پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار (۱۳۱۵/۳/۳۱ لېږديز لمريز، (۱۹۳۷/۴/۵) کال د ننگرهار ولايت، د مزينې رود) (په انگرېزي: Mujawir Ahmad Zyar) د افغانستان يو اوڅار پښتو ژبی، ژبور څېړونکی، ژبپوه، لرغونپوه، شاعر، ليکوال او اديب دی.

مجاور احمد زيار
Mujawar Ahmad Zyar
مجاور احمد زيار
مجاور احمد زيار

د شخص مالومات
پيدايښت 1935
ننگرهار, افغانستان
هېواد غړيتوب افغان
نسل پښتون
عملي ژوند
کار/مسلک پوهاند، ژبپوه، تاريخپوه، ليکوال
وېبپاڼه
وېبپاڼه www.zyar.net
مجاور احمد زيار

مخينه

پوهاند مجاور احمد زيار ۱۳۱۵/۳/۳۱ نېټه (د ۱۹۳۷) زېږدي کال کې د ننگرهار ولايت د مزينې رود په حصارك كې زږزدلی دی. په ۹ کلنۍ کې چې د ښوونځي د ۹ ټولگي زده کوونکی وو، د پلار له سیوري بې برخې شو، له خپلې مور او دوو کوشنيو وروڼو سره پاتې شو او ستونزمن ژوند يې د لومړني ښوونځي تر پايه پورې وزغامه. دغه لومړنی ښوونځی يې په خپل کلي او کامه کې په خوارۍ او مزدورۍ سرته ورساوه. تر څلور کلنو ديني او ادبي زده کړو وروسته يې د کابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو ابن سينا کې شامل شو.
په ۱۳۳۲ ل کال کې د کابل په دارالمعلمين کې شامل او پر ۱۳۳۷ ل کال يې پای ته ورساوه. تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې زده کړو ته د پښتو ژبې د ادبياتو په څانگه کې پاينه ورکړه او د ليسانس تر درجې پورې يې زده کړې وکړې.

تر دې وروسته يې د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې د استاد په توگه دنده پيل کړه، هممهال يې د وږمې مجلې د چلولو چارې او د پښتو ملې د چلولو چارې پر غاړه درلودې.

د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توگه يې څلور کاله د افغانستان د ژبپوهنې اتلس د رغاونې پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه کيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې کړې او ويې څېړلې.
له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز کانه يې د هغه بورس له مخې، چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر کاري برخوال په توگه ور په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توکمپوهنه ( اتنالوجۍ ) کې د ماسترۍ او ډاکترۍ لوړترين بريليکونه ترلاسه کړل. تر هغه راهيسې يې د کابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ يووړه.
له ۱۹۸۴ تر ۱۹۸۶ ز کاله يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانگه کې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته ورسولې او دوه کاله (۱۹۹۴-۱۹۹۶) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاکتري څانگې د Visiting Professor (مرستيال پروفیسر)په توگه دنده ترسره کړه او راوروسته يې د کورني پيوستون پر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار اکسفورډ کې د مېشتيا رښته په برخه شوه.
د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالتماب هېوادمشر ډاکتر محمد اشرف غني د يو فرمان له مخې، پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار پر ۱۳۹۷ ل کال د ژبپوهنې په برخه کې د علومو اکاډمۍ د پوهنيز سلاکار په توگه په دنده وگوماره.

څېرمه چارې او دندې

 
مجاور احمد زيار

پر ۱۹۷۲ - ۱۹۷۵ د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه.
پر ۱۹۷۸ - ۱۹۷۹ ز کلونو د افغانستان د علومو اکادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز مشري.
پر ۱۹۸۰ ز کال د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د کمېسيون غړيتوب.
پر ۱۹۸۰ ز کال د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري.
پر ۱۹۸۰- ۱۹۸۴ ز کلونو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري.
له ۱۹۹۱ ز کاله راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري.

