کندهار
کندهار د نفوس او مساحت دواړو له پلوه دافغانستان دويم لوی ښار دی، چي د افغانستان په سوېل لویدیځ کي د ارغنداو د رود په دره کي پروت او د کندهار ولايت اوسني مرکز ګڼل کیږي. کندهار د افغانستان سیاسي زړه، د لوی افغانستان لمړنۍ پلازمېنه او تر کابل وروسته د افغانستان تر ټولو لوي سوداګریز مرکز بلل کیږي.
قندهار
Ἀλεξάνδρεια Ἀραχωσίας
اراکوزيا
لوی کندھار
په نوم د | |
---|---|
پلازمېنه د | |
بلننوم |
لوی کندھار |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر | |
د حکومت مشر | |
وګړنوم | |
ښار | |
امنيه قوماندان | |
اداري سیمه | |
هېواد |
مهمې پېښې |
---|
د ځای کچه |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
په دي ښار کې د شهيدانو چوک، حضرت جي بابا، ښکاپر دروازه، ټک ټک بازار، محله جات (ماله جات)، عينو مينې، برو بازار، هرات دروازې، رنګريزانو بازآر، چهل زينو، او ملا نقيب چوک په ګډون يو شمېر ښکلې او تاریخی سيمي شتون لري. کندهار يو نړيوال هوايي ډګر هم لري چی د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر په نامه یادیږي او مخکي د کندهار نړیوال هوایي ډګر په نامه یادېدی.[۵]
د کندهار اداري نظام
سمولد کندهار ښار پخوا ٧ ناحيې درلودې، او اوس يې شمېر شاوخوا ١٥ ناحیو ته رسيدلي دی، مطلب د کندهار ښاروالۍ اوس پر ١٥ ناحيو پوري تړلې ده. د کندهار ښار د ښاري پراختیا کارونه اوس هم پر مخ روان دي، او په راتلونکي کې يي د ناحیو زياتيدو امکانات نور هم سته.
د کندهار نوم
سمولاوسنئ کندهار په سانسکریټي ژبه ګندهارا، په رېګوېد ګندهارینم، په زړه پاړسو هرووتیس، په لرغوني یوناني آراخوزیا، په لاتیني آراکوسیا، په دري او عربي قندهار او په پښتو ژبه کندهار بلل کیږي. د اراخوزیا لرغونۍ نوم چي زرګونه کلونه مخکي دې ښار ته ورکول سوی دی د هخامنشیانو له دورې سره اړه لري، خو له تاریخي اړخه یاد ښار تر دې هم پخوانئ معلومیږي او لرغونتوب یې د اریانا (لرغوني افغانستان) ماد واکمنۍ ته رسیږي.[۶][۷]
جغرافیایي موقعیت
سمولاوسنئ کندهار ښار چي د افغانستان په سوېل لویدیځ کي موقعيت لري، په پخوانیو نقشو کي پر ۱۲ درجو، ۱۳ دقیقو، ۲۰ او ۳۰ ثانیو عرض البلد او په اوسنیو پرمختللو GIS نقشو کي ۳۱۳۷۱۲ ،۶۵۴۲۶۷ نقطه کورډیناټ پروت دی، د نولسمې پېړۍ له کندهار سره ډېر توپیر لري.
د احمد شاه بابا له لوري د عصري کندهار لمړئ جوړښت په مستطیله بڼه وو چي شمال ته یې عیدګاه دروازه، ختیځ ته یې کابل دروازه او برو دروازه، سوېل ته یې ښکارپور دروازه او لویدیځ ته یې هرات دروازه او توپخانې دروازه پرته وه. ددې دروازو په جوړښت سره کندهار ښار د یوې کلا بڼه غوره کړې وه، چي د هري دروازې پر سر یې یوه دانه توپ او لاندي یې د اوبو وتلو لپاره سلبونو شتون درلود. د دراني او بارکزي واکمنیو پر مهال په کندهار کي داحمدشاهي جوړښت مهم ځایونه ارګ بازار، سدوزو کوڅه او شهیدانو چوک بلل کېدی، خو د امیر حبیب الله خان په واکمنۍ کي ددغه ځای د نایب الحکومه محمد عثمان خان او وروسته په ظاهرشاهي واکمنۍ کي د سردار محمد داوودخان او همدارنګه عبدالغني خان ګردیزي له لوري تر احمدشاهي ښار دباندي پراخ سړکونه او یو ستر کانال ( ظاهرشاهي کانال_ لو واله) جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه. په افغانستان کي د ثور تر خونړي کودتا وروسته که څه هم چي یادي نقشې له کړکېچ او ویجاړۍ سره مخ سوې خو د اسلامي جمهوریت په راتک سره یې بیرته کارونه پیل او تر ننه پوري هم جریان لري.
