تور سمندرګی د اطلس سمندر یو حاشیوي مدیترانه یي سمندرګی دی چې د روپا او اسیا تر منځ د بالکان ختیځ ته، د ختیځې اروپا سویل ته، د قفقاز لوېدیځ او د انتالیا شمال ته پروت دی. دغه سمندرګی د بلغاریا، ګرجستان، رومانیا، روسیې، ترکیې، او اوکراین په واسطه چاپېر شوی دی. د تور سمندرګي اوبه د لویو سیندونو، په بنسټیز ډول د دانیوب، دنیپر او دون (Don) سیندونو له لوري تامینېږي. په پایله کې، په داسې حال کې چې شپږ هېوادونه د دې سمندرګي په غاړه ساحلي لیکې لري، د تخلیې حوضه یې په اروپا کې د ۲۴ هېوادونو ځینې برخې شاملوي. [۱]

تور سمندرګي ۴۳۶۴۰۰ کیلو متره مربع (۱۶۸۵۰۰ مایل مربع) سیمه (پرته له آزوف سمندرګي څخه) احاطه کړې ده، اعظمي ژوروالی یې ۲۲۱۲ متره (۷۲۵۷ فټه) دی، او ۵۴۷۰۰ کیلو متر مکعبه (۱۳۱ مایل مکعبه) حجم لري. د یاد سمندرګي زیاتره سواحل په چټکۍ سره مخ پر جګېدو دي. دغه جګېدنې په سویل کې د پونټیک له غرونو، سویل لوېدیځې خوا ته د د پرتو ټاپووزمو له لیکو، په ختیځ کې د قفقاز له غرونو، او په منځني شمال کې د کریمیا له غرونو څخه عبارت دي. په لوېدیځ کې یې ساحل، په عمومي ډول له غونډیو څخه ښکته کوچینۍ سېلابي جلګې دي، لکه د ستراندزا، کېپ اېماین د استوګنځیو په څېر کوم چې د بالکان د غرونو په ختيځه څنډه کې پرتې دي؛ او همدارنګه د دوبروجا ارتفاعات چې په لرې شمال کې پراته دي. د ختیځ-لوېدیځ تر ټولو اوږد پراخوالی یې د ۱۱۷۵ کیلومترو (۷۳۰ مایلو) په شاوخوا کې دی. د نوموړي سمندرګي د سواحلو په اوږدو کې مهم ښارونه له اودیسا، وارنا، سامسون، سوچي، سېواستوپول، کونستانتا، ترابزون، نووروسییسک، بورګاس او باتومي څخه عبارت دي. [۲][۳][۴][۵]

تور سمندرګی د اوبو یو مثبت بېلانس لري، چې هر کال ورڅخه د اېجین سمندر ګي ته د باسپوروس او دردانیل ابنا ګانو له لارې په مجموعي ډول ۳۰۰ کیلو متر مکعب (۷۲ مایل مکعبه) اوبه بهېږي. په داسې حال کې چې د باسپورس او دردانیل ابنا ګانو (چې په ګډه سره د ترکي ابنا ګانو په نامه پېژندل کېږي) له لارې د اوبو مجموعي بهېدنه د تور سمندرګي څخه بهر خوا ته ده، اوبه په عمده ډول هممهاله دواړو خواوو ته بهېږي: د لوړ کثافت لرونکې مالګینې اوبه د اېجین له سمندرګي څخه تور سمندرګي ته تر هغو لږ کثافت لرونکو او تازه اوبو لاندې رابهېږي چې له تور سمندرګي څخه بهر ته بهېږي. دا د ژورو اوبو یوه د پام وړ او دایمي طبقه رامنځته کوي چې نه تخلیه کېږي او نه هم سره ګډېږي، او له همدې امله د بې اوکسیجنه (خوږې اوبه چې د اوکسیجن محلول نه لري) اوبه بلل کېږي. د بې اوکسېجنه اوبو دغه طبقه د هغو ډوبو شوو لرغونو ماتو بېړیو په ساتنه کې مهم رول لري کومې چې په تور سمندرګي کې موندل شوې دي.

تور سمندرګی په پای کې د ترکي ابنا ګانو او اېجین سمندرګي له لارې د مدیترانې سمندرګي ته ورتویېږي. د باسپورس ابنا نوموړی سمندرګی د مرمرې له کوچیني سمندرګي سره نښلوي کوم چې په خپل وار سره د دردانیل د ابنا له لارې له اېجین سمندرګی سره نښتی دی. تور سمندرګی په شمال خوا کې، د کرچ د ابنا له لارې له ازوف سمندرګي سره نښتی دی.

