ممبۍ (انګریزي: / mʊmˈbaɪ / ()، مراټي: [əmumbəi]؛ بمبي / bɒmˈbeɪ / - تر ۱۹۹۵ ز کال پورې رسمي نوم) د هند د مهاراشترا ایالت پلازمېنې ښار دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۱۸ پورې، ممبۍ په هند کې له ډیلي وروسته دویم ډېر نفوس لرونکی ښار دی او د شاوخوا ۲۰  میلیون نفوس سره د نړۍ اووم ترټولو ډیر نفوس لرونکی ښار پېژندل شوی. د هند حکومت د ۲۰۱۱ ز کال نفوس سرشمیرنې سره سم، ممبۍ د هند ترټولو نفوس لرونکی ښار و چې د اټکل شوي ښار مناسب نفوس ۱۲.۵ میلیون وګړو د ممبي ښاروالۍ تر نظر لاندې ژوند کاوه. ممبۍ د ممبۍ سیمې مرکز او د نړۍ په کچه شپږم لوی نفوس لرونکی ښار دی چې ۲۳ میلیون وګړي په کې مېشت دي. ممبۍ د هند په لویدیځ د کانکن په  څنډه کې موقعیت لري او د یوه ژور طبیعي بندر لرونکی دی. په ۲۰۰۸ کال کې ممبۍ د الفا نړیوال ښار په نوم و نومول شو. دغه ښار کې د هند د ټولو ښارونو په پرتله، د دغه هېواد ډېری میلیونران او میلیاردران مېشت دي. ممبۍ د یونسکو د درېو نړیوالو میراثي ځایونو کور دی: د الیفنتا غارونه، د چترپتي شیواجي مهاراج ټرمینس، او د ویکتوریا او ارټ ډیکو ودانیو ځايي ځانګړی جوړښت چې په ۱۹ او ۲۰ پېړیو طراحې شوې دي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ممبای انځور
د ممبای انځور
د ممبای انځور

د تاسيس نيټه
ممبای
ممبای

هيواد [۱]
پلازمینه د
Map
کورډېناټونه: [۲]
سيمه
جغرافیائی ځانګړتیاوې
ساحه
لوړوالي 14 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس 15414288 (۲۰۱۸)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
خورلڼې ښارونه
موټر نمبر پليټ
MH-01

MH-02

MH-03  د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوسټ کوډ
400001  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټليفون کوډ 0022  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ویب پاڼه د تاييدولو سرچينه[۴]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 1275339[۵]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اوه ټاپوګان چې ممبۍ تشکیلوي په اصل کې د مراټي ژبې د کولي خلکو د ټولنو کور و. د پیړیو لپاره، د بمبۍ اوه ټاپوګان د ځایي واکمنانو تر کنټرول لاندې و چې له هغه وروسته د پرتګالي امپراتورۍ ته وسپارل شو او بیا له هغه وروسته په ۱۶۶۱ز کال کې د ختیځ هند شرکت ته د کاترین براګانزا د مهریې په توګه د انګلستان له چارلس II سره د واده له لارې ورکړل شو.  د اتلسمې پیړۍ په نیمایي کې، بمبۍ د هورنبي ویلارډ پروژې له خوا له سره پلان شو، چې د بحر څخه د اوو ټاپوګانو تر منځ د سیمې بیا رغونه ترسره شوه. د لویو سړکونو او ریل پټلیو جوړولو سره، د بیا رغونې پروژه، چې په ۱۸۴۵ کې بشپړه شوه، بمبۍ د عربي بحیرې په یوه لوی بندر بدله کړه. په نولسمه پیړۍ کې بمبۍ د اقتصادي او تعلیمي پرمختګ مرکز و. د شلمې پیړۍ په لومړیو کې دا د هند د خپلواکۍ غورځنګ لپاره یو پیاوړی مرکز شو. په 1947 کې د هند له خپلواکۍ وروسته دا ښار په بمبي ایالت کې شامل شو. په 1960 کې، د سمیوکت مهاراشترا غورځنګ په تعقیب، د مهاراشترا نوی ایالت د بمبۍ د پلازمینې په توګه رامنځته شو.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ممبۍ د هند مالي، سوداګریزه او تفریحي پلازمېنه ده. دا د نړیوال مالي جریان له مخې، د نړۍ سوداګرۍ له لسو غوره مرکزونو څخه هم دی چې د هند د نا خالصه تولیداتو ۶.۱۶ سلنه تولیدوي او د صنعتي تولید بیا ۲۵٪  جوړوي او همدا رنګه د هند سمندري سوداګرۍ ۷۰٪ سلنه یې ځانته ځانګړې کړې ده. ممبۍ پورټ ټرسټ او JNPT، د هند اقتصاد ته د پانګې لیږد ۷۰ سلنه را نغاړي. ممبۍ په نړۍ کې د میلیاردرانو د لرلو له امله په اتم ځایګي کې دی. د ممبۍ میلیاردرانو په ۲۰۰۸ ز کال کې د نړۍ د هر ښار په پرتله ترټولو د منځنۍ کچې لوړه شتمني درلوده. دغه ښار، د مهمو مالي مؤسسو او هندي شرکتونو او څو ملیتي شرکتونو درلودونکی دی. دغه ښار د هند د مخکښو ساینسي او اټومي مؤسسو کور هم دی. دغه ښار د بالیووډ او مراټي سینما صنعتونو کور هم دی. د ممبۍ سوداګریز فرصتونه له ټول هند څخه کډوال ور جذبوي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

