ګرجستان (ګرجي: საქართველო) په انګلیسي Georgia) په قفقاز کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه یې تفلیس نومیږي او گرجستان د اوراسيا په سیمه کې پروت دی چې له آسیا او اروپا سره ګډه پوله لري. ګرجستان لویدیځ ته له تور سمندر شمال خواته یې روسیه سویل ته له ترکې او ارمنستان او د سویل ختیځ لورته له آذربایجان سره ګډه پوله لرې.

ګرجستان
ګرجستان
ګرجستان
بیرغ
ګرجستان
ګرجستان
نښان

ګرجستان
ګرجستان

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۴۲°شمال ۴۴°ختیځ / 42°شمال 44°ختيځ / 42; 44   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
کښتنۍ سيمه تور سمندر (0 متر )  د (P1589) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی 69700 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه تفلیس   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې ګورجي ،  Abkhaz   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
د حکومت ډول مرکزي حکومت ،  ولسمشريزه   د (P122) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۲۵ ډيسمبر ۱۹۹۱  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
بیړنۍ ټليفون
شمېره
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ [۲]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ GE
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +995  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

د ګرجستان پلازمینه تفلیس ښار دی او مساحت یې ۷۰۰'۶۹ کیلومتره مربع او نفوس یې په ۲۰۱۶م کال کې ۷۲۰۰۰'۳ نفره وو. ددی هیواد د حکومت ډول نیمه ولسمشریزه ده. ګرجستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په اروپا او آسیا دواړو لویو وچو کې موقیعت لری. نو ددی سره یاد هیواد هڅه کوی چې په ناټو سازمان او اروپایي ټولنه کې ځان شامل کړې.

ګرجستان، په رسمي ډول د ۱۹۹۰ ز کال څخه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې د ګرجستان جمهوریت، په دوو لویو وچو کې غځېدلی هېواد دی چې په قفقاز کې، د ختیځې اروپا او لوېدیځې آسیا په تقاطع ساحه کې پروت دی. له لوېدیځ لوري له تور سمندر، له شمال او ختیځ لوري له روسیې، له سویل لوري له ترکیې او ارمنستان او له سویل ختیځ لوري له آذربایجان سره پولې لري. مساحت یې ۶۹۸۰۰ کیلومتر مربع (۲۶۹۱۱ مایل مربع) دی او له اشغال شویو سیمو پرته، ۳۷ مېلیونه وګړي لري. ګرجستان د استازوندویې ولسواکۍ یا غیرمستقیمې ولسواکۍ سیاسي نظام لري چې د یومجلسه پارلماني جمهوریت له خوا اداره کېږي. تفلیس يې پلازمېنه او ترټولو لوی ښار دی، چې نږدې څلورمه برخه نفوس په کې مېشت دی.    [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د کلاسیکې زمانې په اوږدو کې څو خپلواکې پاچهۍ ،لکه: کولکیس او ایبریا په اوسني ګرجستان کې رامنځته شوې. ګرجستانیانو د څلورمې پېړۍ په لومړیو کې رسماً عیسویت ومانه چې د ګرجستان د لومړنیو دولتونو په دیني او سیاسي یووالي کې یې مرسته وکړه. په منځنیو پېړیو کې د ګرجستان متحدې پاچهۍ راڅرګندې شوې او د ۱۲ او ۱۳ پېړیو په لومړیو کې د پاچا ودانوونکي ډېویډ او سترې ملکې تامار د واکمنۍ پرمهال خپل زرین دوران ته ورسېد. له هغې وروسته، پاچهۍ زوال وکړ او په پای کې د بېلابېلو سیمه ییزو قدرتونو، لکه: د مغولیانو، عثماني سترواکۍ او د فارس د سترواکۍ د پرله پسې کورنیو تر واک لاندې ټوټې شوه. د ګرجستان یوې پاچهۍ د روسیې سترواکۍ سره په ۱۷۸۳ ز کال کې یو تړون وکړ، چې د ۱۹ مې پېړۍ په اوږدو کې یې په تدریج سره د عصري ګرجستان د خاورې یوځای کولو ته دوام ورکړ.  