اوسنئ کندهار ښار د خپل مهم جغرافيایي موقعیت له کبله د افغانستان لوی اقتصادي زون پخپل ځان کي رانغاړي. ددغه ښار شمال ته روزګان، سوېل او سوېل ختیځ ته د ډیورنډ تپل سوې کرښه، شمال ختیځ ته زابل ولایت او لویدیځ ته هلمند ولایت پراته دي. له جغرافیایي اړخه د کندهار تر ټولو ستره ولسوالي د ډنډ ولسوالي ده، کوم چي د پاکستان سره جوخته د ډیورنډ پر کرښه باندي پرته ده. کندهار د هرات_کابل پر لویه لاره باندي د افغانستان لویدیځ له مرکز سره نښلوي، نه یوازي دا بلکي له تاریخي او اقتصادي اړخه دا لاره د هندوستان او ایران یا ایران او اوسني پاکستان د تجارتي نښلون نقطه هم ګڼل کیږي. د افغانستان د معاصري نقشې له مخي کندهار ښار د روزګان له لاري د شمالي افغانستان (بلخ) سره یوه ډیزاین سوې لاره چي دا وخت (2024) کار ورباندي روان دی لري.
تفريحي ځايونه
سمولپه کندهار د ځوانانو لپاره د تفريح لپاره بېلابېل ځايونه سته، چې دهله او په ځانګړي ډول د ارغنداب په ولسوالۍ کې د بابا ولي صاحب تفريحي او روحاني مزار يادولای سو، چې هره ورځ او په ځانګړي ډول د جمعې په ورځو کې په زرګونو خلک د زيارت کولو او تفريح کولو دپاره ورته راځي. د يادوني وړ ده چې د نورو ولايتونو او ګاونډي هيواد پاکستان څخه زيات خلک دغه زیارت ته راځي. ددي تر څنګ د باغ پل پارک او طبعي منظره، په ډنډ ولسوالۍ کي د محمدابراهيم خليفه بابا مزار، د ګل اغا شيرزي د پلار حاجي بابا تفريح ځاى، په ډنډ ولسوالۍ کي ډورۍ، په خاکريز ولسوالۍ کي د شامقصود اغا مشهوره په شااغا مزار، په ارغنداب ولسوالۍ کي سرکاري باغ او د سربند پله تفريح ځاى، په دامان ولسوالۍ کي د اخوند صاحب مزار او په کندهار ښار کي غازي پارک، د ميرويس نيکه زيارت، د عينو مېني نوى ښارګوټى، د شهیدانو چوک، د غازي محمدايوب خان لوبغالى، احمدشاهي ورزشي لوبغالى، څلويښت غرزيني (چل زينه) او زوړ زوړ ښار چي د کندهار تفریحي، تاریخي او مشهوره سیمي ګڼل کیږي. [۸]
د افغانستان په ټولنه کي د کندهار او کندهاريانو ونډه
سمولکندهار د افغانستان هغه سيمه ده چي ددغه هیواد پر تاریخ یې په بېلابیلو وختونو کي ستري اغیزي ښندلي دي. دغه ښار تر میلاد مخکي د اسکندر مقدوني او ورپسې د اسلام په اوایلو کي د لرغوني سیستان را وروسته د عربانو او نورو قومونو لپاره ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېده چي پر اساس یې ارزانه تجارتي لار او ځواکمنه جنګیالی قوه هم برابرېدل. د ارغنداب د سیند په اوږدو کي پرته دره همېشه د کندهار د ښایست ترڅنګ ددغه ښار لپاره سور اور هم وه، ځکه ددې درې اقتصادي ارزښت له پېړیو راهیسي ځواکمن دولتونه او اشغالګر دې ته هڅولي دي چي پر کندهار خپل یرغلونه روان وساتي. په اسلامي نړۍ کي د اموي او عباسي خلافتونو وروسته ترک او پارسي قومونو څو ځله هڅه کړې چي دغه خاوره لاندي کړي او په دې ترڅ کي د شپاړسمي پېړۍ جګړې چي د صفوي ترک دولت کوم چي پر اوسني ایران واکمن وو او بابري مغول دولت چي د هند پر لویه وچه واکمن وو ترمنځ ترسره سوې د یادوني وړ دي. د صفوي دولت په وروستیو کي د میرویس خان په مشري دپښتنو پاڅون او د ايراني ګورګین وژني ایران له افغانستان په ځانګړي ډول کندهار سره په سیالي کي واچاوه خو د هوتکیانو په دوره کي نه یوازي داچي د کندهار واکمنانو خپله خاوره ازاده کړه بلکي ایران یې هم وپرځاوه او ددې ترڅنګ د لوی کندهار فوځونه د اصفهان او نورو سیمو په فتحه کولو باندي د عثماني خلافت سره هم په ټکر کي راغلل چي په یاده جګړه کي عثماني فوځونو ماته وخوړه.
