هايدروسفير

هايدروسفير (چې له لرغوني يوناني «ὕδωρ (húdōr) يعنې اوبه» او «σφαῖρα (sphaîra) يعنې کره» څخه اخېستل شوی دی) د اوبو ترکيب شوې کتله ده، چې د يوې سيارې، کوچنۍ سيارې يا طبيعي سپوږمکۍ پر سطحه باندې، ترې لاندې يا ورڅخه پورته موندل کېږي. که څه هم د ځمکې هايدروسفير د نږدې ۴ ميليون کالونو لپاره شته، مګر په بڼه يا شکل کې بدلون ته دوام ورکوي. دا د سمندري پوړ يا فرش د خپرېدنې او د لويې وچې د کارونې له امله دی، چې ځمکه او سمندر بيا ترتيبوي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د اټکل له مخې پر ځمکه باندې ۱،۳۸۶ بيليون کيلومتر مکعب (۳۳۳ ميليون ميل مکعب) اوبه شته. دا د ځمکې په قشر کې د خاورې د لنده بل، د ځمکې د سر اوبه او پيرمافروسټ (هغه ځمکې چې د دوه يا زياتو کالونو لپاره د ځمکې پر سر يا تر سمندر لاندې له صفر سانتي ګريد يا ۳۲ فارنهايت څخه ښکته حرارت درجه کې پاتې کېږي) د اوبو ګازي، مايع او کنګل بڼې رانغاړي؛ سمندرونه او سمندرګي، جهيلونه، سيندونه او ويالې، لندې ځمکې، يخچالونه، يخ او واوره او همدا راز په هوا کې بخار، کوچني څاڅکي او بلورونه او د بايوسفير ژوندي نباتات، ژوي او يو حجروي ژوندي موجودات د ځمکې مخ پوښي. مالګينې اوبه د د اوبو د دې اندازې ۹۷،۵ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې تازه اوبه يوازې د پاتې ۲،۵ سلنه ځواب ويونکي دي. له دوه سلنه تازه اوبو ځنې ٪۶۸،۹ يې د يخ او تل پاتې واورې په بڼه دي، چې ارکتيک، انترکتيکا او غرني يخچالونه پوښي، ٪۳۰،۸ يې تر ځمکې لاندې تازه اوبو په بڼه دي او پر ځمکه باندې د تازه اوبو يوازې ٪۰،۳ په اسانۍ سره د لاسرسي وړ جهيلونو، زېرمو او سيندونو سيستمونو کې دي.[۶][۷][۸][۹]

د ځمکې د هايدروسفير ټوله کتله نږدې ۱۰۱۸ x ۱،۴ ټنه ده، چې د ځمکې د ټولې کتلې نږدې ٪۰،۰۲۳ ده. په هر ورکړل شوي وخت کې د دې نږدې ۱۰۱۳ x ۲ د ځمکې په اتموسفير کې د اوبو د بخار په بڼه ده، چې د عملي موخو لپاره د اوبو يو متر مکعب يو ټن وزن کېږي. د ځمکې د مخ نږدې ٪۷۱ چې نږدې ۳۶۱ ميليون کېلو متر مربع (۱۳۹،۵ ميل مربع) سيمه کېږي، د سمندر په واسطه پوښل شوې ده. د ځمکې د سمندرونو د مالګينتوب منځنۍ کچه يا اوسط مالګينتوب د سمندر اوبو په يو ګرام کې د مالګې نږدې ۳۵ ګرامه (٪۳،۵) دی.[۱۰]

تاريخچه سمول

د ميريم ويبسټر “Merriam Webster” امريکايي شرکت له نظره د هايدروسفير ويی په ۱۸۸۷ ز کال کې د ايډوارډ سويس “Eduard Suess” له لورې د الماني “Hydrophare” اصطلاح د ژباړې له مخې انګليسي ته راوړل شو.[۱۱]

د اوبو دوران سمول

له يوې سيمې يا زېرمې څخه بلې ته د اوبو لېږد ته د اوبو دوران وايي. زېرمې اتموسفيري لنده بل (واوره، باران او ورېځې)، ويالې، سمندرونه، سيندونه، جهيلونه، تر ځمکې لاندې اوبه، تر ځمکې لاندې تر ځمکې لاندې اوبو سره د خړوب شوې اوبه زبېښونکې مادې جسم، د قطبي يخ سرپوښونه او خړوبه شوې ځمکې دي. د تودوخې او رڼا په بڼه لمريزه انرژي او د ځمکې د جاذبې قوه له ساعتونو څخه تر زرګونو کالونو په اوږدو کې له يوې سيمې څخه بلې ته د لېږد لامل کېږي. زياتره تبخير له سمندرونو څخه تر لاسه کېږي او د باران يا واورې په بڼه بېرته ځمکې ته ورګرځي. پاکول يا لوړتيا “Sublimation” له واورې يا يخ څخه تبخير ته وايي. تاو يا خوله کېدنه “Transpiration” د خورا کوچنيو سوريو يا د ونو د پاڼو د سوريو له لارې د اوبو ايستنې ته وايي. “Evapotranspiration” اصطلاح د اوبه پېژندنې د پوهانو يا هايدرولوجيستانو له لورې د “Transpiration” ، “Sublimation” او تبخير يا “Evaporation” درې واړو بهيرونو ترکيب ته وايي.[۱۲]

