== بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

صبر او یقین


خپل زوی امام حسن ته علي (ک) په یوه لیک کې داسې کاږي

و تفقه فى الدين و عود نفسك التصبر على المكروه و نعم الخلق التصبر فى الحق. والجى نفسك فى امورك كلها الى الهك فانك تلجئها الى كهف حريز و مانع عزيز

«او په دین کې تفقه وکړه او ځان د مکروهاتو او ناخوالو په زغملو روږدی کړه او څه ښه خوی دی چې انسان په حق لار کې زغمناک وي او په ټولو چارو کې خدای ته پناه یوسه، که داسې وکړې؛ نو ډاډمن پناه ځي ته دې پناه وروړې ده.»

صبر له یقین او عشقه راولاړ شوی دی

د ستونزو زغمل هله شونې دي چې روح موړ وي او دوه څیزونه انسان د صبر تریخ غړپ څښلو ته چمتو کوي؛ بې له دې چې زیان او څه افت ور ورسوي:

ړومبی: د هستۍ د نظام په اړه یقین او پوهه ده؛ یعنې په خدای جوړه کړې نړۍ کې د چارو د چورلېدو پر څرنګوالی پوهېدل؛ هغه نړۍ چې تدبیر، سنبالنه او مدیریت یې د انسانانو په واک کې نه دي او ګردې چارې یې د انسان د مراد له مخې نه چورلي او د انسان د واک او ځواک کړۍ هومره ارته نه ده، چې په ټولو چارو کې برلاسی تصرف وکړای شي.
دویم: مینه او عشق دی. د چا چې روح موړ او زړه یې خپل محبوب ته ورسپارلی وي، د ډول ډول سختیو زغمل به ورته اسان وي. پر بېلا بېلو نادودو او کړاونو صبر کله هم د عاشق، محب او مینوال حالت دومره نه خرابوي چې له اروایي انډوله راووځي او پر کږو وږو یې سر شي.

څوک چې د هستۍ نظام سم نه پېژني او د مینې خوند یې څکلی نه وي؛ نو له صبر او کړاوه یې یوازېنی برخه پر کږو وږو سرکېدل او له اروایې انډوله وتل دي.

له پېغمبر (ص) څخه په یوې روایت شوې دعا کې چې د شعبان میاشتې پر پنځلسمه شپه (چې د ځینو روایاتو له مخې د قدر له شپو ده) ویل کېږي، دا مانا راغلې ده:

للهم اقسم لنا من خشيتك ما يحول بيننا و بين معصيتك و من طاعتك ما تبلغنا به رضوانك و من اليقين ما يهون علينا به مصيبات الدنيا

«خدایه له خپل خشیت او ډار دې هومره راپر برخه کړه چې په ګناه پسې ورنشو او له خپل عبادته دې هومره راپر برخه کړه چې رانه راضي شې او له یقینه هومره راپر برخه کړه چې د دنیا کړاوونه راته اسان شي.»

یقین د مکروهاتو او سختیو زغمل اسانوي؛ یقین د صبر ورور دی.

په روایاتو کې لرو، ډېر لږ څیز چې په خلکو کې ویشل شوی، یقین او صبر دی [بحار الانوار: ۷ ټوک، ۱۷۳ مخ]

او البته صبر د یقین زوکړه ده. له علي (ک) روایت شوی، چې ویې ویل:

اطرح عنك العموم بعزائم الصبر و حسن اليقين (بحار الانوار، 82 ټ، 136 صفحه)

«غمونه له ځایه په ټینګ صبر او ښه یقین وشړه.»

د صبر ځایونه

د اخلاقو د عالمانو له نظره، انسان باید په درېیو ځایونو کې صبر خپل کړي:

لومړی: پر مکروهاتو او سختیو صبر

دویم: پر عبادت او طاعاتو صبر
درېیم : پر معصیت صبر.

دا مانا په روایاتو کې هم راغلې ده:

الصبر ثلاثه: صبر على المصيبه و صبر على الطاعه و صبر على المعصيه (اصول كافى، 2 ټ)

(او ښایي پر راز پوهېدنې صبر هم پرې ورزیات کړو. راز پوهېدنه او د غافلانو په څېر اوسېدل، بېشکه یو ستونزمن چار دی). البته دا درې (یا څلور) چارې یو له بل سره نژدې دي او ټول پر مکروهاتو باندې په صبر کې رالنډېږي.