د هوتکیانو تر ناتوانۍ وروسته د افغانستان واکمني بیاهم له کندهار سره پاته سول او په اوولسمه پېړۍ کي کله چي احمدشاه بابا د یوې پښتني جرګې پربنسټ واک ته ورسېدی د افغانستان خاوره له ډهلي تر اصفهان او له عربي سمندر څخه نیولې بیا تر بخارا پوري پراخه سول. د احمدشاه بابا تر مړیني وروسته که څه هم چي پلازمینه کابل ته ولیږدول سوه خو کندهار د پخوا په څېر خپل برم وساتی او له دراني واکمنۍ نیولې بیا تر انګریزي مداخلې او په افغانستان کي د شاهي او جمهوري واکمنیو تر راتګ پوري یې خپل سیاسي، اقتصادي او فوځي رول ولوباوه. د افغانستان د لمړي جمهور رئيس سردار محمد داوودخان له کندهار سره اړه درلوده. د نوموړي تر تر شهادت وروسته کندهاریانو د شوروي ځواکونو سره خونړي جګړې وکړې او یو له هغه ولایتونو څخه سو چي شورویانو سخت زیان پکښي ولیدی. د شلمې پېړۍ په وروستی لسیزه کي کله چي کابل او د افغانستان نور ولایتونه د حکمتیار، احمدشاه مسعود، رباني، سیاف او نورو جهادي قومندانانو تر منځ په اخ و ډب کي تباه سول یو شمېر کندهاریان د طالبانو په مشري ددغو اشرارو د لمنځه وړلو لپاره یوځای او افغانستان یې بیا ارام کړ. په 2001 کال کي د طالبانو تر پرځېدلو وروسته د کندهار د کرز د سیمي یو نامتو شخص حامد کرزی واک ته ورسېدی او په افغانستان کي جمهوریت رامنځ ته سو.
کرزي په کرز سیمه کي زيږيدلی دی، يادونه دي وي چې حامد کرزی د افغانستان تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر وو او په انتخاباتو کي د کندهار خلکو خپل شاوخوا ٩٥% رايي کرزي ته ورکړي، هغه د ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠١٣ پوري د افغانستان ولسمشر وو.
د کندهاریانو لپاره دغه دوره که څه هم چي په ظاهره سمه برېښېدل خو د ولایت حق یې تر ډېره پوري پایماله سو او هغه امتیازات چي باید د کندهار خلکو ترلاسه کړي وای نورو ترې لاندي کړه او یاهم له لاسه ووتل، همدرانګه په یاد ولایت کي خونړي جګړې ددې سبب سوې چي د کندهار ځیني مشهوره څېرې قتل او یاهم له هیواده بهر تګ ته اړ سي.
په ۲۰۲۱ کال کي د جمهوریت تر پرځېدو وروسته له کندهار څخه یوشمېر طالب مشران د نوي دولت مهمو چوکیو ته ورسېدل چي په دوی کې ملا هیبت الله، ملا برادر، ملا محمد حسن، ملا یعقوب او داسي نور د یادوني وړ دي.
تاريخ
سمولپه ۱۳۴۴ هجري ش کي د کندهار شمال لویدیځ خوا ته د ۶۶ کیلومتره په فاصله کي په منډیګګ غونډۍ کي علمي پلټني ترسره سوې، او پر اساس یې دا ثابته سول چي یاده سیمه پنځه زره کاله مخکي تر تاریخ د مدنیت درلودونکې وه.
د کندهار ښار په څلورمه مخ زېږديزه پېړۍ کي د ستر سکندر لخوا رامنځ ته سو او دغه ځای ته یې د اسکندريا نوم ورکړ.
لرغونې زمانه
سمولستر سکندر او کندهار
د تاریخونو پر اساس د کندهار لمړنی نوم اراکوزیا وو چي د دوو سیندونو ارغنداب او هلمند سیند څخه رامنځ ته سوی وو او اوس یاده سیمه د زوړ ښار په نامه یادیږي، کوم چي د کندهار محله جات سیمي ته څېرمه موقعيت لري. له میلاد څخه 330 کاله ترمخه د یونان واکمن ستر سکندر دغه ځای بېله کوم مقاومته ونیوی. دا چي یاده سیمه له اقتصادي پلوه په هغه زمانه کي له نورو ځانګړې بلل کېده سکندر دلته یو نوی ښار ودان کړ. د نویو تاریخونو پر اساس سکندر په کندهار کي 4000 پیاده او 600 سپاره سرتیري درلودل.
د هخامنشیانو په واکمني کي
کندهار د لرغونو هخامنشیانو په دوره کي هم یو مهم ښار یا په اصطلاح ساتراپي وو. په ځینو تاریخونو کي د ستر کوروش او داریوش په زمانه د هغوی د دربار د ځینو افسرانو یادونه سوې ده چي له اراکوزیا سره یې اړه درلوده.
