محمد اسلم وطنجار
محمد اسلم وطنجار (۱۹۴۶-۲۰۰۰) (په انگرېزي:Muhammad Aslam Watanjar) يو افغان جنرال او سياسي څېره وه. نوموړي د ۱۹۷۸ ز. کال کې پر ولسمشر سردار محمد داود خان باندې په کودتا کې اهم رول درلوده. چې همدې کودتا سره د ثور انقلاب پيل شو او نوموړی د کمونيستانو په حکومت کې يو جگپوړی چارواکی شو.
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/6/6b/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF_%D8%A7%D8%B3%D9%84%D9%85_%D9%88%D8%B7%D9%86%D8%AC%D8%A7%D8%B1_%D9%BE%D9%87_%D8%AE%D9%BE%D9%84_%D8%AF%D9%81%D8%AA%D8%B1_%DA%A9%DB%90.jpg/289px-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF_%D8%A7%D8%B3%D9%84%D9%85_%D9%88%D8%B7%D9%86%D8%AC%D8%A7%D8%B1_%D9%BE%D9%87_%D8%AE%D9%BE%D9%84_%D8%AF%D9%81%D8%AA%D8%B1_%DA%A9%DB%90.jpg)
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/4/4c/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF_%D8%A7%D8%B3%D9%84%D9%85_%D9%88%D8%B7%D9%86%D8%AC%D8%A7%D8%B1_%D9%BE%D9%87_%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86_%DA%A9%DB%90_%D9%84%D9%87_%D9%84%D9%88%DB%8C_%D8%B4%D9%88%D8%B1%D9%88%DB%8C_%D8%B3%D9%84%D8%A7%DA%A9%D8%A7%D8%B1_%D8%AC%D9%86%D8%B1%D8%A7%D9%84_%D9%85%D8%AD%D9%85%D9%88%D8%AF_%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%D9%88%D9%88%DB%8C%DA%86_%DA%AF%D8%A7%D8%B1%DB%8C%DB%90%D9%81_%D8%A7%D9%88_%DB%8C%D9%88_%D8%B4%D9%85%DB%90%D8%B1_%D9%86%D9%88%D8%B1%D9%88_%D8%A7%D9%81%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D9%86%D9%88_%D8%B3%D8%B1%D9%87.jpg/289px-thumbnail.jpg)
مخينه
سمولمحمد اسلم وطنجار د پکتيا يو اندړ غلجی پښتون ؤ. هغه په افغانستان کې د کابل په پوځي اکاډمۍ کې خپلې پوځي زده کړې ترلاسه کړي وې، بيا وروسته روسيې ته ولاړه او هلته يې د ټانکستۍ په څانگه کې نورې زده کړې ترلاسه کړې.