مارک ډي وېليرز “Marq de Villiers” هايدروسفير د يو تړلي اوبه لرونکي نظام په توګه بيان کړی دی. هايدروسفير يو سخت، پېچلی، يو پر بل تکيه، هر اړخيز، ثابت او د ژوند د برابرولو په موخه جوړ شوی سيستم ښکاري. ډي ويليرز ادعا کوي، چې پر ځمکې باندې د اوبو ټولې اندازې له جيولوژيکي وختونو راهيسې نږدې په معلوم ډول هيڅ بدلون نه دی کړی او هغومره اوبه چې موږ هغه وخت درلودې، اوس يې هم لرو. اوبه ککړېدلې او ناوړه او بېځايه کارېدلی شي، مګر نه جوړې شوې دي او نه له منځه تللي او يوازې له يوې سيمې بلې ته ځي. داسې هيڅ ثبوت نشته، چې د اوبو بخار فضا تېرېږي.[۱۲]

هر کال پر ځمکه باندې د اوبو بدلون ۵۷۷۰۰۰ کېلومتر مکعب اوبه رانغاړي. دا هغه اوبه دي چې له ۵۰۲۸۰۰ کېلو متر مکعب سمندري سطحې او ۷۴۲۰۰ کېلومتر مکعب ځمکې څخه تبخيرېږي. د اوبو ورته اندازه يعنې ۴۵۸۰۰۰ کېلومتر مکعب پر سمندر باندې او ۱۱۹۰۰۰ کېلومتر مکعب پر ځمکه باندې د اتموسفيري اورښت په بڼه غورځېږي. د ځمکې له سطحې څخه د اورښت او تبخير تر منځ توپير (چې په يو کال کې ۴۴۸۰۰ = ۷۴۲۰۰ – ۱۱۹۰۰۰ کېلو متر مربع دی) د ځمکې د سيندونو ټول جريان (په يو کال کې ۴۲۷۰۰ کېلو متر مکعب) او سمندر ته تر ځمکې لاندې اوبو سيده جريان (په يو کال کې ۲۱۰۰ کېلومتر مکعب) وړاندې کوي. دا د ژوند اړتياوو او د انساني اقتصادي فعاليتونو د ملاتړ لپاره د تازه اوبو اصلي سرچينې دي.[۱۳]

اوبه د ژوند يوه بنسټيزه اړتيا ده. دا چې د ځمکې دوه پر درې برخه اوبو پوښلې ده، د همدې له امله ځمکې ته هم نيلي يا اسماني رنګه او د اوبو سياره وايي. هايدروسفير په ننۍ بڼه د اتموسفير شتون کې مهمه ونډه لوبوي. سمندرونه دې برخه کې مهم دي. کله چې ځمکه جوړه شوه، د عطارد د اوسني اتموسفير غوندې له هيليم او هايدروجن څخه بډايه او يوازې يو نری پوړ اتموسفير يې درلود. وروسته له اتموسفير څخه د هيليوم او هايدروجن ګازونه ووېستل شول. ګازونه او اوبه د ځمکې له سړېدنې سره سم د هغې اوسنی اتموسفير شو. د اورغورځونکو غرونو له لورې خوشې شوي ګازونه او د اوبو بخار هم اتموسفير ته ننوت. د ځمکې له سړېدلو سره سم په اتموسفير کې د اوبو بخار ټينګ شو او د باران په بڼه وورېد. همدا چې د باران اوبو کې د اتموسفير کاربن ډای اکسايد حل شو، اتموسفير نور هم سوړ شو. د سړښت دا زياتوالی په خپل وار د دې لامل شو، چې د اوبو بخار ټينګ شي او د باران په بڼه وورېږي. د باران دې اوبو د ځمکې پر مخ باندې خفګان يا خوابدي ډېره کړه او سمندرونه يې جوړ کړل. اټکل شوې ده چې دا حالت نږدې ۴۰۰۰ ميليون کالونه پخوا پېښ شو. په سمندرونو کې د ژوند لومړنۍ بڼې پيل شوې. دې ژونديو موجوداتو اکسيجن نه تنفس کاوه. وروسته هغه وخت چې د سيانوبکتريا (cyanobacteria) په نوم ګرام منفي بکتريا تکامل وکړ، خوړو او اکسيجن باندې د کاربن ډای اکسايد د بدليدلو بهير پيل شو. د پايلې په توګه د ځمکې اتموسفير د نورو سيارو په پرتله په ځانګړي ډول بېل جوړښت يا ترکيب لري او پر ځمکه باندې يې د ژوند کولو اجازه ورکړې ده.

