ځمکنۍ سياره، د تلوريوم لرونکې سياره، يا د ډبرو سياره هغه سياره ده چې ډېره برخه يې له سيليکټ مادې، ډبرو يا فلزاتو جوړه وي. په لمريز نظام کې، د « IAU» له خوا منل شوې ځمکنۍ سيارې هغه داخلي سيارې دي چې لمر ته تر ټولو نژدې دي، لکه عطارد، زهره، ځمکه او مريخ. هغو ستورپېژندونکو په باور چې د سيارې جيوفيزيکي تعريف کوي، د سياروي کتلې سپوږمکیو دوه يا درې – سپوږمۍ، «لو» او کله کله يوروپا – هم ځمکنۍ سيارې بلل کېدای شي او همدا راز ډبرين پروټو پلانيټ-سيارګۍ (لومړۍ سيارګيانې) «پالاس» او «ويسټا». د «ځمکنۍ سيارې» او «تيلوريک سيارې» اصطلاح د لاتيني ژبې له (ټيرا او تيلوس) ټکيو څخه اخستل شوې چې ځمکې ته ويل کېدل، ځکه چې د جوړښت له لحاظه دا سيارې د ځمکې په څېر دي.[۱][۲][۳]

ځمکنۍ سيارې سخته سياروي سطحه لري، په دې ډول دوی له سترو ګازي سيارو څخه زيات توپير لري، کومې سيارې چې تر ډېره بريده د هايډروجين، هيليوم او اوبو له ګډول جوړې وي چې په بېلا بېلو فزيکي حالتونو کې موجودې وي.

جوړښتسمول

په لمريز نظام کې ټولې ځمکنۍ سيارې يو شان بنسټيز جوړښت لري، لکه مرکزي فلزي هسته (تر ډېره بريده اوسپنه) چې شا اوخوا يې د «سليکيټ» مادې پوښ وي.

د «4 Vesta» په نوم تر ټولو ستره سيارګۍ همدا شان جوړښت لري؛ شونې ده چې د «21 Lutetia» په نوم تر ټولو کوچنۍ يې هم همداسې جوړښت لري. د «2 Pallas» په نوم يوه ډبرينه سيارګۍ د «ويسټا» هومره اندازه لري؛ خو ډبلوالی یې د پام وړ کم دی؛ داسې برېښي چې کله يې هم هسته او پوښ سره جلا شوي نه دی. د ځمکې سپوږمې او د مشتري سپوږمۍ «لو» له ځمکنيو سيارو سره يو شان جوړښت لري، خو د ځمکې سپوږمۍ د اوسپنې ډېره کوچنۍ هسته لري. د «يوروپا» په نوم د مشتري په څېر بله سپوږمۍ يو شان ډبلوالی لري، خو په سطحه د پام وړ يخي پوړ لري: له همدې امله دې ته کله ناکله یخي سياره ويل کېږي.[۴]

شونې ده چې ځمکنۍ سيارې د درو، د اورشيند خولو (غارونو)، غرونو، اورغورځونکي او نورو په څېر سطحي جوړښتونه ولري چې د د توږونکو مايعاتو او يا تيکتونيک فعاليت پورې اړه لري.

ځمکنۍ سيارې ثانوي اتموسفير لري چې د اورشيندي د بهروتونکي ګاز يا د اسماني اجسامو له خزلو څخه يې تر لاسه کوي. له بهرنيو سترو سيارو سره دا توپيرونه، د کومو اتموسفيرونه چې لومړني دي؛ لومړني اتموسفيرونه نېغ په نېغه د اصلي لمريزو نيبولا (ګړز) څخه اخستل کېږي.[۵]

د لمريز نظام ځمکنۍ سيارېسمول

د فعال تعريف له مخې: لمريز نظام څلور ځمکنۍ سيارې لري چې هغه دا دي: عطارد، زهره، ځمکه او مريخ. د ځمکې سپوږمۍ، تر څنګ يې د مشتري سپوږمۍ «لو» او يوروپا هم د جيوفيزيک له اړخه ځمکمنۍ سيارې شمېرل کېږي، د دې اجسامو په منځ کې یواځې ځمکه فعال «هايډروسفير» سطحه لري. باور کېږي چې يوروپا د يخ د پوړونو لاندې فعال هايډروسفير (هايډروسفير يعنې اوبه ييز محيط) لري.

