ځمکه
ځمکه (سمبول: ) له لمر څخه درېیمه سیاره او لومړنی پېژندل شوی لمریز جسم دی چې د پناهګاه په نوم مشهوره دی او له ژوند څخه ملاتړ کوي. د ځمکې د مخ ۲۹.۲ سلنه برخه وچه ده چې له لویو وچو او ټاپو ګانو څخه جوړه شوې ده. د ځمکې پاتې ۷۰.۸ سلنه برخه د اوبو په مټ پوښل شوې ده، چې تر ډېره د سمندرونو، سیندونه، خلیجونه/gulfs (له سمندر څخه وچې ته لویه لار) او نورو مالګينو اجسامو او همداراز د جهیلونو، رودونو او نورو تازه اوبو په مټ پوښل شوې چې ټول په ګډه سره هایدروسفیر (hydrosphere) جوړوي. د ځمکې ډېری قطبي سیمې د یخ په مټ پوښل شوې. د ځمکې بهرنۍ لایه په څوګونو تيکتونیکي کلکو لایو وېشل کېږې چې له میلیونونه کلونو څخه د ځمکې په ټوله سطحه کې مهاجرت کوي،په داسې حال کې چې داخلي برخه یې د یوې جامدې اوسپنیزې داخلي هستې او یوې اوبلنې/مایع خارجي هستې چې د ځمکې مقناطیسي برخه جوړوي او یو محرک پوښ چې تکتونیکي لایه په حرکت راولي جوړه شوې ده .
په نوم د | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر |
۸٬۰۲۸٬۵۰۴٬۲۵۸[۵] — ۷٬۰۰۰٬۰۰۰[۶] — ۵۰٬۰۰۰٬۰۰۰[۶] — ۱۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰[۶] — ۲۸۵٬۰۰۰٬۰۰۰[۶] — ۴۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۷۹۱٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۱٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۱٬۲۶۲٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۱٬۶۵۰٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۲٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۲٬۵۱۸٬۶۲۹٬۰۰۰ — ۲٬۷۵۵٬۸۲۳٬۰۰۰ — ۳٬۰۲۱٬۴۷۵٬۰۰۰ — ۳٬۳۳۴٬۸۷۴٬۰۰۰ — ۳٬۶۹۲٬۴۹۲٬۰۰۰ — ۴٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰[۷] — ۴٬۰۶۸٬۱۰۹٬۰۰۰ — ۴٬۴۳۴٬۶۸۲٬۰۰۰ — ۴٬۸۳۰٬۹۷۹٬۰۰۰ — ۵٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۵٬۲۶۳٬۵۹۳٬۰۰۰ — ۵٬۶۷۴٬۳۸۰٬۰۰۰ — ۶٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰[۸] — ۶٬۰۷۰٬۵۸۱٬۰۰۰ — ۶٬۳۴۳٬۶۲۸٬۰۰۰ — ۷٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰[۹] — ۷٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰[۱۰] — ۷٬۲۰۲٬۹۵۱٬۰۰۰[۱۱] — ۷٬۳۵۹٬۰۴۴٬۷۸۲[۱۲] — ۱٬۵۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۷٬۳۹۲٬۷۹۳٬۰۰۰[۱۳] — ۷٬۴۶۳٬۷۸۶٬۴۶۹[۱۴] — ۷٬۴۷۵٬۴۰۶٬۷۷۶ — ۷٬۵۱۰٬۰۲۱٬۲۶۹[۱۵] — ۷٬۵۳۰٬۱۰۳٬۷۳۷ — ۷٬۶۵۲٬۵۱۶٬۸۳۹ — ۷٬۶۵۵٬۹۵۷٬۳۶۹ — ۷٬۸۳۰٬۴۵۸٬۵۶۰[۱۶] — ۷٬۹۳۷٬۰۸۱٬۵۶۶[۱۶] — ۷٬۹۶۹٬۱۱۱٬۵۰۲[۱۶] — ۸٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰[۱۷] |
وګړنوم |
Earthling — أرضي — Terrien — Terran — Erdling — földlakó — Terano — Terrestre — terrícola — Dünyalı — Ziemianin — землянин — землянка — земляне — заминиҳо — ชาวโลก — Aardbewoner — Earthman — Earthwoman — 地球人 — 地球人 — 地球人 — terráqueo — terrestre — terráqueo — terrestre — Ziemianka — terrícola — Earthperson — terrestre — terrícola — 地球人 — pozemšťan — pozemšťanka — 지구인 — zemljanin — Bhumi — Gaia — পৃথিবীবাসি — terrícola — Zemljan — زمین — Zemljanka — jordboer — نړیوال |