زغمناکېدل یو ستونزمن چار دی

زغمناکېدل؛ یعنې دا چې انسان سختي وزغمي او یو سخت چار ترسره کړي. کله پر انسان د کړاوونو او مکروهاتو زغمل سخت وي؛ نو ځکه انسان یې پر وړاندې صبر ته بلل کېږي. کله پر انسان د خدای فرمان منل سخت وي؛ نو ځکه انسان پر اطاعت صبر ته بلل کېږي او کله هم له ګناهونو ډډه کول سختېږي؛ ځکه نفس د حرامو خوندونو څکلو ته سخته اشتها لري او د نفس مخنیوی ورته سخت وي؛ نو ځکه صبر تش یو حقیقت لري چې په «اخلاق ناصري» کې د خواجه نصیر په وینا؛ پر ستونزو، کړاوونو او مکروهاتو صبر دی او دا چې مکروهات ډولونه لري؛ نو ځکه صبر مختلفې بڼې پیدا کوي؛ خو حقیقت یې د سختیو او مکروهاتو پر وړاندې زغم او نه بی تابه کېدل دي.

بې زغمي  د انسان په اروا کې د اضطراب او اندېښمنۍ په بڼه راښکاره کېږي، پر خوله شکایت، ناسزا، کنځلو او پړې په بڼه او په غړیو کې د ناسنجول شويو کړو وړو په بڼه رادبرېږي.
زغمناک په دې درې واڼو ځایونو کې زغمناک دی: هم له اروایي اړخ ډاډمن دی، هم یې له خولې شکایت، کنځل او ناسزا نه راوځي او هم په عمل کې ناسمې او ناسنجول شوې کړنې نه کوي؛ نو کله چې یو تن دا درې واړه پړاوونه په بریا ترسره کړل، صبور او زغمناک ورته ویلای شو.

زغمناکېدل د سلوک په یوې مرتبې پورې تړاو لري، نه په ټولو مراتبو پورې

زغمناکېدل یوازې د سلوک له مراتبو په یوې مرتبې پورې د سپارښتنې وړ دی. «صبر» د سلوک نیمایي لار ده او تر دې روسته نورې مرتبې لري. څوک چې پر ځان بچونې ملزم دی او باید د خپل نفس غوښتنې قیضه کړي؛ نو هغه دی چې تراوسه یې د وجود له چینې پاکې رڼې اوبه راوخوټېدلی نه دي؛ نو ځکه له نعمتونو برخمني او د زړه غوښتنې ورته حلالې نه دي؛ خو هغه چې ګرد پاک، رڼا او روڼ دی او ډېره لږه خړپړتیا پکې پاتې نه ده، ځان بچونه ورته مانا نلري.

خدای د جنتیانو په ستاینه کې وایي:

إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِنَّا الْحُسْنَى أُولَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنْفُسُهُمْ خَالِدُونَ لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ( الانبیاء/۱۰۱- ۱۰۳) = (خو) په رښتیا هغوى [= صالحو مؤمنانو] ته چې له مخكې زموږ ژمنه وركړه شوې ده،[له دوزخه] لرې ساتل كېږي . دوى د دوزخ د اور غږ نه اوري او د خپل زړه غوښت په [جنت] کې به تلمېشتي وي . (هغه) لویه وېره یې نه غمجنوي او پرښتې ښه راغلاست ورته وايي (او ورته وايي : (( دا هماغه ورځ ده، چې (په دنيا کې) يې ژمنه درسره كېده .))

خدای دغسې پاکیزه نفس ته وایي:

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً (فجر/ ۲۷- ۲۸) = ډاډمن نفسه (ځانه)! د خپل پالونكي لوري ته دې وروګرځه، چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى.

پر دې پاک نفس هیڅ ډول خپګان او ډار نشته. دا جنتي مطمئنه نفس له صبر ورپورته شوې دی. خپل زغم یې پیاوړي کړی او دا دی د بریا نوبت یې رارسېدلی دی. په دې پړاو کې، نفس د تریخ صبر خوږې مېوې څکي او خوله یې خوږيږي.

من اگر كامروا گشتم و خوشدل چه عجب مستحق بودم و اينها به زكاتم دادند

هاتف آن روز به من مژده‏ى اين دولت داد كه بران جور و جفا صبر و ثباتم دادند

اين همه شهد و شكر كز سخنم مى‏ريزد اجر صبرى‏ست كزان شاخ نباتم دادند

(حافظ)

په عامیانه داستانونو کې راغلي، حافظ د «شاخه نبات» په نامه یوه معشوقه درلوده او دا چې صبر یې ترې وکړای شو، په بدل کې یې دا خوږه خبره واخسته :