د لمريز نظام د جوړېدو په اوږدو کې، ډېرې «پلانټيزمل» (سياره وزمې) او «پروټو-سيارې» موجودې وې، خو ډېرې يې له دې څلورو ځمکنيو سيارو سره مدغم يا د دوی په مټ لرې وغورځول شوې او په دې ډول يواځې «پالاس» او «ويسټا» ډېرې يا لږې روغې پاتې شوې. په تېر کې دا دوه ټيټې سيارې وې، خو دوی د تصادمونو له امله د توازن له بڼو څخه بهر شېندل شوي دي. ځينې پروټو سيارو په يو ځای کېدو او جوړېدو پيل وکړ، خو د سختو تصادماتو سره مخ شوې چې له امله يې يواځې فلزي يا ډبرينه هسته پاتې شوه، لکه په ترتيب سره د «16 Psyche » يا «8 Flora » په نوم اجسام. د «S-type» او «M-type» ډیری سيارګۍ شونې ده همداسې ويجاړې شوې وي.  [۶][۷]

د سيارګيو له کمربند څخه دباندې نور ګرد اجسام د جيوفيزيک له اړخه يخي سيارې دي. دوی په دې کې له ځمکنيو سيارو سره يو شان دي چې دوی سختې سطحې لري، خو د ډبرو او فلزاتو پر ځای له يخ او ډبرو جوړې دي. په دوی کې کوچنۍ سيارې شاملې دي، لکه «سيريس، پلوټو او ايريس»، کومې چې اوس يواځې د واورې د ليکې څخه دباندې سیمه کې موندل کېږي، چېرته چې د لومړي لمريز نظام د لمر د نېغ په نېغه وړانګو لاندې د اوبو يخ ثابت پاتې و. په دې کې نورې ګردې سپوږمۍ هم شاملې دي، کوم چې يخي ډبرې دي (لکه: ګانياميډ، کاليسټو، ټيتان او ټروتين)، يا ان لومړي يخ (لکه: ميماس، تيتياس او لاپيټوس). د ځينو دې اجسامو څخه داسې پېژندل شوي چې په فرعي سطحو «هايډروسفير» لري (ګانياميډ، کاليسټو، اينسيلاډيوس او ټيټان)، لکه يوروپا، په ځينې نورو کې هم دا حالت شونی دی (لکه: سيريس، ډايوني، ميرنډا، اريل، ټريټون او پلوټو). ان تيتان د مايعاتو سطحي اجسام لري، البته دا «ميتاني» مايعات دي، نه اوبه. د مشتري «ګانياميډ» چې يخي ده، د سپوږمۍ، لور، يوروپا او ځمکنيو سيارو په څېر فلزي هسته لري. [۸]

د «ټيران» نوم د دې لپاره وړانديز شوی چې ټوله سخته نړۍ تعريف کړي (هغه اجسام چې ګرد شکل لری)، بې له دې چې د دوی ترکيب او اجزاوو ته وکتل شي. په همدې سبب په دې تعريف کې هم ځمکنۍ او هم يخي سيارې شاملې دي.[۹]

د ډبلوالي تمايلسمول

د يوې ځمکنۍ سيارې نه تخته شوی ډبلوالی د دې سيارې د موادو منځنی ډبلوالی دی چې د صفر فشار پر مهال به یې لري. زيات نه تخته شوی ډبلوالی د زياتې فلزي اړيکې ښودنه کوي. نه تخته شوی ډبلوالی د اصلي منځني ډبلوالي څخه توپير لري (کله کله ورته مجموعي ډبلوالی هم وايي) ځکه چې د سيارې په هستو کې تخته کېدل د دوی ډبلوالی زياتوي؛ منځنی ډبلوالی د سيارې په اندازې، د تودوخې وېش او د مادې تر ټينګوالي تر څنګ يې تر ترکيب پورې اړه لري.

