آرنۍ غورنۍ پرانيستل

عبدالباري جهاني

عبدالباري جهانى (په انگرېزي: Abdul Bari Jahani) يو افغان ليکوال، شاعر، اديب او اماتور ژورناليسټ ، سياستوال او د ۲۰۰۴م زږدي کال د اساسي قانون په رامنځته کولو کې د ځينو مادو په سمبالښت کې د هييت مرستيال پاتې شوی دی .

ښاغلۍ
عبدالباري جهاني

Abdul Bari Jahani

جهاني
عبدالباري جهاني
عبدالباري جهاني

د شخص معلومات
پيدايښت کال 1948 (عمر 69–70 کاله)  د زېږون نېټه (P569) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
کندهار، افغانستان
استوګنځای کندهار -کابل
مليت Flag of Afghanistan.svg افغانستان
پلرنۍ ټاټوبي کندهار افغانستان
عملي ژوند
تعلیم

(په ١٩٧٢ کال کې)

دنده ليکوال، شاعر، اديب او اماتور ژورناليسټ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو  د languages spoken, written or signed (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
د فعالیت وخت ۲۰۰۴م (په نوي افغان حکومت کي)
ويبپاڼه
ويبپاڼه د عبدالباري جهاني د پیسبوک پاڼه
عبدالباري جهاني

نيوليک

مخينه

نوموړی د کندهار په ښارکې زيږيدلى. په خټه هوتک دی . نوموړی دافغانستان د تېرو څوارلسو کالونو د هېوادمشر حامد کرزي د کوچنيوالي انډيوال هم دی او د افغانستان د ملي تگلارې (ملي سرود) شعر هم پخپله ښاغلي جهاني لیکلی .

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يي د ميرويس نيکه په ليسه کې کړي اوبيا په ١٩٧٢ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځى پاى ته رسولى.

دندې

جهاني له لوړو زده كړو څخه وروسته په پښتو ټولنه کې په کاربوخت شو. د کابل مجلې مسؤل مدير هم پاتې شوی دى ، او دوه کاله د پوهنې په وزارت کې هم کار وكړ.

دوه ځله يي بېروت ته هم سفرکړى دى . کله چې په هيواد کې حالات په بدليدو شول نو دى په ١٩٨١ کال کې پاکستان ته کډې کولوته اړشو.

هلته يي دوه کاله تير کړل او بيا يي د امريکې غږ راډيو ته ازموينه په بري پاى ته ورسوله. د امريکې متحدوايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شو. تراوسه هملته اوسى او کار کوى. ددې تر څنگ ېې د ۲۰۰۴م زږدي کال د اساسي قانون په جوړښت کې د مرستيال په توگه هم دنده لرله او د افغانستان د نوي ملي تگلارې (ملي سرود) د شعر جوړول هم د ښاغلي جهاني په لاس ترسره شوي .

ليكلي اثار

د ښاغلي جهاني لس کتابونه چاپ شوي دي اوځينې کتابونه يي له دري او انگليسي ژبو څخه پښتو ته ژباړلي دي، چې له دې ډلې څخه يې د کوماندان په نوم ناول د يادولو وړ دى.

  1. د مشکو کاروان
  2. پايکوب - د شعرونو ټولگه
  3. د پښتو په سُر او تال کې د غربي سندرو شرنگ
  4. قوماندان - پښتو ناول
  5. هرات پښتانه او ستره لوبه - څېړنيز تاريخي اثر
  6. شپېلۍ - د شعرونو ټولگه
  7. د خيام رباعيات - د عمر خيام د څلوريزو پښتو ژباړه

باندنۍ تړنې