پښتو ټولنه

پښتو ټولنه د ١٣١٦ لمريز کال د ثور په لومړۍ نېټه د کابل ادبي انجمن او د کندهار د پښتو انجمن له يو ځای کېدلو نه جوړه شوه.

د پښتو ټولنې له جوړېدلو سره سم په ١٣١٦ لمريز کال دنده درلوده چې:

  1. د افغانستان تاريخ تدوين او د افغانستان په تاريخي څرنگوالي له هره پلوه پوره پوره رڼا واچوي.
  2. ژبې او ادب ته تحول او ترقي ورکړي اولسي پانگه (فولکلور) د هېواد له هره گوټه راټول او نشر کړي.
  3. د يوی عصري علمي ژبې په حېث د پښتو ژبې د راژوندي کولو او تدوينولو له پاره کار وکړي.
  4. د کابل مجلې، کابل کالنۍ او نورو هېوادنيو جريدو په وسيله ادب او ژبې ته ترقي ورکړي او جهان ته په يوه ابرومند ډول افغانستان وروپېژني.

پښتو ټولنه په ١٣٣٣ لمريز کال

سمول

په ١٣٣٣ لمريز کال کې د پښتو ټولنې د وظيفو او اهدافو په باب نوی گام پورته شو، د پښتو د درنو ليکوالو نه د ملي ژبې پښتو د پېشرفت، عصري کېدلو او علمي کېدلو په باب نظريې وغوښتلې او بيا د يوې غونډې په ترڅ کې د پښتو ټولنې تگلاره په ٥٦ مادو کې تجويز او ترتيب شوه، ددغې لايحې له مخې پښتو ټولنه د يوې علمي ادبي اکاډيمی په توگه جهان ته اعلان او د يوې جلا بودجې او ٢٩ افتخاري غړو درلودونکې شوه. دا وخت د پښتو ټولنې مرام او مقصد داسې وټاکل شو:

  1. پښتو ژبې او ادب ته ترقي ورکول.
  2. د پښتو ژبې علمي پانگه زياتول، پښتو کې له خارجي ژبو څخه غوره علمي او ادبي آثار ژباړل او د هغه خپرول.
  3. د پښتو ادبي، تاريخي، کلتوري او نور قلمي او شفاهي آثار ټولول او خپرول، لکه زاړه ديوانونه، لنډۍ، متلونه، افسانې، فولکلور او نور.
  4. د پښتو ژبې د لغاتو او قواعدو تدوين، د ضرورت له مخې د نويو اصطلاحاتو او لغاتو وضع کول، ادبي او لغوي څېړنې او د پښتو په لساني علومو پورې آثار ليکل او خپرول.
  5. د پښتو د ادبياتو، د پښتو نوميالو د پېژندنې په باب خپرونې کول.
  6. په پښتو کې د ليکونکو روزل او تربيه کول او د پښتو ليکلو د يو ښه او متحد اسلوب رواجول.
  7. د پښتو موسيقي ته ترقي ورکول او د پښتو ډرامو جوړولو، ښودلو او فلمونو اخيستلو د پاره تبليغ کول او زيار اېستل.
  8. د پښتو ژبې د دفتري کولو او په پښتو کې د ليک او لوست او تعليم د عامولو له پاره زيار اېستل او هڅه کول.
  9. د پښتو د پرمختگ، ترقي او معرفي لپاره اخبار او راډيو کې خپرونې کول، کنفرانسونه جوړول، په خارجي ژبو د پښتو ادب خپرول خارجي علمي او ادبي ټولنو سره اړيکې ساتل.
  10. پښتو ټولنه به پورتنی مرام ته د رسېدلو له پاره کتابونه، وړې رسالې او نورې خپرونې کوي او د کابل مجله خپروي.