ایتمولوژي

د ممبۍ نوم د ممبا یا مها -امبا څخه اخیستل شوی - د اصلي کولی ټولنې د سرپرست خدای (کولادیوتا) ممبادیوي نوم دی او په مراټي ژبه کې د "مور" معنی لري چې د کولي خلکو مورنۍ ژبه او د مهاراشترا ایالت رسمي ژبه ده. د کولي قوم اصلیت د کاتیاوار او مرکزي ګجرات څخه ده او د ځینو سرچینو له مخې دوی خپل خدای مومبا له کاتیاوار (ګجرات) څخه له ځانه سره راوړ، چېرته چې لا اوس یې هم عبادت کېږي. په هرصورت، نورې سرچینې بیا له دې خبرې سره همغږه نه دي چې ګواکې د ممبۍ نوم یې د مومبا له الهې څخه را اخیستل شوی وي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

دغه ښار لپاره تر ټولو پخواني نومونه کاکاموچي او ګالاجنکجا دي. دا نومونه لا اوس هم کارول کېږی. په ۱۵۰۸ ز کال پرتګالي لیکوال ګاسپر کورییا په خپل لینډاس دا انډیا ("د هند افسانې") کې د "بومبیم" نوم کارولی دی. دغه نوم ممکن د ګالیشین - پرتګالي جملې څخه سرچینه اخیستې وي چې معنی یې "ښه کوچنۍ خلیج" ده او بوم بایم لاهم په پرتګالي کې کارول کیږي. په ۱۵۱۶ ز کال کې، پرتګالي سپړونکي Duarte Barbosa د Tana-Maiambu نوم وکارولو. داسې ښکاري چې تانا د تانې ښار ته نږدې ښارګوټی او میامبو ممبادیوي ته اشاره کوي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

په ۱۶ او ۱۷ پېړیو کې ثبت شوي نور تغییرات دا دي: ممبۍن (1525)، بمبۍ (1538)، بمبۍین (1552)، بمبۍم (1552)، مونبای (1554)، مومبای (1563)، مومبای (1644)، بامبای (1666) ، بومباین (1666)، بومبیي (1676)، بون بي (1690) او بون باهایا.  وروسته له هغې چې انګریزانو په ۱۷ پېړۍ کې د ښار واک ترلاسه کړ، دا پرتګالی نوم د انګریزې په بمبۍ نوم بدل شو. علي محمد خان، د ګجرات ایالت شاهي دیوان یا د عوایدو وزیر و چې په میرات احمدي کې په کال  (۱۷۶۲)  دغه ښار د منبای (Manbai) په نوم یاد کړی دی. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

