حمص د سوریې یو ښار دی، چي د نفوس له پلوه د دمشق او حلب څخه وروسته د هیواد په مینځ کي د اورونټیس سیند په ختیځ کي ستر موقعیت لرونکی ښار ګڼل کیږي، او د پلازمینې دمشق په شمال کي شاوخوا 162 کیلومتره شمال ته پروت دی. حمص ښار ددغه ولایت مرکز ګڼل کیږي او په سوریه کي له تجارتي او صنعتي اړخه یوه مهمه سیمه ده.
حمص او د هغه چاپېریال د لرغونو اثارو د بډایتوب او همدارنګه د معتدل اقلیم او د ګرځندوی صنعت د خدماتو د شتون له امله د سیاحت یو ځانګړی مرکز ګڼل کیږي. په دې ځای کي هغه سیمه چي اوس مهال ښار په ځان کي رانغاړي د ډبرې له دورې راهیسې د انسانانو استوګنځی وو، او په څلورمه پیړۍ کي د سیلوسیډز لخوا رامنځ ته سو. همدارنګه د روم سترواکي د حمص د سلطنت په اوږدو کي د هنري، اقتصادي او کلتوري سوکالۍ لویه نښه بلل کېده. دا ښار د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې په سیاسي او اقتصادي لحاظ له بې ثباته پړاوونو څخه تیر سوی دی. په اسلامي تاریخ کي زنګید او ایوبي سلطنت ورته ځانګړی اهمیت ورکړ، خو مملوکانو له پامه وغورځاوه او د سوریې له لوی ښار څخه د خپلي اندازې په دریمه برخه باندي بدل سو. د عثماني دورې په جریان کي حمص د کرني او صنعتي محصولاتو د ډیریدو له امله زیات مشهوره وو، او د شلمې پیړۍ په اوږدو کي یې پراختیا هم وموندل. په 2011 کي د تمې سره سم ددې ځای نفوس 1,267,000 خلکو ته ورسیدی. حمص له مذهبي پلوه ګڼ ملیتي ښار دی چي ترټولو لوی ګروپونه یې سني مسلمانان دي، او ځینې علوي او عیسویان هم پکښي شتون لري، د عیسایانو اکثریت یې یوناني ارتودوکس او سریاک ارتودوکس دي، او د توکم له نظره عربان اکثریت او ارمنیان او ترکمن اقلیتونو لږکي دي.
د ښار په لویدیځ کي د الحسن قلعه د یونیسکو لخوا د نړیوال میراث ځایونو په توګه غوره سوې ده.