د ځمکې قشر له ځمکې څخه بهر یو نازک ډبرین پوښ دی چې د ځمکې څه کم ۱ سلنه شعاع او حجم جوړوي. دا د لیټوسفیر پورتنۍ برخه ده. لیټوسفیر د ځمکې د لایو وېش دی چې قشر او د پوښ پورتنۍ برخه په کې شاملېږي. لیټوسفیر پر هغو ټکټونیکي تختو ماتېږي چې د حرکت له لارې یې تودوخه د ځمکې له داخل څخه فضا ته لېږدي.[۱]

د ځمکې قشر د پوښ پر سر واقع دی او یو پایدار جوړښت دی، ځکه چې پورتنی پوښ له پريډوټيټ څخه جوړ دی او له همدې امله د قشر په پرتله ډېر کلک دی. د قشر او پوښ تر منځ سرحد معمولاً د « موهورویچیچ» په ناپیوستګۍ کې واقع وي او دا هغه سرحد دی چې له لزلیز سرعت سره په تضاد کې تعریفېږي.

د قشر تودوخه له ژوروالي سره زیاتېږي او معمولاً د لاندېني قشر په سرحد کې د ۱۰۰ سانتي ګراد (۲۱۲ فارنهایټ) او ۶۰۰ سانتي ګراد (۱۱۱۲ فارنهایټ) محدودې ته رسېږي. د قشر په پورتنۍ برخه کې په ځايي ډول د هر کیلومتر لپاره د تودوخې درجه تر ۳۰ سانتي ګراد (۵۴ فارنهایټ) درجو پورې زیاتېږي.[۲][۳]

جوړښت سمول

د ځمکې قشر دوه جلا جلا ډولونه لري:

  1. سمندري: له ۵ کیلومترو (۳ مایلو) څخه تر ۱۰ کیلومترو (۶ مایلو) پورې ډبله ده او تر ډېره د بازالټ، ډیاباز او ګابرو په څېر له کلکو او مافیک ډبرو څخه جوړه ده.[۴]
  2. قاره‌يي: له ۳۰ کیلومترو (۲۰ مایلو) څخه تر ۵۰ کیلومترو (۳۰ مایلو) پورې ډبله ده او تر ډېره د ګرانيټ په څېر له کمو کلکو او ډېرو فلسیک ډبرو څخه جوړه ده. د تبت د لوړو څوکو، الټي‌پلانو او ختیځ بالټیک سپر په څېر په څو ځایونو کې قاره‌يي قشر څه ناڅه ډبل دی چې له ۵۰ کیلومترو (۳۰ مایلو) څخه تر ۸۰ کیلومترو (۵۰ مایلو) پورې کېږي.

د قشر متوسط ډبلوالی له شاوخوا ۱۵ کیلومترو (۹ مایلونو) څخه تر ۲۰ کیلومترو (۱۲ مایلو) پورې دی.

دا چې د قاره‌يي او سمندري دواړو قشرونو ټینګوالی د ځمکې د لاندېني پوښ په پرتله کم دی، له دې امله دواړه ډوله قشرونه د لاندېني پوښ پر مخ لبمېږي یا ښویېږي. د قاره‌يي قشر سطحه د سمندري قشر تر سطحې ډېره لوړه ده چې دلیل یې د ډبلوالي او کلک قشر له امله ښویېدل دي. بالاخره قارې هغه لوړې ځمکې جوړوي چې د سمندر د ژورو حوضو په مرسته احاطه شوې وي.[۵]

د قاره‌يي قشر متوسط جوړښت انډزیټ ته ورته دی، که څه هم چې دا جوړښت یواړخیز نه دی او د پورتني قشر متوسط جوړښت فلسیک دی چې تر ډېره ډاسیټ ته ورته دی، همدا راز د لاندېني قشر متوسط جوړښت بازالټ ته ورته دی. د ځمکې په قاره‌يي قشر کې تر ټولو ډېر منرالونه فلډسپاټونه دي چې د قشر ۴۱ سلنه وزن جوړوي او تر هغه وروسته کوارټز دي چې ۱۲ سلنه کېږي او پیروکسنونه هم ۱۱ سلنه دي.[۶][۷][۸]

