سوریه، په رسمي ډول د سوریې عربي جمهوریت (ٱلْجُمْهُورِيَّةُ ٱلْعَرَبِيَّةُ ٱلسُّورِيَّةُ)، په لاتیني کې:( al-Jumhūrīyah al-ʻArabīyah as-Sūrīyah) د لویدیځې آسیا یو هېواد دی، سویل لویدیځ ته یې لبنان او اسرائیل، لویدیځ ته یې مدیترانې سمندرګی، شمال ته یې ترکیه، ختیځ ته یې عراق او سویل ته یې اردن موقعیت لري. دمشق یې لوی ښار او پلازمېنه ده. دغه هېواد د حاصلخېزو ځمکو، لوړو غرونو او دښتو په لرلو سره د ګڼ شمېر قومي او مذهبي ډلو کور دی چې په زیاته کچه په کې عرب سوریايي وګړي، کوردان، ترکمنان، آشوریان، ارمنیان، شرکسیان، مندایون او یونانیان دي. مذهبي ډلې په کې سني مسلمانان، عیسویان، علویان، دروزیان، اسماعیلیه، مندایون، شیعیان، سلفیان او ایزدیان دي. عرب یې تر ټولو لوی قومي او سني مسلمانان یې، تر ټولو لوی دیني جوړښتونه دي.[۳][۴]

سوریه
الجمهورية العربية السورية
Al-Jumhūriyyah al-ʿArabiyya as-Sūriyya
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنهدمشق
۳۳°۳۰′ شمال ۳۶°۱۸′ ختیځ / 33.500°شمال 36.300°ختيځ / 33.500; 36.300
حکومت
 -  President Bashar al-Assad
 -  Prime Minister Muhammad Naji al-Otari
 -  Speaker of Parliament Mahmoud al-Abrash
جوړښت
 -  Evacuation April 17, 1946 
ارتوالی
 -  ټولټال ۱۸۵٬۱۸۰ کيلومتر2 (88th)
۷۱٬۴۷۹ sq mi 
 -  اوبه (%) 1.1
د وگړو شمېر
 -  2009 estimate 22,198,110[۱] (51st)
 -  گڼه گونه 118.3/km2 (101st)
۳۰۶٫۵/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2010 اټکل
 -  ټولټال $105.238 billion[۲] 
 -  پر کس $5,043[۲] 
GDP (nominal) 2010 اټکل
 -  ټولټال $60.047 billion[۲] 
 -  پر کس $2,877[۲] 
بشري پرمختيا (2007) 0.742 (medium) (107th)
د وخت سيمه (UTC+2)
 -  اوړی (DST) EEST (UTC+3)
د موټر چلولو سمت right
د انټرنټ مخکښ شپول .sy
پيل گڼ 9632

سوریه یو موټی جمهوریت دی، چې له ۱۴ ولایتونو جوړ دی او یوازنی هېواد دی چې له سیاسي پلوه د بعثیزم له نظریې ملاتړ کوي. له ملګرو ملتونو پرته د یوه بل نړیوال بنسټ چې ناپېیلی غورځنګ دی غړیتوب لري؛ د ۲۰۱۱ ز کال په نومبر میاشت کې یې په عربي ټولنه او اسلامي همکاریو سازمان کې غړیتوب وځنډېد او په خپله یې د مدیترانې سمندرګي د هېوادونو په ټولنه کې غړیتوب وځنډاوه.[۵][۶][۷]

د سوریې نوم، له تاریخي پلوه یوې پراخې سیمې ته اړوندېږي چې له شام سره مترادف دی او په عربي کې ورته الشام وايي. معاصر دولت یې د ګڼ شمر لرغونو پاچاهیو او سترواکیو ځای پاتې شوی، چې په کې د ابلان تمدن چې له میلاد ۳ زریزې وړاندې تاریخ لري شاملېږي. حلب او د دغه هېواد پلازمېنه دمشق په نړۍ کې یو له تر ټولو لرغونو او د وګړو د استوګنې ښارونه و. په اسلامي دوره کې دمشق د اموي خلافت مرکز او په مصر کې د مملوک پاچهي ولایتي مرکز و.[۸]

د سوریې د معاصر دولت بنسټ، د ۲۰ مې پېړۍ په نیمايي کې د عثماني سترواکۍ له پېړیو واکمنۍ او د فرانسې له لنډ مهالې قیمومت وروسته کېښودل شو، نوي جوړ شوي دولت، چې د پخواني عثماني سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې سوریايي ولایتونو نه یې ظهور کړی و د لوی عربي هېواد په توګه راڅرګند شو. د ۱۹۴۵ ز کال د اکتوبر په ۲۴ مه هغه مهال چې د سوریې جمهوریت د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټ اېښودونکو غړو په نوملړ کې راغی، د یو خپلواک پارلماني جمهوري په توګه راڅرګند شو او دغې چارې په قانوني ډول په دغه هېواد کې د فرانسې قیمومیت ته پای ټکی کېښود، په داسې حال کې چې فرانسوي سرتېري د ۱۹۴۶ ز کال تر اپرېل میاشتې پورې له دغه هېواد نه وه نه وتل.