دلى كه عاشق و صابر بود مگر سنگ است ز عشق تا به صبورى هزار فرسنگ است‏

حافظ چې په دې بیت کې کوم صبر وایي، له عشق او معشوقه صبر نه دی، له یوې نفساني خوږې غوښتنې صبر دی. که څوک د خپل نفس غوښتنې لتاړ کړي، راروسته به یې خوله خوږه شي. د حافظ دا خبره، د مولوي د ابیاتو غبرګون دی:

گر سخن خواهى كه گويى چو شكر صبر كن از حرص و اين حلوا مخور

صبر باشد مشتهاى زيركان هست حلوا آرزوى كودكان‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، 1601 -1600)

که غواړې چې خبره دې د حلوا په څېر خوږه شي، باید د ځینو حلواګانو له خوړو ډډه وکړې. بېشکه هم مولوي او هم حافظ، چې دواړه د تاریخ خواږه ژبي دي، د سلوک په یوه پړاو کې یې پر ځینو غوښتنو

پښې ورایښي، کوم نبات یې ونه خواړه او په پایله کې پخپله پر کان واوړېدل، د هستۍ نظام دغسې دی.

بالصبر تدرك معالى الامور (غرر الحكم) = په صبر سترې چارې تر لاسه کېږي.


د صوفیانه اخلاقو په قاموس کې د «صبر» ناسمه مانا؛ بې پایلې کړښت دی

ورپسې ټکی دا چې په صوفیانه اخلاقو کې چې په مسلمانانو کې دود شو، «صبر» د کړښت مانا خپله کړه. داسې چې ټولو وانګېرله چې «صبر» یعنې د هر ډول سختیو زغمل او نباید د طبیعت، انسانانو او ظالمانو د کړاوونو پر وړاندې په کوم غبرګون او اقدام لاس پورې کړو؛ یعنې هر ډول اقدام او شکایت یې د صبر یو منافي او پر خلاف چار باله. دا صوفیانه اخلاق، ان د ناصوفیانو د اخلاقو د علم کتابونو ته هم ورننوتی؛ خو د مطلب حق دا دی چې زغمناکېدل په هیڅ وجه له دغسې مانا سره تړاو نلري.

د انسان ډېری ستونزې د ده له واکه بهر ورپېښېږي

انسان پر ژوند او موخې ته د ورسېدو په لار کې له ګڼو ستونزو سره مخېږي چې له واکه یې بهر دي. نړۍ یو مخې زموږ په مراد نه چورلي او ارادې ته مو تسلیم او ایلېږي نه. ډېر لږ کسان دي چې په اسانه مطلب ته ورسي او څومره چې د انسان موخه، مقصد او مقصود اوچت او ارزښتمن وي، خنډونه او کړاوونه به هم ډېر وي.

«متنبی» یو ښکلی شعر لري:

و اذا كانت النفوس كبارا تعبت فى مرادها الاجسام‏

یعنې کله چې نفس لویی وي، بدن کړېږي؛ ځکه لویی نفس لوړ همت لري او اوچتې موخې رانغاړي؛ نو ځکه بدن ارام نه پرېږدي او تل یې سختیو او تنګسو ته ورکاږي. یو لړ دا ستونزې د خنډونو او ناسنجول شویو ستونزو له لامله پېښېږي او یو شمېر یې د انسان له ناوړه تدبیره راولاړېږي او یو شمېر نور یې له طبیعي مشکلاتو راټوکېږي او د انسان له اختیاره وتلي دي.

د ستونزو لرې کولو ته د انسان هڅه د صبر پر خلاف نه ده

عموماً دا ستونزې په دې ډول دي چې انسان یې پر وړاندې لږ و ډېر مقاومت کړای او غبرګون ښوولای شي او دا ستونزې یو مخې یا ځینې یې لرې کولای شي. ډېرې لږې ستونزې دي چې انسان یې پر وړاندې بیخي لاس تړلی، بېوسی او عاجز وي. لکه که څوک پر نا علاجه ناروغۍ اخته شي، ان که د ناروغۍ پوره درملنه ونکړای شي؛ خو لږ تر لږه درد یې تسکین او غلی کولای شي یا داسې کار کوي چې مرګ په ځنډ راشي. همدغسي طبیعي او ناطبیعي ستونزې هم دي. دا ټولې سختۍ داسې دي چې ژر یا روسته، لږ یا ډېرې د تخفیف یا لرې کېدو وړ دي؛ نو ځکه د عقل شرط دا نه دی چې انسان له ستونزو سره د مخامخېدو په لومړي قدم کې، موخه پرېږدي او لاس ترې واخلي.

له بیخه که موخه او موخې ته د وررسېدو مینه او عشق نه وي، صبر بې مانا دی؛ ځکه کړېدل بې مانا دي.