سرچینه : Hellenistic Arachisia Bernard
د سلوکیانو او چندر ګوپتا په زمانه کي
کندهار تر ۳۰۵ کال عيسوي سنې مخکې د سلوکيانو حکمران په لاس کې وو. په ۳۰۵ عيسوي سنې مخکې کال کې سېلوکوس نيکاتور پر پنجاب بريد وکړ او اردو يي د هندي حکمران د چندر گپت موريا لخوا ماته وخوړله. تر جگړې وروسته سلوکوس نيکاتور او چندر گپت موريا يو د شولې تړون لاسليک کړ او د تړون په اساس سلوکوس نيکاتور چندر گپت موريا ته جنوبي افغانستان ورکړ او چندر گپت موريا ۵۰۰ فيلونه سيلوکوس نيکاتور ته وړکړ. په ۲۶۰ کال عيسوي سينې مخکې اشوک د خپل ورورونو تر وژلو وروسته د هندوستان حکمران شو. کله چې اشوک پر شاهي تخت کښيناست نو د کالنگا پر پاچايي يي بريد وکړ. اشوک تر خونړي جگړې وروسته د هندوييزم په ځاي يې بوديزم غوره کړ. اشوک په ډبره کي خپل هدايت نامه هک کړ. دغه هدايت نامه چې په آرامي او يوناني ژبو کې ليکل سوي ده په کندهار کې پيدا سوه. په ۷ مه پېړۍ کې عربي پوځ کندهار ته ورسېده او په افغانستان کې اسلامي دوره پېل سوه.
په ۱۸ پيړۍ کې د افغانستان د صفوي دولت په لاس کې وه. ددي دولت مشر په کندهار کې د گورگين خان په نامه يادېدئ. گورگين خان پر پښتانو ډېر ظلمونه کول. نو په دي وخت کې د پښتنو مشران سره راټول شوه او يوه لويه جرگه يي جوړه کړه. هغه وو چې په ټولو يي حاجي ميرويس خان د قوم په مشري وټاکه. حاجي ميرويس هوتک د پښتنو سره لاس يو کړ. په اول کې يي گورگين خان ته نصيحت وکړ خو هغه ونه مانه. ځکه يي د گورگين سره جگړه پېل کړه. په دغه جگړه کې گورگين خان ووژل شو. تر جگړې وروسته په ۱۷۰۹ کال کې بښتانه د پر ديو د لاسه خلاص شول. کله چې پښتنو د دښمن د لاسه خپله آزادي واجيسته نو يي د ميرويس خان څخه غوښتنه وکړه چې د پاچاهي چاري پر غاړه واخلي. حاجي ميرويس خان په خټه هوتک او د ښالم خان زوي وو چې په ۱۷۱۵ کال کې وفات سو. مقبره يي د کندهار په کوکهان کې پروت ده. په ۱۷۳۶ کال کې نادر شاه افشار پر کندهار بريد وکړ او په ۱۷۳۸ کال کې دغه ښار د نادر شاه د اردو لخوا نيول سو او پاړسي اردو د نادر شاه په هدايت کندهار ته مخه کړل. نادر شاه غوښتل پر کابل بريد وکړي او د دي په سبب يي په کندهار کې خپل مقر جوړ کي. په دي خاطر په کندهار کې لوي پاڅون پېل سو. خو د نادرشاه افشار اردو مخالفينو ته ماته ورکړه او نادر شاه وکولاي سول چي خپل اردو کابل ته واستوي.
د نادر شاه تر وژلو وروسته په ايران او افغانستان کې يو سم منظم حکومت وجود نه درلود. يو ځوان قوماندان چې نوم يي احمد خان ابدلي وو د نادر د مرگ ځخه گټه واخيست او اردو یی ټول کړ او کندهار ته ولاړ. هغه وو چې د کندهار د شير سرخ بابا په زيارت کې د پښتنو مشران سره را ټول شوه او يوه لويه جرگه يي جوړه کړه. په دي جرگه کې ډېرې خبرې وسوې څو هغه وو چې د دي زيارت ملنگ صابر شاه د غنمو يو وږي را واخيست او د احمد شاه بابا په لنگوټه کې يي ورجگ کړ او احمد شاه بابا يي د پاچاه په توگه وټاکئ احمد شاه بابا په کندهار کې خپا مقر جوړ کړ او کندهار یی بيا د افغانستان د دولت پايتخت (پلازمېنه) وټاکله. احمد شاه بابا په ۱۷۷۳ کال کې پسله شپږويشتوکالو پاچاهۍ څخه وفات او مړ شو او په کندهار کې د خرقي شريقي د تعمير ترڅنگ ښخ شو.