ځای |
د ړنګېدو وخت |
---|
قطر | |
---|---|
چاپېريال | |
د ځای کچه |
۵۱۰٬۰۶۴٬۴۷۲ كيلومتر مربع[۱۸] |
الحجم |
۱٬۰۸۳٬۲۱۰٬۰۰۰٬۰۰۰ کيوبيک کيلوميتر[۱۹] |
الشكل | |
وزن |
برخې | |
---|---|
برخه د |
دځمکې اتموسفیر تر ډېره له اکسیجن او نایتروجن څخه جوړ دی. زیاته سولري انرژي د قطبي سیمو په پرتله له تودو سیمو څخه تر لاسه کېږي او د اتموسفیر او سمندري دوران په مټ بېرته خپرېږي. ګل خانهيي ګازونه هم د سطحې د تودوخې په تنظیم کې اړین رول لري. د یوې سیمې اقلیم یوازې د جغرافیهيي عرض په مټ نه تعینيږي بلکې د نورو فکتورونو ترمنځ له متعدلو اوقیانوسونو سره د لوړوالي/ارتفاع او نږدېوالی په مټ هم تعینيږي. د اوبو او هوا شدیدې پېښې لکه استوايي توپانونه، برېښنا او تندر او تودې څپې په به بېلابېلو سيمو کې پېښېږي.
د ځمکې جاذبه په فضا کې د نورو فضايي اجسامو په ځانګړې ډول له سپوږمۍ سره چې د ځمکې یوازینۍ طبیعي سپوږمکۍ ده متقابلې اغېزې لري. ځمکه شاوخوا په ۳۶۵.۲۵ ورځو کې د لمر په مدار څرخېږي. د ځمکې د څرخېدو مدار د خپلو څرخېدلو له سطحې سره په نوسان کې دی، چې په ځمکه کې موسمونه رامنځته کوي. د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ د جاذبې دوهاړخیزه اغېزې د مد او جزر لامل کېږي، د ځمکې مدار په خپل محور ثابتوي او په ورو ورو د هغې تاوېدل/څرخېدل راکموي. ځمکه د لمریز سیستم له څلورو ډبریزو سیارو څخه تر ټولو متراکمه، لویه او د ډېرو اجسامو لرونکې سیاره ده.
د راډیومېتریک تاریخي اټکلونو او نورو شواهدو پربنسټ، ځمکه ۴.۵ بیلیون کاله وړاندې رامنځته شوې. د ځمکې د تاریخ په لومړیو سلو کلونو کې ژوند په سمندرونو کې راڅرګند شواو د ځمکې پر سطحه او اتموسفیر یې اغېزه پیل کړه، چې لومړۍ د اېروبیک / aerobic (هغه ژوندي موجودات چې د هوا په موجودیت کې فعالیت کوي) او وروسته اناېروبیک/ anaerobic (هغه ژوندي موجودات چې د هوا په نه موجودیت کې فعالیت کوي) اورګانیزمونو د پراختیا لامل شو. ځینې جیولوژيکي شواهد ښيي چې ژوند ښايي ۴.۱ کاله مخکې رامنځته شوی وي. له هغه مهال راهیسې تر دې دمه له لمر څخه د ځمکې واټن،فزیکي ځانګړنو او جیولوژيکي تاریخ ژوند ته د ودې او تکامل اجازه ورکړې. د ځمکې پر مخ د ژوند په تاریخ کې د ژوند تنوع د پراختیا اوږدې دورې ترشا پريښې چې ځينې وختونه له ټولیز انقراض/ورکېدنې سره مل وې. له ۹۹ سلنه څخه زیات هغه ډولونه/نوعې چې تر دې مهاله یې د ځمکې پر مخ ژوند کړی له منځه تللي. شاوخوا اته بېلیونه انسانان د ځمکې پر مخ ژوند کوي چې د خپل ژوند د بقا لپاره د ځمکې له اتموسفیر او طبیعي سرچینو سره تړلي. انسانان په پراخ ډول د ځمکې پر سطحې، هایدرولوژۍ، اتموسفیري پروسو او نور ژوند اغېز کوي.