انسان کړاو د کړاو لپاره نه؛ بلکې موخې او مقصد ته د وررسېدو لپاره زغمي؛ نو ځکه بې موخې کړښت، عین سفاهت، بېړاتوب او ناپوهي ده.

عقلمن هڅه کوي چې د موخې په لار کې، ځانونه له ستونزو سره د مخامخېدو پر وړاندې چمتو کړي او پر وړاندې یې په سنجول شويو کړنو لاس پورې کړي.

اقدامات او چاره سنجونې د صوفیانه اخلاقو له مخې، له صبر سره په ټکر کې دي؛ ځکه کله په صوفیانه اخلاقو کې بې پایلې کړېدنه دودېده او ویل کېده چې باید تنګلاسي یا ظلم یا لوږه وزغمو او غبرګون و نه ښیو.

زغمناکېدل د هر ډول کړښتونو زغمل نه دي

حق دا دی چې زغمناکېدل البته پر کړښتونو صبر دی؛ خو د هر ډول کړاوونو زغمل زغمناکېدل نه دي. په واقع کې دې ټکي ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې صبر کله د بې پایلې کړېدنې پر مانا وانګېرل شي. مولوي په مثنوي کې د «اشغر » په نامې د یو افسانوي څاروي مثال لري وایي:

هست حيوانى كه نامش اشغر ست او به زخم چوب زفت و لمتر است‏

تا كه چوبش مى‏زنى به مى‏شود كو به زخم چوب فربه مى‏شود (…)

پوست از دارو بلاكش مى‏شود چون اديم طايفى خوش مى‏شود

دا څاروی په لرګي وهلو چاغېږي؛ یعنې خواړه یې کړېدنه ده. مولوی زیاتوي:

زين سبب بر انبياء رنج و شكست از همه خلق جهان افزون‏تر ست‏

په همدې دلیل خدای تر هر چا ډېر پر پېغمبرانو کړاوونو رالېږي. له دې مانا ناوړې پوهېدنې هم کېدای شي.

له دې خبرې نباید داسې پوه شو چې کړښت او سختي، یو نعمت دی او باید ښه راغلاست ورته ووایو؛ ځکه لومړی دا کړښت او بلا له نعمت پرته یو څیز دی. که څه کړښت کله هم ښې اغېزې درلودای شي. دویم نباید کړښتونو ته ښه راغلاست ووایو او نباید په لوی لاس یې چمتو کړو؛ بلکې که (د موخې په بهیر کې) ورسره مخ شو، باید پر وړاندې له زغمه کار واخلو.

انبیاوو بې وجهې کړښت نه ګاله

فی نفسه او خود په خوده د کړښت زغمل مطلوب نه دي. په تېره انبیاوو (ع) کله هم بې وجهې کړاوونه نه زغمل. کړښت یې د کړښت لپاره نه و. اپوټه، انبیاوو یوه موخه درلوده او موخې ته د وررسېدو لپاره یې ځانونه هر ډول کړاوو ته چمتو کړي وو او په عین حال کې تل یې له خدایه عافیت او خوندیینه غوښته. عافیت د کړاو ضد دی. کړښت او بلا له دې اړخ چې کړښت دی، په مطلق ډول کوم خیر چار نه دی او کله مهلک، مخرب او ویجاړوونکی دی؛ له همدې لامله باید له شر او بلاګانو خدای ته پناه یوسو.

له کړاوونو سره د انسان د مخامخېدو په باب په فارسي ادب کې دوه مثالونه

په فارسي ادبیاتو کې د کړښتونو پر زغملو دوه مثالونه ویل شوي دي: یو مثال یې دا دی چې انسان باید د «میخ» په څېر وي؛ څومره یې چې وهي ښه ټینګېږي. د یو شاعر په وینا:

استوارى و استقامت ميخ سزدار عبرت بشر گردد

بر سرش هر چه بيشتر كوبند پايداريش بيشتر گردد

پر وړاندې یو بل مثال امام غزالي راوړی دی: امام غزالی د «علم کلام» د آفاتو په څرګندونه کې وایي چې یوه ډوله ګروهنه (معتقده) ده چې باید د کلام علم ته ورمخه کړو چې د انسان ایمان پیاوړی شي؛ یعنې په شبهاتو کې غور او ځوابونو به یې د مؤمنانو د ایمان د ټینګېدو لامل شي. امام غزالي په مقابل کې د مثال په ژبه وایي، چا لیدلي که ونه په تبر وټکوي، جرړې یې ټینګېږي؟

د دې دوو مثالونو له مخې انسانان له کړاوونو سره په مخامخېدو کې دوه ډوله دي:

ړومبی میخ صفته انسانان دي چې د کړاوونو ګوذارونه یې ښه ټینګوي او دویم نیالګي صفته انسانان دي چې سیلۍ یا نرم باد یې له بېخه رانړوي.

