احمد علي کهزاد
احمد علي کهزاد

احمد علي کهزاد ( - ۳ د ليندۍ، ١٣٦٢ هـ. ل.) يو افغان تاريخپوه او ليکوال و. . دادئ اوس پوره درويشت کاله تير شول چي د هېواد هغه ستر مورخ زموږ په منځ کي نشته ، تر درويشته کالو ورسته هم د هغه نامتو مورخ تشه ډکه نه شوه بلکي لايې د بشپړ کمبود احساس کوو . موږ په داسي حال کي د استاد کهزاد د سترو نوښگرانه او ملي _ تاريخي ليکونو څخه بې برخه يو چي اوس يې اړتيا تر پخوا څو واره زياته شوېده .

له بده مرغه موږ په داسي حالاتو کي اوسيږو چي له يوې خوا د کهزاد په څير د ملي تاريخ ليکوال او څيړونکي څخه بې برخي يو او له بلي خوا قلم او کاغذ د يو شمير داسې کسانو لاس ته رسېدلى چي د هېواد ملي گټو ته هيڅ پام نه ساتي . سيمه ييزو ، ژبنيزو او گروپيکو گټو يې پر سترگو تورې تيارې خپرې کړي او د تاريخي ليکنو تر سر ليک لاندې داسې ناوړه خپرونې کوي ، چې نه يوازې د تاريخي ارونو سره سمون نه خوري ، بلکې په هېواد کي د ميشتو اولسوتر منځ د نفاق او بد بختۍ زهر شيندي . په دې هيله چي د استاد کهزاد ستر او سپېڅلي روح ته مې د هغه د لارې د يوه پيرو او لاوري په توگه خپله دنده تر سره کړې وي ، دا دى د هغه استاد د تلين درويشتم کال په مناسبت (کهزاد د افغاني پوهانو له نظره) يوه لنډه ليکنه خپرېدو ته چمتو کوم .

د مرحوم کانديد اکادميسن محمد ابراهيم عطايې په نظر استاد کهزاد علاوه پر دې چي د هېواد نامتو مورخ دئ ، د هيواد برلاسئ ميتولوژيست هم دئ نوموړئ ليکي : د مرحوم کهزاد په علمي او ارزښتمنو کارو کي يو هم د افغانستان پخوانئ تاريخ او په هغه کي د ار يا ئيانو پر ټولنيز ژوندانه او قبلوي جوړښت پراخ بحث دئ چي هغه وخت يې هم ارزښت درلود او اوس يې دا ارزښت څو چنده سوېدئ . او بيا ليکي : د مرحوم کهزاد د افغانستان پخواني تاريخ کي ډير په زړه پوري علمي مواد سته او د ليکني ډول يې لوستونکو ته په تاريخ کي تر شا پاته طلايې عصر او تمدن تداعي کوي . ( ٢٤ : عطايې )

دمرحوم پوهاند داکتر جلا الدين صديقي له نظره د استاد کهزاد هغه پاملرنه چي د تاريخ ليکني په برخه کي يې د ارشيفي اسنادو په اړه لري يوه ارزښتمنه ځانگړتيا ده ، نوموړئ ليکي  : مرحوم کهزاد يکي از پژوهشگران مېهن پرستی است که خود به پرابلمهای تاريخنويسی در کشور از جهت کمبود يها ی مواد و اسناد درجه اول اشاره کرده و ضرورت گرد اوری انهارا چنين خاطر نشان ساخته است : ( در نوشتن تاريخ معاصر هر قوم و مليتی اسناد خطی خانوادگی که اروپائيان ( ارشيو فاميلي ) ميگويند اهميت زياد دارد و مبنای تاريخ معاصر بيشتر بران گذاشته شده است ، ولی هر قدر که وجود اين اسناد ضرور است ، دست يافتن بدان به مراتب مشکل تر ميباشد. ) ( ٤٣ : صديقی )

