په جغرافيه کې سيمو ته ناحيه، ځمکه يا قلمرو هم وايي او هغه سيمې دي، چې د فزيکي ځانګړتياوو (فزيکي جغرافيې)، د انساني اغېزې د ځانګړتياوو (انساني جغرافيې) او د چاپيريال او انسانيت د تعامل (چاپيريالي جغرافيې) له مخې په پراخ ډول وېشل شوي دي. جغرافيوي سيمې او فرعي سيمې زياتره وختونه د دوی په ناسم ډول راپېژندل شويو او ځيني وختونو له انساني جغرافيې څخه پرته د بې پايښتنه پولو له مخې تشرېح شوي دي، چې په انساني جغرافيه کې قانوني سيمې لکه ملي پولې په قانون کې معرفي شوي دي.

له نړيوالو براعظمي سيمو سربېره هايدروسفيريک (اوبه ييزې) او اتموسفيريک (هوايي) سيمې هم شته، چې سمندرونه او له ځمکې څخه پورته بېل اقليمونه او د سيارې د اوبو کتلې پوښي. د ځمکې او اوبو نړيوالې سيمې په فرعي يا څېرمه سيمو باندې وېشل شوي دي، چې په جغرافيوي ډول د لويو جيولوژيکي جسمونو په واسطه راچاپېر شوي دي، چې د دښتو او منظرو په شان لويو چاپيريال پوهنو باندې اغېز کوي.

د سيمو مفهوم د فضايي سيمو د تشرېح کولو د يوې لارې په توګه مهم دی او د جغرافيې په زياتو څانګو کې په پراخ ډول کارول کېږي، چې هر يو يې په سيمه ييزو اصولو کې سيمې تشرېح کولی شي. د بېلګې په ډول: چاپيريالي سيمه يا “ecoregion” هغه اصطلاح ده، چې په حياتي جغرافيه کې کارول کېږي... د جغرافيې هغه څانګه چې په خپله سيمې څېړي، سيمه ييزه جغرافيه ورته وايي.

د فزيکي جغرافيې، ايکولوژي، حياتي جغرافيه، د ژوي جغرافيې  او چاپيريالي جغرافيې په برخو کې سيمې پر طبيعي بڼو لکه ايکوسيستمونو، “biotopes”، “biomes”، “drainage basins”، طبيعي سيمو، د غرونو لړيو او د خاورو ډولونو باندې د تکيه کولو ميلان لري. تر کومه ځايه چې په انساني جغرافيې پورې اړه لري، سيمې او څېرمه سيمې د توکونو د پوهنيزې څېړنې د لارې چارې په واسطه روښانه کېږي.

نړيوالتوب سمول

نړيوالې سيمې له فضا څخه د بېلولو وړ دي او د همدې له امله په روښانه ډول د دوه بنسټيزو ځمکنيو چاپيريالونو له مخې چې اوبه او ځکه دي، بېلېدلی شي. که څه هم نړيوالې سيمې په عمومي ډول له ډېر پخوا راهيسې د ځمکنۍ نقشه کښنې له مخې پر انساني جغرافيه باندې د دوی د اغېزو له امله پېژندل شوي دي. دوی د ځمکې او اوبو په لويو سيمو باندې وېشل شوي دي، چې د وچو سيمې يې د لويو وچو او د اوبو سيمې يې د سمندرونو په نوم يادېږي. ځيني د پام وړ سيمې هم شته، چې په هيڅ ډلبندۍ پورې اړه نه لري. لکه: د ټاپوګانو د ټولګې يا مجمع الجزاير سيمې، چې ساحلي سيمې دي، يا هم لکه د زلزلې سيمې، چې په ځمکپوهنه يا جيولوژي کې تعريف شوي دي.

