عباسي خلافت

عباسي خلافت (عربي: اَلْخِلَافَةُ ٱلْعَبَّاسِيَّةُ) د اسلام د پیغمبر محمد صلی الله عليه وسلم درېيم ځای ناستی خلافت و: د محمد(ص) د تره عباس ابن عبد المطلب «۵۶۶-۶۵۳ز) د خاندان د يوې کورنۍ له خوا يې بنسټ کېښودل شو او دې واکمنې سلسلې خپل نوم له هماغه اخستی دی. په ۷۵۰ز کال (د هجرت ۱۳۲) کې د عباسي اوښتون پر مهال د اموي خلافت له ړنګولو وروسته دوی په اوسني عراق کې د پلازمېنې په توګه له بغداد نه د خليفه ګانو په ډول د خپل خلافت پر مهال واکمني وکړه. عباسي خلافت په لومړي سر کې د اوسني عراق د کوفې ښار کې عباسي خلافت خپل حکومت پيل کړ، خو په ۷۶۲ز کال کې خليفه  المنصور د ساساني پلازمېنې لرغوني قطيسفون سره نژدې د بغداد د بنسټ ډبره کېښوده. بغداد د اسلام په زرين پړاو کې د علم، کلتور، فلسفې او نوښتونو مرکز و ګرځېد.[۱]

عباسي پير پر سيمو د واکمنۍ په برخه کې پر پارسي سياسيونو (په ځانګړي ډول پر برمکي کورنۍ) د باور تر څنګ په آمت کې په لوړه پيمانه د غیر عرب مسلمانانو (ملي ټولنو) پر شريکولو ځانګړتيا لري. واکمنو اشرافو تر ډېره بريده پارسي دودونه خپل کړي وو او دوی د هنرمندانو او پوهانو ملاتړ تر لاسه کول پيل کړل. له دې لومړۍهمکارۍ سره سره، د اتمې پېړۍ په وروستيو کې عباسيانو هم غیر عرب مواليان (ملاتړي) او هم پارسي سياستمنداران څنډې ته کړي وو. دوی اړ شوي وو چې په ۷۵۶ز کال کې د اندلس (نننۍ اسپانيا او پرتګال) واکمني امويانو ته، په ۷۸۸ز کال کې د مراکش واکمني ادرسيانو ته، په ۸۰۰ز کال کې افريقا او سيسلي اغلبيانو ته، په ۸۷۰ز يمو کلونو کې خراسان او ماوراء النهر سامانيانو او ايران سفاريانو ته او په ۹۶۹ز کال کې مصر د فاطميانو اسماعيلي شيعه خلافت ته خوشې کړي. [۲][۳][۴]

د ايراني بويه کورنۍ او سلجوقي ترکانو په راپورته کېدو سره د خلافت واکمني محدوده شوه ،چې په ترتيب سره يې ۹۴۵ز او ۱۰۵۵زکلونو کې بغداد ونيو. سره له دې چې په پراخه اسلامي سترواکۍ کې د عباسي مشرتابه واکمني کرار کرار يوې تشريفاتي مذهبي درجې ته راښکته شوه، بيا هم دې کورنۍ د خليفه المقتفي د واکمنۍ پر مهال په مابين النهرين خپله واکمني و ساتله او د خليفه الناصر د حکومت پر مهال تر ايران پورې وغځېدله. د مغول هلاکو خان له خوا په ۱۲۵۸ز کال کې د بغداد له نيولو او المستعصم له اعدام وروسته، د عباسيانو کلتوري ژوند او ګټې اخستنې پړاو پای ته ورسېد. د عباسيانو واکمنانو لړۍ او په عموم کې د مسلمانانو کلتور په ۱۲۶۱ ز د مماليکو په پلازمېنه قاهره کې بيا خپل مرکزيت پيدا کړ. که څه هم سياسي ځواک يې کم و (د قاهرې د خليفه المستعين د لنډې مودې نه پرته) دې کورنۍ په ۱۵۱۷ز کال کې د عثمانيانو له خوا د  مصر تر نيولو وروسته هم د څو کلونو لپاره د مذهبي مرجعيت ادعاوو ته دوام ورکړ.[۵][۶]

تاريخچه سمول

د عباسيانو اوښتون (۷۵۰-۷۵۱ ز) سمول

د عباسيانو خلافت عربان وو، د محمد(ص) د يوه ځوان تره عباس ابن عبدالمطلب اولاده او ځینې يې د بنوهاشم له قبيلې وو. عباسيانو ادعا کوله چې د بني اميه د اولاد په پرتله، دوی د محمد صلی الله علیه وسلم ځای ناستي دي، ځکه چې له محمد(ص) سره د وينې نژدې خپلوي لري.

عباسيانو د بني اميه په اخلاقي ځانګړتياوو او په عموم کې د هغوی پر حکومت په بريد کولو سره له هغوی ځانونه جلا او بېل بلل.  د ايرا لاپيډوس تر مخې، «د عباسيانو د پاڅون ملاتړ په پراخه کچه د عربو، اساساً د هغو کډوالو مرويانو له خوا چې زيان یې لیدلی و او د يمنيانو او د هغوی د مواليانو (ملاتړو) له خوا شوی و». عباسيانو، له غیر عرب مسلمانانو نه  غوښتي و، کوم چې د مواليانو په نوم پېژندل کېدل او د خپلوۍ پر بنسټ د عرب ټولنې او امويانو په سترواکۍ کې د يوې ټيټې ډلې په توګه ورته کتل کېدل. د دويم عمر د واکمنۍ پر مهال، د عباس لمسي محمد بن علي، د محمد کورنۍ هاشميانو ته د واک د انتقال لپاره په پاريس کې هلې ځلې پيل کړې.[۷]