مرحوم سر محقق دوست شنواى د استاد کهزاد په اړه ليکي : کله چي په ١٣٢٥ کال د مرحوم استاد کهزاد ( د افغانستان پخوانئ تاريخ ) په دوو ټوکو کي خپور شو ، نو دا واقعآ يو ستر کار ؤ ، چي زموږ د هېواد د لرغوني تاريخ او فرهنگ په باب يې زښت ډير حقايق او افتخارات او نهايت زيات قيمتي معلومات د زمانې او لرغوني تاريخ په تاقچو کي له خاورو او دوړو را وايستل او د خپلو هېوادوالو په مخ کي يې کښيښودل چي موږ ورته په ډيره درنه سترگه گورو . ( ٧٣ : شينواری )

د استاد مايل هروی په نظر استاد کهزاد هغه مورخ دئ چي په خپلو ليکونو يې لوستونکي د هېواد په لرغوني تاريخ په پوره روښانتيا پوهولي دي ، نوموړۍ ليکي : همانطور يکه مورخ با نگاه ژرف و کنجکاوانه کوی وبرزن ومينار وستوپه ، لوحه سنگ منقوش و سيکه زيبا ی باستاني و سنه کتبی و سائر پديده ای تاريخي را در مينگرد و اثری بازيافته از کاويشها بميان ميا يد ، انگا هست که کهزاد به مثابه مورخ ژرفنگر بينش خويش را و تصور اين نگريش را بزبان شيوا و فهما ادا ميکند . ) ( ٨١ : هروی )

زلمی هېواد مل د هېواد نامتو ليکوال استاد کهزاد د هېواد د اوسنيو او راتلونکو نسلونو مورخ گڼي ، نوموړئ ليکي : استاد احمد علي کهزاد زموږ د هېواد د معاصر فرهنگ يوه روښانه څيره ده . څيړني او پلټني به يې د دې هيواد د لرغوني او معاصر تاريخ د ډيرو تاريکو برخو د رڼولو په لړ کي تر مودو مودو پوري د ډيري منني او يادوني وړ وي . ارواښاد کهزاد په خپلو لسگونو تاريخي ، جغرا فيا يې او د لرغونپوهني په تحقيقي اثارو او سلگونو مقالو کي د افغانستان د تاريخ او زړې جغرافيې په اړه داسي ټکو ته اشارې کړي دي چي د بل افغان مورخ په ليکنو کي به يا نه وي راغلي او که راغلي هم وي نو د ارواښاد کهزاد په حواله به ليکل شوي وي . ( ٨٩ : هېواد مل )

د هيواد د نامتو ليکوا ل محمد اکبر شورماچ له نظره استاد کهزاد يو ستر نورستان پوه ( نورستانشناس ) گڼي او ليکي : استاد کهزاد با علاقمندي و عشق خاصيکه به مردم ، وطن و تاريخ کشور داشت با چيره دستی خاص توانست موجوديت ، هويت و تبارز تاريخي وطن و مردمانرا که از زمان باستان زير ابر های تيره و تار تاريخ پنهان و مستور مانده بود ، اشکار سازد و افغانستان را بحيث يکي از کانون های قديم و باستانی که در قلب اسيا مو قعيت دارد معرفی و به اثبات برساند . ... هيچ يکی از نويسنده گان و محققين کشور ما مانند استاد کهزاد پيرامون نورستان نه نوشته و تحيق و نه تتبع نموده اند . دانشمند و مورخ شهير کشور ما با ژرفنگری خاص و ديد وسيع منشا خونی ، افتخارات تاريخی و ديگر گوشه های زنده گي مردم نورستان را در اثار خويش هم بصورت ضمنی ، هم مقايسوی و هم مستقلانه گنجانېده که از لحاظ تاريخی و اجتماعی از اهميت زيادی برخوردار ميباشد . ( ١٠٣ : شورماچ )

رسول باوري استاد کهزاد د هېواد د نامتو لرغونپوه په توگه پيژني او ليکي : استاد کهزاد او په افغانستان کي د لرغونو څيړنو بهير داسي تړاو لري چي د کهزاد د نوم پرته په افغانستان کي د لرغونو څيړنو پيل د پوهېدلو نه دئ . ( ١٢٨ : باوري )