جوړښت او تکامل سمول

ځمکه کابو ۴.۶ میلیارده کاله مخکې د دوړو او ګاز له هغې دایرې څخه جوړه شوه چې د نوي رامنځته شوي لمر پر شاوخوا څرخېده. دا سیاره د تدریجي ودې له لارې جوړه شوه چې په دې تدریجي وده کې کوچنیو سیارو او نورو کوچنیو ډبرینو اجرامو له یو بل سره ټکرونه وکړل او په تدریج سره پر یوه سیاره بدل شول. دغې پروسې ډېره اندازه تودوخه تولید کړه چې له امله یې لومړنۍ ځمکه په بشپړ ډول ذوب یا ویلې شوه. د سیاروي ودې په کمېدو سره ځمکه سړه شوه او خپل لومړی قشر یې جوړ کړ چې لومړنی قشر بلل کېږي. دغه قشر څو څو ځله د لویو ټکرونو په پایله کې له منځه تللی دی، خو وروسته بیا د هغه مګمايي سمندر په مرسته بیا جوړ شوی چې د دغو اغېزو په پایله کې رامنځته شوی و. د ځمکې هېڅ کوم لومړنی قشر تر دې مهاله باقي نه دی پاتې. ټول لومړني قشرونه د څو میلیارد کلونو په جریان کې د توږنې او ټکټونیکي تختو د اغېزو په پایله کې له منځه تللي دي.[۹][۱۰]

د ځمکې د اوسني قاره‌يي قشر متوسط عمر شاوخوا ۲ میلیارده کاله اټکل شوی دی. ډېری هغه قشري ډبرې چې تر ۲.۵ میلیارده کاله مخکې جوړې شوې دي، په کراتونونو کې دي. دغه ډول لرغونی قاره‌يي قشر او د لاندېني پوښ استینوسفیر د ځمکې د نورو ځایونو په پرتله کم غلظت لري او له همدې امله تر نورو قطعاتو لاندې د راتلو په صورت کې له منځه نه ځي. د نوي قاره‌يي قشر جوړښت د غرونو د رامنځته کېدو له دورو سره اړیکه لري؛ دا دورې د روډینیا، پانګیا او ګنډوانا په څېر قارو له رامنځته کېدو سره هم‌مهالې دي. قشر تر یوه حده د ګرانیټ په څېر د جزیره‌يي لیندیو او تاو راتاو کمربندونو په راټولېدو سره جوړېږي او تر یوه حده هم په لاندېني قشر کې پاتې کېږي تر څو لیټوسفیري قشر جوړ کړي. په قارو کې د قشر حرکت یا خوځښت ښايي د زلزلې لامل شي، په داسې حال کې چې د سمندر تر تل لاندې یې حرکت بیا د جزر او مدي څپو د رامنځته کېدو لامل کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې سمول

  1. Robinson, Eugene C. (January 14, 2011). "The Interior of the Earth". U.S. Geological Survey. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite EB1911
  3. Philpotts, Anthony R.; Ague, Jay J. (2009). Principles of igneous and metamorphic petrology (الطبعة 2nd). Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-88006-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Structure of the Earth. The Encyclopedia of Earth. March 3, 2010
  5. Levin, Harold L. (2010). The earth through time (الطبعة 9th). Hoboken, N.J.: J. Wiley. د کتاب پاڼي 173–174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-38774-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. R. L. Rudnick and S. Gao, 2003, Composition of the Continental Crust. In The Crust (ed. R. L. Rudnick) volume 3, pp. 1–64 of Treatise on Geochemistry (eds. H. D. Holland and K. K. Turekian), Elsevier-Pergamon, Oxford کينډۍ:ISBN
  7. Klein, Cornelis; Hurlbut, Cornelius S. Jr. (1993). Manual of mineralogy : (after James D. Dana) (الطبعة 21st). New York: Wiley. د کتاب پاڼي 221–224. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-471-57452-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Philpotts او Ague 2009، ص. 2.
  9. Taylor, S. Ross; McLennan, Scott M. (1996). "The Evolution of Continental Crust". Scientific American. 274 (1): 76–81. Bibcode:1996SciAm.274a..76T. doi:10.1038/scientificamerican0196-76. JSTOR 24989358. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Erickson, Jon (2014). Historical Geology: Understanding Our Planet's Past. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-0964-0. د لاسرسي‌نېټه September 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په September 26, 2008 باندې). Team finds Earth's 'oldest rocks'. BBC News.
  12. P. J. Patchett and S. D. Samson, 2003, Ages and Growth of the Continental Crust from Radiogenic Isotopes. In The Crust (ed. R. L. Rudnick) volume 3, pp. 321–348 of Treatise on Geochemistry (eds. H. D. Holland and K. K. Turekian), Elsevier-Pergamon, Oxford کينډۍ:ISBN
  13. Taylor او McLennan 1996.