د بشري پرمختيا اندازه
د بشري ودې شاخص (HDI) د ژوند د هيله مندۍ، زده کړې (معنا دا چې د ښوونځي پوره کړي کلونه او تعلیمي نظام ته تر ننوتلو وروسته د ښوونځي د پوره کوونکو کلونو لپاره هيله) او د سړي سر عايد څرګندونکو يو شمېريز ترتيبي شاخص (اندازه) دی، له کوم نه چې په نړۍ کې د بشري ودې د ډلبندۍ نه په څلورو لړيو کې ګټه اخستل کېږي. يو هېواد هغه مهال د ودې شاخص لوړه درجه تر لاسه کوي، کله چې د هغه هېواد د وګړو د عمر موده اوږده وي، د زده کړې کچه لوړه وي او د سړي سر ناخالص ملي عايد لوړ وي. دا نظام د پاکستاني اقتصاد پوه محبوب الحق له خوا جوړ شوی و او بيا ورنه د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام د بشري ودې د راپور دفتر د يوه هېواد د بشري ودې د اندازه کولو په برخه کې کار واخيست. [۲][۳][۴]
0.800–1.000 (very high) 0.700–0.799 (high) 0.550–0.699 (medium) | 0.350–0.549 (low) Data unavailable |
د ۲۰۱۰ز کال د بشري ودې راپور، د بشري ودې يو نابرابر تعديل شوی شاخص وړاندې کړ(IHDI). په داسې حال کې چې د بشري ودې ساده شاخص (HDI) اوس هم ګټور دی، په ياد راپور کې ويل شوي و چې: «نابرابر تعديل شوی شاخص د بشري ودې حقيقي کچه ده (د نابرابرۍ لپاره محاسبه کول)، په داسې حال کې چې د بشري ودې شاخص ته د بشري ودې د بالقوه شاخص په توګه کتل کېدای شي (يا د شاخص تر ټولو ستره کچه) که چېرې نابرابري نه وه، نو دا شاخص تر لاسه کېدای شو». [۵]
دا شاخص د بشري ودې په ليد پورې اړه لري، چې د محبوب الحق له خوا جوړ شوی دی، د بشري وړتياوو په اړوند د «امرتيا سين» په اثر کې لا پسي غني شوی دی، ډېر ځله په دې چوکاټ کې اچول شوی چې ايا ممکنه ده، خلک په ژوند کې هغه څه «شي» يا هغه څه «وګړي» چې دوی يې هيله لري. په بېلګو کې يې شامل دي – کېدل: ښه تغذيه، سرپناه، روغتيا ، کار، زده کړه، رايه ورکول، په ټولنيز ژوند کې برخه اخیستل. د غوراوي آزادي يې مرکزيت دی؛ يو څوک دا غوره کوي چې وږی پاتې شي (د يوې ديني روژې پر مهال) له هغه چا يې حالت بدل دی، چې خوراک اخستلی نه شي او يا له دې امله چې هېواد له لوږې «قحطۍ» سره مخامخ دی.[۶]
دا شاخص د ګڼو لاملونو محاسبه نه کوي، لکه د سړي سر خالصه شتمني يا په يوه هېواد کې د توکو نسبي کيفيت. دا حالت د G7 د غړيو او ځينو نورو ډېرو پرمختللو هېوادونو د درجې د ښکته کېدو لامل ګرځي.[۷]
سرچينه
سمولد HDI سرچينې د ملګرو ملتونو د بشري ودې د راپور د دفتر له خوا د بشري ودې په اړوند وړاندې کېدونکي کلني راپورونه دي. دا راپورونه د پاکستاني اقتصاد پوه محبوب الحق له خوا په ۱۹۹۰ز کال کې اختراع شوي او پر لاره اچول شوي وو او څرګنده موخه يې دا وه، چې «د ملي عايد محاسبې پر ودې اقتصاد نه پام د خلکو محوريت تګلارو ته واړوي». محبوب الحق په دې باور و چې د خلکو، پوهانو او سياسيونو د قناعت لپاره يو ساده ترکيبي معيار ته اړتيا ده، تر څو دوی وپوهېږي چې دوی کولای شي او بايد وده يوازې په اقتصادي پرمختګ ونه ارزوي، بلکې د بشري سوکالۍ پرمختګ هم په نظر کې ونيسي.
