شوروي اتحاد، په رسمي توګه د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحادیه (USSR)، یو سوسیالیست یا ټولنپال دولت و، چې له ۱۹۲۲ کال څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې یې یوروشیا سیمه تر خپل کنټرول لاندې لرله. د نوم له پلوه دا د څو ملي جمهوریتونو فدرالي اتحادیه وه او په عملي لحاظ یې بیا حکومت او اقتصاد تر وروستیو کلونو پورې خورا متمرکز وو. دا هېواد (تر ۱۹۹۰ مخکې) یو-ګوندي دولت و، چې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند له خوا اداره کېده او مسکو یې د خپل لوی او ستر نفوس لرونکي جمهوریت (Russian SFSR) پلازمېنه ټاکلې وه. نور لوی ښاري مرکزونه یې لیننګراد (Russian SFSR)، کیېف (Ukrainian SSR) مینسک (Byelorussian SSR)، تاشکند (Uzbek SSR) الماتا (Kazakh SSR) او نووسیبیرسک (Russian SFSR) وو. دا په نړۍ کې ترټولو لوی هېواد و، چې ۲۲۴۰۲۲۰۰ مربع کیلومتره (۸۶۴۹۵۰۰ مربع میل) مساحت یې درلود او ۱۱ وخت زونونه (time zones) یې تر پوښښ لاندې وو.

د شوروي سوسیالیستي اتحاد
Союз Советских Социалистических Республик

 

 

 

۱۹۲۲–۱۹۹۱
بېرغ دولتي نښان
شعار
Пролетарии всех стран, соединяйтесь!
(په لاتیني : Proletarii vsekh stran, soyedinyaytes'!)
په پښتو: د نړۍ کارګرو یو شئ!
ترانه
اږنړیوال (۱۹۲۲–۱۹۴۴)
د شوروي اتحاد ملي سرود (۱۹۴۴–۱۹۹۱)
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته
پلازمېنه مسکو
ژبې روسي ژبه
حکومت یو ګوندیز سوسیالیست
واکمن
 - ۱۹۲۲–۱۹۲۴ (لومړی) ولادمیر لینین
 - ۱۹۸۵–۱۹۹۱ (وروستی) میخایل ګورباچف
مقننه شوراګانې او اجرایوي کمیټه (۱۹۲۲–۱۹۳۷) عالي شورا (۱۹۳۷–۱۹۸۹; ۱۹۹۱)
د خلکو جرګه او عالي شوراي (۱۹۸۹–۱۹۹۱)
تاريخ
 - جوړښت ۳۰ډسمبر ۱۹۲۲
 - ختم کېدل ۲۶ډسمبر ۱۹۹۱
ځمکه
 - ۱۹۹۱ ۲۲۴۰۲۲۰۰ مربع کلوميټر (اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲". مربع ميل)
آبادي
 - ۱۹۹۱ تخمينه ۲۹۳۰۴۷۵۷۱ 
     کثافت اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲". /مربع کلوميټر  (اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲". /مربع ميل)
سکه د شوروي اتحاد روبل (руб) (SUR)
انټرنېټ کوډ .su2
کالنگ کوډ
راتلونکی
مخکې
شوروي روسیه
شوروي ماورای قفقاز
شوروي اوکراین
شوروي بلاروس
روسیه
ګرجستان
اوکراین
مولداویا
بلاروس
ارمنستان
آذربایجان
قزاقستان
ازبکستان
ترکمنستان
قرغزستان
تاجیکستان
استونیا
[[لاتویا|]]
[[لیتوانیا |]]
Warning: Value specified for "continent" does not comply