ټول انسانان له کړاوونو سره مخامخېدو ته هڅولای نشو

نو ځکه علی الاطلاق نشو ویلای چې ټول باید د ستونزو روغبړ ته وروځغلي؛ ځکه ډېر ځل ستونزې نه یوازې وګړي نه پخوي چې له منځه یې وړي، که په عالم کې داسې موجودات هم وي چې په لرګي وهلو چاغېږي مګر ټول موجودات خو داسې نه دي.

له آره که د یو موجود د چاپیریال نوسانات له ټاکلي بریده واوړي، نو یوازې له چاپیریال سره به د تطابق شونتیا منتفي شي، چې خپله موجود به هم له منځه ولاړ شي.

نو ځکه زغمناکېدل د ناسنجول شویو، بې پایلو او بې مانا کړاوونو د استقبال او زغملو پر مانا نه دی.

متأسفانه دې صوفیانه مانا ډېرې نادودې راولاړې کړي دي. مولوی راته وایي:

در تو نمرودى ست آتش در مرو رفت خواهى اول ابراهيم شو

انسان که ابراهیم صفته نه وي او پر اور پښه کېدي؛ بېشکه له منځه به ولاړ شي؛ نو ځکه په اور کې تر پښو ایښوو وړاندې باید د ځان له ابراهيم صفته کېدو ډاډمن شو.

مازې د کړاوونو ښه راغلاست مطلوب نه دي؛ بلکې وروړاندې یوه موخه ترې ولرو، چې د کړاوونو زغم ته چمتووالی تر لاسه کړو.

خو دا زغم هم د شکایت نه کولو پر مانا نه دی؛ بلکې له موخې د لاس نه اخستو پر مانا دی؛ نو په دې حال کې د کړاوونو زغمل عین خواړه دي.

زغمناکېدل له تعقل او کړلارۍ سره ټکر نه لري

بل ټکی دا، موخې ته د وررسېدو لپاره، باید هر ډول کړلاره جوړه او چاره سنجونه وکړو چې له ستونزو او خطر سره مخ نشو. دا کړلارې جوړونې بیخي له زغمناکېدو او توکل سره ټکر نلري. له علي (ک) روایت شوی چې ویې ویل:

اعجز الناس آمنهم لوقوع الحوادث و هجوم الاجل (غرر الحكم)

«هغه خورا عاجز او بېوسی انسان دی چې راتلونکیو پېښو ته یې چاره نه ده سنجولې.»

سمه نه ده چې انسان ناسنجیده او بې محاسبې خوشې پر مخ ولاړ شي او له خپل ناوړه تدبیره راولاړې شوې سختۍ منلې، ګرانې او ارزښتمنې وبولي.

صبر دا دی چې انسان وپوهېږي پر ګردو سنجول شویو کړلارو سربېره، هرومرو به له ستونزو سره مخ شي.

نړی د انسان د غوښتنو تابع نه ده. صبر په اخلاقو کې د عقل او تدبیر ته د ورشا کېدو پر مفهوم نه دی؛ بلکې تعقل او د عقل کارونه پخپله اوچت اخلاقي ارزښت دی او ارزښتونه د اخلاقي نظام په ټولګه کې یو له بل سره سازګار او همغږي دي.

؛نو ځکه صبر د یو اخلاقي فضیلت په توګه کله هم عالي فضیلت (یعنې تعقل) د نفې پر مانا نه دی. نباید د ناپوهۍ او بې عقلۍ له وجهې چټي چارې وکړو او خپلې پانګې ته اور واچو او لېدو ته یې کېنو چې ګنې صبر دی.

زغمناک انسان هغه دی چې خپلې کړلارې د حتمي ستونزو د راښکاره کېدو په علت ونه دروي او کومې ستونزې چې د کړلارې په بهیر کې ورسره مخ کېږي هوارې یې کړي او له دې پړاوه تېر شي.

د پېغمبرانو زغم په دې پار و چې په ژوند کې یې موخه درلوده او د یوې کړلارې له مخې وړاندې تلل او دا چې موخه یې ډېره اوچته وه؛ نو ځکه کړاو او د غلیمانو دښمني هم ورته ډېره وه. په همدې دلیل یې کار ډېر زغم غوښته. پر زغم د انبیاوو لاسبري او قدرت یې د یقین او مینې نیغ په نیغ یېبره او محصول و. له آره کوم کسان چې د هستۍ نظام ښه پېژني او پوهېږي چې څنګه په هستۍ کې په پوره او کافي سنجېدګۍ لار ووهي؛ نو ښه زغمناکېږي. بې زغمه کسان هغوی دي دا چې نړۍ نه پېژني، د نادودو پر وړاندې بې صبري کوي.

