د پولنډ دویم جمهوریت

د پولنډ دویم جمهوریت، چې هغه مهال د پولنډ جمهوریت په نوم یادېده، د ۱۹۱۸ او ۱۹۳۹ ز کلونو تر منځ په مرکزي او ختيځه اروپا کې پروت هېواد و. دا هېواد په ۱۹۱۸ زکال کې تر لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د بدلونونو په بهیر کې رامنځته شو. دویم جمهوریت په ۱۹۳۹ ز کال کې هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې پولنډ د سلواک جمهوریت، شوروي اتحاد او نازي المان تر یرغل لاندې راغی چې د دویمې نړيوالې جګړې د تیاتر پیل په نښه کوي.

دویم جمهوریت په ۱۹۳۸ز کال کې د اروپا شپږم لوی هېواد و. د ۱۹۲۱ کال د سرشمېرنې پر بنسټ یې د وګړو شمېر ۲۷.۲ میلیونه کسان و. تر ۱۹۳۹ کال پورې د دویمې نړیوالې جګړې له پیل څخه مخکې دا شمېره ۳۵.۱ میلونه کسانو ته لوړه شوه. د نفوسو نږدې یو په درېیمه برخه د اقلیتونو ډلې وې چې: ۱۳.۹ سلنه روټينیان، ۱۰ سلنه اشکانزي یهودیان؛ ۳.۱ سلنه بېلاروسیان؛ ۲.۳ سلنه المانیان، او ۳.۴ سلنه چېک‌یان او لېتوانیایان وو. په هم‌هغه وخت کې د پام‌وړ شمېر پولنډيانو د دې هېواد له پولو څخه بهر ژوند کاوه.  

هغه مهال چې تر څو سیمه‌ییزو نښتو وروسته، په ۱۹۲۲ ز کال کې د دې ۹هېواد پولې وروستۍ(نهايي) شوې، چېک سلواکیا، جرمني، د دانزیک ازاد ښار، لېتوانیا، لېتوني، رومانیا او شوروي اتحاد د پولنډ ګاونډیان وو. دا هېواد د ساحل‌غاړې د یوې لنډې تړانګې له لارې د ګېډنیا ښار له دواړو لورو چې د پولنډ د کرېدور په نوم پېژندل کېږي د بالتیک سیند ته لار درلوده. پولنډ د ۱۹۳۹ کال د مارچ او اګست تر منځ د مجارستان د سابکارپاتیا له قومندانۍ سره هم ګډه  پوله درلوده. د دویم جمهوریت سیاسي شرایط په شدید ډول د لومړۍ نړیوالې جګړې د پایلو او ګاونډيو هېوادونو سره د نښتو او همدارنګه په جرمني کې د نازیزم تر اغېز لاندې وو.

دویم جمهوریت منځنۍ اقتصادي پراختیا خوندي کړه. د پولنډ فرهنګي مرکزونه د پولنډ – ورشو، کراکوف، پوزنان، وېلنو او لوو د جګړو په بهیر کې په لویو اروپايي هېوادونو او د نړیوالو پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو د ګڼو نورو مرکزونو په ځایونو بدل شول.

د هېواد رسمي نوم د پولنډ جمهوریت و، چې په پولنډي ژبه ورته رېزوېچ پاسپوليته پولسکا/Rzeczpospolita Polska   (لنډيز یې RP) ویل کېدل، دRzeczpospolita  اصطلاح د جمهوریت لپاره یو دودیز نوم دی چې د پولنډ په بېلابېلو ایالتونو، لکه:د پولنډ – لېتوانیا مشترک المنافع وروسته په درېیم او اوسني پولنډ کې ورته اشاره کېږي. جمهوریت د پولنډ په نورو سیمه‌ییزو ژبو کې د ريپبلېک پولېن /Republik Polen   په الماني ژبه Польська Республіка، (لیک‌دود: Polʹsʹka Respublika)، په اوکرایني ژبه Польская Рэспубліка (لیک‌دود: Poĺskaja Respublika)، په بېلاروسي او لېتوانیايي ژبه Lenkijos Respublika له نومونو سره یاديږي.  