د کابل پوهنتون د استاد پوهندوى شا محمود محمود په نظر ، استاد کهزاد د تاريخي جغرافيا نامتو پوه او د ځوانو څيړونکو لپاره ستر لار ښود دى ، نوموړئ ليکي : مقالات و نبشته های متعدد از استاد کهزاد پيرا مون جغرافيايې تاريخي داريم که نهايت ارزشمند است ... استاد کهزاد با استفاده از اوستا نامهای مناطق مختلف را نشان داده است . در اوستا باب اول ، حصه سوم ان ونديداد سر اسر يک بحث جغرافيايې است و از شانزده قطعه زمين بحث ميکند که از نقطه نظر تاريخ ، جغرافيا ، مهاجرت اريا ئيها ، مدنيت ار يا يې دارای اهميت فوق العاده بزرگ است . و استاد کهزاد انرا به وضاحت لازم روشن نموده است . ( ١٣٨ : محمود )

د افغانستان د علومو اکادمي علمي غړئ محقق مير احمد گربز استاد کهزاد د لرغونو اريائيانو د فکلوريکو ادبياتو ستر څيړونکئ گڼي ، نوموړئ ليکي : جرگه د اوسني افغانستان لپاره هم هغه ارزښتمنه موسيسه ده چي د ملی او سيمه ايزو ستونزو د حل ، لاري چاري مومي . پياوړي مورخ کهزاد د اريا ئيانو د مهال هغه جرگې په ټول توان او هر اړ خيزه توگه را څيړلي او څرگندي کړېدي چي هغه مهال د بيلا بيلو ستونزو د حل ا و فصل لپاره يې کارولي دي . تاريخي متون ، د تاريخي ليکني لپاره يوه ستره منبع گڼل کيږي ، استاد کهزاد د افغانستان پخوانئ تاريخ او په خاصه توگه اريائيان او د هغوۍ د مدنيت په باب ټول مواد له همدغو مدنيتونو څخه د را پاته متونو پر بنسټ د پيژندلو وړ گرځولي دي . ( ١٥٧ : گربز )

پوهنوال داکتر خالق رشېد د کابل پوهنتون پخوانى استاد د پښتو ژبي د منشا په اړه مرحوم استاد کهزاد يو له هغو نامتو څيړونکو څخه گڼي چي ليکني او څيړني يې پخې او د درنښت وړ دي ، نوموړۍ ليکي : موږ په خپل هېواد او تاريخ ليکونکو کي د گوتو په شمار کسان لرو ، خو که د گوتو په شمير کي بيا هم د خپل هېواد او تاريخ په وړاندي ټاکنه کوو ، زه فکر کوم چي د استاد کهزاد نوم او يادونه د لومړي توب حق تر لاسه کوي . دا ځکه چي ده په خپلو تاريخي هستونو کي د ملي تاريخ ليکني ټول ارونه په نظر کي نيولي دي . پيښې ، او حوادث يې د يوه رښتني مورخ په توگه په پام کي نيولي ، او په ليکونو کي يې خپل ملي کرکتر له پامه نه دي ليري کړۍ . کهزاد د يوه مليت نه بلکي د يوه ملت مورخ دئ . د کهزاد ملي ځانگړني د تاريخ ليکني په برخه کي دومره په زړه پوري دي چي په رښتيا د ملت رښتينې هنداره گڼل کيږي .

سرچينې

١ - د افغانستان په پخواني تاريخ کي د ځينو ايتنکي او ميتولوژيکي اصطلا حاتو پر جوړښت لنډه تفسيري څيړنه . عطايې . ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٢ - اهميت اسناد ارشيفي د ر اثار استاد کهزاد . جلا لدين صديقي .ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٣ - د استاد کهزاد په اثارو کي د گرام د کلمې رښې او معنی . سر محقق دوست شينواری . ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٤ - پيرامون نثر نويسی استاد کهزاد . مايل هروی . ياد نامه کهزاد. ١٣٦٧ .

٥ - غرغښت ياگرشاسپ . زلمی هيواد مل . ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٦ - مطالعات کهزاد در باره نورستان . محمداکبر شورماچ . يادنامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٧ - کهزاد او لرغونپيژندنه . رسول باوري . ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٨ - مباحث جغرافيايې و تاريخي در اثار کهزاد . شامحمود محمود . يادنامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٩ د کهزاد په ليکنو کي د اريا ئيانو فکلور . محقق نوراحمد گوربز . يادنامه کهزاد . ١٣٦٧ .

١٠ - د پښتو ژبي منشا او د کهزاد څيړني . خالق رشيد . يادنامه کهزاد . ١٣٦٧ .