: de vi hade och de som aldrig blev av. Albert Bonniers Förlag. p. 232. ISBN 9789100155346.
  38. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  39. "Guadeloupe History Timeline". World Atlas. بياځلي په 3 June 2019.
  40. "A remote French Island reconnects with India | TopNews". www.topnews.in. خوندي شوی له the original on 13 May 2021. بياځلي په 13 May 2021.
  41. Chambre de commerce et d'industrie de la Guyane. "DOSSIER DE PRESSE" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 24 September 2015. بياځلي په 24 May 2015..
  42. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  43. "14 février 1952: une grève en Guadeloupe réprimée dans le sang, France24.com, 14 février 2009".
  44. "Le petit lexique colonial – Jeudi 14 février 1952 au Moule | lepetitlexiquecolonial.blogspace.fr". خوندي شوی له the original on 10 July 2012. بياځلي په 27 July 2019.
  45. "Source: Le Nouvel Observateur".[مړه لينکونه]
  46. "Mai 1967 à Pointe-à-Pitre : " Un massacre d'Etat "" (in فرانسوي). 25 May 2017. بياځلي په 14 October 2017.
  47. Félix-Hilaire Fortuné (2001). La France et l'Outre-Mer antillais [France and the West Indies] (in فرانسوي). L'Harmattan. p. 303.
  48. "En Guadeloupe, la tragédie de "Mé 67" refoulée". Le Monde.fr. 26 May 2009 – via Le Monde.
  49. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". بياځلي په 27 July 2019.
  50. Shirbon, Estelle (13 February 2009). "Paris fails to end island protests, seen spreading". Reuters. خوندي شوی له the original on 14 February 2009. بياځلي په 14 February 2009.
  51. "Race, class fuel social conflict on French Caribbean islands". Agence France-Presse (AFP). 17 February 2009
  52. "France proposes to raise salaries to end Guadeloupe violence". International Herald Tribune. Associated Press. 19 February 2009. بياځلي په 25 February 2009.
  53. Sarkozy offers autonomy vote for Martinique, AFP