صبر بېلا بېلې بڼې خپلولای شي: صبر کله، څوار( استقامت) او مقاومت دی. کله کېناستل او انتظار ایستل دي او ….

صبر، خوشې انتظار نه دی

صبر د «انتظار» په بڼه، د خوشې او بې ګټې انتظار پر مانا نه دی. دلته صبر یعنې په دې پوهېدل چې په نړۍ کې د یو لړ هڅو مېوه په ځنډ د طبیعت په شاخسار ښکاره کېږي؛ یعنې که څومره ګرېوانونه څیرې او چغې او فریادونه وشي؛ نو بې ګټې دي، باید انتظار وباسو چې اقدامات او کړلارې په خپل وخت کې ثمر ورکړي، د علي (ک) په وینا:

و محتنى الثمره لغير وقت ايناعها كالزارع بغير زرعه (نهج البلاغه: ۵ مه خطبه)

«څوک چې تر وخت وړاندې مېوه وواڼي، د هغه په څېر دی چې د بل پر ځمکه یې کرنه کوي»

د مولوي د زغمونو یوه بېلګه

دا صبر، دقیقاً د نه بېړندوي والي پر مانا دی. له قضا له دې ډول زغمونو یوه بېلګه د مولوي په کړنو کې مشاهده کوو. دې بزرګوار چې کله یې د مثنوي لومړی دفتر پای ته ورساوه احساس یې کړه چې د طبع اوښ یې ویده دی او مانا ګانې یې په روانه په خپل ضمیر کې نه خوټېږي. ظاهراً یې دا حالت یو دنیوي چار ته د ورپاملرنې راولاړ باله:

اى دريغا لقمه‏اى دو خورده شد جوشش فكرت از آن افسرده شد (…)

اينت لطف دل كه از يك مشت گل ماه او چون مى‏شود پروين گسل‏

(مثنوى، لومړی دفتر 3990 او 3992 بیتونه)

یعنې افسوس یې کاوه چې نپوهېږم کوم مشروع یا نامشروع خوند، زما د ضمیر خوټېدلې اوبه خړې پړې کړي؛ خو په ټولیز ډول یې تشخیصوله، چې ته وا یوې دنیوي تمتع پر دې حال اخته کړی دی.

سخت خاك آلود مى‏آيد سخن آب تيره شد سر چه بند كن‏

تا خدايش باز صاف و خوش كند او كه تيره كرد هم صافش كند

صبر آرد آرزو را نه شتاب صبر كن و الله اعلم بالصواب‏

)مثنوى، لومړی دفتر ، 4003 -4001 بیتونه )

یعنې پوهېږم چې د یو «ترک اولی» جزا وینم او چغې پغې هم هیڅ ګټه نلري؛ بلکې خدای دې پخپله دا خړې پړې اوبه رڼې کړي، دا زغم له دې لامله دی، چې وګړی پوهېږي چې د کومو قوانین محکوم دی. او پوهېږي چې په چارو کې هوسي تصرف نشي کړای؛ نو ځکه باید صبر خپل کړي چې د عمل ونه یې ورو ورو میوه ونیسي. دا صبر له دې بصیرت او لیدانې راولاړ دی چې نباید پایلې ته یې تر وعدې رارسېدو وړاندې انتظار وکاږو.

انبیاوو (ع) هم د خپل رسالت عملي کولو ته د زغم لار خپلوله

پېغمبران پر دې مانا، ډېر زغمناک ول، انبیا پوهېدل دا غږ یې چې پورته کړی او دا پیغام یې چې بشریت ته راوړی، په بیړه جرړی نه ځغلوي؛ نو ځکه د غرونو غرونو ستونزو او مخالفتونو پر وړاندې نه غوسه کېدل او د هستۍ نظام ته یې بد نه ویل. څوک چې دنیا پېژني، ښه پوهېږي چې تخم پر کومه خاوره شیندي؛ نو ځکه له دې کار و کسب سره اړوند زغم هم پېژني.

صبر، په ستونزو کې د صبر پر مانا دی

نو ځکه صبر مازې یوه مانا لري او دا په ستونزو کې صبر دی. د علي (ک) هغه ملګري (چې د علي (ک) امام په وینا، تل یې تر رغېدا روسته، نورو ته خپل درد وایه) هم زغم د زغم لپاره نه کاوه. نورو ته شکایت کول کله د نفس کمزوري ده، کله د مینې او پېرزوینې له مخې ده، یا د زړه بړاس ماتول دي او یا له آره د هستۍ له نظامه شکایت دی چې یو بې ګټې چار دی. خو کله څوک بل ته شکایت کوي، چې د حل لار ولټوي، دا چار هډو له زغم سره ټکر نلري. څه چې مذموم او بد دي، چې وګړي شکایت د شکایت لپاره وکړي، په تیره د ذلت له لامله.