ابعاد او محاسبه
سمولنوې تګلارې (۲۰۱۰ HDI او له دې وروسته)
سمولد ۲۰۱۰ز کال د نومبر په څلورمه نېټه خپور شوی (او د ۲۰۱۱ز کال د جون په لسمه يې معلومات تازه شوي)، د ۲۰۱۰ز کال د بشري ودې راپور درې ابعادو په يوځای کولو سره د HDI محاسبه کړې:[۸][۹]
- اوږد او له روغتيا برخمن ژوند: له زېږېدو سره سم ژوند ته هيله مندي.
- د زده کړې شاخص: معنا د زده کړې کلونه او د زده کړې د کلونو تمه.
- د ژوند مناسب معيار: د سړي سر GNI (PPP نړيوال ډالر).
UNDP د ۲۰۱۰ز کال د بشري ودې په راپور کې د HDI د محاسبې لپاره، د نويو تګلارو کارول پيل کړل. دا درې شاخصونه (څرګندوونکي) په دې ډول دي:
1. د ژوند لپاره د هيله مندۍ شاخص (LEI) =
LEI هغه مهال ۱ دی، کله چې له زېږېدو سره سم د ژوند لپاره هيله مندي ۸۵ وي او هغه مهال صفر دی، کله چې له زېږېدو سره سم د ژوند لپاره هيله مندي ۲۰ وي.
2. د زده کړې شاخص (EI) =
۱.۲ معنا دا چې د زده کړې د کلونو شاخص (MYSI) =
د ۲۰۲۵ز کال لپاره زيات نه زيات اټکل شوی شاخص پنخلس دی.
۲.۲ د زده کړې کلونو لپاره د تمې شاخص (EYSI) =
په ډېرو هېوادونو کې اتلس د ماسترۍ سند د تر لاسه کولو سره برابر دی.
3. د عايد شاخص (II) =
کله چې د سړي سر عايد GNI ۷۵۰۰۰ ډالره وي، نو يو دی او کله چې د سړي سر عايد GNI ۱۰۰ ډالره وي، نو بيا صفر دی.
په پايله کې، HDI د پورته درې عادي شويو شاخصونو هندسي منځنۍ کچه ده:
LE: له زېږېدو سره سم د ژوند لپاره هيله مندي.
MYS: معنا د زده کړې کلونه (د بېلګې په ډول: کله چې يو څوک پنځه وېشت کلن شي، په رسمي زده کړو يې څو کلونه تېر کړي دي).
EYS: زده کړې تمه لرلو کلونه (د نمونې په ډول: له اتلسو کلونو نه کم عمر لرونکو ماشومانو لپاره د څو کلونو زده کړې تمه کېدای شي).
GNIpc: د سړي سر پيرلو وړتيا د برابرۍ پر بنسټ ملي ناخالص عايد.
زړې تګلارې (له ۲۰۱۰کال نه مخکې HDI)
سمولHDI د ۲۰۰۹ز کال په راپور کې درې ترکيبه کارولي دي:
- له زېږېدو سره سم د ژوند لپاره هيله مندي، HDI ته په کتنې سره د خلکو د روغتيا او عمر د اوږدوالي شاخص.
- پوهه او زده کړه، څه ډول چې د لويانو د سواد په کچه (د دوه-درې په اندازه) او د لومړي، ثانوي او درېیم ناخالص نوم لیکنې په تناسب اندازه شوي (د يو-درېیم په اندازه).
- د ژوند معيار، لکه چې د پيرلو د وړتيا په برابرۍ د سړي سر طبيعي کورني ناخالص توليد لوګاريتم په مټ ښودل شوي دي.
دا تګلاره تر ۲۰۱۱ز کال پورې د UNDP په راپور کې کارول شوې ده.
