انتارکتيکا

لويه وچه
(له انټارکټيکا نه مخ گرځېدلی)

انترکتيکا د ځمکې په لرې سويل کې پرته لويه وچه ده. د سويلي قطب جغرافيه د دې لويې وچې اړوند او د سويلي نيمې کُرې د انترکتيکي سيمې نږدې په ټوله کې د انترکتيکا په سويلي دايره کې موقعيت لري، سويلي سمندر ترې راچاپير دی. د ۱۴۲۰۰۰۰۰ کيلو متر مربع (۵۵۰۰۰۰۰ ميل مربع) مساحت په لرلو سره پنځمه ستره لويه وچه او د استراليا نږدې دوه برابره ده. دا تر اوسه د تر ټولو کم نفوس لرونکې لويه وچه ده، په دوبي کې نږدې پنځه زره او په ژمي کې نږدې زر وګړي لري. د انترکتيکا نږدې اته نوي سلنه سيمه په يخ پوښلې ده، چې په منځني ډول دا يخونه يو اعشاريه نهه کيلو متره (يو اعشاريه دوه ميله، شپږ زره دوه سوه فوټه) ډبلوالی لري.

سيمه۱۴,۰۰۰,۰۰۰ km2 (۵,۴۰۰,۰۰۰ sq مایله)[۱]

په منځني ډول انترکتيکا يوه سړه، وچه او باد لرونکې لويه وچه ده او د ټولو لويو وچو په کچه د انترکتيکا منځنی لوړوالی تر ټولو زيات دی. د انترکتيکا ډېره برخه قطبي صحرا ده، په سمندري ساحلونو کې يې د اورښت کلنۍ کچه دوه سوه ملي متره (اته اينچه)، خو په وچه کې يې د اورښت کچه کمه ده، په همدې بنسټ د نړۍ د تازه اوبو د زېرمو اتيا سلنه په دې سيمه کې زېرمه شوې دي، که چېرې دا ټولې ويلې شي، نو د نړۍ د سمندرونو کچې شپېته متره (دوه سوه فوټه) لوړولو لپاره بسنه کوي. په انترکتيکا کې د تودوخې درجه  ۸۹.۲- °C (−128.6 °F) ته راښکته شوې ده (له فضا نه د شوې اندازې پر بنسټ يا له دې نه هم زيات يعنې −94.7 °C or −138.5 °F ته)، که څه هم د درېيمې ربعې منځنۍ اندازه (د تر ټولو سړې برخې پربنسټ) يې ۶۳ـ °C (−81 °F) ده. د انترکتيکا په اصلي موجوداتو کې د اوبړيو، باکتريا، غوښې او بوټو بېلا بيل ډولونه شامل دي، همدا راز بېلا بېل ډوله حيوانات، لکه ګونګټې، چينجي، پينګوين، سيګ لاهو او تارډيګراډ شامل دي. چېرته چې بوټي شته هغه تندرا دي.[۱][۲][۳][۴]

د ځمکې پر مخ انترکتيکا وروستۍ کشف شوې سيمه ده، شونې ده چې تر ۱۸۲۰ز کال پورې نه وه لیدل شوې، تر هغه وخته کله چې روسي تبعو هر يو « Fabian Gottlieb von Bellingshausen» او « Mikhail Lazarev» علمي څېړونکي پلاوي په « Vostok and Mirny» بېړيو د فيمبل يخ تاخچې ولیدې. دې لويې وچې ته د نولسمې پېړۍ تر پايه پورې ځانګړې پاملرنه ونه شوه، ځکه چې چاپېريال يې سخت، سرچينو ته په کې اسانه لارسرسی نه و او په څنډه کې یې موقعيت درلود. د ۱۸۴۰ز کال د جنورۍ په مياشت کې په لومړي ځل په انترکتيکا کې ځمکه کشف شوه، نژدې په يو وخت کې د متحده ايالاتو د کشفياتو له خوا چې مشري يې دويم بريدمن چارلس ويلکس کوله او د يوې جلا فرانسوي څېړنې پر مهال چې مشري يې «جول دومون دورويل» کوله. فرانسوي څېړونکي پلاوي، دلته لنډ مهالی وخت تېر کړ، خو که څه هم د ويلس پلاوی هلته په ځمکه ښکته نه شو، په دې سيمه کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شو، تر څو هلته پلټنه وکړي او د دې لويې وچې د نژدې ديارلس سوه کيلو متره (اته سوه ميله) سيمې نقشه جوړه کړي. په ځمکه لومړۍ تاييد شوې ښکته کېدنه، په ۱۸۹۵ز کال کې د يوې نارويژنۍ ډلې له خوا تر سره شوه.