د اوبو سطحې د جیولوژیکي دورو په ترڅ کې په د پام وړ توګه بدلون موندلی دی. د سیند حوضه، چاپېره ګوګونه یې او اړوند سیندیز بسترونه د اوبو په سطح کې د دغو بدلونونو له مله ځینې وختونه وچې ځمکې وې. د اوبو په بعضې بحراني سطحو کې، د اوبو له نورو چاپېره بدنو سره ښایي نښلېدنې رامنځته شوې وي. د دغو نښلوونکو مسیرونو څخه دوې ډېرې فعالې یې ترکۍ ابنا ګانې دي چې تور سمندرګی یې له لارې د نړۍ له سمندرونو سره نښتی دی. د جیولوژیکي دورو په بهیر کې، هغه وخت چې دغې هایدرولوژیکي اړیکې شتون نه درلود، تور سمندرګی یوه تړلې حوضه وه، چې د نړۍ له سمندري سېستم څخه یې په مستقل ډول (لکه د نن ورځې کسپییَن سمندرګی)  فعالیت کاوه. اوسمهال د تور سمندرګي د اوبو سطح په نسبي ډول لوړه ده؛ له همدې امله له مدیترانې سمندرګي سره اوبه تبادله کوي. د تور سمندرګي تر سمندر لاندې سیند (Black Sea undersea river) د هغو مالګینو اوبو یو ځانګړی بهیر دی چې د باسپورس د ابنا او د تور سمندرګي د بستر له لارې بهېږي، کوم چې د دغه ډول بهیر لومړنی کشف شوی ډول دی.

نوم یېسمول

معاصر نومونه یېسمول

د دغه سمندرګي اوسني نومونه د لاندینیو په شمول چې د هغو هېوادونو له خوا ورکړل شوي دي کوم چې له نوموړي سمندرګي سره پولې لري، معمولا د هغه له انګلیسي نامه "تور سمندرګي" سره معادل دي:[۶]

  • په آبخازي ژبه: Амшын Еиқәа، چې لاتیني لیکدود یې Amšyn Eiķa̋a دی، په نړیوال فونیټیک الفباء باندې:  [ɑmʂɨn ɛjkʷʰɑ] لیکل کېږي.
  • په آدیغي ژبه: Хы шӏуцӏэ، چې لاتیني یې Xı Ş́uts’ə ده، په نړیوال فونیټیک الفباء باندې:  [xə ʃʼəw.t͡sʼa]لیکل کېږي.
  • په ارمني ژبه: Սեւ ծով، چې لاتیني یې Sev tsov ده، په نړیوال فونیټیک الفباء سره:  [sɛv t͡sɔv]لیکل کېږي.
  • په بلغاریایي ژبه: Черно море، چې لاتیني لیکنه یې C Qara deñiz ده، په نړیوال فونیټیک الفباء سره[ˈt͡ʃɛrno moˈrɛ] لیکل کېږي.
  • د کریمیې د تاتارانو په ژبه: Къара денъиз، چې لاتیني یې Cherno more ده، په نړیوال فونیټیک الفباء سره [qɑrɑ deŋiz] لیکل کېږي.
  • په ګرجستاني ژبه: შავი ზღვა، چې لاتیني لیکنه یې shavi zghva  ده، په نړیوال فونیټیک الفباء سره [ʃɑvi zɣvɑ] لیکل کېږي.
  • په لازي او منګریلي ژبو: უჩა ზუღა, ، چې لاتیني لیکنه یې Ucha Zugha  ده، په نړیوال فونیټیک الفباء سره [utʃɑ zuɣɑ] لیکل کېږي، یا هم په ساده توګه ზუღა چې په نړیوال فونیټیک الفباء سره [zuɣɑ] لیکل کېږي او معنا یې "سمندر" دی.
  • په رومانیایي ژبه: Marea Neagră، چې تلفظ یې [ˈmare̯a ˈne̯aɡrə] دی.
  • په روسي ژبه: Чёрное мо́рe، چې لاتیني لیکنه یې Chyornoye móre  ده، په نړیوال فونیټیک الفباء سره [ˈtɕornəjə ˈmorʲə] لیکل کېږي.
  • په ترکي ژبه: Karadeniz، چې په نړیوال فونیټیک الفباء سره [kaˈɾadeniz] لیکل کېږي.
  • په اوکرایني ژبه: Чорне море، چې لاتیني لیکنه یې Chorne more  ده، په نړیوال فونیټیک الفباء سره : [ˈtʃɔrnɛ ˈmɔrɛ] لیکل کېږي.