له خپلواکۍ وروسته دوره کې، له ۱۹۴۹ ز کال نه تر ۱۹۷۱ ز کال پورې دغه هېوا د ګڼ شمېر پوځي کودتا ګانو او هېواد لړزونکو کودتاییزو هڅو شاهد و. په ۱۹۸۵ ز کال کې سوریې له مصر سره د متحد عربي جمهوریت په نوم لنډ مهالې ټولنه جوړه کړه، هغه چې د سوریې د ۱۹۶۱ ز کال د کودتا له امله وپاشل شوه. د دغه جمهوریت نوم د ۱۹۶۱ ز کال په وروستیو کې د همدغه کال د سمبر په لومړۍ نېټه د اساسي قانون په ټول پوښتنه کې د سوریې عربي جمهوریت ته واوښت، او د ۱۹۶۳ ز کال بعثي کودتا تر مهاله مخ پر زیاتوالي بې ثباتۍ سره مخ و، تر هغه مهاله چې بعث ګوند واک خپل کړ. دغه هېواد له ۱۹۶۳ ز کال نه تر ۲۰۱۱ ز کال پورې د اضطرار تر قانون لاندې و او عملا یې د اساسي قانون له خوا وګړو ته ورکړل شوي ګڼ شمېر حقونه ځنډولي و.

بشار الاسد له خپل پلار حافظ الاسد وروسته، چې له ۱۹۷۱ ز کال نه یې تر ۲۰۰۰ ز کال پورې په دغه هېواد واکمني وکړه، له ۲۰۰۰ ز کال راهیسې د دغه هېواد ولسمشر دی. په سوریه کې د هغه او بعث ګوند واکمني، له بشري حقونو نه د ګڼ شمېر سرغړونو له امله چې د سیاسي بندیانو او وګړو مکرر اعدام او په لوړه کچه سانسور په کې شاملېږي له نیوکو او غندنو سره مخ شوې. د ۲۰۱۱ ز کال له مارچ راهیسې سوریه په څو اړخیزه داخلي جګړه کې ښکېل ده، چې د سیمې او له هغو هاخوا یو شمېر هېوادونه هم په کې په نظامي او غیر نظامي ډول ښکېل دي. چې له امله یې د دغه هېواد په قلمرو کې یو شمېر خپل سرې سیاسي ډلې رامنځته شوي چې د سوریې اپوزیسیون، د سوریې د ختیځ او شمال خپلسرې اداره یا روژاوا، تحریر الشام او د عراق او شام لپاره اسلامي دولت (داعش) په کې شاملېږي. له ۲۰۱۶ ز کال نه تر ۲۰۱۸ ز کال پورې دغه هېواد د نړیوالې سولې په نوملړ کې وروستۍ ځای لري، چې ښيي د جګړې له امله په نړۍ کې تر ټولو له تاوتریخوالي ډک هېواد دی. په دغو شخړو کې ۵۷۰ زره تنه وژل شوي، ۷.۶ میلیونه داخلي بې ځایه شوي لري (په ۲۰۱۵ ز کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې)، له ۵ میلیونو نه زیات یې کډوال شوي ( د ۲۰۱۷ ز )کال تر جولای پورې، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنري له خوا ثبت شوی) اوهم  یې په وروستیو کلونو کې د وګړو ارزونه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دولت او سیاستونه

سوریه، په رسمي ډول یو موټی جمهوریت دی. د سوریې اوسنی اساسي قانون په ۲۰۱۲ ز کال کې تصویب شو، چې له مخې یې د هغو خپلواکو کسانو د ټاکل کېدو د حق پر بنسټ چې د ملي مخکښ ګوند (الجبهة الوطنية التقدمية) غړیتوب نه لري، دغه هېواد په نیمه ریاستي جمهوریت اړولی دی. ولسمشر د دولت مشر او لومړی وزیر د حکومت په سر کې ځای لري. مقننه قوه، د خلکو شورا هغه بنسټ دی چې د قوانینو جوړولو، دولتي اعتباراتو د تصویب او سیاستونو په اړه د بحث کولو مسئولیت لري. د ساده اکثریت د باور رایې په نه ترلاسه کولو سره لومړی وزیر مکلف دی، چې د خپل حکومت استعفا ولسمشر ته وړاندې کړي. د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال دوه موازي حکومتونه، د سوریې انتقالي دولت (په ۲۰۱۳ ز کال کې جوړ شوی) او د سوریې د نجات حکومت (په ۲۰۱۷ ز کې جوړ شوی) رامنځته شوي، چې د دغه هېواد په شمال- لویدیځ واک چلوي او د سوریې عربي جمهوریت په مخالفت کار کوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

