داستان، يو ادبي ژانر دى، چې له ډېر پخوا څخه انسان ورته پام کړى او د بشر پر ژوند او فکر يې ژور اغېز اچولى دى. انسانانو په هره دوره کې د خپلو ارمانونو او هيلو د خپراوي لپاره، د هنري داستانونو جوړښت ته لاس غزولى او اوس هم ورسره مل دى، چې په دې توگه خپل فکرونه په نامستقيم ډول نورو ته ورسوي. د دې مقولې د ارزښت په برخه کې په ديني سرچينو، په ځانگړې توگه د خداى په کلام کې له زياتو داستان ډوله نکلونو سره مخ کېږو، چې پر ځانگړنو او جوړښتونو يې خبرې کول، زيات وخت ته اړتيا لري. له شک پرته، د اسلامي او انقلابي موخو خپرول او پراختيا، له ټولو هنري قالبونو، په ځانگړې توگه له داستان څخه گټه اخيستنې ته اړتيا لري. ځکه چې زموږ د عقيدې او ايډيال دښمن هم هڅه کوي، له هرې وسيلې څخه په کار اخيستو، يا هم له بېلابېلو هنري قالبونو څخه په گټه اخيستو سره د انساني، فطري او ديني فکرونو، دغه راز د اسلامي ارزښتونو په له منځه وړلو کې ترې کار واخلي.

پر همدې بنسټ، کله چې د نړۍ داستاني ادبياتو ته کتنه کوو، الحادي او غرب ځپلې اندېښنې او خپلې هم په کې له ورايه کتاى شو. دا مهال، چې موږ د خپل ليدلوري له مخې، څانگيز او هدف لرونکي هنري ارزښتونه نه نفي کوو، په دې باور يو چې که ښکلى قالب او سمه منځپانگه(محتوا) په يوه هنري اډانه کې راڅرگنده شي، نو دغه هنري مطلب په اغېزناک ډول پيام اخيستونکو ته لېږدېدلى دى. نو، د داستان ژور اغېز، اهميت او ارزښت ته په پام سره، د دغه هنري قالب جذابيت او اړتيا، د ارمان او ايمان پايښت گڼل کېږي. له همدې کبله، موږ هم په دې هيله يو چې د پاک خداى په مرسته، د داستان په اړه ځينې مهمې برخې مطرح کړو، چې د داستان په اړه مو ځينې سرليکونه او نيوليکونه خپلو لوستونکو ته ټاکلي، چې دلته به وړاندې شي. په دې بحث کې راغلي توکي، هغه څه چې بايد وي، نه دي. بلکې يوازې يو بڅرکى گڼل کېږي چې پراختيا او بشپړتيا يې د داستان په ځوانو مينه والو پورې اړه لري. ښايي دا بحث يوازې د يوې شمعې يوه وړه وړانگه وگڼو، چې د مينه والو په زړونو کې د مينې او لېوالتيا د راپارونې په موخه، د لمر پرلوري د لار پرانيستنې لپاره بله شوې وي. د بېلابېلو دليلونو له مخې، هڅه کوو د داستان د عناصرو په اړه بېلابېل سرليکونه ولرو. د دغو توکو راټولونه او لا پراختيا د مينه والو او لوستونکو دنده ده... په دې هيله چې دا وړه ټولگه د پلټونکو په لاسونو کې د يوه بل مشال په څېر وي، چې پرمخ پرته لار ورته روښانه کړي.

پوهېږو چې د ليکنې په برخه کې زموږ تجربه او عقل قضاوت کوي. خو د کيسې او داستان په برخه کې تر ټولو وړاندې د انسان احساس تر اغېز لاندې راځي. وړاندې مو يادونه وکړه، چې داستان په ننني مفهوم، ځينې ځانگړنې لري، چې له کيسې او نکلونو څخه يې بېلوي. دا مو هم وويل چې ادبي ژانرونه او ډولونه د انساني توکم په شان سره توپير لري، چې نن يې ډلبندي هم په اسانۍ سره نه شي کېداى. په هر صورت، نن داستان ته هم د کيسې نوم ورکول کېږي. خو په دې صورت کې، له کيسې څخه موخه هماغه ادبي ډول دى، چې نن ورته داستان وايي. داستان په حقيقت کې، د پېښو يوه ټولگه (مجموعه) سره رانغاړي، چې په طبيعي ډول سره اوډل شوې وي او په ذهنونو کې يوه نتيجه يا نتيجې پرځاى پرېږدي. داستان، حقيقت خوښوونکى دى. يانې له افسانې سره يې توپير همدا دى، چې داستاني پېښې له ذهن څخه په بهرنۍ نړۍ کې د پېښېدو وړ دي. له همدې کبله، د دغسې داستانونو ليکنه، يوې ځانگړې تگلارې ته اړتيا لري، چې وکړاى شي، وخت، ځاى، پېښې، کسان، د ويلو ډول او نورې داستاني ځانگړتياوې په اغېزناک او غوره ډول انځور کړي. د داستان په برخه کې بېلابېلې ډلبگندۍ شوي، چې هره يوه د پام وړ ده. کولاى شو داستان په لنډو، نيمه اوږدو، اوږدو، انځوروونکو، تاريخي، اخلاقي، ټولنيزو، عشقي او پوليسي ډولونو ووېشو. دغه راز د رښتياپالنې يا نه پالنې له مخې هم کولاى شو داستان پر څو برخو ډلبندي کړو. بشپړې ډلبندۍ هم شته، چې وروسته به يې يادونه وکړو.


دا لاندې موضوع گانې د داستانونه ټکی کام څخه اخستل شوي دي. [داستانونه ټکی کام