په ۱۹۱۷ ز کې د روسیې له انقلاب وروسته، ګرجستان د آلمان تر ساتنې لاندې د یوه خپلواک جمهوریت په توګه راڅرګند شو. ګرجستان له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد له لوري په ۱۹۲۲ ز کال کې په زور ضمیمه شو او د پنځلسو بنسټګرو جمهوریتونو څخه یو شو. په ۱۹۸۰ ز کلونو کې، د خپلواکۍ یو غورځنګ راڅرګند شو او په چټکۍ سره یې وده وکړه، چې د ۱۹۹۱ ز کال په اپریل کې د شوروي اتحاد څخه د ګرجستان د جلا کېدو لامل شو. په زیاتره راتلونکو لسیزو کې، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ګرجستان له اقتصادي ناورین، سیاسي بې ثباتي، توکمیزې جګړې او په آبخازیه او سوېلي اوستیا کې یې له بېلتون غوښتونکو جګړو سر مخامخ شو. په ۲۰۰۳ ز کال کې د ګلاب سپین (بې وینې) انقلاب څخه وروسته، ګرجستان لوېدیځ پلوه بهرنۍ تګلاره په کلکه خپله کړه. په اروپایی اتحادیه او ناټو کې د یوځای کېدو په موخه یې یو لړ دیموکراتیک او اقتصادي اصلاحات وړاندې کړل. لوېديځ ته د دغه هېواد تمايل د دې لامل شو چې ډېر ژر يې له روسيې سره اړيکې خرابې شي، چې په ۲۰۰۸ ز کال کې په يوه ځای کې د يوې لنډې جګړې لامل هم شو.[۹]

ګرجستان یو پرمختلونکی هېواد دی، چې د بشري پراختیا په شاخص کې "ډېر لوړ" طبقه بندي شوی. له خپلواکۍ راهیسې اقتصادي اصلاحات د لوړې کچې اقتصادي آزادۍ او د سوداګرۍ د آسانتیا، همدارنګه د فساد د شاخصونو، بې وزلۍ او د بېکارۍ د کموالي لامل شول. په نړۍ کې یو له لومړیو هېوادونو څخه دی چې بنګ یې قانوني کړل او په نړۍ کې یوازینی پخوانی سوسیالیست دولت شو چې دا کار یې وکړ. دا هېواد په اروپا او آسیا کې د نړیوالو سازمانونو لکه د اروپا شورا، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو سازمان، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، یورو کنټرول (په اروپا کې د هوایي چلند د خودیتوب سازمان)، د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپا بانک، د دری ګونې ټولنې او د ولسواکۍ او اقتصادي پراختیا لپاره د GUAM سازمان غړیتوب لري.    

رېښه

د "Georgia" د نوم د لیکنې په اړه لومړۍ یادونه په ایټالیوي ژبه د پیټرو ویسکونټ د مپه مونډي په نوم په نقشه کې ده، چې په ۱۳۲۰ ز کال پورې تړاو لري. په لاتیني نړۍ کې د هغې د راڅرګندېدو په لومړي پړاو کې، تل په ورته الفبا نه لیکل کېده او لومړی بې غږ توری يې په J سره د "Jorgia" بڼه لیکل کېد. "Georgia" ښايي په ۱۱ او ۱۲ پېړیو کې د ګرجستانیانو له فارسي نوم gurğān څخه سرچینه اخیستې  وي چې د سریاني ژبېgurz-ān/gurz-iyān او عربي ژبې ĵurĵan/ĵurzan  له لارې تنظیم شوې. د لور- بنسټ تیورۍ (Lore-based theories) د ګرځندوی ژاک دویتري له لوري وړاندې شوې، نوموړي د ګرجستانیانو په منځ کې د سنټ جورج د شهرت له مخې د دغې نوم رېښه تشرېحه کړه، په داسې حال کې چې ګرځندوی جان شاردین فکر کاوه چې "Georgia" د یوناني کلیمې γεωργός  ("د ځمکې کروندګر") څخه سرچینه اخیستې. ،لکه څنګه چې پروفیسور الکساندر میکابریدز زیاتوي، د Georgia/Georgians  کلیمې په اړه دغه سل کلن توضیحات، د پوهې د ټولنې له لوري رد شوي او د فارسي gurg/gurgan، ("لیوه") کیلمې ته د رېښې په توګه اشاره کوي. دا کلیمه چې د فارسي کلیمې gurğ/gurgān سره پیل کېږي، وروسته د سلاوي او لوېدیځې اروپا د ژبو په ګډون په ډېرو نورو ژبو کې ومنل شوه. ښايی دا اصطلاح په خپله د نږدې کسپین سیمې د لرغوني ایراني نوم له لارې چې د ګورګان ("د لیوانو خاوره") په نوم یادېده، رامنځ ته شوې وي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