ایتمولوژي
د ځمکې لپاره اوسنۍ د اېرت ((Earth کلیمه د مدرنې انګلیسي له خوا، له پخوانۍ انګلیسي نوم څخه چې معمولاً داسې (eorðe) لیکل کېده اخیستل شوې. په هره جرمني ژبه کې هم ریښه لري او د هغوی اجدادي ريښه د (erþō) په بڼه بیارغول شوې ده. د خپل لومړني پوهاوي په مهال، د ( (eorðe کلیمه د ډېرو لغتونو لکه د یوناني د ( (terra او د لاتیني د (γῆ gē) د ژباړې لپاره کارول شوې. دا (γῆ gē) د لاندې مفهمونو په معنا ده، ځمکه، د هغې خاوره، وچه، د انسانانو نړۍ، د نړۍ سطحه (لکه سیندونه) او په خپله نړۍ. ځمکه ( ( Earth ښايي د رومي ترا/تلوس (Terra/Tellūs) او یوناني ګایا (Gaia) په څېر د جرمني په بتپرستۍ کې یو شخصي کړای شوی رب/خدای و. د نورس/سکاندنیوي (Norse mythology) مایتولوژۍ په وروستیو افسانو کې (Jörð ) یعنې ځمکې ته یو عظمت ورکړل شوی د ثور/Thor (سکانډنویانو د تندر او توپان تر ټولو ځواکمن خدای) د مور په نوم. [۲۲]
له تاریخي پلوه، د منځنۍ انګلیسي د لومړيو راهیسې ځمکه په کوچنیو تورو لیکل شوې ده. او معنا یې په غوڅ ډول د «نړۍ» په توګه تشرېح کېدله. د لومړنۍ مدرنې انګلیسي په مهال ډېری مرکب نومونه په لویو تورو لیکل کېدل او ځمکه (earth ) هم ځمکه (Earth) لیکل کېده په ځانګړي ډول کله چې له نورو اسماني اجسامو سره یادېده. په دې وروستیو کې يې نوم د نورو سیارو سره په پرتله په ساده ډول (Earth) لیکل کېږي په داسې حال کې چې (earth ) ډېر عام دی. کورني سټایلونه اوس ډېر سره توپیر لري: د اکسفورډ املا په کوچنیو تورو د لیکلو بڼه تر ټولو ډېره دود ګڼي او په لویو تورو لیکل یو د منلو وړ ډول ګڼي. که چېرې د نوم په توګه ورکارول شي نور تړونلیکونه یې په لوی توري لیکي لکه ("Earth's atmosphere") خو که چېرې د ځمکې له کلیمې څخه مخکې د ( (the ذکر شوی وي په کوچنیو تورو لیکل کېږي لکه ("the atmosphere of the earth). په ولسي ژبه کې تل له کوچنیو تورو سره تر سترګو کېږي لکه (what on earth are you doing?). [۲۳][۲۴]
ځینې وختونه، په علمي لیکنو په ځانګړي ډول په ساینسي لیکنو کې د تیرا (Terra /ˈtɛrə/) نوم د انساني هستوګنځي د سیارې په توګه کارول کېده چې له نورو سیارو سره یې توپير وشي، په داسې حال کې چې په شاعرۍ کې د (Tellus /ˈtɛləs/) کلیمه ځمکې ته د ښکلا/ شخصیت بښولو لپاره کارول شوې. په ځینو رومي ژبو کې چې له لاتیني ژبې څخه یې تکامل موندلی لکه ایټالوي او پرتګالي Terra د ناول نوم دی. په داسې حال کې چې په ګڼو نورو رومي ژبو کې دا کلیمه له لږ املایي بدلون سره د نورو نومونو د رامنځته کېدو لامل شوې لکه اسپانیوي (Tierra ) او فرانسوي (Terre). د لاتیني (Gæa or Gaea ) د انګلیسي (/ˈdʒiːə/) له (Gæa ) څخه لرغونې شاعري ده. د (Gaia ) یعنې د لرغوني یونان تېرا (Γαῖα; Ancient Greek: [ɡâi̯.a] or [ɡâj.ja]) نوم ډېر نادر دی که څه هم په املا کې یې د ګېيا فرضیې (Gaia hypothesis) پر بنسټ اوښتې بڼه (Gaia) ډېره عامه ده. د یادې فرضیې پر بنسټ یې د کلاسیکې انګلیسي (/ˈɡeɪə/.) په پرتله تلفظ (/ˈɡaɪə/) دی. [۲۵][۲۶][۲۷]
دلته د ځمکې د سیارې لپا ره ځينې صفتونه دې چې خپله د ځمکې له کلیمې څخه رامنځته شوي (ځمکني/ earthly). له لاتيني تیرا (Terra ) څخه تېرېن (terran /ˈtɛrən/,) او تېرېستریل (terrestrial /təˈrɛstriəl/)، له فرانسوي څخه تېریني (terrene /təˈriːn/) او له لاتین څخه تیلورین (tellurian /tɛˈlʊəriən/) او تیلیوریک (telluric).[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
تشکیل/جوړښت
په لمریز سیستم کې تر ټولو لرغونې موندل شوي مواد په 4.5682+0.0002
−0.0004 Ga پورې تړاو لري (میلیونونه کاله پخوا) او په 4.54±0.04 Ga کې لومړنۍ ځمکه رامنځته شوې وه. د لمریز سیستم اجسام له لمر سره رامنځته شوي او تکامل ته رسېدلي. په تيوري کې لمریزه نیبولا له یوې مالیکولي ورېځې څخه پرته د جاذبې د سقوط په مټ یو حجم ویشي، چې په یوه ښويه ستوري ډوله (circumstellar disk) سطحه کې څرخېږي او وروسته له هغه سطحې څخه ستوري له لمر سره هممهاله وده کوي. یوه نېبولا له ګاز، کنګلي دانو او دوړو/غبار (لکه لومړنۍ هستې) څخه جوړه شوې ده. د نیبولایي تیوري له مخې کوچنۍ سیارې له زیاتوالي څخه رامنځته شوې. اټکل کېږي چې ابتدایي ځمکې رامنځته کېدلو له ۷۰ تر ۱۰۰ میلیون کاله وخت غوښتی. [۳۳]
د سپوږمۍ د عمر په اړه اټکلونه ښيي چې سپوږمۍ د پاموړ ځوانه ده او عمر ېې ۴.۵ ګېکانوم (Ga) دی. یوه اصلي فرضیه دا ده، له هغه مهال وروسته چې د تیا (Theia,) په نوم د مریخ په اندازه یو جسم چې د ځمکې د کتلې لس برابره و، د ځمکې سره ولګېده، له ځمکې څخه د راخوشي شویو موادو له یو ځای کېدو څخه، له ځمکې سره جوړه شوې. یاد جسم د سترګوزار په توګه له ځمکې سره ولېګده او د هغه یوه اندازه کتله له ځمکې سره یوځای شوه. د ۴.۱ او ۳.۸ ګېګانوم تر منځ وروستي درانه بمباردونو د سپوږمۍ په لویه سطحه کې د ځمکې د چاپېریال د استنتاج پر بنسټ د پاموړ بدلونونو لامل شوي. [۳۴][۳۵][۳۶]
د ځمکې په اړه ځینې لنډ معلومات په لاندې ډول دي:
۱- ځمکه تر اوسه پورې یوازینۍ پېژندل شوې سیاره ده چې ژوند کول کې شونی دی. د لمر پرته، نور ټول هغه شیان چې پر ځمکې ژوند کولو ته لار هواروي د اټموسفیر تر پردې لاندې دي--- خو پر ځمکې د ژوند کولو اصلي سرچینه لمر دی.