انترکتيکا، د انترکتيک تړون نظام د غړو له خوا اداره کېږي. په ۱۹۵۹ز کال کې دولسو هېوادونو دا تړون لاسليک کړ او له هغې وروسته اته دېرشو نورو لاسليک کړی دی. دا تړون په ياده سيمه کې پوځي فعاليتونه، د کانونو را ايستل، هستوي چاودنې او هلته د هستوي پاتې شونو غورځول منع ګرځوي. تړون د علمي څېړنو ملاتړ کوي او د دې لويې وچې له چاپيريال نه ساتنه کوي. د ګڼو هېوادونو له زرو نه تر پنځو زرو پورې وګړي ،په هغو څېړنيزو مرکزونو کې ژوند کوي، چې په دې لويه وچه کې خپاره دي.

رېښه

د انترکتيکا ټکی د يوناني مرکب ټکي (antarktiké) رومي شوی ډول دی، د (antarktikós) ټکي مؤنث ډول دی چې معنا يې ده «د شمالي قطب مقابل» يعنې د شمال مقابل لوری.[۵][۶][۷]

ارستو له میلاد مخکې په ۳۵۰ کال کې د سويلي قطب د يوې سيمې په اړه په خپل کتاب هواپېژندنه کې لیکل کړي وو. د معلوماتو پر اساس د تاير مارينوس په دويمه زېږديزه پېړۍ کې له دې نوم نه د نړۍ په هغه نقشه کې يادونه کړې وه چې دا نقشه خوندي نه ده. رومي ليکوالانو هر يو هيجونيوس او اپوليوس (له زېږد وروسته لومړۍ او دويمه پېړۍ) د سويلي قطب لپاره رومی شوی يوناني نوم polus antarcticus کارولی دی، له همدې ټکي نه زوړ فرانسوي قطب انتارتيک (اوس pôle antarctique) را ايستل شوی او همدا نوم په ۱۲۷۰ز کال کې تاييد شوی دی، له همدې ځايه بيا په ۱۳۹۱ز کال کې د منځنۍ انګليسي ژبې «pol antartik» ټکی اخیستل شوی دی چې دا د جيفري چاسر فني رساله ده، د اسطرلاب په اړه يوه رساله ده چې اوسني سويلي قطب ته اشاره کوي. ماتياس رينګمن په ۱۵۰۵ز کال کې «Terra Australis» ته د «Ora Antarctica» نوم کارولی و چې (معنا يې د سويلي قطب ځمکه ده).  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د نوم بدلون

سويلي قطبي لويه وچه، چې له ډېره وخته يې په اړه فکر کېده، (خو کشف شوې نه وه)، په اصل کې ورته د « Terra Australis» نوم کارېده، کله نا کله به د لنډيز په ډول «استراليا» کارول کېده، لکه: په يوه لرګين انځور کې چې «د بادونو سيمه» نوم يادېږي. همدا لیدل شوي، همدا انځور په ۱۵۴۵ز کال کې په فرانکفورټ کې د نجوم علم په اړه خپاره شوي يو کتاب کې شامل دی.[۱۴]