انساني فعاليت د اوبو پر دوران باندې اغېز لرلی دی. د اوبو بندونو په شان زېربنا د اوبو د تګ لارو په مخنيوي او بيا لار ښودلو له امله پر اوبو باندې څرګند او مستقيم اغېز لری. د انسانانو له امله ککړتيا د اوبو د ځينو سيستمونو حياتي کيمياوي دورانونو کې بدلون راوړی دی او د اقليم بدلون په څرګند ډول د هوا د حالت نمونې بدلې کړي دي. د اوبو کمښت يا شاتګ د کرنې، دولتي يا کورنۍ کارونې او زېربنا له امله په څرګند ډول زيات شوی دی.[۱۴][۱۵]

د زېرمو بيا ډکول سمول

د ايګور ای شېکلومانوف “Igor A. Shiklomanov” په اند د سمندري اوبو بشپړ بيارغونه او بيا ډکول ۲۵۰۰ کالونه وخت نيسي، چې د وېش له مخې د پيرمافروسټ (هغه ځمکې چې د دوه يا زياتو کالونو لپاره د ځمکې پر سر يا تر سمندر لاندې له صفر سانتي ګريد يا ۳۲ فارنهايت څخه ښکته حرارت درجه کې پاتې کېږي) او يخ بيا ډکون ۱۰۰۰۰ کالونه او تر ځمکې لاندې د ژورو اوبو يا غرنيو يخچالونو بيا ډکون ۱۵۰۰ کالونه، جهيلونو کې بيا ډکون ۱۷ کالونه او د سيندونو بيا ډکول ۱۶ ورځو ته اړتيا لري.[۱۶]

د ځانګړو تازه اوبو شتون سمول

د ځانګړو تازه اوبو شتون د هر سړي له کارونې څخه وروسته د تازه اوبو پاتې شونو ته وايي. د تازه اوبو سرچينې د وخت او فضا د اصولو له مخې په نابربر ډول وېشل شوي دي او په ورته سيمه کې په مياشتو کې له سيلابونو څخه د اوبو زېرمو ته ځي. په ۱۹۹۸ ز کال کې د ټول نفوس ٪۷۶ په کال کې د يو شخص لپاره له ۵،۰ زره مکعب څخه لږې ځانګړې اوبه درلودې. وار له مخه په ۱۹۹۸ زکال کې د نړيوال نفوس ٪۳۵ د اوبو رسولو له خورا ټيټ يا د ناورين په توګه اوبه رسونه وزغمله او شيکلومانوف اټکل وکړ، چې ياد حالت به د ۲۱ پېړۍ په ۲۰۲۵ کال کې نور هم ناوړه شي او د ځمکې د نفوس ډېره برخه به د اوبو رسولو تر ټيټې يا ناورين حالتونو لاندې ژوند کوي. په هايدروسفير کې د اوبو يوازې ۲،۵ سلنه تازه اوبه دي، چې له ډلې يې يوازې ۰،۲۵ سلنه زموږ د کارونې وړ دي.[۱۷]