دا هېواد د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر د ۱۴ او د ۱۹۱۹ز کال د مارچ د ۱۳ تر منځ د پولنډي Rzeczpospolita Polska پر ځای د Republika Polska په نوم یادېده. دواړه اصطلاګانې د جمهوریت په معنا دي. په داسې حال کې چې د ريپبلېکا/ republika یوه عمومي اصطلاح ده، حال دا چې Rzeczpospolita یوه دودیزه اصطلاح ده چې په منحصر ډول یوازې پولنډي هېوادونه ته اشاره کوي. پر دې سربېره د پولڼډ دولت د قوانینو مجلې د ۱۹۱۸ز کال د نوامبر د ۸ او د ۱۹۱۹ ز کال د اګست د ۱۶ مې تر منځ یاد هېواد د پولنډ د دولت (په پولنډي: Państwo Polskie) په توګه یاد کړی. [۱][۲][۳]

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته او د پولنډ د خلکو جمهوریت د نورو وروستیو ایالتونو او د پولنډ د درېیم جمهوریت تر رامنځته کېدو وروسته، دا هېواد د پولنډ د دویم جمهوریت په نوم یادېده. په پولنډي ژبه کې یاد هېواد په دودیز ډول د II Rzeczpospolita په نوم چې د دویم جمهوریت په معنا دی پېژندل کېږي.

مخینه

سمول

له یوې پېړۍ څخه زیاته موده د اطریش پروس او روسیې د سترواکیو تر منځ د واک وروسته، په اروپا کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د ۱۹۱۸ - ۱۹۱۸ ز کلونو تر منځ  پولنډ بیاځلي د یوه خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې بریالیو متحدینو د ۱۹۱۹ ز کال په جون کې پولنډ بیاځلي د ورسا په تړون کې تاييد کړ. دا په پاریس کې د ۱۹۱۹ ز کال د سولې د کنفرانس یوه لویه کیسه وه. پولنډ د پولې پر سر د یو لړ جګړو له لارې چې د پولنډ د تازه تاسیس شوي پوځ له خوا له ۱۹۱۸ زڅخه تر ۱۹۲۱ ز کال پورې تر سره شوې، خپله خپلواکې ټينګه کړه. د پولنډ د خاورې نیم ختیځ وسعت په ۱۹۲۲ ز کال کې د پولنډ په جګړه کې په دیپلوماتیک ډول حل او فصل شو او په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شو.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پای

سمول

د جرمني امپراتورۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ز کلونه) په ورو ورو پر ختیځه جبهه تسلط ترلاسه کړ، ځکه د روسیې د امپراتورۍ پوځ شاتګ وکړ. د جرمني او اطریش - مجارستان  پوځ د روسیې تر ولکې لاندې سیمه چې پر پولنډ بدله شوه ترلاسه کړه. د پولنډ د مسئلې د هر څه بېړني حل لپاره په یوه نابریالۍ هڅه کې برلین چې د جرمني لاس پوڅی دولت و، د ۱۹۱۶ ز کال د نومبر په ۵ یې یوه لنډمهالې دولتي شورا (د ۱۹۱۷ ز کال د اکتوبر له ۱۵) او یوه سلطنتي شورا (Rada Regencyjna Królestwa Polskiego) رامنځته کړه. شورا د یوه پاچا د ټاکلو په انتظار کې هېواد د جرمني تر څار لاندې اداره کاوه ( همدارنګه Mitteleuropa هم کتلی شئ). د ۱۹۱۸  ز کال د نومبر په ۱۱ د جګړې تر پای او جرمني تر تسلیمېدو یوه میاشت مخکې د سلطنت شورا د دولت لنډمهاله شورا منحل کړې او د ۱۹۱۸ ز کال د اکتوبر په ۷ یې د پولنډ د خپلواکۍ د بېرته ورکولو لپاره یې خپل هوډ اعلام کړ. د پولنډ او لېتوانیا د پاچهۍ سوسیال دیموکرات ګوند (SDKPiL) د پولنډ د زیاتره سیاسي ګوندونو په استازولۍ له دې حرکت څخه ملاتړ وکړ. د اکتوبر په ۲۳ مه د سلطنت شورا د جوزوف سوېزېنکي په مشرۍ یو نوی دولت منصوب کړ او د پولنډ په پوځ کې یې په اجباري خدمت پیل وکړ.[۱۰]