د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې، په سيډني کې نېواکګرو چارواکو(مسئولینو) له نيو هالنډ نه هالنډي نوم لرې کړ. د دې پر ځای چې نوی نوم پرې کېږدي، د اسټراليا نوم يې غوره کړ او په دې توګه يې د سويلي قطب لويه وچه د نژدې اتيا کلونو لپاره بې نومه پرېښوده. په دې پير کې، جغرافيه پوهان اړ وو چې له بې خونده عبارتونو نه کار واخلي، لکه: «د انتراکتيک لويه وچه». دوی د يوه شاعرانه بديل په لټه کې وو، د الټيما او انټيپوډيا په څېر بېلا بېل نومونه يې وړانديز کول. په پايله کې په ۱۸۹۰ز کلونو کې انټرکټيکا د دې لويې وچې د نوم په توګه غوره شو او په لومړي ځل د دې نوم کارونه يوه سکاټلينډي نقشه کښونکي «جان جورج بارتولوميو» کړې ده. [۱۵][۱۶]

د موندلو تاريخچه

د « Terra Australis» د شتون باور – د اروپا، اسيا او شمالي افريقا د شمالي ځمکو د «توازن» په موخه  د ځمکې د کُرې په لرې سويل کې پرته لويه وچه – له زېږد وروسته په لومړۍ پېړۍ کې د بطلميوس له وخته و. ان د اولسمې پېړۍ په وروستيو کې، کله چې څېړونکو وموندله چې امريکا او استراليا د افسانوي «انترکتيکا» برخه نه ده، جغرافيه پوهانو باور درلود چې دا لويه وچه له  خپلې اصلي اندازې خورا زياته ستره ده. د انترکتيکا د نوم د اصليت نه، نه جلا کېدونکې يوه کيسه دا هم ده چې د دې سيمې نوم Terra Australis نه و – د دې پر ځای دا نوم د دې ناسم تصور له امله استراليا ته ورکول شوی و چې ګوندې په لرې سويل کې هېڅ ډول د پام وړ وچه ځمکه نه شته.  په ځانګړي ډول لوڅاوو «ماتيو فلينډر» استراليا ته د Terra Australis د نوم لېږد ته د شهرت ورکوونکي په توګه کتل کېږي. هغه په خپل کتاب کې چې نوم يې دی « A Voyage to Terra Australis» (۱۸۱۴ ز) دانوم توجيه کړی او په سريزه کې يې لیکلي دي:[۱۷]

د دې شونتيا نه شته چې د ځمکې يوه جلا برخه دې، په دې سره تر برابرې اندازې، په لرې سويلي عرض البلد کې پيدا شي؛ په همدې بنسټ « Terra Australis» نوم به د دې هېواد د جغرافيايي اهميت او په ځمکه کې د دې سيمې د حالت بيانوونکی پاتې شي: دا سپارښتنه لرغونتيا لري او د دواړو دعوه کوونکو قومونو په اړوند د اشارې د نه شتون له امله، داسې برېښي چې د هرهغه بل په اړه د کمې نیوکې وړ دی چې شونې ده غوره شي.[۱۸]

اروپايي نقشو دا فرضي سيمه تر هغه وخته پورې ښودله، تر څو د « HMS Resolution» او « Adventure» په نوم د کپتان جيمز کوک بېړۍ د ۱۷۷۳ز کال د جنورۍ په اولسمه د ۱۷۷۳ز په دسمبر کې او بيا د ۱۷۷۴ز کال د جنورۍ په مياشت کې د انترکتيکا له دايرې نه تېرې شوې. کوک د ۱۷۷۳ز کال د جنورۍ په مياشت کې د ميداني کنګلونو له مقابل نه تر شاتګ مخکې د انترکتيکا په ساحلي سيمو کې نږدې يو سل او شل کيلو متره (۷۵ميله) ولاړ. په ۱۷۷۵ز کال کې کوک د يوې قطبي لويې وچې د شتون د شونتيا خبر ورکړ اوهغه د مجلې په  يوه بله ګڼه کې ولیکل: «زه بشپړ باور لرم او تر دې هم زياته دا چې، له احتمال نه پورته ده چې موږ د هغې يوه برخه لیدلې ده».[۱۹][۲۰][۲۱]