۲- که لمر د یوه وره (دروازې) هومره لوی وای، نو ځمکه به د کیلۍ د سوري هومره وای.
۳- ځمکه له لمر څخه د واټن له مخې درېیمه سیاره ده چې دا واټن ۱۴۹،۶ ملیون کیلو متره دی.
۴- د ځمکې یوه ورځ ۲۴ ساعته او کال یې هم ۳۶۵ ورځې دی. په ځمکه کې د وخت د تېرېدا سرعت په یوه ساعت کې ۱۶۷۴ کیلو متره [۱۰۴۰ میله] دی. دا په اصل کې د ځمکې د محوري حرکت سرعت دی. له همدې محوري حرکت څخه شپه او ورځ جوړېږي--- او له شپو او ورځو څخه بیا اوونۍ، میاشت، کال او په لوی سر کې زموږ ژوند جوړېږي.
۵- ځمکه یوه ډبرینه سیاره (rocky planet) ده چې مخ یې غرونو، درو، دښتو او ۷۱٪ اوبو (سمندرونو) پوښلی دی.
۶- د ځمکې اټموسفیر موږ له ساړو، تودوښې، او د تشیال (space) له بې هواتوب څخه ساتي. دا اټموسفیر ۷۸٪ نایټروجن، ۲۱٪ آکسیجن، او ۱٪ نور غازونه لري. دا ټول هغه توکي دي چې پر ځمکې د ژوندیو شیانو د ساکښلو لپاره اړین دي. ډېرې سیارې آن ځینې سپوږمیانې لا خپل اټموسفیرونه لري؛ خو یوازې پر ځمکې ساکښنه شونتیا لري.
۷- ځمکه یوه طبیعي سپوږمۍ او ۱۰۷۰ مصنوعي سپوږمکیانې لري چې په ټیټ مدار کې پر را چورلي. په دې کې د یوې سپوږمکۍ یوه برخه د افغانستان د مخابراتو وزارت هم رانیولې ده چې افغانسټ (Afghansat) نومېږي.
۹- ځمکه کړیانې (rings) نه لري.
اړوند مخونه
نورڅه
سرچينې
- ↑ سرچينې تړی: https://www.theweathernetwork.com/us/news/articles/climate-and-environment/ecuadors-mt-chimborazo-is-officially-highest-spot-on-earth/66219.
- ↑ سرچينې تړی: https://oceanservice.noaa.gov/facts/highestpoint.html#:~:text=Mauna%20Kea%20is%20the%20tallest,33%2C500%20feet%20%5B10%2C210%20meters%5D..
- ↑ سرچينې تړی: http://www.politicaspublicas.uncu.edu.ar/novedad/el-aconcagua-tiene-una-nueva-medida-oficial-69608-metros.
- ↑ سرچينې تړی: https://solarsystem.nasa.gov/planets/earth/overview/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.worldometers.info/world-population/. Retrieved: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ سرچينې تړی: http://www.census.gov/ipc/www/worldhis.html. Archive URL: https://web.archive.org/web/20101111115835/http://www.census.gov/ipc/www/worldhis.html. Archive date: ۱۱ نومبر ۲۰۱۰.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.un.org/esa/population/publications/sixbillion/sixbilpart1.pdf.
- ↑ سرچينې تړی: http://polit.ru/news/1999/10/12/538144/.
- ↑ ذکر کېدنه: State of World Population 2011. ليکوال: United Nations Population Fund. Publisher: United Nations Population Fund. خپرېدو نېټه: ۲۰۱۱.
- ↑ سرچينې تړی: http://ru.worldstat.info/blog/skolko-lyudej-zhivet-na-zemle/.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.weltbevoelkerung.de/aktuelles/details/show/detail/News/zum-jahresbeginn-7202951000-menschen-leben-auf-der-erde.html. Retrieved: ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.geohive.com/earth/population_now.aspx. Retrieved: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.worldometers.info/world-population/.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.worldometers.info/world-population/. Retrieved: ۱۲ نومبر ۲۰۱۶.