طبيعي ده چې د نه تخته شوي ډبلوالي د محاسبې د اټکل لپاره د سيارې د جوړښت يوې نمونې ته اړتيا شته. په داسې حال کې چې ګڼې څرخېدونکې هوايي الوتکې او په سطحه کېناستونکي وسيلې شته، دا نمونې د هوايي الوتکو له مدار څخه  په زلزليزو معلوماتو (حقايق او شمېرې) همدا راز شيبه يي ساکنو معلوماتو سره محدودې شوي، کوم معلومات چې د تشيال بېړيو له مدارونو څخه تر لاسه شوي دي. په کومو ځايونو کې چې داسې معلومات نه وي، بيا نو بې ثباتي خامخا زياته وي.[۱۰]

د ګردو ځمکنيو اجسامو نه تخته شوی ډبلوالی نېغ په نېغه د لمر په شا او خوا راڅرخي او څومره چې له لمر څه واټن پیدا کوي، په هماغه اندازه کم ارزښت لور ته ميلان مومي، کوم چې د تودوخې له هغې درجې سره سمون خوري، کومه چې په لومړۍ لمريزه نيبولا کې موجوده وه. «ګاليلي» سپوږمکۍ  له مشتري څخه دباندې لور ته تګ پر مهال همداسې ميلان څرګندوي، خو د زحل او يورانوس د يخي سپوږمکيو څخه داسې کوم ميلان نه دی ليدل شوی. عموماً يخي نړۍ له « 2 g•cm−3» څخه کم ډبلوالی لري، ايريس په څرګند ډول ډبله ده (2.43±0.05 g•cm−3) او شونې ده چې د سطحې د ځينې يخ لرلو تر څنګ تر ډېره بريده ډبرينه وي، لکه يوروپا. دا نه ده معلومه چې له شمسي نظام بهر ځمکنۍ سيارې به عموماً داسې تمايل تعقيب کړي که نه.[۱۱][۱۲]

په لاندې ورکړل شويو جدولونو کې شته معلومات تر ډېره بريده د لمريز نظام او سيارو د سترو سپوږميو د جاذبې قوې ته په کتنې سره د ګردو شیانو له نوملړ څخه اخستل شوي دي. له لمر څخه ټول واټنونه منځني دي.


د جيو فيزيکي (د ځمکې د فيزيک اړوند) ځمکنيو سيارو ډبلوالی (د پوله ليکې پالاس او ويسټا په ګډون)


جسم


ډبلوالی (g·cm−3)


له لمر څخه واټن (AU)


متوسط


ناکېمنډل شوی


عطارد

۵.۴


۵.۳


۰.۳۹


زهره


۵.۲


۴.۴


۰.۷۲


ځمکه


۵.۵


۴.۴


۱.۰


سپوږمۍ


۳.۳


۳.۳


مريخ


۳.۹


۳.۸


۱.۵۲


ويسټا


۳.۵


۳.۵


۲.۳۶


پالاس


۲.۹


۲.۰


۲.۷۷


لو


۳.۵


۳.۵


۵.۲۰


يوروپا


۳.۰


۳.۰

د ځينو يخي جيوفيزيکی سيارو ډبلوالی ( د نورو KBO ډبلوالی په اړه ډېر کم معلومات شته)


شی


ډبلوالی (g·cm−3)


له لمر څخه واټن (AU)