۱۹ پيړۍ
سمولپه ۱۸۳۹ کال کې د افغان-انگرېز لومړۍ جگړه پيل شوه. د ۱۸۳۹ کال د جولاي پر ۲۵ انکرېزي پوځ کندهار ته ورسېده او کندهار د انگرېريانو لخوا نيول شو. په ۱۸۴۲ کال کې انگرېزي پوځ د افغانانو لخوا ماته وخوړله. په ۱۸۷۸ کال کې انگرېزي پوځ بيا پر افغانستان بريد وکړ او د افغانستان څو ښارونه يي ونيو. د کندهار جگره د انگرېزي او افغاني پوځ په منځ کې وروستي جنگ وو. دا جگړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه پيل شوه او تقرابًا ۳۰۰۰ عسکران وژل شول. دا جگړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه د کندهار د ميوند په ولسوالۍ کې پېښه شوېده چې په آسيا کې ېې د برتانوي واک د اختتام او د ختيځو ولسونو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونو اساس کښېښود . د جنرال ډانلډ سټيوارټ په قومانده دوولس زره کسيز پوځ د ۱۸۷۸ کال د نوامبر پر ۲۱مه د کندهار د پښين ولسسوالۍ ته داخل او ښار تر يوې نيمي مياشتي وروسته يعنې د جنورۍ پر اوومه سقوط وکړ . په سمله او لندن کي د افغانستان څخه د کندهار د بېلتون پلانونه تر غور لاندې وو څو چې انگريزانو د ۱۸۸۰ د اپريل پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې کندهار نور نو له افغانستانه بيل شو او شيرعلي د مهردل خان زوي به د « کندهار او ورپورو سيمو د خپلواک والي » په توگه د کندهار چارې پر مخ بيايي . په کندهار کې د انگريزانو سياسي افسر ډگروال سنټ جان د مې پر يوولسمه يوه لويه غونډه راوبلله او د کندهار ولس يې لدې اقدامه خبر کړ . سنټ جان د دې غونډې پر مهال شېر علي « د کندهار او ورپورو سيمو والي » اعلان کړ ( والي هغه چا ته ويل کېده چې په کورنيو چارو کې به خپلواک او په بهرنيو چارو کې به د برتانويانو تابع و د کندهار ټولې سيمې د انگريزي پوځ لخوا ساتل کېدې . دا مهال په ټول هيواد منجمله کندهار کې د انگريزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کې وه چې د انگليس- افغان دوهمه جگړه بلل کيږي . په دې بهير کې د هيواد په شمال او جنوب کې د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان را ښکاره شول چې مخ پر کابل د يون په حال کې وو . عبدالرحمن خان د امير محمد افضل خان زوي له تاشکنده او محمد ايوب خان د امير شيرعلي خان زوي له هراته په سوقياتو بوخت ول . لومړنى يون « محتاطانه » لاکن دوهم يون « جگړه ييز» و . انگريزانو د دې نوو پرمختياوو په ليدنه او شننه سره عبدالرحمن خان غوره کړ چې په عين حال کې د روسيې ملاتړ او رضاءيت هم ورسره مل و .مرستيال واکمن ( وايسرا ) کله چې عبدالرحمن خان د کندهار تر غوښتلو تير شو ، نو سټيوارټ ته صلاحيت ورکړ چې عبدالرحمن « د کابل او ورپورو سيمو» د امير په توگه رسمأ ومني او هغه هم کله چې عبدالرحمن لا په چاريکار کې و ، د ميوند له جگړې نه فقط پنځه ورځې مخکې د ده په غياب کې هغه د کابل او مربوطه سيمو واکمن اعلان کړ .
جهاد په کابل ، مشرقي ، جنوبي ، غزني او کندهار کې شديدأ جاري و . په بېل کړاي سوي کندهار کې چريکي عمليات د شدت په حال کې وو . پر انگريزانو او د هغوي پر رسد او کاروانونو پرله پسې حملې کېدې څو چې باالاخره انگريزان د ښار په څلورو ديوالو کې د کلابندۍ په حال کې راغلل مخورو او مشرانو ايوب خان ته پرله پسې احوال ورکاوه چې ملت عمومي پاڅون ته چمتو دى . د هرات او ورپورو سيمو ولس د ۱۸۸۰ په جون کې د ديني علماوو په فتوا سره ايوب خان د افغانستان د امير په توگه وټاکيً او د ده په نوم يې خطبه وويل . پدې توگه د انگريزانو پر ضد جهاد اعلان شو او گڼ شمير ملي مجاهدين مخ پر کندهار او کابل راوخوځېدل.
د کندهار پوځي قوماندان جنرال بوروز او سياسي افسر ډگر وال سنټ جان ته د ۱۸۸۰ د جولاي پر دوولسمه خبر راغيً چې د ايوب خان د پوځ مخکښه ځواک « واشېر» ته رارسېدلي او دى پخپله هم له هغه نه ډير ليري نه دى . د جولاي پر شلمه يو برتانوۍ غونډ هلمند ته ولېږل شو او په همدې ورځ د ملي مجاهدينو دغه لښکر هم د ميوند دښت ته راورسېد.