علمي او ادبي هستونې

پوهنيزې څېړنې

  1. پښتو نومتړنگونه يا اسمي ترکيبات (الماني) د سويس د برن پوهنتون د ۱۹۷۴ زېږدي کال خپرونه.
  2. پښتو پښويه د کابل پوهنتون د ۱۳۶۲ ل کال خپرونه.
  3. ويي پوهنه، د کابل پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.
  4. پښتو ليکلار، د ننگرهار د بايزيد روښان پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.
  5. پښتو بدلمېچ يا پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ لومړی چاپ د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا پر ۱۳۶۹ ل کال ترسره شوی. دويم چاپ پر ۱۳۸۹ ل کال.
  6. پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې
  7. پټه خزانه يوه لغوي خزانه
  8. پښتو سيندگى (هممانيزونه)
  9. پښتو سيندگى (نويزونه)
  10. انگرېزي - پښتو سيندگى (سربلونه + اوستربلونه)
  11. د خوشال ادبي پښتو
  12. د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود
  13. د ژبپوهنې بنسټونه
  14. غږپوهه او د پښتو پښويه (گرامر)
  15. درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه.
  16. پښتو دري فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی.
  17. الماني پښتو فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی.
  18. د پښتو الماني ژباړيز پرابلمونه په الماني ژبه کښل شوی، ناچاپ دی.
  19. ټولنوال رياليزم: برخه برخه په هنر او ژوندون مجلو کې خپور شوی دی.
  20. پښتو گړدودونه (لهجې): په وږمې مجله کې چاپ شوی دی.
  21. پښتو آرپوهه (اتمولوژي): تر «ژ» پورې په وږمه مجله کې خپور شوی دی.

ژباړې

  1. پښتانه او وروڼه مليتونه، د چاپ او خپرونې د دولتې کومېټې رياست د ۱۳۶۶ ل کال خپرونه.
  2. د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک (له الماني)
  3. پټه خزانه (پرالماني).

ادبي ( پېيلې او ناپېيلې) ټولگې

  1. زنداني نغمې د شعرونو ټولگه د ۱۳۵۹ ل کال چاپ.
  2. سوزونه او سازونه د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ.
  3. وينه او مينه شعري غونډ، د ملي دفاع وزارت د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.
  4. گلکڅونه شعري غونډ، د افغانستان د ليکوالو د انجمن خپرونه، ۱۳۶۷ ل کال چاپ.
  5. گلولې
  6. اند و ژوند شعري طرحې او څلوريزې، د سرحدونو چارو وزارت د ۱۳۶۸ ل کال چاپ.
  7. اند و واند
  8. رزم و بزم شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
  9. پوهه او گروهه
  10. د سبرونو نڅا شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
  11. گلوييونه شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
  12. څڅواکي شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
  13. زما نړۍ
  14. د مرجانونو څانگې
  15. نوې پېړۍ او نوې زرۍ
  16. اور و وينې د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ.
  17. ساندې او سندرې
  18. مينه د زړه په وينه (رومان) او ناپېيلي ( نثري تولگه ) د ۱۳۷۲ ل کال لاهور چاب.
  19. سپین غر شعري غونډ ناچاپ .

د دغو چاپي اثارو ترڅنگ د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوکه گړدودي څېړنو او نورو گڼو ناچاپه څېړنيزو ليکنو او بيا په هېواد کې او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيکي خپرو شوو ليکنو، ژباړنو او ويناوو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په کچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليکوالي ريکارډأ څښتن کړى دى.

پر دغو ټولو علمي - فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند، نوښتگر پوهاند او ليکوال دا څه له پاسه دېرش کاله د " يوې - کره ليکنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه کېدو په برخه کې يوه بېسارې اغېزمنه ونډه درلودلې ده.

د کتابونو انځورتون

نورې لوستنې

لرغونپوهنه د پوهاند دوکتور زيار له څېرموڅيړنيزو بوختياوو څخه

باندنۍ تړنې

۱- محمد اسمعيل يون، د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی پښتو کتابښود، د ۱۳۸۷ لمريز کال چاپ، ۵۱-۵۴ مخونه .

۲- 2http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/social/item/82615-%D9%BE%D9%88%D9%87%D8%A7%D9%86%D8%AF-%DA%89%D8%A7%DA%A9%D8%AA%D8%B1-%D9%85%D8%AC%D8%A7%D9%88%D8%B1-%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B2%D9%8A%D8%A7%D8%B1-%D8%AF-%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D9%88-%D8%A7%DA%A9%D8%A7%DA%89%D9%85%D9%8A-%D8%AF-%D8%B3%D9%84%D8%A7%DA%A9%D8%A7%D8%B1-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D9%88%DA%AB%D9%87-%D9%BE%D9%87-%DA%A9%D8%A7%D8%B1-%D9%BE%D9%8A%D9%84-%D9%88%D9%83%DA%93.html

۳- https://www.bbc.com/persian/afghanistan/story/2008/04/080402_og_kt_zeyar

۴- http://www.salaamtolana.org/fullstory.php?id=3217