د HDI د تعريفولو فارمول، د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام (UNDP) له خوا اعلان شوېی دی. په عمومي ډول، د يوه اومه(خام) متغير د بدلون په موخه، د بېلګې په ډول، د صفر او يو تر منځ پر يوه شاخص (کوم چې د بېلا بېلو شاخصونو له يو ځای کېدو سره مرسته کوي)، لاندې فارمول کارول شوی دی:
په داسې حال کې چې a او b تر ټولو ښکته او لوړ متغير ارزښت دی، x متغير کولای شي، په پرله پسې ډول دواړه په لاس راوړي. د بشري ودې شاخص (HDI) د يو ډول وزن لرونکي شمېرې استازيتوب کوي، چې په هغې کې 1⁄3 د لاندې هر يو عامل شاخص د هر يوه په واسطه مرسته کولای شي: [۱۰]
- د ژوند د تمې شاخص=
- د زده کړې شاخص =
- د لويانو د سواد شاخص =
- د ټولې نوم لېکنې شاخص =
- ملي ناخالص توليد =
د ۲۰۱۹ز کال د بشري ودې شاخص (۲۰۲۰ز راپور)
سمولد ملګرو ملتونو د بشري ودې پروګرام له خوا په ۲۰۲۰ز کال کې د بشري ودې راپور د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر په پنځلسمه خپور شوی و او د HDI ارزښتونه يې د هغو معلوماتو پر بنسټ محاسبه کړي وو، چې په ۲۰۱۹ز کال کې راټول شوی وو. په دې نوملړ کې د لوړې بشري ودې هېوادونه او سيمې شاملې دي.[۱۱]
د نابرابرۍ پر بنسټ جوړ شوی HDI (۲۰۲۰ ز راپور)
سمولد نابرابرۍ پر بنسټ جوړ شوی د بشري ودې شاخص (IHDI) «له هغه HDI سره برابر دی، کله چې د خلکو تر منځ نابرابري نه وي، بلکې د بشري ودې له شاخص نه کم وي، په داسې حال کې چې نابرابري لوړه وي. په دې معنا سره، د نابرابرۍ پر بنسټ جوړ شوی د بشري ودې شاخص (د دې نابرابرۍ له مخې) د بشري ودې حقيقي کچه ده، په داسې حال کې چې، د بشري ودې شاخص ته د «بالقوه» ودې په سترګه کتل کېدای شي (يا د HDI تر ټولو وړه کچه) او که چېرې نابرابري نه وای ،نو دا وده تر لاسه کېدای شوه. د نابرابرۍ پر بنسټ، د بالقوه بشري ودې له امله «تر لاسه شوی زيان» د HDI او IHDI تر منځ د توپیر په مټ تر لاسه کېدای شي او د سنلې په ډول ښودل کېدای شي. [۱۲]
سرچينې
سمول- ↑ "Human Development Report 2019 – "Human Development Indices and Indicators"" (PDF). HDRO (Human Development Report Office) United Nations Development Programme. pp. 22–25. نه اخيستل شوی 9 December 2019.
- ↑ A. Stanton, Elizabeth (February 2007). "The Human Development Index: A History". PERI Working Papers: 14–15. Archived from the original on 28 February 2019. نه اخيستل شوی 28 February 2019.
- ↑ "Human Development Index". Economic Times. Archived from the original on 1 December 2017. نه اخيستل شوی 29 November 2017.
- ↑ "The Human Development concept". UNDP. 2010. Archived from the original on 15 April 2012. نه اخيستل شوی 29 July 2011.
- ↑ Human Development Index, "Composite indices — HDI and beyond", Retrieved 16 January 2021.
- ↑ "What is Human Development". UNDP. 2017. Archived from the original on 27 October 2017. نه اخيستل شوی 27 October 2017.
... human development approach, developed by the economist Mahbub Ul Haq ...'
- ↑ The Courier (په انګليسي). Commission of the European Communities. 1994.
- ↑ "Human Development Report 2010". UNDP. 4 November 2010. Archived from the original on 22 December 2015. نه اخيستل شوی 15 December 2015.
- ↑ "Technical notes" (PDF). UNDP. 2013. Archived (PDF) from the original on 16 June 2015. نه اخيستل شوی 15 December 2015.
- ↑ "Definition, Calculator, etc. at UNDP site". Archived from the original on 20 December 2007. نه اخيستل شوی 26 May 2020.
- ↑ Human Development Report 2020 The Next Frontier: Human Development and the Anthropocene (PDF). United Nations Development Programme. 15 December 2020. pp. 343–350. ISBN 978-92-1-126442-5. نه اخيستل شوی 17 December 2020.
- ↑ Human Development Reports. Composite indices — HDI and beyond. United Nations Development Programme. Retrieved: December 22, 2020.