عباس بن عبدالمطلب

ابو الفضل عباس بن عبدالمطلب الهاشمي القرشي یا عباس بن عبدالمطلب ( ۵۶ ق – ۳۲ هـ / ۵۶۸ – ۶۵۳ ز ) د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي او تره وو. د نوموړي مور ام ضرار نتیلة بنت جناب النمریه نومېدل او عباسؓ یې تر هجرت 56 کاله مخکي زوکړی وو.

عباس بن عبدالمطلب
العباس بن عبد المطلب‎‎ (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Mecca (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۵۶۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۵ فبروري ۰۶۵۳ — ۰۶۵۳[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
Al-Baqi' (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

عباسؓ تر اسلام مخکي د مسجد الحرام د معمارۍ او د اوبو رسولو چاري په غاړه درلودې. دئ تر اسلام راوړلو وړاندي د بدر د جګړې چي د قريشو قبیلې د رسول اللهﷺ په وړاندي ترسره کړه یو له ناخوښه ګډون کوونکو څخه ګڼل کېدی. ویل کیږي چي عباسؓ د مکې تر فتحي یو کال وړاندي اسلام راوړی وو، خو ځیني روایتونه بیا داسي دي چي دده د اسلام راوړلو زمانه تر دې هم پخوا یادوي.

تر اسلام راوړلو وروسته عباسؓ د هغه کسانو له جملې څخه وو چي د حنین په جګړه کي يې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کلکه ملګرتیا وکړه او ځان یې ثابت قدمه صحابي وښودی. د اسلامي روایتونو پر بنسټ رسول الله صلی الله علیه وسلم د عباسؓ ډېر عزت کاوه او فرمایل به یې : چي الله تعالیﷻ دئ زما خلیل (دوست) ګرځولی دی.

عباسؓ د رسول اللهﷺ سره د خپلوۍ له مخي د هغه د اهل بیتو څخه ګڼل کیږي او په اسلامي قوانینو کي د نوموړي کورنۍ ته صدقه حرامه ده. عباسؓ د عثمان بن عفان د خلافت پر مهال په ۳۲ هجري قمري کال کې د ۸۸ کلونو په عمر په مدینه منوره کي وفات او په بقیة الغرقد کي خاورو ته وسپارل سو.

  1. Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume I, 1890 (په روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)
  2. Islamskiy enciklopedicheskiy slovar (په روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)
  3. ذکر کېدنه: عربي ويکيپېډيا. اثر ژبه: Modern Standard Arabic.
  4. Islamskiy enciklopedicheskiy slovar (په روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)