محمد دين ژواک
محمد دين ژواک

محمد دین ژواک (زوکړه ۱۲۹۵ لمريز - مړينه ۱۳۷۶ لمريز جرمني، د ۱۹۹۷ ز کال د اگسټ ۱۷) یو افغان ادیب، شاعر، ژورنالیست، څیړونکی، سیاستپوه، د پښتو ادب او فولکلور يو لیکوال وو. ده نه یوازې په پښتو، بلکې په دري ژبه کې هم لیکوالي کړې ده.

مخينه

محمد دین ژواک پر ۱۲۹۵ لمریز کال د کندهار ولايت د پخواني خشک آوې یا (دامان) او اوسنۍ ډنډ ولسوالۍ د روربات په کلي کې زیږیدلی دی. د دوی پلار غلام محی الدین نومېد. د ځوانۍ په لومړیو وختو کې په کندهار کې د دارالمعلمین د مستعجل کورس تر لوستو وروسته پر ۱۳۱۶ ل کال د ډنډ ولسوالۍ په ښوونځي کې ښوونکی شو. پر ۱۳۱۸ ل کال کابل ته ولاړ او هلته په نجات، اوسنۍ اماني لیسه کې د ادبیاتو ښوونکې وگمارل شو. پر ۱۳۲۶ ل کال د ملي دفاع وزارت د پښتو سر مفتش په توگه وټاکل شو او په ۱۳۳۰ ل کال د پښتو ټولنې د «زیري» خپرونې مرستیال وټاکل شو.

پر ۱۳۳۱ ل کال د پښتو او قواعدو د صرف و نحوې د څانگې مدیر شو او پر ۱۳۳۲ ل کال د ادبیاتو د مدیریت دنده ورته وسپارل شوه. پر ۱۳۳۴ ل کال د کابل مجلې پازوال وټاکل شو او هم یې د پښتو ټولنې د مسلکي غړي په توگه کار کاوه.

محمد د ین ژواک پر همدغو کلونو د ويښ زلمیانو په غورځنگ کې کارنده ونډه لرله. نوموړي ډیر کلونه په راډیو افغانستان کې د پښتو لوست په مخامخ توگه وړاندې کاوه.

ژواک همدارنگه د ادبي نثر تر څنگ د پښتو ژبې د ودې لپاره د پښتو ژبپوهنې، گرامر پوهنې په برخه کې او همدا راز د فولکلور او فولکلور پوهنې په اړه ډیرې هڅې کړې دي چې د دې زیار او هڅو له کبله ده ته د څیړنملۍ پوهنيزه درجه ورکړه شوه. د ده ادبي لیکنې ډیرې په زړه پورې دي. دی یو ادبي نثر لیکونکې وو او په ادبي نثر کې د تصویر نگارۍ په فن کې یو وارد وگړی وو. د ده په خوندورو لیکنو کې پاکې او ملي ولولې په ډیر ښه هنر سره څرگندې شوې دي. زموږ د هېواد یو بل نامتو ادیب، شاعر، لیکوال او څیړونکی عبدالله بختانی خدمتگار په خپله یوه لیکنه کې د محمد دين ژواک په اړه داسې وایي:

«د څیړنمل ژواک بدیعي ادبي نثر ډیر عالي دی، په ډېرو برخو کې یې یوه مرکزي ایډیه پیچلې او نغښتې ده، ښکلي او نوښتيز دی. دا لیکوال په دې لیکنو کې ډېر عاطفي غږیږي، په وینا کې دقت، شور، مستي، احساسات، او هیجانات لري.»

ده له خپل هېواد او هېوادوالو سره مینه درلوده، د هېواد او ولس د سوکالۍ او ښېرازۍ ارمانونه يې په زړه کې لرل. دی د خپلو خلکو په خوشالۍ خوښ او په غمونو يې عمجنېده. دی د خپل هېواد د طبیعي او ټولنیز چاپیریال محصول دی، همدا وجه ده چې د ده زیاتره لیکنې د هېواد د پېښو او ټولنیزو ناخوالو څرگندويي کوي. ژواک له دغو ټولو حالاتو سره مبارزه وکړه، د صبر، تحمل، او زغم لاره یې پراخه کړه او خپلو لیکنو ته یې دوام ورکړ.