اصلي نوم یې ساکارتویلو (საქართველო؛ "د کارتویلیانو خاوره") دی، چې د کارتلي ګرجستاني مرکزي سیمې څخه اخیستل شوی، له ۹ مې پېړۍ څخه ثبت شوی او په پراخه کارونه کې تر ۱۳ پېړۍ پورې د ګرجستان د منځنيو پېړیو ټولې پاچهۍ ته اشاره کوي. هغه خپل نوم چې د قومي ګرجستانیانو له خوا کارول کېږي، کارتولبی (ქართველები، یعنی "کارتویلیان") دی.    

د منځنیو پېړیو ګرجستاني تاریخې پېښې د کارتویلیانو هم نومه نیکه، کارتلوس، د جېفث کړوسی ګڼي. خو پوهان موافقه لري چې دا کلیمه د کارتز څخه اخیستل شوې، چې له لومړنیو ګرجستاني قبیلو څخه دویمه ده چې په لرغونو زمانو کې د یوې برلاسې ډلې په توګه راڅرګنده شوه. د ساکارتویلو نومსაქართველო) ) له دوو برخو څخه جوړ شوی. رېښه یې، کارتولي،- (ქართველ-ი)، د کارتلي د مرکزي ختیځ ګرجستاني سیمې اوسېدونکی یا ایبریا، لکه څنګه چې د ختیځ روم سترواکۍ په سرچینو کې پېژندل کېږي ،مشخصوي. لرغونو یونانیانو (سترابو، هرودوت، پلوتارک، هومر) او رومیانو (تیتوس لیویوس، تاسیتوس او نورو) د لوېدیځ ګرجستانیان د کولشیانو په نوم او ختیځ ګرجستانیان د ابرییانو (په ځینو یوناني سرچینو کېIberoi )  په نوم یادول. د ګرجستانی سرپایتاړی sa-X-o یو معیاري جغرافيائی جوړښت دی، چې "هغه سیمه چې X په کې اوسیږي" ،مشخصوي، چې X د یوه قوم نوم دی.    [۱۷][۱۸][۱۹]

نن ورځ د هېواد رسمي نوم "ګرجستان یا Georgia " دی، څرنګه چې د ګرجستان په اساسي قانون کې داسې راغلي دي : " د ګرجستان د دولت نوم ګرجستان دی." مخکې له دې چې د ۱۹۹۵ ز کال اساسي قانون پلی شي، د هېواد رسمي نوم د ګرجستان جمهوریت ؤ. لاهم کله ناکله خلک او رسنۍ یې د ګرجستان جمهوریت په نوم یادوي. [۲۰][۲۱][۲۲]    

ښارونه

په ګرجستان کې ښارونه
د ګرجستان ښارونه

د ګرجستان د ښارونو نوملړ د ګرجستان ښارونه (د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه) لاندی نوملړ د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه چې هریو ځانته ښار ګڼل کیږي ښیې.

جغرافیه

اقتصاد

اداري ویش

'د ګرجستان هیواد ایداري وېش‘ (د ګرجستان ولایتونه) ګرجستان په ټوله کې په ۱۲ ولایتونو ویشل شوی دی چې له دولسو نه یې آبخازیا او آجاریا نیمه خپلواکه یاهم خپلواکي غوښتونکي دي.

