انسانان (Homo sapiens) د لومړنیو حیواناتو ډېر پراخه ډولونه دي چې دوه پښې لري او لوی او پېچلي دماغ یې د پرمختللو وسایلو، کلتور او ژبې د پراختیا وړتیا لري. انسانان ډېر ټولنیز دي او لېواله دي چې له کورنیو او خپلوانو د شبکو تر سیاسي دولتونو پورې د ډېرو همکارو او سیالو ډلو څخه رامنځته شوي پېچلو ټولنیزو جوړښتونو کې ژوند کوي چې د ډېرو همکاري کوونکو او سیالو ډلو څخه جوړ شوي. د انسانانو ترمنځ ټولنیز تعامل د ارزښتونو، ټولنیزو نورمونو او دودونو داسې پراخ ډولونه یې جوړ کړي چې انساني ټولنه پیاوړې کوي. د چاپېریال په اړه پوهېدلو او تر اغېزې لاندې راوستلو او د پېښو تشریح کولو او سمبالولو په موخه، د انسان لېوالتیا او هیلې د ساینس، فلسفې، افسانې، مذهب او د پوهې په نورو برخو کې یې د انسان پرمختګ هڅولی دی.

د انسانانو یوه ښځينه او نرينه جوړه

که څه هم ځینې ساینس پوهان انسانان د هومو نسل ټولو غړو سره برابروي خو په عموم کې دا هومو ساپینز ته راجع کېږي چې یوازیني شته غړي دي. هومو ساپینز نږدې ۳۰۰،۰۰۰ کلونه مخکې راڅرګند شول چې د هومو هیډیلبرګینس څخه یې وده وکړه او له افریقا بهر ته کډوال شول. په تدریجي ډول د لرغونو انسانانو د ځایي نفوس ځای یې ونیولو. د تاریخ ډېره برخه کې ټول انسانان کوچي ښکاریان وو. د نیولیتیک انقلاب چې نږدې ۱۳،۰۰۰ کاله په خوا په سویل لویدیځه اسیا کې پیل شو، د کرنې د را څرګندېدلو او د انسان دایمي مېشتېدلو شاهد ؤ. کله چې وګړي ډېر شول د ټولنو ترمنځ د حکومتوالۍ بڼې رامنځته شوې او یو شمېر تمدنونه راپورته او نړېدل خو انسانانو پراخېدلو ته دوام ورکړ چې د ۲۰۲۱ ز کال د اکتوبر په میاشت کې په په نړۍ کې د وګړو شمېرله ۷.۹ میلیاردو هم زیات شو.

جینونه او چاپېریال په څرګندو ځانګړتیاوکې د انسان بیولوژیکي بدلونونه، فزیولوژي، د ناروغۍ  پر وړاندې حساسیت، ذهني وړتیاوې، د بدن اندازه او ژوند موده تراغېزې لاندې راولي. که څه هم انسانان په ډېرو ځانګړتیاوو کې توپیر لري (لکه جنیټیکي چمتووالي او فزیکي ځانګړتیاوې)، دوه انسانان په منځني ډول له ۹۹٪ څخه ډېر له یو او بل سره ورته والی لري او ډېر جنیټیکي توپیر په افریقا کې دی.

انسانان له جنسي پلوه دوه شکلي (ډای مورفیک) دي. په غټوالي کې، انسانان ثانوي جنسي ځانګړتیاوو ته وده ورکوي. ښځې د امیندوارۍ وړتیا لري او میاشتنی عادت (مینوپاز) تجربه کوي او تر ۵۰ کلنۍ پورې امېدوارې کېږي. د نارینه او ښځینه جنډر رول د تاریخ له پلوه توپیر لري او په ډېرو ټولنو کې د جنډر د عمده معیارونو ننګونې تکرار شوې دي.

د هومو ایریکټس له زمانې راهیسې، انسانان هر څه خوړوونکی ژوی دی د بېلابېلو ژویو او حیواني توکو د مصرفولو وړتیا لري او د خوړو د چمتو کولو او پخولو لپاره اور او د ګرمولو نورې بڼې کاروي. دوی له خوړو پرته تر اته اونیو او له اوبو پرته د درې نه تر څلور ورځو پورې ژوندي پاتې کېدلای شي. انسانان معمولاً د ورځې له خوا فعال وي، د شپې په منځنۍ کچه د اوو نه تر نهه ساعتونو پورې خوب کوي، دواړه میندې او پلرونه د خپلو هغو اولادونو ته پاملرنه کوي چې د زېږون پرمهال بې وسه وي.