علي (ک) په بل ځای کې وایي: مؤمن نه ښایي ذلت ته غاړه کېدي او خپل کړاو هر چا ته ووایي:

«و رضى بالذل من كشف عن ضره : څوک چې خپلې ستونزې رابرسېروي، ذلت ته غاړه ږدي» (نهج البلاغه: ۲ حکمت)

صبر باید د حق لپاره وي، نه مازې د صبر لپاره

علي (ک) د لیک په راروسته عبارت کې وایي: «په حق لار کې زغم څومره ښه خوی دی.»

دا خبره ښیي چې باید صبر د حق لپاره وي، نه صبر د صبر لپاره. مؤمنان دې د حق په لار کې یو بل صبر ته وبولي. دغه ډول صابرانو ته د خدای زېری ورکړای شوی دی.

«په دین کې د تفقه» مانا

ورپسې مطلب «په دین کې د تفقه» په اړه دي. په لنډو وایو چې «په دین کې تفقه» یعنې د دین ښه پوهېدل.

«په دین کې د تفقه» په اړه د قرآن آیت او د پېغمبر (ص) دعا

ابن عباس (رض) ته د پېغمبر (ص) دعا وه چې :

اللهم فقهه فى الدين و علمه التاويل

«خدایه، ابن عباس په دین کې فقیه کړې او تاویل ورزده کړی»

دا تعبیر په قرآن کې هم راغلی دی. خدای تعالی مؤمنانو ته امر کړی اوس چې ټول په دین کې فقیه کېدای نشئ، یوه ډله دې په دين کې تفقه وکړي. دا مشهور آیت چې فقهاوو او اصولیینو پرېمانه ویینې ورباندې کړي، د توبی سورت په روستیو کې راغلی دی:

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ(توبه/۱۲۲) = او دا نه ښايي،چې مؤمنان ټول يومخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې یې د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه ترلاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبر كړي؟! ښايي (د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي!

«په دین کې تفقه» یوازې پر فرعي احکامو يوهېدنې کې را ایساره نه ده

ټول مفسرین یو خوله دي چې په دې آیت کې «په دین کې تفقه» په هیڅ وجه د اصطلاحي فقیه کېدو؛ یعنې د دین پر فروعاتو د پوهېدو پر مانه نه ده. البته نن «فقه» په فرعي احکامو پوهېدنه ګڼل ګېږي؛ خو په صدر اسلام کې کله هم د «فقه» اصطلاح په دې مانا نه کارېده. «په فرعي احکامو پوهېدنه» فقې ته یوه نوې اصطلاح ده.

«په دین کې تفقه» له آره د دین پوهېدو پر مانا ده، له ټول هر اړخیزوالي سره چې دا مانا یې افاده کوي؛ یعنې پر قرآن پوهېدنه، تفسیر، اخلاق، روایات، د اسلام تاریخ او …. رانغاړي؛ البته د فروعاتو احکام هم رانغاړي. حضرت علي (ک) ویلي:

المتعبد على غير فقه كحمار الطاحون، يدور و لا يبرح (بحار الانوار: ۷ ټ، ۳۰۷ مخ)

«څوک چې بې پوهېدنی خدای لمانځي، د ژرندې پله ته ورته دی، چې څومره چورلي، ځای ته نه وررسي.»

څرګنده ده چې په دې روایت کې فقه د دین د پوهېدو او معرفت پر مانا ده. له امام کاظم (رح) هم روایت شوی: من لم يتفقه فى دينه لم يرض الله له عملا (تحف العقول)

«څوک چې په خپل دین کې تفقه ونکړي، خدای یې یو عمل هم نه خوښوي»

نو ځکه کله چې علي (ک) خپل زوی ته سپارښتنه ‏کوي، چې ورځه او دین ژور وپېژنه، په هیڅ وجه سپارښتنه یې د فرعي احکامو په پوهېدو کې را ایساره نه ده؛ یعنې نه وایي چې ورځه او یوازې حلال او حرام زده کړه؛ بلکې د دې سپارښتنې مفاد تر دې کار خورا ډېر دی.