۲۰پيړۍ
سمولپه ۶۰ کلونو کې په کندهار کې د امريکايي انجنيرانو په مرسته نړيوال هوايي ډگر جوړ سو. دغه هوايي ډگر په مرکزي آسيا کې تر ټولو لوي هوايي ډگر دی. کله چې د شوروي پوځ په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان بريد وکړي نو د کندهار هوايي ډگر يي هم ونيو او کندهار د شوروي قوماندانۍ مرکز سو. په ۱۹۹۲ کال کې کندهار د مجاهدينو قوماندان گل آغا شيرزي په لاس کې وو او د ښار اوضاع د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او سیمه ییزو قومندانانو او توپکیانو د جګړو له امله سخته خرابه وه. د اوضاع د دغسي خرابۍ له امله په ۱۹۹۴ کال د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو پاڅون ترسره سو او د کندهار خلک چي د توپکیانو له ملوک الطوایف واکمنۍ سخت په تکلیف وه ددې پاڅون ملاتړ یې وکړ. طالبانو په لنډ وخت کي د کندهار سربېره شاوخوا ولایتونه هم د کندهاریانو په مرسته لاندي کړه او د سوېل لویدیځي حوزې توپکسالاران یې له صحنې وشړل. د یو شمېر ولایتونو تر نیولو وروسته دغه ډله د کابل په لوري ولاړه او د خونړیو جګړو په پایله کي یې د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، حزب وحدت او نورو توپکسالارانو ګوندونه ((چي د جګړو له امله یې د کابل ښار ټول خراب سوی وو)) کمبله ورټوله کړه. د کابل په نیولو سره طالبانو د شمال په لور حرکت پیل کړ او تر ۲۰۰۱ کال پوري یې د بدخشان څخه ماسېوا نور ټول افغانستان ترخپل واک لاندي راوستی. په ۲۰۰۱ کال کي د سپټمبر تر ۱۱ وروسته کله چي امریکا پر افغانستان یرغل پیل کړ ورسره سم پخواني جنګسالاران او د شمالي ټلوالي یرغلګر یوځل بیا افغانستان ته داخل سوه او د پخوانیو جنایتونو سربېره یې چي لوی شمېر غړي یې ورباندي ککړ وه بیاهم په نوي حکومت کي ځان ځای کړ.
د امریکايي یرغل تر لمړي کال وروسته کندهار یوځل بیا د خونړیو جګړو میدان وګرځېدی او د طالبانو، جمهوریت ځواکونو او بهرنیو سرتیرو نښتي پکښي پیل سوې چي په پایله کي یې لوی شمېر طالبان، عوام او دحکومت سرتیري ټپیان او ووژل سوه، همدارنګه ددغه ولایت یوشمېر مخور او قومي مشران د ځینو توطیو پر اساس له صحنې لیري، قتل او یاهم بهرنیو هیوادونو ته په تګ اړ ایستل سوه. کندهار د یوویشتمي پېړۍ دلمړی لسیزي په پای کي هغه مهال چي جنرال عبدالرازق امنیه قومندان وټاکل سو بیرته د طالبانو له فشاره وژغورل سو او دغه قومندان وتوانېدی چي د راتلونکي یوې لسیزي لپاره د کندهار ښار ترڅنګ ولسوالی هم د طالبانو له شتون څخه پاکي کړي، خو ځیني ستونزي چي په دغه موده کي یوځل بیا کندهار ورسره مخ او له اقتصادي، سیاسي، تاریخي او ټولنیزي سیالۍ یې شاته وغورځاوه په لاندي ډول وې.
لمړئ : د کندهار معارف او لوړي زدکړي د سیاسي ګټو ښکار وګرځېدل او د تعلیم لرونکو ځوانانو فیصدي یې راولوېده.
دویم : د قومي زورواکانو له لوري کندهار په مکمل ډول د قدرت د یوې جزیرې بڼه غوره کړه او د مرکزي حکومت صلاحیت یې بې حده ورکم کړ.
دریم : په ښار او ولسوالیو کي د پولیسو، قومندانانو او زورواکانو له لوري عام خلک له یوشمېر فشارونو، شکنجو، ظلمونو او سختیو سره مخ سول چي دې کار د طالبانو لیکي هم پیاوړي کړې.
څلورم : د قومي مافیا او زورواکانو له لوري د کندهار مخور اشخاص له صحنې لیري یا ووژل سوه.
او داسي نور......
په ۲۰۱۹ کال د جنرال عبدالرازق تر وژني وروسته د طالبانو بریدونو بیرته زور واخیست او تر ۲۰۲۱ کال پوري یې لوی شمېر سیمي لاندي کړې. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۳ نېټه کندهار ولایت تر خونړیو نښتو وروسته د جمهوریت د والي روح الله خانزاده له لوري طالبانو ته تسلیم او په سبا ورځ طالبان پسله دوو لسیزو یوځل بیا کندهار ته داخل سوه.
پراختیا او چوپړوتیاوي
سمولکندهار ولایت د شلمي پېړۍ تر دویمي نیمایي پوري د نقشې پر اساس پخوانۍ بڼه درلوده او د وخت واکمنانو پکښي یوشمېر ساده بدلونونه راوستلي وه، خو د ظاهر شاه د حکومت په وروستیو کي د یو شمېر پروژو ترسره کول لکه ظاهرشاهي کانال پروژه، د دهلې بند جوړول، د کندهار عصري هوایي ډګر جوړول او داسي نور ددې سبب سول چي کندهار څه ناڅه عصري بڼه غوره کړي. د ظاهرشاه تر حکومت وروسته سردار محمد داوودخان د کندهار لپاره ستر پلانونه چمتو او په نظر کي ونیول خو په هیواد د غوايي کودتا له امله یاد پلانونه له خنډ سره مخ سول او کندهار شاوخوا څلوېښت کاله د تمدن له کاروانه شاته وغورځېدی، نه یوازي دا بلکي د خلقیانو او ورپسې توپکيانو او جنګسالارانو له لوري دغه ښار د جګړو په اور کي لولپه او زیاتي سیمي یې خرابې وګرځېدلې.