د شوروي اتحاد ریښې د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر انقلاب ته رسېږي، کله چې د ولادیمیر لینن په مشرۍ بالشویکانو هغه لنډمهال حکومت ړنګ کړ چې مخکې د روسي امپراتورۍ د رومانوف ماڼۍ ځایناستی و. دوی د روسیې د شوروي جمهوریت تاسیس کړ، چې د نړۍ لومړی د اساسي قانون له مخې تضمین شوی سوسیالیستي دولت و. شخړو په ټوله پخوانۍ امپراتورۍ کې د بالشویک سره پوځ او ډېری بالشویک-ضد ځواکونو ترمنځ کورنۍ جګړې توندې کړې، چې تر ټولو لویه ډله پکې سپین ګارد (White Guard) و. سپین ګارد د بالشویکانو او شکمنو کارګرانو او بزګرو بالشویکانو پرضد چې د سپین ترور (White Terror) په نوم پېژندل کېږي، د کمونیست-ضد تاوتریخجنو ځپلو کې ښکېل وو. سور پوځ پراخ شو او له سیمه‌ییزو بالشویکانو سره یې د واک په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه، شوروي شوراګانې یې تاسیس کړې او د سره ترور (Red Terror) له لارې یې خپل سیاسي مخالفین او یاغي بزګران وځپل. په ۱۹۲۲ کال کې، د ځواک انډول بدل شو او بالشویکان بریالي راووتل او په دې توګه د روسیې، قفقاز، اوکراین او بېلاروس جمهوریتونو په یوځای کولو سره شوروي اتحاد جوړ شو. د کورنۍ جګړې په پای کې د لینن حکومت نوې اقتصادي پالیسي معرفي کړه، چې د آزاد بازار او شخصي ملکیتونو د یوې برخې د بېرته راستنېدو لامل شوه، چې بیا د اقتصادي بیارغونې د یوې دورې لامل هم شوه.

په ۱۹۲۴ کې د لینن له مړینې وروسته جوزف سټالین واک ته ورسېد. سټالین د کمونست ګوند دننه د خپلې واکمنۍ پر وړاندې ټول سیاسي مخالفتونه وځپل او دستوري اقتصاد (command economy) یې پیل کړ. د پایلې په توګه، دغه هېواد د ګړندي صنعتي کېدو او جبري مشترک اقتصادي سیستم (forced collectivization) یوه دوره تجربه کړه، چې د پام وړ اقتصادي ودې لامل شوه، مګر په په ورته وخت کې په ۱۹۳۲-۱۹۳۳ کې د په لاس جوړې شوې قحطۍ لامل هم شوه او د ګلګ (Gulag) کارګر کمپ نظام یې پراخ کړ. سټالین همدا راز سیاسي جنون ته لمن ووهله او د پوځي مشرانو، د کمونست ګوند د غړو او عامو وګړو د ډله‌ییزو نیولو له لارې یې له ګوند څخه د هغه د واقعي او تصور شوو مخالفینو د حذف او لرې کولو لپاره ستره تصفیه وکړه، کوم چې بیا د اصلاحي کارګرانو کمپونو ته لېږل کېدل او یا پر اعدام محکومېدل.

په ۱۹۵۳ کال کې د سټالین له مړینې وروسته، د نیکیتا خروشچیف په مشرۍ د سټالین-زدایۍ (de-Stalinization) او خروشچیف تاو (Khrushchev Thaw) په نامه دوره پیل شوه. په دې دوره کې دغه هېواد په چټکۍ سره وده وکړه او په میلیونونو بزګران صنعتي ښارونو ته ولېږدول شول. شوروي اتحاد له لومړنۍ سپوږمکۍ او لومړنۍ انساني فضايي الوتنې او په بله سیاره، زهره کې، د ځمکې لپاره په لومړنیو څېړنو سره د فضا په سیالۍ کې مخکښ شو. په ۱۹۷۰ لسیزه کې د لنډ وخت لپاره له امریکا سره اړیکې نورمالې (détente) شوې، خو کړکېچ بیا هغه مهال پیل شو چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته خپل ځواکونه واستول. جګړې اقتصادي سرچینې وچې کړې او ورسره هم‌مهاله د مجاهدینو له جنګیالیو سره د امریکا پوځي مرستې زیاتې شوې.[۱]