محمد دين ژواک یو مهربان، متواضع، زړه سواند او د پراخې حوصلی خاوند وو. ده له خپلو دوستانو سره ډېره مینه لرله. نوموړي د ځوانانو د استعدادونو روزنې او پالنې ته ډېره پاملرنه کوله.

ژواک صاجب د پښتو ټولني د (زیري) مهالنۍ مسؤلیت ته لس کاله اوږه ورکړه، چې هلته یې د (زوړ باب او نوي وخت) افسانو، ادبي تیوریو او مکتبو، گپ شپ، کور او کهول تر سر لیکنونو لاندې لړۍ پرله پسې خپره شوې ده.

همدارنگه استاد ژواک د هېواد په رسنیو کې په سلگونو نور پوهنيز او څېړنیز نښيرونه خپاره کړي دي. شعر او شعریت یې بله لیکنه ده. د داستانونو يوه ټولگه یې «پرونۍ هېنداره» نومېږي. «ویر او تصویر»، «افغاني حماسه» او د دري شعرونو ټولگه يې د «شمع فروزان» په نامه خپرې کړې دي. د ژوند پر وروستیو کلونو یې د «رمز او راز» د موسیقي کتاب لیکلی او خپور کړی چې دوې برخې لري. په کار ده چې د هېواد ځوان لیکوال د دې دورې پر لیکنو او څیړنو باندي څېړنه وکړي، ځکه چې په دې پېر کې استاد ژواک د لیکوالو د زړه هغه خواله او لیکني په زیري مهالنۍ کې په خورا جرءت خپرولې چې په نورو رسنیو کې یې چا د خپریدو زړه نه شو کولای. په دې تړاو استاد څو وارې د وخت د چارواکيو له خوا تر فشارونو لاندې راغلی دی. د بېلگې په توگه استاد په تهران کې د یونسکو له خوا يوې جوړې شوې پوهنيزې غونډې ته بلل شوی وو، خو د روانېدو پر ورځ په کابل هوایي ډگر کې راوگرځول شو او له سفره پاتې شو. دا ډول فشارونو نوموړی له خپلې تگلارې وانه ړاوه. ژواک خپل ځانگړی ټولنیز لید درلود. ده هر کله هېوادپال او مثبت سیاسي ځواکونه تاییدول، پر غیر ملي او د نا هېوادنيو تگلارو پر ټیکه دارانو يې نيوکې کولې. دی د د يوې ناپېيلې لارې سیاستپوه او د هیڅ سیاسي بهير یا گوند غړی نه وو، خو د هېوادپالو او رښتینو سیاسي بهيرونو په څنگ کې يې د افغانستان ملي یووالي، ټولنوټيز پرمختگ، د افغان ملت فرهنگي او تاریخي ویاړونو ساتنې ته يې خپل ټول ځواک ځانگړی کړی وو.

محمد دين ژواک پر ۱۳۵۲ ل کال له خپل قانوني عمر څخه مخکي تقاعد کړ شو، خو بیا هم آرام نه کښېناست او د ژوند تر وروستیو شېبو یې په خپل هېواد کې دننه او له هغه نه بهر له لیکنې لاس وانه خیست.

کورنۍ یې

د محمد دين ژواک میرمن آغلې عایشه ژواک نومېده. له دوی څخه پېنځه اولاده پاتې دي چې د لوړو زدکړو څښتنان دي. دوه یې زامن دي چې یو یې ریدی ژواک نومېږي او دا مهال د اوکراين په خارکوف کې اوسي. دویم زوی يې پسرلی ژواک نومېږي او په ناروي کې ژوند کوي.

له دريو لوڼو څخه يې زرغونه ژواک عطا او ملالۍ ژواک جواد په جرمني کې، او نازو ژواک سربلند په هالېنډ هېواد کې اوسي.

مړينه

خدای بښلی استاد محمد دین ژواک پر ۱۳۷۶ لمريز (د ۱۹۹۷ زېږدي کال داگسټ پر ۱۷) په آلمان کې د زړه د ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترگې پټې کړې.