په ١٣٣٥ لمريز کال کې پښتو ټولنه د مطبوعاتو د مستقل رياست څخه بېله او د پوهنې له وزارت سره وتړله شوه او همدا وخت و چې د پښتو ټولنې غړو ته د پوهنتون د استادانو غوندې علمي رتبې او امتيازي معاش ومنل شو او د پښتو ټولنې غړو ته د څېړونکی، څېړنيار، څېړنمل، څېړنوال، څېړندوی او څېړنپال شپږگونې علمي رتبې ورکړی شوې، پښتو ټولنې دا وخت له نړيوالو علمي موسسو سره اړيکې ټينگې کړې او علمي راشې درشې پيل شوې، له دې راوروسته هم پښتو ټولنې ځينې لوړې ځوړې وليدې چې دلته يې څېړل اوږديږي.

د پښتو ټولنې اداره او غړي

سمول

کله چې ادبي انجمن او پښتو انجمن سره يو شول او په پښتو ټولنه واوښتل نو د پښتو ټولنې لپاره نوی تشکيل جوړ شو، غړي يې زيات شول او د کارونو د چټکۍ لپاره لانديني څلورگونې څانگې پکې جوړې شوې.

  1. د تاليف او ترجمې څانگه
  2. د ادبياتو څانگه
  3. د نشرياتو څانگه
  4. د پښتو لغت، صرف و نحوې څانگه

دا وخت د پښتو ټولنې ريس د وخت د پوهنې وزير وو. عموموي مدير يې احمد علي خان دراني او عمومي مرستيال يې غلام جيلاني اعظمي وو.

د تاليف او ترجمې د څانگې کارکوونکي

سمول

د تاليف او ترجمې د ځانگې کارکوونکي پدې توگه وه.

  1. عبدالغفور خان (د انگليسي ژبې ژباړونکی)
  2. عبدالباقي خان لطيفي
  3. احمد علي خان کهزاد
  4. يعقوب حسن خان
  5. عبدالواحد خان (د روسي ژبې ژباړونکی)
  6. اورادالدين خان (د عربي ژبې ژباړونکی)
  7. عبدالخالق خان

د ادبياتو د څانگې کارکوونکي

سمول

د ادبياتو د څانگې کارکوونکي پدې توگه وه.

  1. امين الله خان زمريالی
  2. سرور خان گويا
  3. قاري عبدالله خان
  4. ملک الشعرا
  5. محمد قدير خان تره کی
  6. محمد گل خان نوري
  7. محمد سرور خان پويا

د نشرياتو د څانگې کارکوونکي

سمول

د نشرياتو د څانگې کارکوونکي پدې توگه وه.

  1. يار محمد خان
  2. مير عبدالواحد خان
  3. احمد الله خان کريمي
  4. عبدالصمد خان
  5. عبدالخالق خان اخلاص
  6. محمد اعظم خان ايازی
  7. سيد قاسم
  8. محمد معصوم
  9. قيام الدين خادم

د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانگې کارکوونکي

سمول

د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانگې کارکوونکي پدې توگه وه.

  1. صالح محمد خان
  2. گل پاچا خان الفت

د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانگې د دغو دوو کارکوونکو سره سره يو شمېر نور اداري کارکوونکي يې هم درلودل. په ١٣١٧ لمريز کال کې ددې لپاره چې پښتو ته ښه او بېړنی کار وشي د پښتو ټولنې ټول پښتو ژبې غړي د ژبې په مديريت کې سره يوځای کړل شول، مدير امين الله خان زمريالی وټاکل شو. انگرېزي مترجم ارجنداس کپور او اداري کاتب يې عبدالصمد خان و. دې مديريت د تاليف او ترجمې او د لغاتو او قواعدو دوې څانگې درلودې چې دا کسان پکې وو.

  1. قيام الدين خادم
  2. گل پاچا خان الفت
  3. اورادالدين خان
  4. محمد سرور خان ايازی
  5. عبدالخالق خان اخلاص
  6. محمد گل خان نوری

چې په همدې کال يې د پښتو کلی گانو د ليکلو او خپرولو وظيفه پيل کړه.