جغرافیه

څیړنې

وېش

سرچینې


  1. "La Antártida" (په اسپانيايي). Dirección Nacional del Antártico. Archived from the original on 13 November 2016. نه اخيستل شوی 13 November 2016.
  2. Joyce, C. Alan (18 January 2007). "The World at a Glance: Surprising Facts". The World Almanac. Archived from the original on 4 March 2009. نه اخيستل شوی 7 February 2009.
  3. Cain, Fraser (12 June 2008). "What is the Driest Place on Earth?". Universe Today (په انګليسي). نه اخيستل شوی 12 April 2021.
  4. "Coldest temperature ever recorded on Earth in Antarctica: -94.7C (−135.8F)". The Guardian. Associated Press. 10 December 2013. نه اخيستل شوی 12 July 2017.
  5. Liddell, Henry George; Scott, Robert. "Antarktikos". In Crane, Gregory R. (ed.). A Greek–English Lexicon. Perseus Digital Library. Tufts University. نه اخيستل شوی 18 November 2011.
  6. Hince, Bernadette (2000). The Antarctic Dictionary. CSIRO Publishing. p. 6. ISBN 978-0-9577471-1-1.
  7. "Did you know that the term Antarctic actually comes from "anti-Arctic"?1". Norwegian Polar Institute. October 25, 2011. نه اخيستل شوی 7 April 2021.
  8. Aristotle (1923) [350 BCE]. "Meteorologica, Book II, Part 5". Translated by E. Webster. Oxford: Clarendon Press.
  9. "Pioneers: British Antarctic Expedition 1910–1913" (PDF). United Kingdom Meteorological Office. 2012. نه اخيستل شوی 8 March 2021.
  10. Hyginus. De astronomia. Ed. G. Viré. Stuttgart: Teubner, 1992. 176 pp.
  11. Apuleii. Opera omnia. Volumen tertium. London: Valpy, 1825. 544 pp.
  12. G. Chaucer. A Treatise on the Astrolabe. Approx. 1391. Ed. W. Skeat. London: N. Trübner, 1872. 188 pp.
  13. Matthias, Ringmann (1505). "De Ora antarctica per regem Portugallie pridem inventa" [The antarctic country discovered some time since by the King of Portugal] (په Latin). Strassburg: Impressum Argentine.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  14. Barth, Cyriaco Jacob zum (1545). Astronomia: Teutsch Astronomei. Frankfurt.
  15. Cameron-Ash, M. (2018). Lying for the Admiralty: Captain Cook's Endeavour Voyage. Sydney: Rosenberg. p. 20. ISBN 978-0-6480439-6-6.
  16. John George Bartholomew and the naming of Antarctica, CAIRT Issue 13, National Library of Scotland, July 2008, کينډۍ:ISSN, and also "The Bartholomew Archive".
  17. "Resource Library: Antarctica". National Geographic. 4 January 2012. Archived from the original on 2 March 2021. نه اخيستل شوی 31 August 2020.
  18. Flinders, Matthew (1814). A voyage to Terra Australis. Introduction: G. and W. Nicol. Archived from the original on 11 November 2012. نه اخيستل شوی 25 January 2013.
  19. "Age of Exploration: John Cook". The Mariners' Museum. Archived from the original on 7 February 2006. نه اخيستل شوی 12 February 2006.
  20. Cook, James (2003). Philip Edwards (ed.). The Journals of Captain Cook. Penguin Books. p. 250. ISBN 978-0141928081.
  21. Beaglehole, John C. (1968). Cook, Journals, vol.2. Cambridge: Hakluyt Society. p. 643, n.3. ISBN 978-1-4724-5324-2.