فرانسوي مسافر لوئس روسلیټ چې په ۱۸۶۳ او ۱۸۶۸ کلونو کې له دغه هېواد څخه لیدنه وکړه او په خپل کتاب L'Inde des Rajahs کې چې په لومړي ځل په ۱۸۷۷ ز کال کې خپور شو وايي: "ایتیمولوژیسټانو دغه نوم په غلط ډول د پرتګالي بوا بهیا، یا (فرانسوي: "bonne bai) څخه اخیستی دی. "انګریزي:" Good bay")، نه پوهېدل چې د دې ټاپو ټیټیلر دیوي د لیرې پرتو لرغونو زمانو څخه، بمبا، یا ممبا دیوی او دا چې هغه اوس هم معبد لري".[۴۶]

د شلمې پیړۍ په وروستیو کې دغه ښار په مراټي، کونکني، ګجراتي، کناډا او سندي کې د ممبۍ یا ممبای په نوم او په هندي کې د بامبۍ په نوم یادیږي. د هند حکومت په رسمي ډول د ۱۹۹۵ کال په نومبر میاشت کې د انګریزي نوم ممبۍ ته بدل کړ. دا د مراټي ملتپال شیو سینا ګوند په اصرار کې راغی چې د مهاراشترا ایالت ټاکنې یې ګټلې وې او په ټول هیواد او په ځانګړې توګه په مهاراشترا کې ورته د نوم بدلول یې وښودل. د سلیټ مجلې ته په پام، "دوی استدلال کولو چې 'بمبۍ' د 'ممبۍ' فاسده انګریزي نسخه او د بريټانوي ښکېلاکي واکمنۍ یو ناغوښتل شوی میراث دی." سلیټ دا هم ویلي "د بمبۍ د نوم بدلولو فشار د لوی غورځنګ برخه وه څو د مهاراشترا په سیمه کې د مراټي هویت پیاوړي کړي." په داسې حال کې چې ځینې اوسېدونکي او د نورو سیمو هندیان دغه ښار د ممبۍ په نوم یادوي. د دغه ښار نوم له غیر بمبي سره ذکر شوی چې په پایله کې احساساتي پاڅونونه کله ناکله د تاوتریخوالي سیاسي بڼه غوره کړې ده. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

د ممبۍ خلک

د ممبۍ اوسیدونکو ته په مراټي ژبه کې ممبۍکار ویل کیږي چې په کې د kar وروستاړی د ښار اوسېدونکو په معنی دی. دغه اصطلاح د څه مودې لپاره کارول کېده خو د ممبۍ رسمي نوم له بدلولو وروسته مشهوره شوه. زړې اصطلاح ګانې لکه بمبایټ هم کارول کیږي.[۵۶][۵۷][۵۸]