انسانان یو لوی او ډېر پرمختللی مخکیني دماغ (کورټیکس) لري، دا د دماغو هغه ساحه ده چې له لوړ ادراک سره تړاو لري. دوی ځیرک دي، پړاو په پړاو د یادښت وړتیا لري، د مخ انعطاف منوونکي څرګندونې/احساساتو، د ځان پوهاوي او ذهني تیورۍ وړتیا هم لري. د انسان ذهن همدارنګه د موجودیت په اړه د احساساتو ازمویلو، شخصي فکر، تصور، ارادې او نظرونو رامنځته کولو وړتیا لري. دې کار راتلونکو نسلونو ته د دلایلو او د پوهې د لېږدولو له لارې د ټیکنالوژیکي پرمختګونو او پېچلو وسایلو رامنځته کولو ته اجازه ورکړې ده. ژبه، هنر او سوداګري د انسانانو پېژندل شوې ځانګړتیاوې دي د اوږد واټن سوداګریزې لارې ښایي د کلتوري چاودنو او د سرچینو د وېش لامل شوي وي چې انسانانو ته د نورو ورته ډولونو په پرتله ګټه رسوي.

لغت پېژندنه/ایتیمولوژي او تعریف

ټول عصري انسانان د هومو ساپینز په ډولونو کې ډلبندي شوي چې د کارل لینیس له خوا د هغه د ۱۸ پېړۍ د سیسټیما نیچري اثر کې رامنځته شوي دي. عام نوم "هومو" د ۱۸ پېړۍ د لاتیني ژبې د ۱۸ مې پېړۍ د هومو ټکي څخه اخېستل شوی دی چې د هر جنس انسانانو ته راجع کېږي. د انسان کلمه د هومو جنس ټولو غړو ته راجع کېدلای شي که څه هم په عمومي کارولو کې دا عموماً یوازې هومو ساپینز ته راجع کېږي، چې دا یوازیني شته ډولونه دي. د "هومو ساپینز" نوم د "هوښیار سړي" یا "پوه سړي" معنا لري. په دې اړه اختلاف شته چې د جنس له منځه تللي غړي، یعني نیندرتالزNeanderthals باید د هومو ساپینز په فرعي ډولونو کې شامل شي او که نه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

هیومن له زړې فرانسوۍ ژبې هیومین څخه پور شوی منځنۍ انګریزي کلمه ده چې په پای کې د لاتین ژبې له هیومنس څخه اخېستل شوې او د صفت بڼه یې هومو ("سړی" – د انسان په معنا) دی. د انګریزي اصلي اصطلاح مین په عمومي توګه ډولونو (د انسانیت مترادف کلمه ده) او همدارنګه نارینه انسان ته راجع کېدلای شي. دا همدارنګه ښایي د هر ډول جنس ته هم راجع شي که څه هم چې وروستۍ بڼه یې په عصري انګلیسي کې لږ عام ده.[۷][۸]

د پرسن/شخص کلمه ډېری د انسان سره د تبادلې په ډول کارول کېږي، خو داسې فلسفي بحث شته چې ایا شخص والی ټولو انسانانو یا ټولو حساسو مخلوقاتو باندې پلي کېږي او که چېرته یو شخص شخصیت له لاسه ورکولای شي (لکه د دوامداره ژویو حالت ته ولاړ شي).[۹]

تکامل

انسانان بېزوګان دي (ستره کورنۍ یې هومینایډي ده). ګیبون بېزوګان (Hylobatidae کورنۍ) او اورنګوټان (پونګو جنس) لومړنۍ ژوندۍ ډلې وې چې له دې نسل څخه بېلې شوې دي بیا ګوریلا او په پای کې شامپنزي chimpanzees (پان جنس) دی. د انسانانو او شامپنزي نسلونو تر منځ د وېش نېټه د ۴ تر ۸ میلیونو کلونو دې مخه د مایوسین دورې په وروستیو کې او د ځینو جنیټیک پوهانو له خوا د وړاندیز شوې ۷  تر ۸ میلیون واټن ټاکل شوی دی. دې وېش پرمهال ۲ کروموزوم دوو نورو کروموزومونو له یوځای کېدو څخه جوړ شوی و او د نور بېزوګانو د ۲۴ جوړه کروموزومونو په پرتله، انسان یوازې ۲۳ جوړه کروموزومونه لري. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د هومو نسل له اسټرالیوپیتیکوس څخه رامنځته شوی دی. د هومو تر ټولو لومړنی ریکارډ له ایتوپیا څخه د ۲.۸ میلیون کاله پخوانی ډول LD 350-1 دی او په لومړي ځل نومول شوي ډولونه هومو هابیلیس او هومو روډولبینسیس دي چې ۲.۳ میلیونه کلونه په خوا یې وده کړې ده. د جنس د بڼې راڅرګندېدل د ډبرینو وسایلو د تولید له اختراع سره برابردي. هومو ایریکټس (افریقایي ډول چې ځیني وختونه د هومو ایرګاسټر په نوم هم یادېږي) ۲ میلیون کاله په خوا رامنځته شوی او د لرغونو انسانانو لومړني ډولونه دي چې له افریقا څخه کډوال شوي او په ټوله  یوریشیا کې خپاره شول. هومو ایرکټوس همدارنګه لومړنی ډول و چې د ځانګړتیاو له پلوه یې د انسان د بدن پلان رامنځته کړی دی. هومو سیپي ینس په افریقا کې د هومو هیډلبرګینسیس یا هومو روډیسینسیس او د هومو ایرکټوس هغو بچیانو په توګه په عامه توګه ټاکل شوي ډولونو څخه نږدې ۳۰۰،۰۰۰ کاله په خوا را څرګند شوي چې په افریقا کې پاتې دي. هومو سیپي ینس له وچې څخه کډوال شول او په تدریجي ډول د لرغونو انسانانو ځایي وګړو ځای نیسي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې

  1. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Know Thyself: Responsible Science and the Lectotype of Homo sapiens Linnaeus, 1758"]. Proceedings of the Academy of Natural Sciences 149 (1): 109–14. 29 January 1999. 
  2. Porkorny (1959) s.v. "g'hðem" pp. 414–16; "Homo." Dictionary.com Unabridged (v 1.1). Random House, Inc. 23 September 2008. کينډۍ:Cite dictionary
  3. Barras C. "We don't know which species should be classed as 'human'". www.bbc.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Definition of HUMAN". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Spamer, Earle E. (1999). "Know Thyself: Responsible Science and the Lectotype of Homo sapiens Linnaeus, 1758". Proceedings of the Academy of Natural Sciences of Philadelphia 149: 109–114. ISSN 0097-3157. https://www.jstor.org/stable/4065043. 
  6. Barras C. "We don't know which species should be classed as 'human'". www.bbc.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. OED, s.v. "human."
  8. "Man". Merriam-Webster Dictionary. مؤرشف من الأصل في ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۷. Definition 2: a man belonging to a particular category (as by birth, residence, membership, or occupation) —usually used in combination الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Concept of Personhood - MU School of Medicine". medicine.missouri.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tuttle, Russell H. (2018-10-04). "Hominoidea: conceptual history". In Trevathan, Wenda; Cartmill, Matt; Dufour, Dana; Larsen, Clark (المحررون). International Encyclopedia of Biological Anthropology (په انګلیسي ژبه کي). Hoboken, New Jersey, United States: John Wiley & Sons, Inc. د کتاب پاڼي 1–2. doi:10.1002/9781118584538.ieba0246. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-58442-2. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolution of the Genus Homo"]. Annual Review of Earth and Planetary Sciences 37 (1): 67–92. 2009. doi:10.1146/annurev.earth.031208.100202. Bibcode2009AREPS..37...67T. 
  12. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Primate evolution at the DNA level and a classification of hominoids"]. Journal of Molecular Evolution 30 (3): 260–6. March 1990. doi:10.1007/BF02099995. PMID 2109087. Bibcode1990JMolE..30..260G. 
  13. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Molecular phylogeny of the hominoids: inferences from multiple independent DNA sequence data sets"]. Molecular Biology and Evolution 14 (3): 248–65. March 1997. doi:10.1093/oxfordjournals.molbev.a025761. PMID 9066793. 
  14. Brahic, C. (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Our True Dawn"]. New Scientist 216 (2892): 34–37. doi:10.1016/S0262-4079(12)63018-8. Bibcode2012NewSc.216...34B. 
  15. MacAndrew A. "Human Chromosome 2 is a fusion of two ancestral chromosomes". Evolution pages. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Villmoare, B.اصطلاحي تېروتنه: ناپېژندل شوې ټکي "et". (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Early Homo at 2.8 Ma from Ledi-Geraru, Afar, Ethiopia"]. Science 347 (6228): 1352–1355. doi:10.1126/science.aaa1343. PMID 25739410. Bibcode2015Sci...347.1352V. 
  17. Zhu, Zhaoyu; Dennell, Robin; Huang, Weiwen; Wu, Yi; Qiu, Shifan; Yang, Shixia; Rao, Zhiguo; Hou, Yamei et al. (2018). "Hominin occupation of the Chinese Loess Plateau since about 2.1 million years ago". Nature 559 (7715): 608–612. doi:10.1038/s41586-018-0299-4. PMID 29995848. Bibcode2018Natur.559..608Z. https://www.nature.com/articles/s41586-018-0299-4. 
  18. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Out of Africa Revisited"]. Science 308 (5724): 921. May 13, 2005. doi:10.1126/science.308.5724.921g. ISSN 0036-8075. 
  19. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Human evolution: Out of Ethiopia"]. Nature 423 (6941): 692–3, 695. June 2003. doi:10.1038/423692a. PMID 12802315. Bibcode2003Natur.423..692S. 
  20. Johanson D (May 2001). "Origins of Modern Humans: Multiregional or Out of Africa?". actionbioscience. Washington, DC: American Institute of Biological Sciences. د لاسرسي‌نېټه November 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)