محمد انور نوميالی

محمد انور نوميالی

د اکاډميسين کانديد محمد انور نوميالى (د ۱۹۲۸ ز کال د فبرورۍ ۱۹ مه، د ۱۳۰۶ ل ل كال د سلواغې ۲۹ مه - د ٢٠٠٦ ز کال د اکتوبر ۴، د ١٣٨٥ ل کال د تلې ١٢ ډنمارک) يو افغان پښتو ژبی ليکوال، شاعر، څېړونکی، ژباړن او اندیال وو، چې په پښتو ژبه يې ليکوالي او پنځونه کوله.

مخينه

محمد انور نوميالی د حاجي ملا محمد نعيم اخوند زوی،د غلام محى الدين لمسى په خټه اليزی، د ۱۳۰۶ ل ل كال د سلواغې پر ۲۹ مه د کندهار ښار د معروف ولسوالۍ د اليزو په يوه روحاني كورنۍ كې نړۍ ته سترگې پرانيستې وې.

زده کړې

محمد انور نوميالي د وخت د متداوله او مروجه علومو زده كړې له خپله پلاره، چې ملا طبيعته سړى وو او همدارنگه د سيمې له نورو استادانو څخه او د جنوبي پښتونخوا په مدرسو كې تر سره كړې دي. ځواني يې په طالب العلمۍ او ملايۍ كې تېره شوې ده. د وخت د استبداد ناسم چلند او دغه راڼه ستوري ته د كومې تعليمي ــ تحصيلي موسسې د فراغت د سند، چې له دوستانو سره به يې په مجلسو كې په اړه ورته د ((كاغذ)) خطاب كاوه، د دغه كاغذ د نه درلودلو بهانه نيول او د تورتمپالو له خوا د ده د پرمختگ مخنيوى د دې سبب شو چې د څه مهال لپاره د انزوا او گوښه نشينۍ حالت اختيار كړي. د علمي القابو د وېش پر مهال د كانديد اكاډميسين پر لقب نومول شوی. محمد انور نوميالي د ژبو د زده كړې په برخه کې ښه وړتيا درلوده، پر پښتو او پارسي ژبو سربېره يې اردو، عربي، انگرېزي، روسي او ډنماركي ژبې ښې زده وې او د دغو ژبو له اخذونو څخه يې ښه گټه اخيستلاى شوه.

دندې او فرهنگي-پوهنيزې کارندتياوې يې

استاد نوميالي د كندهار ښار په بيلابېلو ښوونځيو او لېسو كې د ادب او منطق د استادۍ دنده درلوده. وروسته كابل ښار ته په راتگ سره يې څه موده په گمرك كې دنده درلوده، د پښتو څېړنو د نړيوال مركز سره يې همكاري درلوده، د ۱۳۵۷ ل کال د غويي مياشتې تر پاڅون وروسته د بيهقي د كتاب خپرونې موسسې د رياست دنده ور په غاړه شوه. نوموړی د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى هم پاتې شوی، څېړنو يې رسمي بڼه نيولې وه او د علومو اكاډمۍ د ختيځ پېژندنې انسټيټيوټ غړى او بيا مشر وټاكل شو. د تېرې پېړۍ د وروستۍ لسيزې په لومړيو كې يې د نورو څېړنو لپاره د منځنۍ اسيا هېوادونو لکه وزبكستان او تاجكستان ته سفرونه کړي دي. دا چې د تاجکستان حالت او زموږ د هېواد بد حالت يو له بله په سيالۍ کې کم نه وو، نو له مجبورې ورځې د روسيې د پترزبورگ او بيا د مسكو ښار مساپر شو. په مسکو کې يې څو ځله خواره واره افغان فرهنگيان راټول كړي او د افغان فرهنگي ټولنو بنسټ يې ايښى دى. پر ۲۰۰۰ ز کال ډنمارك ته كډوال شو.

محمد انور نوميالي د انساني ژوندانه په اړه خپل ځانگړى فلسفي ــ اخلاقي ليد لورى او دريځ درلود، په رښتينولۍ او سپېڅلتيا مين وو، د فكري استغنا څښتن وو. د انسان لپاره د انساني فكر او په انسانستان كې د اوسېدو ټينگ پلوى وو. هوډمن وو، خوځنده وو، استراحت طلب نه وو، ان په دغسې عمر كې چې ډېری نور خلک د راحت غوښتونکي شي، ده په نورو څېړنو او د خپلو پخوانيو، د زلميتوب د نيمگړو او نابشپړو څېړنو په بشپړېدو پسې يې مټې رانغښتې وې. ده د خپل ژوند په اوږدو كې د هېواد د يو شمېر ډېرو وياړمنو فرهنگيانو د استادۍ وياړ درلود. خپل ډېری اثار يې د ټايپي ـ طباعتي غلطيو له ريسكه ساتلي او خپله يې په لاس په ښكلي ليك كښلي دي، چې د پوره حوصلې او ښه ذوق څرگندونه يې كوي.