د ۱۹۸۰ لسیزې په نیمایي کې، د شوروي وروستي مشر، میخایل ګورباچوف، د ګلاسنوست (glasnost) پېرېسترویکا (perestroika) پالیسیو له لارې د اقتصاد د اصلاح او ازادۍ هڅه وکړه. موخه د کمونست ګوند ساتنه او په ورته وخت کې د اقتصادي رکود معکوس کول وو. سړه جګړه د هغه د دورې پر مهال پای ته ورسېده او په ۱۹۸۹ کال کې، په ختیځه اروپا کې د وارسا تړون هېوادونو خپل اړوند مارکسیستي - لیننیسټ رژیمونه ړنګ کړل. د شوروي اتحاد په سوسیالیستي جمهوریتونو کې قوي ملتپال او بېلتون غوښتونکي خوځښتونه پیل شول. ګورباچوف یوه ټولپوښتنه پیل کړه – چې د بالتیک جمهوریتونو، ارمنستان، جورجیا او مالدووا لخوا بایکاټ شوه – او په پایله کې یې اکثریت ګډون کونکو وګړو د نوي فدراسیون په توګه د اتحادیې د ساتلو په ګټه رایه ورکړه. د ۱۹۹۱ کال په اګست میاشت کې د کمونست ګوند سخت دریځو له لوري د کودتا هڅه وشوه. دا هڅه ناکامه شوه او د روسیې ولسمشر بوریس یلسین له کودتا سره په مقابله کې مخکښ رول ولوباوه. اصلي پایله د کمونست ګوند بندیز و. د روسیې او اوکراین په مشرۍ جمهوریتونو خپلواکي اعلان کړه. د ۱۹۹۱ کال د ډسمبر په ۲۵مه ګورباچوف استعفا وکړه او ټول جمهوریتونه د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د خپلواکو دولتونو په توګه راڅرګند شول. د روسیې فدراسیون (پخوا د روسیې سوسیالیستي فدراتیف شوروي جمهوریت SFSR) د شوروي اتحاد حقونه او مکلفیتونه په غاړه اخیستي او په نړیوالو چارو کې د خپل دوامداره قانوني شخصیت په توګه په رسمیت پېژندل شوی.[۲][۳]

شوروي اتحاد د نظامي ځواک اړوند ګڼې مهمې ټولنیزې او تکنالوژیکي لاسته راوړنې او نوښتونه رامنځته کړل. دا هېواد د نړۍ د دویم ستر اقتصاد او په نړۍ کې ترټولو ستر دایمي پوځ لرونکی و. شوروي اتحاد د اټومي وسلو لرونکو پنځو هېوادونو له ډلې دی. همدا راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بنسټګر دایمي غړی او همدارنګه په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE)، د کارګرو د اتحادیې نړیوال فدراسیون (WFTU) غړی او د دوه اړخیزو اقتصادي مرستو شورا او د وارسا تړون مخکښ غړی و.

شوروي اتحاد له منحل کېدو وړاندې او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د څلورو لسیزو لپاره د متحده ایالاتو ترڅنګ د نړۍ د زبرځواک په توګه خپل ځای ساتلی و. ځینې ​​​​وختونه د "شوروي امپراتورۍ" په نوم هم یادېږي، او په ختیځه اروپا او نړۍ کې یې د نظامي او اقتصادي ځواک، نیابتي جګړو او په مخ پر ودې هېوادونو کې د نفوذ او په ځانګړې توګه د فضايي ټکنالوژۍ او د وسلو په برخه کې د ساینسي څیړنو د تمویل له لارې خپله برلاسي او سیطره ساتلې وه.[۴][۵]