پښتو ټولنه د ١٣١٨ نه تر ١٣٥٢ کلونو پورې

سمول

د ١٣١٨ کال په ژمي کې چې د مطبوعاتو مستقل رياست جوړ شو، او د پخواني ادبي انجمن څانگې ددې رياست جز شوی او ددې انجمن د ژبې مديريت د پښتو ټولنې په لوی مديريت واوښت لوی مدير يې د مطبوعاتو مرستيال استاد عبدالحی حبيبي وټاکل شو او دا وخت يې تشکيلات پدې ډول وو

  1. د ژبې مديريت
  2. د تاليف او ترجمې مديريت
  3. د صحافت مديريت
  4. د قواعدو د کورسونو د تفتيش مديريت

دا وخت يې غړي پدې توگه وه

  1. ښاغلی زمريالی
  2. ښاغلی الفت
  3. ښاغلی بېنوا
  4. ښاغلی رښتين
  5. ښاغلی تره کی
  6. ښاغلی اوراد الدين
  7. ښاغلی ايازی
  8. ښاغلی نظامي

په ١٣١۹ کې د پښتو ټولنې کارونه تر پخوا پراخه شول. کابل راډيو لپاره يې پښتو مضامين تهيه کول او د کورسونو چارې يې په غاړه وې.
په ١٣٢۰ لمريز کال کې د پښتو ټولنې لوی مدير ښاغلی عبدالرحمن وټاکل شو او معاونين يې ښاغلی محمد اعظم خان ايازی او ښاغلی امين الله زمريالی وو.
عمومي مبصر يې گل پاچا خان الفت و ددې کال په چنگاښ مياشت کې د پښتو ټولنې تشکيل پراخ شو او دا لاندې مديريتونه يې درلودل

  1. د پښتو آريانا دايره المعارف مديريت
  2. د نقد او تبصرې مديريت
  3. سيار مديريت

په همدې توگه د پښتو ټولنې د کورسونو څانگه هم پراخه شوه، دا وخت د پښتو ټولنې د دايره المعارف مدير ميا حسين خان، د قواعدو مدير صديق الله رښتين، د لغاتو مدير عبدالخالق خان اخلاص، د تاليف او ترجمې مدير محمد گل خان نوری او د صحافت مدير عبدالرؤف بېنوا وو. پدې وخت کې د پښتو ټولنې نور غړي پدې توگه وه:

  1. اورادالدين
  2. مولوي شېرگل
  3. يار محمد نظامي
  4. سيد صعود

د ١٣٢١ کال په پای کې بېرته استاد عبدالحی حبيبي د پښتو ټولنې مدير وټاکل شو چې تر ١٣۲۴ کال پورې يې مدير ؤ.
په ١٣٢٥ لمريز کال کې ښاغلي عبدالرؤف بېنواد پښتو ټولنې لوی مدير وټاکل شو دا وخت د صحافت د څانگې مدير يار محمد خان نظامي، د تاليف او ترجمې د مديريت کفيل عزيزالرحمن خان سيفي، د قواعدو مدير محمد شېرگل خان، د لغاتو د څانگې مدير محمد گل خان نوري، د محلي ژبو د څانگې مدير عبدالقدوس خان پرهېز او د کورسونو مدير عبدالغني خان وو. د صحافت په څانگه کې سيد بهاالحق خان هاشمي او نېک محمد خان فدايي د تاليف او ترجمې په څانگه کې محمد ابراهيم خان ثابت غلام احمد رحماني، د قواعدو په څانگه کې عبدالواسع خان او د لغاتو په څانگه کې محمد رفيق خان قانع وو. په ١٣٣۰ لمريز کال کې ښاغلی صديق الله خان رښتين د پښتو ټولنې لوی مدير وټاکل شو. دا وخت پښتو ټولنه د يوې اکېډمۍ په توگه ومنل شوه او د کار نوی پروگرام ورته جوړ شو. په ١٣٣١ کال کې له پښتو ټولنې څخه د زېري جريده بېرته خپره شوه په دې کال کې د پښتو ټولنې تشکيل په دې ډول و.