انساني اغېز سمول

د معاصرو انسانانو فعاليتونه پر هايدروسفير باندې غښتلې اغېزې لري. د بېلګې په ډول: د اوبو د تګ لارې بدلول، انساني پرمختګ او ککړتيا ټول پر هايدروسفير او په هغې کې دننه طبيعي بهيرونو باندې اغېز کوي. انسانان تر ځمکې لاندې اوبو سره د خړوب شوې اوبه زبېښونکې مادې له جسم يا بدنې (Aquifer) څخه اوبه اوباسي او په بې ساري کچه د اوبو مسير بدلوي. “Ogallala Aquifer” په متحده ايالتونو کې د کرنې لپاره کارول کېږي. که چېرې تر ځمکې لاندې اوبو سره د خړوب شوې اوبه زبېښونکې ماده وچه شي، نو له نړيوال بازار څخه به له ۲۰ ميليون ډالر څخه زيات ارزښتناک خواړه او فايبر له منځه لاړ شي. تر ځمکې لاندې اوبو سره د خړوب شوې اوبه زبېښونکې مادې د بيا ډکېدلو په پرتله په خورا چټکۍ سره خالي کېږي، چې په پای کې به وچ شي. د دې تر څنګ د ډيمونو، بندونو، د اوبه ييزې برېښنا او د ژوو او نباتاتو د طبيعي ځای د نابرابرۍ له امله د سيندونو يوازې يو پر درې برخه په ازاد ډول بهېږي. د اوبو پرېمانه کارونه هم د دې لامل شوې ده، چې نوبتي ويالې زياتې وچې شي؛ دا حالت ځکه ګواښونکی دی، چې دوی د اوبو د چاڼ او د ژوو او نباتاتو د اصلي او طبيعي ځای لپاره خورا مهم دي. نورې لارې چې په واسطه يې انسانان هايدروسفير اغېزمنوي، يوټروفيکېشن يا هغه بهير چې د اوبو ټوله کتله يا يوه برخه په کې په منرالو او غذايي موادو په ځانګړي ډول نايتروجن او فاسفورس سره غني کېږي، تېزابي باران او د سمندر تېزابي کېدنه دي. انسانان د هايدروسفير پر روغتيا باندې هم تکيه کوي. دا د اوبه رسونې، بېړۍ چلېدنې، کب نيونې، کرنې، انرژي او وخت تېرۍ لپاره کارول کېږي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. ὕδωρ, Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, on Perseus
  2. σφαῖρα, Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, on Perseus
  3. Encyclopædia Britannica, 'Hydrosphere': https://www.britannica.com/science/hydrosphere/Origin-and-evolution-of-the-hydrosphere
  4. Albarède, Francis; Blichert-Toft, Janne (November 2007). "The split fate of the early Earth, Mars, Venus, and Moon". Comptes Rendus Geoscience. 339 (14–15): 917–927. Bibcode:2007CRGeo.339..917A. doi:10.1016/j.crte.2007.09.006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Our Changing Planet: an Introduction to Earth System Science and Global Environmental Change." Our Changing Planet: an Introduction to Earth System Science and Global Environmental Change, by Fred T. Mackenzie, 2nd ed., Pearson Education, 2011, pp. 88–91.
  6. Where is Earth's water?, United States Geological Survey.
  7. Eakins, B.W. and G.F. Sharman, Volumes of the World's Oceans from ETOPO1, NOAA National Geophysical Data Center, Boulder, CO, 2010.
  8. Water in Crisis: Chapter 2, Peter H. Gleick, Oxford University Press, 1993.
  9. کينډۍ:Cite report
  10. Kennish, Michael J. (2001). Practical handbook of marine science. (الطبعة 3rd). CRC Press. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8493-2391-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Definition of HYDROSPHERE". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Marq de Villiers (2003). Water: The Fate of Our Most Precious Resource (الطبعة 2). Toronto, Ontario: McClelland & Stewart. د کتاب پاڼې 453. OCLC 43365804. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7710-2641-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), revised 2003|Governor General's Award (1999)
  13. کينډۍ:Cite report
  14. Western, David (2001). "Human-Modified Ecosystems and Future Evolution". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 98 (10): 5458–5465. Bibcode:2001PNAS...98.5458W. doi:10.1073/pnas.101093598. JSTOR 3055648. PMC 33234. PMID 11344294. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Haddeland, Ingjerd; Heinke, Jens; Biemans, Hester; Eisner, Stephanie; Flörke, Martina; Hanasaki, Naota; Konzmann, Markus; Ludwig, Fulco; Masaki, Yoshimitsu; Schewe, Jacob; Stacke, Tobias; Tessler, Zachary D.; Wada, Yoshihide; Wisser, Dominik (2014). "Global water resources affected by human interventions and climate change". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 111 (9): 3251–3256. Bibcode:2014PNAS..111.3251H. doi:10.1073/pnas.1222475110. JSTOR 23770678. PMC 3948259. PMID 24344275. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. کينډۍ:Cite report
  17. کينډۍ:Cite report
  18. Braxton, Jane (March 1, 2009). "The Ogallala Aquifer: Saving a Vital U.S. Water Source". Scientific American. doi:10.1038/scientificamericanearth0309-32. د لاسرسي‌نېټه March 26, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Klige, R. K. (2014). Global Studies Encyclopedic Dictionary. Value Inquiry Book Series. د کتاب پاڼي 267–269. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Stokstad, Erik (13 August 2021). "Streams that flow only part of the year are getting even drier". Science. 373 (6556): 724. Bibcode:2021Sci...373..724S. doi:10.1126/science.373.6556.724. PMID 34385373 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 236998854 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Carrington, Damian (May 8, 2019). "Only a third of world's great rivers remain free-flowing, analysis finds". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه March 26, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)