ليکوال يا ليکواله داسې يوه وگړي (وگړې) ته ويل کېږي چې ادبي نثر يانې لنډې کيسې، داستان، ناول، رومان، نندارمې او نورې هنري پنځونې وکړې او کړې يې وي. په پښتو ژبه کې هغو کسانو ته، چې په بېلابېلو پوهنو کې پوهنيزې څېړنې کوي او بيا يې د کتاب په بڼه چاپوي، هم د ليکوال ويي کارول کېږي. مانا دا چې که چيري کوم وگړي پوهنیزې څېړنې کړې وې يا يي هنري نثر يا په بله وينا داستاني اثار ليکلي وي، د ليکوال په نامه یادېږي.

مطلق داسې هم نه ده چې هر ليکوال دې هرو مرو مسلکي او کسبي وي. زموږ په هېواد لوی افغانستان کې داسې ليکوال ډېر دي چې د ليکوالۍ په څانگه کې يې مسلکي زده کړې نه دي کړې، خو د خپل ځاني لوست او د ليکوالۍ د استعداد د درلودلو په پايله کې يې ډېر ښه اثار ليکلي او ډېرې ښې څېړنې يې کړې دي. لکه پوهاند عبدالحی حبيبي، پوهاند عبدالشکور رشاد، استاد عبدالروف بېنوا، د اکاډميسين کانديد محمد انور نوميالی، پوهاند صديق الله رښتين، پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار، حبيب الله رفيع او گڼ شمېر نور.

د نړۍ په نورو هېوادو کې هم داسې ليکوال تېر شوي او شته چې د ليکوالۍ په څانگه کې يې هېڅ کومې مسلکي زده کړې نه دي کړې، خو داسې هنري اثار يې پنځولي چې په ټوله نړۍ کې نامتو شوي او د ليکوال نوم يې تلپاتې کړی دی. د ساري په توگه د روسيې ستر ليکوال لېو نيكولايوويچ تولستوى، فیودور داستایفسکي، ستر امريکايي ليکوال تيودور درايزر او گڼ شمېر نور د همدغو اماتورو ليکوالو له شمېر څخه دي.


دا هم وگورۍ

سرچينې

باندنۍ تړنې