د ګرجستان هیواد ایداري وېش
 
شمیره سیمه مرکز
۱ آبخازیا سوخومي
۲ سامګرلو-زمو سوانتی زوګدیدی
۳ ګوریا ازورګتی
۴ آجاریا باتومی
۵ راچا-لچخومی او کومو سوانتی آمبرولائوری
۶ ایمرتی کوتایسی
۷ سامتسخه-جاواختی آخالتسیخه
۸ شیدا کارتلی ګوری
۹ متسختا-متیانتی متسختا
۱۰ کومو کارتلی روستاوی
۱۱ کاختی تلاوی
۱۲ تفلیس تفلیس

سیاسي جوړښت

کلتور

خلک

د ګرجستان هیواد ترټولو لوی او اکثریت قوم ګرجي قوم (ګرجیان) دي چې د هیواد واک هم د ددوي په لاس کې دی. د ګرجیانو نه وروسته په ګرجستان کې دوهم لوی قوم آذربایجانیان دي.

ژبه

د ګرجستان رسمي او دفتری ژبه ګرجي ده.

اخیستلیکونه

سرچينې

  1.     تشه سرچينه (لارښود)
  2. http://chartsbin.com/view/edr
  3. "Law on Declaring a Transitional Period in the Republic of Georgia". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Chronology for Abkhazians in Georgia". Refworld. In moves reflecting the growing independence sentiments of Georgians, the legislature announces that henceforth the region will be designated as the "Republic of Georgia" without reference to "Soviet Socialist". In addition, the flag which flew during the Georgia's brief period of independence after World War I is again adopted. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Georgia (02/08)". U.S. Department of State (archive site). On April 9, 1991, the Supreme Council of the Republic of Georgia declared independence from the U.S.S.R. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Clines, Francis X. (10 April 1991). "Secession Decreed by Soviet Georgia". The New York Times. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Population and Demography". National Statistics Office of Georgia, Geostat. لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Georgia - The World Factbook". CIA. لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Jones, Stephen (27 October 2020). "The establishment of Soviet power in Transcaucasia: The case of Georgia 1921–1928". Soviet Studies. 40:4 (4): 627. doi:10.1080/09668138808411783. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  10. Boeder; et al. (2002). Philology, typology and language structure. Peter Lang. p. 65. ISBN 978-0820459912
  11. Peradze, Gregory. "The Pilgrims' derivation of the name Georgia". Georgica, Autumn, 1937, nos. 4 & 5, 208–209
  12. Hock, Hans Henrich; Zgusta, Ladislav (1997). Historical, Indo-European, and Lexicographical Studies. Walter de Gruyter. مخونه 211. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3110128840. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Mikaberidze, Alexander (2015). Historical Dictionary of Georgia (چاپ 2). Rowman & Littlefield. مخونه 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1442241466. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Boeder, Winfried; Bublitz, Wolfram; von Roncador, Manfred; Vater, Heinz (2002). Philology, typology and language structure. Peter Lang. مخونه 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0820459912. The Russian designation of Georgia (Gruziya) also derives from the Persian gurg. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Rapp Jr., Stephen H. (2014). The Sasanian World through Georgian Eyes: Caucasia and the Iranian Commonwealth in Late Antique Georgian Literature. Ashgate Publishing. مخونه 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1472425522. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Rouben Galichian (2007) Countries South of the Caucasus in Medieval Maps: Armenia, Georgia and Azerbaijan. pp. 188—189
  17. Constantine Porphyrogenitus (1967). Gyula Moravcsik (سمونګر). De Administrando Imperio. translated by R.J.H Jenkins. Dumbarton Oaks Center for Byzantine Studies. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. David Braund (1994). A History of Colchis and Transcaucasian Iberia, 550 BC-AD 562. Oxford University Press. مخونه 17–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198144731. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Rapp, Stephen H. (2003), Studies in Medieval Georgian Historiography: Early Texts And Eurasian Contexts, pp. 419–423. Peeters Publishers, ISBN 90-429-1318-5
  20. "Article 2.1", Constitution of Georgia, Legislative Herald of Georgia, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې, لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۲, ‘Georgia’ is the name of the state of Georgia. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Tbilisi - Facts, History, Points of History - Britannica". Encyclopaedia Britannica. Tbilisi, formerly Tiflis, capital of the republic of Georgia منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. David E. Sanger and Marc Santora (20 February 2020). "U.S. and Allies Blame Russia for Cyberattack on Republic of Georgia". The New York Times. خونديځ د اصلي څخه ۲۰ فبروري ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)