له افغان مطبوعاتو سره، په ځانگړي توگه د كندهار له طلوع افغان سره يې له هماغه ځوانۍ راهيسې ښه پاللـه. د علومو اكاډيمۍ په چوكاټ كې پر څېړنيزو پروژو سربېره يې پښتو ژبه په نورو ډېرو ښو او ارزښتمنو اثارو وپسوللــه. په پښتو ژبه كې د تخونو يا د روسي ادب د «چستوشكو» ژانر د رامنځته کولو پلوی وو. د هېواد په دننه او بهر كې يې د مطبوعاتو له لارې د چاپ شوو ليكنو او څېړنو شمېر ښايي سلگونو ته ورسيږي. د ژوند په وروستيو كې يې ليكنې پخپله په كمپيوټر کمپوزولې او بېلابېلو وېب سايټونو ته به يې د خپراوي لپاره استولې. د محمد انور نوميالي سياسي لوری د کيڼ پالو له لوري سره يو وو.

مړينه

د کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالي د ٢٠٠٦ ز کال د اکتوبر د مياشتي پر ۴ (د ١٣٨٥ ل کال د تلې پر ١٢) د ۷۹ کالو په عمر په ډنمارک کې د زړه د درېدو لامله له دې نړۍ سترگې پټې کړې. د ده جنازه لومړی له ډنمارک څخه د اسلام اباد له لارې د افغانستان پلازمېنې کابل او بيا کندهار ته ولېږدول شوه او د ۲۰۰۶ ز کال د اکټوبر پر ۱۷ د کندهار پوهنتون په ساحه كې خاورو ته وسپارل شوه.

چاپ شوي نښيرونه يې

د کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالي د يو شمېر چاپ شويو نښيرونو نومونه دا دي:

  1. ۱. انسان او تكامل (ژباړه)، د كابل چاپ.
  2. ۲. هند د لومړي کميونيزم څخه تر مر ئيتوب پورې (ژباړه).
  3. ۳. د پښتو ادبياتو د تاريخ يوه تيوريكه طرحه (څېړنيز اثر، گستتنر، كابل).
  4. ۴. د وېش سيسټم (څېړنيز اثر، گستتنر، كابل).
  5. ۵. د افغانستان توکمونه (ژباړه، سريزه او تعليقات، كابل).
  6. ۶. د ميتودولوژۍ تاريخ (ژباړه، سريزه، لمنليکونه او تعليقات، كابل).
  7. ۷. د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي (څېړنيز اثر، مسكو چاپ).
  8. ۸. د كوډو سرنوشت د علمي پلټنې په رڼا كې (څېړنيز اثر، مسكو چاپ).
  9. ۹. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، لومړى ټوك (د ختيځ د نامتو ولسي كيسو ژباړه، مسكو چاپ).
  10. ۱۰. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، دوهم ټوك (د همدغو نكلونو د ژباړې بله برخه، مسكو چاپ).

ځينې ناچاپ نښيرونه يې

  1. ۱. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، (د همدغو ولسي كيسو د ژباړې پاتې برخې په دريم ټوك كې د چاپ لپاره).
  2. ۲. بانډار لومړۍ مجموعه (د ده لخوا په پښتو ژبه كې د تخونو يا چستوشكو د نوي ژانر په قالب كې د خوندورو نظمونو ټولگه).
  3. ۳. بانډار دوهمه مجموعه (د همدغه تخونو دوهمه ټولگه ده).
  4. ۴. هزار و يك قتقتك (د تخونو يوه بله ټولگه ده.)
  5. ۵. هغه پلا او دا پلا (يوه سفرنامه ده.)
  6. ۶. زما د پوهنې حدود د حقيقت په مخ كې (د ژوندانه په باب د ده د فلسفي نظريو يوه ټولگه ده چې له نن څخه پنځوس كاله پخوا يانې پر ۱۹۵۶ ز كال کښل شوې وه.)
  7. ۷. د افغانستان د ايتنوگرافۍ په باب يوه پلټنه.
  8. ۸. د مختلفو موضوعاتو په باب يو شمېر ناچاپه مقالې.

سرچينې

  1. بېنوا پښتو گورتپاڼه
  2. http://www.talafghan.com/numyalai/numyalaidazhwandlamenekadaso=mmhotak.html
  3. http://www.talafghan.com/numyalai/yawzalbiadaweerpatagharkshenastu=jsamoon.html
  4. http://www.talafghan.com/numyalai/reportsfromkabulandkandahar.html
  5. http://www.talafghan.com/messegesandreports/rohi%20baheer.pdf