سيرس


۲.۲


۲.۷۷


ګينيا ميډ


۱.۹


۵.۲۰


ګاليسټو


۱.۸


ميماس


۱.۲


۹.۵۴


اينسيليډس


۱.۶


تيتياس


۱.۰


ډيون


۱.۵


ريا


۱.۲


تيتان


۱.۹


لاپيټس


۱.۱


ميرينډا


۱.۲


۱۹.۲


اريل


۱.۶


امبريل


۱.۵


ټيټانيا


۱.۷


اوبيرون


۱.۶


ټيټرون


۲.۱


۳۰.۱


پلوټو


۱.۹


۳۹.۵


چارون


۱.۷


ايريس


۲.۴


۶۷.۹

له لمر بهر ځمکنۍ سيارېسمول

له لمريز نظام څخه بهر کشف شوې ډېرې سيارې سترې سيارې دي، له همدې امله دوی په ډېرې اسانۍ سره موندل کېدای شي. خو له ۲۰۰۵ز کال راهيسې، له لمر ورهاخوا سلګونه بالقوه ځمکنۍ سيارې موندل شوې دي چې ګڼې يې د ځمکنيو سيارو په توګه ثابتې شوې هم دي. ډیری دا يې پياوړې ځمکې دي، دا معنا چې داسې سيارې دي چې د ځمکې او نيپټون تر منځ کتله لري، شونې ده چې پياوړې ځمکې يا د ګازونو سيارې او يا ځمکنۍ وي چې د دوی په کتلې او نورو مشخصاتو پورې اړه لري.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينېسمول

  1. Types of Planets, The Johns Hopkins University Applied Physics Laboratory LLC, 2020-07-17
  2. Emily Lakdawalla et al., What Is A Planet? The Planetary Society, 21 April 2020
  3. David Russell (2017) Geophysical Classification of Planets, Dwarf Planets, and Moons, v.4
  4. Asphaug, E.; Reufer, A. (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mercury and other iron-rich planetary bodies as relics of inefficient accretion"]. Nature Geoscience 7 (8): 564–568. doi:10.1038/NGEO2189. Bibcode2014NatGe...7..564A. 
  5. Schombert, James (2004). "Lecture 14 Terrestrial planet atmospheres (primary atmospheres)". Department of Physics. University of Oregon. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hardersen, Paul S.; Gaffey, Michael J.; Abell, Paul A. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Near-IR spectral evidence for the presence of iron-poor orthopyroxenes on the surfaces of six M-type asteroid"]. Icarus 175 (1): 141. doi:10.1016/j.icarus.2004.10.017. Bibcode2005Icar..175..141H. 
  7. Gaffey, Michael (1984). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Rotational spectral variations of asteroid (8) Flora: Implications for the nature of the S-type asteroids and for the parent bodies of the ordinary chondrites"]. Icarus 60 (1): 83–114. doi:10.1016/0019-1035(84)90140-4. Bibcode1984Icar...60...83G. 
  8. Hendrix, Amanda R.اصطلاحي تېروتنه: ناپېژندل شوې ټکي "etal". (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The NASA Roadmap to Ocean Worlds"]. Astrobiology 19 (1): 1–27. doi:10.1089/ast.2018.1955. PMID 30346215. Bibcode2019AsBio..19....1H. 
  9. Chen, Jingjing; Kipping, David (2016). "Probabilistic Forecasting of the Masses and Radii of Other Worlds". The Astrophysical Journal 834 (1): 17. doi:10.3847/1538-4357/834/1/17. https://iopscience.iop.org/article/10.3847/1538-4357/834/1/17/meta. Retrieved 27 July 2021. 
  10. "Course materials on "mass-radius relationships" in planetary formation" (PDF). caltech.edu. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lewis, John S. (2004). Physics and Chemistry of the Solar System (الطبعة 2nd). Academic Press. د کتاب پاڼې 265. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-446744-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Emily Lakdawalla et al., What Is A Planet? The Planetary Society, 21 April 2020
  13. Carole Haswell, Transiting Exoplanets Archived 7 November 2015 at the Wayback Machine.
  14. Michael Perryman, The Exoplanet Handbook Archived 7 November 2015 at the Wayback Machine.
  15. Sara Seager, Exoplanets Archived 7 November 2015 at the Wayback Machine.
  16. Siegel, Ethan (30 June 2021). "It's Time To Retire The Super-Earth, The Most Unsupported Idea In Exoplanets". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)