په افغانستان کي د جمهوریت په دویم ځل راتګ سره کله چي حامد کرزی واک ته ورسېدی ورسره سم د کندهار پراختیایي او اقتصادي پروژې پیل سوې. د نوموړي د ولسمشرۍ پر وخت د کندهار ښار او ولسوالیو په بېلابیلو سیمو کي په لسګونو کیلومتره سړکان، د اوبو کانالونه، مخابراتي سیسټم او انټرنيټ، نوي ودانۍ او د تاریخي ودانیو بیا رغونه، ښوونځۍ، پلونه او لوی شمېر عامه چوپړتياوي او خدمات ترسره او جوړ سول، خو ددې ټولو خدماتو سره سره بیاهم په کندهار ښار کي جګړه ددې سبب سول چي لاهم یو شمېر خدمات نیمګړي یا د جګړو له اثره خراب سي. یوازیني ځای چي د کرزي په موده کي یې د کندهار بڼه ښایسته او عصري کړه هغه د عینومیني نوی ښار ګوټۍ وو چي د کرزی د ورور احمدولي کرزی له لوري د ښار په شمال ختیځ کي جوړ سو . ددې نوي ښار ګوټي نقشه د پرمختللیو هیوادونو په ډول وه چي تر اوسه یې په افغانستان کي سارۍ نه وو لیدل سوی او په ۱۳۹۵ کال کي یې د ۲۰۰۰۰ جریبه ځمکي په ابادۍ سره ۴۰۰۰ کورنۍ په ځان کي ځای کړې. د سرچینو او راپورونو پر اساس احمدولی کرزی دغه ځای دخپل واک څخه په ګټه اخیستلو باندي لاندي کړی وو، ځکه نوموړی د ولایتي شورا مشر او په کندهار کي د کرزي د کورنۍ لوی زورواکۍ بلل کېدی. که څه هم چي د احمدولي غصب او زورواکیو د خلکو سخته غوسه راپارولې وه، خو نوموړي کار ونه دراوه او تر مرګ وروسته یې ورور محمود کرزي د عینوميني ابادۍ ته اوږه ورکړه. د طالبانو په راتګ سره که څه هم چي د عینو ميني حقوقي قضیې بیا راپورته سوې خو محمود کرزی لاهم ددې ښارګوټي ابادۍ او پراختیا ته ژمن دی او د لسګونو میلیونو په ارزښت پروژې یې پکښي ترسره او کار لاندي نیولي دي. د حامد د واکمنۍ په هاخوا په کندهار کي تر ټولو مهمي نقشې او ستر پلانونه د اشرف غني په وخت کي پلي سول.
په ۲۰۱۴ کال کي د اشرف غني تر واک ته رسېدو وروسته کندهار ولایت د نوي حکومت په ځانګړې پاملرنه تر اقتصادي پلانونو لاندي ونیول سو. ولسمشر غني په یاده موده کي تکړه او په ژبه پوه ښاروال روښان ولسمل دې ښار ته ولېږه چي په دې سره د کندهار ۴۰ کاله مخکنۍ پروژې ژوندۍ سوې او د ښار په منځ کي احمدشاهي جاده، علامه حبیبي واټ، د کندهار او بولدک ولسوالۍ ترمنځ لوی دوه لینه سړک ((Highway)) او داسي نوري پروژې هغه څه وې چي د خلکو ځانګړې پاملرنه یې ځان ته واړول.
تاریخي ابدات او لرغوني ځایونه
سمولکندهار ولایت د اوږد او لرغوني تاریخ ترڅنګ بېلابیلي تاریخي ودانۍ او اسلامي او تاریخي اثار هم په ځان کي لري چي ځیني یې په لاندي ډول دي:
زوړ ښار : د کندهار زوړ ښار چي د کندهار په مرکز کي دي د زړې کلا په واسطه چاپيرسوي دی چي یاده کلا دوې دروازې شمالي لوري ته د شېخ ولي او ګندیګان په نامه، یوه دروازه سوېل ته د ماشور په نامه، دوې دروازې ختیځ ته د ویس قرني او خضري په نامه او یوه دروازه لویدیځ ته د علی قابو_قابی په نامه لري. د زوړ ښار په مرکز کي زوړ بازار هم پروت وو، او پر سر یې د نارنج کلا په نامه تاریخي ودانۍ وه چي د تاریخونو پر اساس یې لوړوالۍ 100 متره اټکل سوی دی، خو اوس یې اندازه ډېره کښته سوې ده.
چهل زینې : سلطان بابر په ۱۶ پيړي کي د خپل برياليتوب په ياد زوړ ښار ته نژدې د چل زيني په نوم تاریخي ودانۍ جوړه کړه چي کار یې په ۹۵۳ هجري ق کي پای ته ورسېدی.