د لويې وچې سيمې سمول

د لويې وچې سيمې په عمومي ډول په انساني تاريخ کې د پراخه ازمايښتونو پر بنسټ دي او د څېړنې د موخې لپاره خورا لويې سيمې د مديريت وړ سيمه ييز کولو سيمې بدلولو هڅه کوي. دوی په دې ډول مفهومي جوړښتونه دي، چې په عمومي ډول بېلې پولې نه لري. سمندري وېش په سمندري يا سمند ته نږدې سيمو باندې د لويې وچې مرکزي سيمې ته په اړيکې سره د قطب نما لارښوونو په کارونې سره په يو ځای کېدنه کې کارول کېږي.

د لويې وچې ځينې سيمې د دوی د پېژندنې يا شناخت د سترو براعظمي بڼو له مخې راپېژندل شوي دي، لکه “Amazon basin” يا د صحارا دښته، چې دواړه د خپلې اړوند لويې وچې د پام وړ سلنه ځمکنۍ سيمه نيسي.

تر يوې پراخه اندازې پورې، د لويې وچې لويې سيمې ذهني جوړښتونه دي، چې د لويو وچو د پراخه سيمو د ورپېژندلو په موخه د يوې ګټورې لارې چارې په پام کې نيولو سره رامنځته شوي دي. د نړۍ انځورونه د ډېری برخې لپاره زياتره له پوهنيزو څېړنو، د رسنيو له ټولو ډولونو يا د نړيوالې سپړنې له شخصي ازمايښت څخه تر لاسه کېږي. دوی د خپلې سيارې د ډله ييزې انساني پوهې يوه مسئله او د خپلو چاپيريالونو د ښه پوهېدنې هڅې دي.

سيمه ييزه جغرافيه سمول

سيمه ييزه جغرافيه د جغرافيې هغه څانګه ده، چې په ټوله ځمکه د ټولو اندازو سيمې څېړي. دا جغرافيه يو تل پاتې تشريحي ځانګړتيا لري. اصلي موخه د يوې ځانګړې سيمې پر ځانګړتيا يا بې ساريتوب باندې پوهېدل يا يې ورپېژندل شي، چې له طبيعي او همدار راز انساني عناصرو څخه جوړړه شوې ده. سيمه ييزتوب ته هم پاملرنه شوې ده، چې په سيمو کې د فضا د نه محدوديت مناسبې لارې چارې رانغاړي.

سيمه ييزه جغرافيه په جغرافيوي پوهه کې د مطالعې لپاره ځانګړې لاره هم ګڼل کېږي (چې له کميتي يا انتقادي جغرافيو سره ورته وي).

انساني جغرافيه سمول

انساني جغرافيه د جغرافيې هغه څانګه ده، چې پر هغو نمونو او بهيرونو باندې تمرکز کوي، چې له بېلابېل ډول چاپيريالونو سره انساني تعامل ته بڼه ورکوي. د جغرافيې دا ډول د نورو ګڼو اړخونو په منځ کې انساني، سياسي، کلتوري، ټولنيز او اقتصادي اړخونه رانغاړي، چې ډېری وخت په روښانه ډول تشرېح شوي دي. دا چې د انساني جغرافيې ستر تمرکز د ځمکې پر فزيکي منظره باندې نه دی، نو ځکه په سختۍ سره شوني ده، چې فزیکي منظرې ته له ورګرځېدنې څخه پرته د انساني جغرافيې په اړه بحث وکړو او دا ځکه چې انساني فعاليتونه پر فزيکي منظره باندې تر سره کېږي او چاپيريالي جغرافيه د دواړو تر منځ د يوې اړيکې په توګه راڅرګندېږي. د انساني جغرافيې سيمې پر ډېرو پراو ډولونو باندې وېشل کېدلی شي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  • کلتوري جغرافيه
  • نفوس شمېرنه يا ډيموګرافي
  • پرمختيايي جغرافيه
  • اقتصادي جغرافيه
  • توکم کښنه يا ايتنوګرافي
  • سياسي جغرافيه
  • روغتيايي جغرافيه
  • تاريخي جغرافيه
  • د ژبې جغرافيه
  • د رسنيو جغرافيه
  • سيمه ييزه جغرافيه
  • ټولنيزه جغرافيه
  • د وخت جغرافيه
  • د ګرځندوی جغرافيه
  • د لېږد رالېږد جغرافيه
  • کليوالي جغرافيه