د جمهوریت جوړېدل

سمول

په پولنډ کې د ۱۹۱۸ – ۱۹۱۹ ز کلونو تر منځ له سلو څخه زیاتې د کاريګرانو ټولنې رامنځته شوې؛ د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۵ د استازو لومړنۍ شورا په لوبلین کې رامنځته شوه. د نومبر په ۶ جمهوري سوسیالیستانو د اطریش په ګالیسیا کې د تارنوبرزګ په سیمه کې د تارنوبرزګ جمهوریت اعلام کړ. په هم‌هغه ورځ سوسیالیست ايګناسي دازینسکي د پولند د خلکو د جمهوریت لنډمهالې (Tymczasowy Rząd Ludowy Republiki Polskiej) اداره په لوبلین کې رامنځته کړه. یوف پیلسودسکي چې په جرمني کې تر ۱۶ میاشتې بند وروسته په ماګبورګ کې آزاد شوی و، د نومبر په ۱۰ د یکشنبې ورځې سهار په ۷ بجو د ورشو رېل ته وروګرځېد. پیلسودسکي له ډګروال کازیمیرز سوسنکوفسکي سره د ورشو په رېل پټلۍ کې د نایب السلطنه زډېسټاو لوبومېرسکي او ډګروال ادم کوک له تود هرکلي سره مخامخ شو. بله ورځ، د سیاسي ګوندونو د ډېرې مينې او ملاتړ له امله د سلطنت شورا پيلسودسکي د پولنډ د وسلوال ځواک د عالی قومندان په توګه منصوب کړ. شورا د نومبر په ۱۴ ځان منحل کړ او خپل ټول صلاحیتونه یې پيلسودسکي (Piłsudski) ته د دولت د رئیس په توګه وسپارل. له پيلسودسکي  سره تر سلا مشورې وروسته  د دازینسکي دولت خپل ځان منحل کړ او د یدرژي موراچفسکي په مشرۍ يې نوی دولت رامنځته کړ. په ۱۹۱۸ ز کال کې د ایټالیا پاچهي په اروپا کې لومړنی هېواد و چې د پولنډ نوې واکمني يې په رسمیت وپېژندله. [۱۱][۱۲]

سرچينې

سمول
  1. Monitor Polski, no. 59, 1919.
  2. Monitor Polski, no. 203, 1918.
  3. Journal of Laws, no. 66, position 400, 31 July 1919.
  4. Mieczysław Biskupski. The history of Poland. Greenwood Publishing Group. 2000. p. 51. ISBN 0313305714
  5. Norman Davies. Heart of Europe: The Past in Poland's Present. Oxford University Press. 2001. pp. 100-101. ISBN 0192801260
  6. Piotr S. Wandycz. The Lands of Partitioned Poland 1795-1918. University of Washington Press. 1974. p. 368. ISBN 0295953586
  7. Mieczysław B. Biskupski. The origins of modern Polish democracy. Ohio University Press. 2010. p. 130.
  8. Richard J. Crampton. Atlas of Eastern Europe in the Twentieth Century. Routledge. 1997. p. 101. ISBN 1317799518.
  9. MacMillan, Margaret (2007). "17: Poland Reborn". Paris 1919: Six Months That Changed the World. New York: Random House. p. 207. ISBN 9780307432964. The rebirth of Poland was one of the great stories of the Paris Peace Conference.
  10. Richard M. Watt, Bitter Glory: Poland and Its Fate, 1918–1939 (1998)
  11. "Rady Delegatów Robotniczych w Polsce". Internetowa encyklopedia PWN. بياځلي په 30 July 2015.
  12. Andrzej Garlicki (1995), Józef Piłsudski, 1867–1935.