سرچینې

  1.     "د [[:کينډۍ:اسم الصفحة]] اړوند په ميوزك برينز کي". MusicBrainz area ID. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (لارښود); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (لارښود)
  2.     "د [[:کينډۍ:اسم الصفحة]] اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (لارښود); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (لارښود)
  3. http://www.mcgm.gov.in/
  4. https://portal.mcgm.gov.in/irj/portal/anonymous
  5. پیوستون : 1275339  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  6. "The World's Cities in 2018" (PDF). United Nations. October 2018. د کتاب پاڼې 4. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۱ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. "World Urban Areas" (PDF). Demographia. 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. "The World According to GaWC 2008". Globalization and World Cities Study Group and Network (GaWC). Loughborough University. خونديځ د اصلي څخه ۲۳ فبروري ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. "Mumbai | ISAC". Indiastudyabroad.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. (په 9 March 2015 باندې). Thirty of India's 68 billionaires live in Mumbai.
  11. (په 10 March 2015 باندې). With 68 billionaires, India ranks 7th globally; Mumbai leads in India with 30.
  12. Curzon, G.N. Complete book online – British Government in India: The Story of Viceroys and Government Houses. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. Douglas, James. Complete book online – Bombay and western India – a series of stray papers, with photos of Ajmer. London: Samson Low Marston & Co. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. "Provisional Population Totals, Census of India 2011; Cities having population 1 lakh and above" (PDF). Office of the Registrar General & Census Commissioner, India. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  16. Munshi, Kanaiyalal M. (1954). Gujarāt and its literature, from early times to 1852. Bharatiya Vidya Bhavan. د کتاب پاڼې xix. The next immigrants into the islands of Bombay were the Kolis, who on all authorities continued to be their original inhabitants till Aungier founded the city of Bombay. Kathiawad and Central Gujarāt was the home of the Kolis in pre-historic times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  17. Mehta, R. N. (1983). "Bombay – An analysis of the toponym". Journal of the Oriental Institute: 138–140. The kolis who succeeded the stone-age men on the island brought with them from Gujarat their patron goddess Mummai whom their descendants still worship in Kathiawar. The name of Bombay is derived from this koli goddess. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  18. کينډۍ:Cite ODNB
  19. Dwivedi & Mehrotra 2001, p. 28
  20. "Once Upon a Time in Bombay". Foreign Policy. 24 June 2011. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  21. "Bombay: History of a City". British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  22. (په 14 April 2011 باندې). New millionaires hope to serve as role models for India's lower castes. The Washington Post.
  23. (په 20 July 2011 باندې). Mumbai, a land of opportunities.
  24. "Mumbai Urban Infrastructure Project". Mumbai Metropolitan Region Development Authority (MMRDA). Archived from the original on ۲۶ فبروري ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  25. "10 worst oil spills that cost trillions in losses : Rediff.com Business". Rediff.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  26. "Development of Mumbai International Airport (NMIA)" (PDF). CIDCO. 2013. د کتاب پاڼې 7. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  27. (په 26 July 2014 باندې). Poonam Mahajan explains why Mumbai is at the very heart of India story. DNA India.
  28. Giacomo Tognini. "World's Richest Cities: The Top 10 Cities Billionaires Call Home". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. (په 8 October 2010 باندې). मुंबईचं श्रद्धास्थान. Maharashtra Times.
  32. Bapat, Jyotsna (2005). Development projects and critical theory of environment. Sage. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7619-3357-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  33. Munshi, Kanaiyalal M. (1954). Gujarāt and its literature, from early times to 1852. Bharatiya Vidya Bhavan. د کتاب پاڼې xix. The next immigrants into the islands of Bombay were the Kolis, who on all authorities continued to be their original inhabitants till Aungier founded the city of Bombay. Kathiawad and Central Gujarāt was the home of the Kolis in pre-historic times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  34. Mehta, R. N. (1983). "Bombay – An analysis of the toponym". Journal of the Oriental Institute: 138–140. The kolis who succeeded the stone-age men on the island brought with them from Gujarat their patron goddess Mummai whom their descendants still worship in Kathiawar. The name of Bombay is derived from this koli goddess. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  35. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  36. Patel & Masselos 2003, p. 4
  37. Mehta 2004, p. 130
  38. Shirodkar 1998, pp. 4–5
  39. Yule & Burnell 1996, p. 102
  40. Yule & Burnell 1996, p. 103
  41. Shirodkar 1998, p. 2
  42. Yule & Burnell 1996, p. 104
  43. Keay, John (2000). India, a History. New York, United States: Harper Collins Publishers. د کتاب پاڼې 348. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-00-638784-8. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  44. Greater Bombay District Gazetteer 1960, p. 6
  45. Shirodkar 1998, p. 3
  46. Rousselet, Louis (1877). L'Inde des Rajahs. Librairie Hachette et cie, Paris. د کتاب پاڼې 7. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  47. Christopher Beam (1 December 2008). "Why Did Bombay Become Mumbai? How the city got renamed". Slate. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ جون ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  48. Hansen 2001, p. 1
  49. (په 18 December 2009 باندې). शिवसेना आमदाराची नामांतर एक्स्प्रेस. Sakal.
  50. (په 1 December 2008 باندې). Why did Bombay become Mumbai?. Slate.
  51. (په 12 May 2006 باندې). Mumbai? What about Bombay?. Slate.
  52. (په 28 October 2013 باندې). From Bombay to Mumbai: 24 ways the city has changed. Daily News and Analysis.
  53. "Mumbai (Bombay) and Maharashtra". Fodor's. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  54. (په 11 October 2009 باندې). Mumbai vs Bombay.
  55. "Fruit And Nut: Another 'Bombay' controversy brewing?". India Today. خونديځ د اصلي څخه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  56. Hansen 2001
  57. Vir Sanghvi (په 2 April 2006 باندې). The Angry Bombay-ite. Hindustan Times.
  58. "3 Mumbaikars Who Are Changing The City All By Themselves". HuffPost. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)