په دین کې تفقه او د دین پېژندنه یو عصري چار دی

په دین کې تفقه او د دین پېژندنه یو عصري چار دی؛ یعنې یوازې په دین کې یو ډول تفقه نشته. دغسې نه ده چې یوازې یوې ډلې یو ځل دین پېژندلی وي او نور دې ناچار پر همدغو پوهېدنو وپوهېږي. په دين کې تفقه یو روان چار دی؛ یعنې په دې زمانه او عصر کې له دین څخه یو ډول پوهېدای شو او په بلې زمانې کې په بل ډول او دا ټول د دین پوهېدنه ده. له دین پوهېدو څخه مطلب، البته روشمنده پوهېدنه ده.

دا سپارښتنه دې ته ورته ده چې وګړیو ته ووایو:

ورشئ او پنځ (طبیعت) پېژاندي شئ! په هر زمانه کې پنځ پېژندنه پر یو مصداق تطبېقېږي، نن پنځ پېژندنه په ځانګړنو وزلیو شونې ده او ټاکلې پایلې هم لري؛ البته لس پېړۍ وړاندې پنځ پېژندنې بیله طریقه او پایلې درلودې یا بل مثال، که لس پېړی وړاندې مور و پلار خپل زوي ته ویل چې «ورشه او طبیب شه»، البته طبېبېدل یې مطلب و؛ خو په هاغې زمانې کې د طبیب کېدو ځانګړي سبقونه او طریقې زده کېدې. په هغې زمانې کې وګړي په رښتوني طبیبانېدل او مدعانېدای نشو، دا چې د مثال په توګه په تېر طب کې تېروتنه وه؛ نو مخکېني طبیبان قاتلین او خاینان وو. طب پر دوو څیزونو ولاړ دی: درملنې ته د طبیب هوډ او د طب په طریقه التزام او پابندي، او البته په هر زمانه کې دا طریقه، بېلابېلې بڼې لري او د وخت په تېرېدو بشپړېږي؛ نو ځکه د زمانې په اوږدو کې د سپارښتنو بڼه یوه وي؛ خو په هرې زمانې کې یې مصداقونه سره توپیر مومي؛ نو کله چې په دین کې د تفقه هوډ یا پر طبیعت د پوهېدو هوډ او په څير یې وي او کله چې وګړی په طریقه – نه په باټو او لاپو شاپو و بې طریقې- د دې چار په لټه کې شي، دا فنون ژوندي او روان دي.

«په دین کې تفقه» بدلون او تکامل د دین اصالت نه ټکنی کوي

د مسلمینو په ژوند کې، په دین کې تفقه د طبابت، طبیعت پېژندنې او….. په څېر فنونو، یو روان، مستمر، تکامل موندونکی او عصري فن و او دا ټول په هيڅ وجه د دې فنونو اصالت نه ټکنی کوي.

نو ځکه که نن علي (ک) سپارښتنه راته کوي چې «ورشئ او پر دین پوه شئ» داسې نباید ترې وپوهېږو چې ورشئ او کټ مټ د نورو پوهېدنې کاپي کړئ.

په اوسنۍ نړۍ کې په دین کې فقیه کېدل یو ډېر ستونزمن او پېچلی چار شوی دی؛ نو ځکه یو وړ زغم ته اړین دی.

که څوک په اوسني وخت کې وغواړي د علي (ک) دا سپارښتنه عملي کړي او په دین کې فقیه شي، پوه دې شي چې په نوې نړۍ کې ډېری چاری په اسانۍ تېرېدوني نه دي او دا یو مهم ټکی دی چې د وګړیو دې ورته پاملرنه وي.

په دین تفقه داسې صبر را نه غواړي، چې په تېرو کې یې نه غوښته. په تېرو کې وګړي په اسانۍ فقیه کېدای شول، که پر فرعي احکامو د پوهېدو پر مانا او یا په هر اړخیزو دیني معارفو د پوهېدو پر مانا وو. خو که څوک نن غواړي په دین کې فقیه شي، پوه دې شي چې له پرېمانه ستونزو سره به مخ شي. نن بشري معلوماتو خورا تنوع او ډولا ډولي موندلې او انسان ته د هستۍ پېچلتوب خورا رابربنډ شوی، او هغه چارې چې د شریعت په پوهېدو کې لازمې دي، ډېره ډولا ډولي یې موندلې ده؛ نو ځکه د دې چار عملي کول، له همدې کار سره اړوند یو صبر ته اړین دی.

له خدایه غواړو، چې موږ ټولو ته له ستونزو سره د مخامخېدو لپاره لازم صبر راکړي او موږ دې د زغمناکو او صابرانو په کتار کې کړي او موږ دې په هغو زیریو کې راونغاړي، چې له صابرانو سره یې ژمنه شوې ده. ==

د سرليک متن سمول