د دويم مروان د واکمنۍ په وخت کې، دا مخالفت د ابراهيم الامام په بغاوت سره خپل اوج ته ورسېد. ابراهيم د عباس د کورنۍ څلورم کس و. د خراسان ولايت (ختيځ پارس) د هغه ملاتړ وکړ، که څه هم والي او شعیه عربانو د هغه مخالفت وکړ، نوموړي د پام وړ بريا تر لاسه کړه، خو په ۷۴۷ز کال کې ونيول شو او په پارس کې مړ شو، شونې ده چې وژل شوی وي.[۱][۸]

د ۷۴۷ز کال د جون په نهمه نېټه، ابو مسلم  خراساني چې د خراسان اوسېدونکی و، په برياليتوب سره د اموي واکمنۍ پر ضد بغاوت پيل کړ او دا بغاوت د تورې نښې لاندې پيل شو. کله چې په رسمي ډول په مروه کې جګړه پيل شوه، د ابو مسلم تر مشرۍ لاندې نژدې لس زره سرتيري راټول شوي وو. جنرال قحطبه په لوېديځ کې د تښتېدلي والي نصر بن سيار په تعقيب ووت او بني اميه د ګرګان، نهاوند او په پايلهک کې په ۷۴۸ز کال په جګړو کې ماتې وخوړه. [۸][۹]

دا شخړه د ابراهيم د ورور عبدالله، چې په ابوالعباس سفاح يې شهرت درلود، په لاس کې واخستل شوه، چا چې په ۷۵۰ز کال کې د لوی زاب سره نژدې امويانو ته ماتې ورکړه او په پای کې خليفه اعلان شو. له دې ماتې وروسته، مروان مصر ته وتښتېد او هلته ووژل شو. له يوه نارينه پرته، د هغه پاتې کورنۍ هم له منځه يووړل شوه.[۸][۱۰]

له دې بريا سملاسي وروسته، السفاح خپل ځواکونه مرکزي اسيا ته واستول، هلته يې د تالاس جګړې پر مهال د ټانګ د پراختيا په وړاندې جګړه وکړه. د ايرانيانو شريفه کورنۍ برمکيانو، څوک چې د بغداد په ابادولو کې خورا مهم و، په دې ښار کې د نړۍ په کچه په لومړي ځل د کاغذ جوړولو کارخانه جوړه کړه او په دې توګه يې د عباسي واکمنۍ پر مهال د فکري بيا زېږد نوی پړاو پيل کړ. السفاح په سوريه او بين النهرين کې د بغاوتونو په ځپلو تمرکز وکړ. بيزانس  د دې لومړيو ناکراریو په اوږدو کې بريدونه تر سره کړل.[۸]

ځواک (۷۵۲ -۷۷۵ز) سمول

د عباسيانو له خوا د المنصور د واکمنۍ پر مهال لومړی بدلون له دمشق نه نوي جوړ شوي ښار ته د پلازمېنې لېږد و. بغداد په ۷۶۲ز کال کې د دجلې سيند په غاړه د عباسيانو د پياوړو ملاتړو مواليانو له مرکز سره نژدې جوړ شوی و او دې خوځښت د عباسيانو له هغې غوښتنې سره مرسته وکړه چې په سترواکۍ کې په هغو سيمو واکمني ولري، چرې چې عربان کم وو. د مرکزي اختياراتو د سپارلو لپاره د وزير په نوم يوه نوې چوکۍ هم جوړه شوه، خو سيمه یيزو اميرانو ته تر دې هم زيات واکونه ورکړل شوي وو. خليفه منصور عدلي ادارې مرکزي کړې او تر هغه وروسته هارون الرشيد د څار په موخه د مشر قاضي منصب جوړ کړ. [۱۱][۱۲]

د دې چارې پايله دا شوه چې، د امويانو حکومت د وخت په پرتله عباسي خليفه ګانو تر ډېره بريده تشريفاتي حيثيت درلود، وزيرانو زيات  اغېز پيدا کړ او کرار کرار د پخوانيو عرب اشرافو ځای، پارسي سياسيونو ونيو. د منصور د حکومت پر مهال د اندلس واک له لاسه ووت، شعیه ګانو پاڅون وکړ، خو يو کال وروسته د باخمراء په جګړه کې مات شول.[۸][۱۳]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Hoiberg 2010، ص. 10.
  2. Canfield, Robert L. (2002). Turko-Persia in Historical Perspective. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521522915. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "ABŪ MOSLEM ḴORĀSĀNĪ – Encyclopaedia Iranica". www.iranicaonline.org. مؤرشف من الأصل في 22 نومبر 2015. د لاسرسي‌نېټه 20 نومبر 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Finer, S. E. (1 January 1999). The History of Government from the Earliest Times: Volume II: The Intermediate Ages p.720. OUP Oxford. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198207900. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Richards, D. S. (2020-04-22). The Chronicle of Ibn al-Athir for the Crusading Period from al-Kamil fi'l-Ta'rikh. Part 3: The Years 589–629/1193–1231: The Ayyubids after Saladin and the Mongol Menace (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-89281-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Holt 1984.
  7. Lapidus 2002، ص. 54.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ Dupuy او Dupuy 1986، ص. 233.
  9. Lewis 1995، ص. 102.
  10. کينډۍ:Cite EB1911
  11. Tillier, Mathieu (2009). Les cadis d'Iraq et l'État Abbasside (132/750-334/945). Damascus: Presses de l’Ifpo. doi:10.4000/books.ifpo.673. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-35159-028-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. University of Calgary 1998
  13. University of Calgary 1998