اجرائیه قوه له ولسمشر، د ولسمشر له دوو مرستیالانو، لومړي وزیر او وزیرانو شورا نه جوړه ده. اساسي قانون امر کوي چې ولسمشر باید مسلمان وي، خو اسلام بیا د رسمي دین په توګه نه بولي. د ۱۹۷۳ ز کال د جنوري په ۳۱ مه، حافظ الاسد نوی اساسي قانون عملي کړ، چې د ملي بحران لامل وګرځېد. د پخواني اساسي قانون پر خلاف، نوي اساسي قانون لازمي نه بلله چې ولسمشر باید مسلمان وي، دغه چاره په حما، حمص او حلب کې د سختو لاریونونو لامل وګرځېده چې د اخوان المسلمین او دیني علماوو له خوا مدیریت کېدل. دوی اسد «د الله(ج) دښمن» وباله او د هغه د حکومت پر وړاندې یې د جهاد اعلان وکړ. دولت له ۱۹۷۶ ز کال نه تر ۱۹۸۲ ز کال پورې د اسلام پالو له یو شمېر وسله والو یاغیتوبونو نه چې ډېری غړي یې اخوان المسلمین ته اړوند و، ځان وساته.[۱۹][۲۰]

اساسي قانون ولسمشر ته دا حقونه ورکړل، چې وزیران وټاکي، جګړه او بېړنی حالت اعلان، قوانین صادر کړي (یوازې په بېړنۍ حالت کې په دې استثنا سره چې باید د خلکو د شورا یا مقننې قوې له خوا تصویب شي)، عمومي عفو اعلان کړي، اساسي قانون تعدیل کړي او ملکي او نظامي چارواکي وګوماري، د ۲۰۱۲ ز کال د اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر د سوریايي وګړو د مستقیمو ټاکنو له مخې ټاکل کېږي.[۲۱]

پوځ

د سوریې ولسمشر د سوریايي وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان دی، چې د تحرک پر مهال د دغو ځواکونو شمېر ۴۰۰ زره تنو ته رسېږي. پوځ یې د عسکري د جبري خدمت له مخې دی، هر نارینه ۱۸ کلنۍ ته په رسېدو اړ دی، څو په پوځ کې خدمت وکړي. د جبري عسکرۍ دوره د وخت په تېرېدو راکمه شوې، په ۲۰۰۵ ز کال کې له دوه نیمو کلونو نه دوه کلونو ته، په ۲۰۰۸ ز کال ۲۱ میاشتو ته او په ۲۰۱۱ ز کال کې یو نیم کال ته راکمه شوې. د ۲۰۰۵ ز کال د اپریل تر ۲۷ مې نیټې پورې، تر هغه مهاله چې له درېو لسیزو وروسته سوریايي ځواکونه له لبنان نه ووتل، نژدې ۲۰۰۰۰ سوریايي سرتېري په هغه هېواد کې ځای پر ځای و.[۲۲][۲۳]

تاریخ

کلتور

اقتصاد

جغرافیه

د سوريې مهم ښارونه

اخځليكونه

ويکي پيډيا

  1. Central Intelligence Agency. July 2010 est.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ "Syria". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gammer, Moshe (2004). The Caspian Region: The Caucasus. 2. Routledge. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-00512-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Who cares for the Mandaeans?, Australian Islamist Monitor الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 12 November 2011 باندې). Arab League Votes to Suspend Syria. The New York Times.
  6. (په 14 August 2012 باندې). Regional group votes to suspend Syria; rebels claim downing of jet. CNN
  7. (په 1 December 2012 باندې). Syria suspends its membership in Mediterranean union.
  8. "Neolithic Tell Ramad in the Damascus Basin of Syria". Archive. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ نومبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:Cite magazine
  10. "World Report 2019: Rights Trends in Syria". Human Rights Watch. 17 December 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "OHCHR | IICISyria Independent International Commission of Inquiry on the Syrian Arab Republic". www.ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Humanity, Vision of. "Global Peace Index". Vision of Humanity (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "More than 570 thousand people were killed on the Syrian territory within 8 years of revolution demanding freedom, democracy, justice, and equality • The Syrian Observatory For Human Rights". 15 March 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (UNHCR), United Nations High Commissioner for Refugees. "UNHCR Syria Regional Refugee Response". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Constitution of Syria. Articles 58–59". Scribd.com. 15 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Constitution of Syria. Articles 83–118". Scribd.com. 15 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Constitution of Syria. Article 75(1)2)(4)". Scribd.com. 15 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Constitution of Syria. Article 77(2)". Scribd.com. 15 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Constitution of Syria". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Alianak, Sonia (2007). Middle Eastern Leaders and Islam: A Precarious Equilibrium. Peter Lang. د کتاب پاڼې 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8204-6924-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Syria (05/07)". State.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Syria reduces compulsory military service by three months". China Daily. 20 March 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. John Pike. "Syria – Overview". Globalsecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)