خرقه شریفه : د کندهار يوبل ډېر مقدس ځاي د خرقې شريف زيارت دي چې په هغه کي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جامې پرتي دي، او ترڅنگ یې د احمد شاه بابا مقبره موقعيت لري. احمدشاه بابا دغه مبارکي جامې چي یو عدد چپنه ده د خپلي واکمنۍ پر مهال له بخارا څخه کندهار ته راړل. ددې چپني په اړه ویل کیږي چي د حضرت محمدﷺ پخپل کور کي جوړه سوې ده او دهغه مبارک تر رحلت وروسته د حضرت علي ؓ له لوري اویس قرني ته ورکړل، بیا سلسله پر سلسله تر کندهاره راورسېدل.
د میرویس نیکه مزار : د کندهار د کوهکران په سيمه کي د ميرويس هوتک د مقبرې لرغوني ودانۍ شتون لري.
موی مبارک جامع مسجد : د موی مبارک جامه د کندهار بل هغه تاریخي جومات دی چیري چي د حضرت محمدﷺ ورېښته مبارک پروت دی.
د احمدشاه بابا کور : د احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لمړۍ ناحیه اړوند په سدوزو کوڅه کي، چي شاوخوا درې سوه کاله مخینه لري واقع دی. دا ځای په پخواني کندهار کي د احمدشاه بابا شخصي استوکنځای وو.
شمشېر غار : د کندهار ښار سوېل لویدیځ ته په 3.5 میله فاصله کي د پنجوايي ولسوالۍ اړوند په بادوان کلي کي د ارغنداب سیند ختیځ لوري ته د سل متره په لوړوالي یو غار چي شمشېر غار نومیږي د غره په ټنډه کي واقع دی. یاد غار چي پنځه پناه ځایونه لري، د تاریخ پوهانو په نظر د حضرت عیسی (ع) تر پیدایښت 1300 کاله په هاخوا د ژوند اثار پکښي معلوم سوي دي[۱۰].
او داسي نور .......
نامتو شخصیتونه
سمولمیرویس خان نیکه : د ایراني ښکیلاک له منځه وړونکی او د پښتنو قومي مشر
احمدشاه بابا : د معاصر افغانستان بنسټ ایښودونکی
دوست محمد خان : د بارکزیو د واکمني بنسټګر
ظاهر شاه : د معاصر افغانستان د تر ټولو اوږدې مودې پاچا
سردار محمد داوودخان : د افغانستان لمړنئ ولسمشر
ملا محمد عمر : د طالبانو د تحریک بنسټ ایښودونکی
حامد کرزئ : د افغانستان په تاریخ کي لمړئ په رایه ټاکل سوی ولسمشر
پوهاند عبدالحی حبیبي : د افغانستان او سیمي په کچه ستر پوه او لیکوال
علامه عبدالشکور رشاد : د افغانستان او پښتنو په کچه تاریخ پوه او استاد
زلمی هیواد مل : افغان تاریخ پوه او لیکوال
عبدالروف بېنوا : افغان پوه او لیکوال
عبدالباري جهاني : افغان شاعر، لیکوال او د اشرف غني په جمهوریت کي د اطلاعات او کلتور وزیر
د کندهاري څېرو لپاره : کندهاریان
صفحه وګوری
د کندهار انځورونه او نوري سرچينې
سمول-
د کندهار بازار په ۱۹۳۹ کال کې
-
کندهار په ۱۸۴۱ کال کې
-
د زوړ کندهار کلا چې د نادر شاه لخوا خراب شوه
-
د احمد شاه بابا مقبره
ویکيسفر د کندهار په نوم لیکنه لري. |
ويکيخونديځ کې د کندهار اړوند دوتنې شته. |
سرچينې
سمول- ↑ ذکر کېدنه: '. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۳.
- ↑ ذکر کېدنه: Great dictionary of geographical names. Page(s): 279. Publisher: Russian Geographical Society. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۳.
- ↑ ذکر کېدنه: '. Page(s): 577.
- ↑ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Volume: 11. Page(s): 322. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
- ↑ لينک, او ياداښتونه. "د افغان د انرژي معلوماتي مرکز". بياځلي په 2018-05-05.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ کندهار په 1879 او 2024 کي لیکوال : سیف لودین مخ : 300
- ↑ https://www.afghanpaper.com/info/velaiat/ghandehar.htm
- ↑ لينک, او ياداښتونه. "د کندهار تفریحي ځايونه". ليکونکي :مسيف بلوګفا.کام (ليکنه: مارچ٢٠١٠).
- ↑ لينک, او ياداښتونه. "د د احمدشاه بابا د زيارت ګنبده د خرابېدو په حال کې". ليکونکي :ازادي راډیو.کام (ليکنه: چنګاښ ۳۱، ۱۳۹۱).
- ↑ https://afghanpedia.com/depot/article/D2/80QlzjrvJAv6SAd3