  1. لوی مدير صديق الله رښتين
  2. د تاليف او ترجمې مدير عزيزالرحمن خان سيفي
  3. د پښتو دايره المعارف د څانگې مدير محمد يونس خان مراد
  4. د دايره المعارف غړی حفيظ الله خان
  5. د زېري د جريدې چلوونکی عبدالله خان بختانی خدمتگار
  6. د زېري د جريدې غړی محمد دين ژواک
  7. د لغاتو د څانگې مدير پاينده محمد خان روهيلی
  8. د لغاتو د څانگې غړی عبدالصمد خان
  9. د ادبياتو د مديريت کفيل محمد ابراهيم خان ثابت
  10. د ادبياتو د مديريت غړی شرف الدين خان
  11. د کابل د مجلې چلوونکی نور محمد خان پوونده
  12. د کابل د مجلې غړی عبدالرزاق خان زړور
  13. د کورسونو د مديريت کفيل محمد ايوب خان مهمندی
  14. د تحرير او توزيع مدير امان الله خان

د ١٣٣٥ لمريز کال په پيل کې د کار د ښه توب او له پوهنې وزارت سره د پښتو ټولنې د زياتو اړيکو له مخې پښتو ټولنه د مطبوعاتو له رياست څخه جلا او د پوهنې له وزارت سره وتړل شوه. دا وخت د پښتو ټولنې رياست استاد الفت ته وسپارل شو او همدا وخت د پښتو ټولنې غړو ته علمي رتبې ورکړی شوی او د پوهنتون په سويه يوه موسسه شوه، له باندنيو علمي موسسو سره يې اړيکې ټينگې شوې او د سفرونو له لارې پښتو ټولنې د نړۍ علمي موسسو ته ور وپېژندله شوه. په ١٣٣۷ کال کې د پښتو ټولنې مرستيال عبدالشکور رشاد وو.
د ١٣۴٢ لمريز کال په چنگاښ کې يو ځل بيا پوهاند صديق الله رښتين د پښتوټولنې او ښاغلی عبدالله خدمتگار د پښتو ټولنې د مرستيال په توگه وټاکل شول. د کار د ښه توب لپاره د پخوانيو تشکيلاتو په ځای د فولکولور او ادب لوی مديريت، د اجتماعي علومو لوی مديريت او د خپرونو لوی مديريت منځ ته راغلل او د تدريساتو لوی مديريت په خپل نامه پاتې شو خو کارونه يې ښه او گړندي شول.

د پښتو ټولنې له خوا ترسره شوي کارونه

سمول

پښتو ټولنې د خپل عمر په اوږدو کې ډېر خدمتونه ترسره کړي. ډېر آثار او خپرونې يې رامنځ ته کړي، ډېری ادبي او تعليمي چارې يې پرمخ بېولي او ډېر کسان يې روزلي او رسولي دي.
د پښتو ټولنې له خوا ترسره شوي هغه اکاډيميک کارونه چې مونږ دلته خبرې پرې کوو په لاندې بېلو بېلو برخو ووېشلای شو:

  • د کابل مجلې پرله پسې خپرول
  • د کابل کالنۍ خپرول
  • د کتابونو خپرول
  • د زېری د جريدې خپرول
  • د دايره المعارف خپرول
  • د هېواد د جريدې خپرول
  • د راز راز مشاعرو ترتيبول
  • د علمي سيمينارونه جوړول

سرچينې

سمول
  • د پښتو ټولنې په هکله دا ليکنه د ښاغلي حبيب الله رفيع د کتاب پښتو پالنې نه اخيستل شوې.