پارسي ژبه

لوېديځه ايراني ژبه

دري چې د پارسي، پاړسي، هزاره گي يا دېگاني (په پاړسي: فارسي) په نومونو هم يادېږي د څو گړدودونو په درلودو ېې ځانته څو نومان ترلاسه کړيدي ، خو معياري ژبه ېې د فارسي په نوم ثبت ده . دغه ژبه د هندواروپايي ژبو په کتار کې يوه پراخه د افغانستان لوېديځ لور ته د ايران ژبه ده . ددې ژبې پراخېدل د مُغلو له پير سره پيل شوه ، د زېږېدو ځای ېې ماروالنهر ياد شوی چې د نن ورځې د اوزبکستان د سوېل لوېديځې سيمې بخارا ياده شوې چې د همدې ژبې ځينو مؤرخينو هم يادونه کړېده چې يو ېې هم غلام محمد غبار دی ، همدارنگه د دري گړدود په جوړولوکې ېې د لرغونو سيمه ييزو ژبو لکه اسکای ، تخاري، سغدي، پارتي او هم پهلوي اغېزې ښودلي دي .[۱] او تر هند پورې ېې پولې وغځولې . ژبه په دوو هېوادو ، ايران او تاجکستان کې د ملي او رسمي ژبې په حيث پېژندل کېږي او د همدې ژبې گړدود د دري په نوم په افغانستان کې د دوهمې رسمي ژبې په توگه په کال ۱۹۶۴م ز کې ونومول شوه. په افغانستان کې د وروستنيو سرشمېرنو اټکل چې په کال ۱۹۹۹ز کې شوی و له مخې ېې د دري ژبې ويونکي په ټول افغانستان کې شاوخوا12.4 ميليونه وگړي ياد کړي دي .[۲]


سرچينې

  1. غلام محمد غبار : زبان دري اصلآ در دو طرفه رود جيحون (افغانستان و ماورالنهر) بميان آمده و از زبانهای قديمي دو سمت ازقبيل اسکای ، تخاري، سغدي، پارتي، پهلوي در تشکيل آن موثر قوي بوده .
  2. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link)