چاپ شوي نښيرونه يې

  1. ویر او تصویر.
  2. افغاني حماسه.
  3. پښتني سندرې.
  4. پرونۍ هېنداره (داستاني نثرونه) د ١٣٥٧ ل کال چاپ.
  5. پښتو متلونه د ۱۳۸۲ لېږديز لمريز کال چاپ.
  6. شمع فروزان (په پارسي ژبه).
  7. رمز او راز، د ۱۳۷۳ لمريز کال چاپ.
  8. افغاني موسیقي، د ۱۳۷۰ لمريز کال کابل چاپ.

د ژواک څیړنیز آثار

  1. د پښتو او انگریزي گرامر پرتله چې کابل مجلې خپور کړی دی.
  2. د توان وروستۍ شپه، چې هغه وخت طلوع افغان ورځپاڼې خپور کړی دی.
  3. (مات ښانگ) په پروان ولایت کې (پروان) ورځپاڼي خپور کړی دی.
  4. د ادبي مکاتبو ټولگه یې هغه وخت ژوندون مجلې خپره کړې ده.
  5. د پښتو لوست کتاب يې د څلورمو ټولگیو لپاره لیکلی دی.


ما وژړل!

نن ما وژړل- دومره ډیر لکه پر ما چې په ژوند کښې پر غمونو دژړلو لوی پورلا پاتې وي مگر؟! ته خو پوهیږې چې ما ستا په جهان کښې هلته چې پسرلي د دښت د لمنې ډکولو غاړه په گلونو خلاصه کړې وي. هلته چې د اوریځو شوخۍ د سیند د آرامو اوبو پر مخ د لیونۍ نڅا واری تیر کړی ؤ. هلته چې سپینې واورې د جگو غرونو دسر د سپینې بگړۍ دولونود پیچلوپت ساتلی وي. هلته چې د گڼو ځنگلونود ونود ځانگو په منځ کښې د رنگینومرغیو د ځالې جوړولوخواله نه وه سپمول شوې. هلته چې د مور د سترگو څخه د خپل نازولي بچي و سترگو ته د نازد ټالونو د للو للوست لا نه وه پاتې شوی. هلته چې د سپین سحر د وړانگو هیلې د خوشۍ د امیدوارو سترگو د پاره پلټنه د نا امیدۍ د بیرې څخه سپمولۍ وه. ما پور ادا کړی دی. د ژړا دهغې ژړا چې ستا دورکې د پلټنې په ویرما پر ځان پورباله. هلته چې د بیخبرۍ بیه تورې شپې په توره لمن کښې د آرام خوب ارمان لانه پیژانده اوما د خوښۍ د جهان د مړو څخه بییگانه توب د خپل لیونتوب د مزله لومړی پړاو باله هلته چې د عقل پرپله روان به د روږد جهان سره ماته د بیگانه په نظر کتل او ما به ستا دور کې د لټون په غم د اوښکو پور ادا کاوه. هلته چې د شپې آرامتیابه یوازې د رڼوستورو په رالیږلوخپلې مشغولتیا ته دآرامۍ ست او سلامنله، ما به د ژړا- په پټه د ژړا پور ادا کاوه. ما ژړل او د ژړا د تسل اشنایي به مې د ستړي زړه ملگرې وه ما ژړل- ژړل مې او د ژوند د غمونو پور مې ادا کړی دی. اې زما په پټه ژړا خبره ! نو ته نور زما د لټونې د درد تسکین زما د ستړي زړه د وروستیو څاڅکو رڼې مرغلرې مه بوله، ما پور ادا کړی دی او د ژوند یوازینۍ د تسل هیله مې دغه ده!

آلمان بنزهایم دستمبر (۱۹۹۶)


سرچينې

  1. http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=2240
  2. http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-1l--11-ps-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&a=d&c=areu&cl=CL5.25&d=HASH017df6c31af62c29f861635f
  3. http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&a=d&c=areu&cl=CL5.25&d=HASH01b447638fcf4a10c1630fcf
  4. http://www.afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/5331?show=full Archived 2019-09-25 at the Wayback Machine.
  5. http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---o%2E%2E%2E-8areu-00-00-0--0-10-0--0-0---0prompt-10---4------4-0-1l--11-en-50-0--20-home--100-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-00&cl=CL2.274.24&d=HASH017df6c31af62c29f861635f&x=1
  6. https://archive.org/details/azu_acku_ml3758_alif77_zhay92_1370
  7. http://rang.bloguna.tolafghan.com/posts/5289 Archived 2019-09-25 at the Wayback Machine.