جغرافيه

شوروي اتحاد تر ۲۲۴۰۲۲۰۰ مربع کیلومتره (۸۶۴۹۵۰۰ مربع میل) څخه زیاتې سیمې تر کنټرول لاندې لرلې او په دې توګه د نړۍ ترټولو لوی هېواد و، چې ځای یې د هغه د ځایناستي هېواد روسیې لخوا ساتل شوی دی. شوروي اتحاد د ځمکې د سطحې شپږمه برخه پوښلې وه، او اندازه یې د شمالي امریکا له لویې وچې سره د پرتلې وړ وه. په اروپا کې یې لویدیځه برخه د دغه هېواد د مساحت څلورمه برخه جوړوي چې کلتوري او اقتصادي مرکز یې هم و. په اسيا کې یې ختيځه برخه ختيځ ته تر ارام سمندر او سوېل ته تر افغانستان پورې غځېدلې وه او د منځنۍ اسيا له ځينو سيمو پرته کم نفوسه و. شوروي اتحاد د ختیځ او لوېدیځ په اوږدو کې ۱۰۰۰۰ کیلومتره (۶۲۰۰ میل) سیمه په ۱۱ وخت زونونو (time zones) کې او د شمال او سوېل ترمنځ بیا له ۷۲۰۰ کیلومتره (۴۵۰۰ میل) پورې سیمې تر پوښښ لاندې لرلې. پنځه اقلیم زونونه (climate zones) یې لرل: تونډرا، تایګا، سټیپس، صحرا او غرونه.[۶][۷][۸]

شوروي اتحاد، د روسیې په څېر، د نړۍ تر ټولو اوږده پوله لرله، چې ۶۰۰۰۰ کیلومتره (۳۷۰۰۰ میله) یا د ځمکې د ټول محیط ۲/۱+۱ برخه کېږي، چې دوه پر دریمه برخه یې ساحل وه. د دغه هېواد پوله (له ۱۹۴۵ کال څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې): ناروې، فنلینډ، بالتیک سمندر، پولنډ، چکسلواکیا، هنګري، رومانیا، تور سمندر، ترکیه، ایران، کسپین سمندر، افغانستان، چین، منګولیا او شمالي کوریا وه. د بیرینګ تنګي (Bering Strait) دا هېواد له متحده ایالاتو څخه جلا کړی و او لا پیروس تنګي (La Pérouse Strait) بیا له جاپان څخه جلا کړی و.

بنسټ

ړنګیدل

د افغان شوروي جګړې په پایله کې شوروي اتحاد له مالي ستونزو سره مخ شو او په کال ۱۹۹۱ز کې د نړۍ دا ستر سوسیالستي هېواد ړنګ شو ، د اوسنۍ روسیې په ګډون په پنځلسو هېوادونو کې ووېشل شو.

جغرافیه

د شوروي اتحاد مساحد ۲۲،۴۰۲،۲۰۰ کیلومترو ته رسیده چې په خپل وخت یې د نړۍ ۱/۶ برخه واک لاندې وه.

دولتي سمبول

له شوروي څخه ازاد شوي هیوادونه

د شوروي اتحاد د ړنګېدو په پایله کې دا لاندیني هېوادو ازاد شول. ۱.روسیه ۲. قزاقستان ۳.تاجکستان ۴. ازبکستان ۵. آذربائجان ۶. کرغزستان. ۷. ګرجستان ۸. ترکمانستان ۹. ارمنستان ۱۰. اوکراین ۱۱. مولداویا ۱۲. استونیا. ۱۳.لتونیا ۱۴. لوتایا ۱۵. بلاروس

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Союз_Советских_Социалистических_Республик
  1. "Joseph Stalin - Biography, World War II & Facts - History". 12 November 2009. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Scott and Scott (1979) p. 305
  3. "October 30, 1961 – The Tsar Bomba: CTBTO Preparatory Commission". مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Soviet Union and the United States – Revelations from the Russian Archives | Exhibitions – Library of Congress". www.loc.gov. 15 June 1992. مؤرشف من الأصل في ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  6. Television documentary from CC&C Ideacom Production, "Apocalypse Never-Ending War 1918–1926", part 2, aired at Danish DR K on 22 October 2018.
  7. Russia – Encyclopædia Britannica Archived 26 April 2008 at the Wayback Machine.. Britannica.com (27 April 2010). Retrieved on 29 July 2013.
  8. Virginia Thompson. "The Former Soviet Union: Physical Geography" (PDF). Towson University: Department of Geography & Environmental Planning. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)