- ↑ Retrieved: ۷ جون ۲۰۱۷. سرچينې تړی: http://www.worldometers.info/world-population/. Archive URL: https://archive.is/zVKRz, . Archive date: ۷ جون ۲۰۱۷.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ سرچينې تړی: https://www.worldometers.info/world-population/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.un.org/en/desa/world-population-reach-8-billion-15-november-2022.
- ↑ سرچينې تړی: https://solarsystem.nasa.gov/planets/earth/by-the-numbers/.
- ↑ سرچينې تړی: http://nssdc.gsfc.nasa.gov/planetary/factsheet/earthfact.html. Archive URL: https://web.archive.org/web/20101030234253/http://nssdc.gsfc.nasa.gov/planetary/factsheet/earthfact.html. Archive date: ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۰.
- ↑ ذکر کېدنه: Celestial Mechanics and Dynamical Astronomy. Publisher: Springer Science+Business Media. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. ISSN: 0923-2958.
- ↑ سرچينې تړی: http://wonderopolis.org/wonder/what-is-earths-core-made-of.
- ↑ Simek, Rudolf. Trans. Angela Hall as Dictionary of Northern Mythology, p. 179. D.S. Brewer, 2007. ISBN 978-0-85991-513-7.
- ↑ "earth, n.¹". Oxford English Dictionary (3 ed.). Oxford, England: Oxford University Press. 2010. doi:10.1093/acref/9780199571123.001.0001. ISBN 9780199571123.
- ↑ The New Oxford Dictionary of English, 1st ed. "earth". Oxford University Press (Oxford), 1998. ISBN 978-0-19-861263-6.
- ↑ کينډۍ:OED
- ↑ کينډۍ:OED
- ↑ کينډۍ:OED
- ↑ "Telluric". Lexico. Oxford English Dictionary. بياځلي په 7 November 2020.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ کينډۍ:OED
- ↑ کينډۍ:OED
- ↑ کينډۍ:OED
- ↑ کينډۍ:OED
- ↑ Righter, K.; Schonbachler, M. (7 May 2018). "Ag Isotopic Evolution of the Mantle During Accretion: New Constraints from Pd and Ag Metal-Silicate Partitioning". Differentiation: Building the Internal Architecture of Planets. 2084: 4034. Bibcode:2018LPICo2084.4034R. بياځلي په 25 October 2020.
- ↑ Meier, M. M. M.; Reufer, A.; Wieler, R. (4 August 2014). "On the origin and composition of Theia: Constraints from new models of the Giant Impact" (PDF). Icarus. 242: 5. arXiv:1410.3819. Bibcode:2014Icar..242..316M. doi:10.1016/j.icarus.2014.08.003. S2CID 119226112. بياځلي په 25 October 2020.
- ↑ Claeys, Philippe; Morbidelli, Alessandro (2011). "Late Heavy Bombardment". In Gargaud, Muriel; Amils, Prof Ricardo; Quintanilla, José Cernicharo; Cleaves II, Henderson James (Jim); Irvine, William M.; Pinti, Prof Daniele L.; Viso, Michel (eds.). Encyclopedia of Astrobiology. Springer Berlin Heidelberg. pp. 909–12. doi:10.1007/978-3-642-11274-4_869. ISBN 978-3-642-11271-3.
- ↑ Tartèse, Romain; Anand, Mahesh; Gattacceca, Jérôme; Joy, Katherine H.; Mortimer, James I.; Pernet-Fisher, John F.; Russell, Sara; Snape, Joshua F.; Weiss, Benjamin P. (2019). "Constraining the Evolutionary History of the Moon and the Inner Solar System: A Case for New Returned Lunar Samples". Space Science Reviews (in انګليسي). 215 (8): 54. Bibcode:2019SSRv..215...54T. doi:10.1007/s11214-019-0622-x. ISSN 1572-9672.