تاريخي سيمې سمول

د تاريخي جغرافيې برخه د انساني تاريخ څېړنه رانغاړي او دا ځکه، چې په سيمو او ځايونو يا هم دې پورې تړاو لري، چې سيمو او ځايونو د وخت په تېرېدلو سره څنګه بدلون کړی دی.

ډي دبليو مينېګ “D. W. Meinig” چې د امريکا يو تاريخي جغرافيه پوه دی، د “Shaping of America: A Geographical Perspective on 500 Years of History” تر سرليک لاندې خپل کتاب کې ډېرې تاريخي سيمې بيانوي. د بېلګې په ډول: نوموړی د امريکايي استعمار په لومړنيو هڅو کې د اروپايي «سرچينې سيمو» په مشخص کولو کې د شمال لويديځ اروپايي اتلانتيک د پروتستانت سيمه “Northwest European Atlantic Protestant Region” راپېژني، چې د «لويديځ کانال ټولنې:Western Channel Community” غوندې څېرمه (سيمې ته ورته) سيمې رانغاړي، چې دا سيمې په خپله د انګليستان د Cornwall, Devon, Somerset او Dorset لويديځې سيمې “West Country” غوندې له څېرمه سيمو څخه جوړې شوې دي.

د امريکا د تاريخي سيمو په بيانولو کې مينېګ د “Newfoundland” او “New England” ساحل د “The Great Fishery” او يوې سمندري سيمې په اړه ليکي، چې “Grand Banks” سيمه رانغاړي. نوموړی هغه سيمې رد کوي، چې د امريکايي تاريخ په بيانولو کې کارول کېږي. لکه: “New France”، “West Indies”، “the Middle Colonies” او د بېلګې په ډول د ماريلېنډ ولايت “Province of Maryland” په ګډون په خپله انفرادي مستعمرې. نوموړی د دې پر ځای د «بېل استعماري سيمو»په اړه يادونه کوي، چې د مستعمرو په نومونو نومول شوي دي، مګر په خورا سخت او نادر ډول سياسي پولې مني. د دې ډول د نورو تاريخي سيمو په منځ کې نوموړی د “Great New England” او د “Plymouth”، د “Long Island” په ګډون “New Haven Shores”، “Rhode Island” يا د ناراګنسيټ خليج (Narragansett Bay)، “the Piscataqua”، “Massachusetts Bay”، “Connecticut Vallay” او لږه کچه د ستر نوي انګليستان “Greater New England” تر نفوذ لاندې “Acadia” (نووا سکوتيا “Nova Scotia”)، “Newfoundland” او “The Fishery” يا “The Banks” سيمو په اړه ليکل کوي.

د تاريخي سيمو نورې بېلګې Iroquoia, Ohio Country, Illinois Country او Rupert's Land دي.

په روسيه کې تاريخي سايبريا “Siberia” او “Russian North” او همدا راز اورال غرونه “Ural Mountains” تاريخي سيمې دي. دې سيمې هغه پېژندنه درلوده، چې د معاصرې دورې له لومړيو څخه يې وده وکړه او د سايبريا سيمه ييز اصالت “Siberian regionalism” لامل شوه. [۱]

سرچينې سمول

  1. Susan Smith-Peter, "The Six Waves of Russian Regionalism in European Context, 1830–2000," in Russia's Regional Identities: The Power of the Provinces, ed. Edith W. Clowes, Gisela Erbsloh and Ani Kokobobo (London: Routledge, 2018), 14–43.