دا ډول نومونه تر اوسه په قطعي ډول نه دي ثابت شوي چې له ۱۳مې زېږدیزې پېړۍ څخه ورهاخوا مخینه ولري. [۷]

په یونان کې د "ایوکسین سمندرګي" تاریخي نوم چې له ځان سره یوه بېله معنا لري (لاندې شرح شوې)، تر اوسه پورې په پراخه کچه کارول کېږي:

  • په یوناني ژبه: Eύξεινος Πόντος، چې لاتیني لیکدود یې Eúxinos Póndos دی، په فونیټیک الفباء سره: [ˈefksinos ˈpondos]، لفظي معنا یې: "مېلمه پال سمندرګی" دی؛ د Μαύρη Θάλασσα  (ماوري ثلاسا)، [ˈmavri ˈθalasa]، نوم چې لفظي معنا یې "تور سمندرګی" ده، هم ورته کارول کېږي، خو ډېر لږ معمول دی. [مرجع ته اړتیا لري]

تاریخي نومونه او رېښهسمول

یوناني اصلي نوم یې چې پونتوس اکسینوس (Póntos Áxeinos) دی په عمومي ډول یې په اړه داسې منل شوې ده چې د ایراني کلیمې اکساینا ـــ*axšaina ("تیاره رنګه") یوه ژباړه ده. پخوانیو یوناني سمندري مسافرو د اکسينوس (Áxe(i)nos) نوم ورکړی چې د یوناني کلیمې اکسینوس (غیر مېلمه پال) په توګه تعریفېږي. د Πόντος Ἄξεινος نوم چې معنا یې پونتوس اکسینوس (غیر مېلمه پال سمندر) دی، چې د لومړي ځل لپاره په پیندار کې (په شاوخوا ۴۷۵ م.ز کې) پرې کېښودل شو، د یو بد شګون په توګه بلل کېده او د نوموړي نوم متضاد Εὔξεινος Πόντος   ایوکسینوس پوندتوس (مېلمه پال سمندرګي) هم ورباندې د لومړي ځل لپاره په حسن تعبیر سره په پندار کې کېښودل شو. دا نوم په یوناني ژبه کې یو رایج نوم شو، که څه هم په اساطیري نصوصو کې، اصلي نوم چې پونتوس اکسینوس دی، د خلکو د علاقې وړ پاتې شوی دی.[۷]

د سترابو په جغرافیه (۱۰.۲.۱ ـــ Strabo's Geographica) کې راغلي دي چې پخوا تور سمندرګی په ساده توګه سمندرګی (ὁ πόντος هو پونتوس) نومېده. د نوموړي له لیده دغه سمندرګی د یونان له استعمار څخه مخکې په سویلي ساحلي لیکه کې د پونتوس سیمې د اوسېدونکو له لوري په یاد سمندرګي کې په سختۍ سره د بېړۍ چلولو له امله او د بربري جنګ پلوه ځایي خلکو د شتون امله د "نا مېلمه پال سمندرګي Πόντος Ἄξεινος  پونتوس اکسینوس" په نامه یادېده (۷.۳.۶)، او دا چې دا نوم د میلېسیانو له خوا د نوموړې سیمې له استعمار او یوناني نړۍ ته د هغې له منسوبېدو څخه وروسته په "مېلمه پال" بدل شوی دی.[۸][۹]

مشهورې فرضیې د "تور سمندرګي" نوم د اوبو له تیاره رنګ یا له اقلیمي حالاتو څخه مشتق کوي. ځینې څېړونکي په دې اند دي چې یاد نوم د رنګونو له هغه سمبولېزم څخه اخیستل شوی دی کوم چې څلورو جهتونو د ښودنې لپاره داسې کارول کېږي چې تور یا تیاره رنګ د شمال، سور د سویل، سپین د لوېدیځ، او شین یا کمرنګه آبي د ختیځ ښودنه کوي. په دې توګه، "تور سمندرګي" د "شمالي سمندرګي" په معنا و. له دغه ترتیب سره سم، یاد نوم یواځې له هغو خلکو نه سرچینه اخیستلی شوای چې د د شمالي (تور) او جنوبي (سور) سمندرګیو تر منځ اوسېدل: دا هخامنشي شاهنشاهۍ (۳۳۰-۵۵۰ م.ز) ته اشاره ده.[۷]

په لوی بندهشن کې، چې یو منځنی فارسي زردشتي کتاب دی، تور سمندرګی د سیابون په نوم یاد شوی دی. د لسمې زېږدیزې پېړۍ په فارسي جغرافيې کتاب حدود العالم کې، تور سمندرګی د ګرجستاني سمندرګي (دریای ګرز) په نوم یاد شوی دی. ګرجستاني تاریخي نصوص ورته د کارتویلي سپیري یا ساسپرس قبیلو سره په تړاو زغوا سپیریسیاზღუა სპერისა  (د سپیري سمندرګی) کاروي. نور معاصر نومونه یې لکه کرونویی مور (Chyornoye more) او کره دنیز (Karadeniz) په ۱۳مه زېږدیزه پېړۍ کې رامنځته شول.[۱۰][۷][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينېسمول

  1. ""Black Sea Geography, Oceanography, Ecology, History"". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Living Black Sea
  2. Surface area—"Black Sea Geography". University of Delaware College of Marine Studies. 2003. د لاسرسي‌نېټه April 3, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Maximum depth—"Europa – Gateway of the European Union website". Environment and Enlargement – The Black Sea: Facts and Figures. د اصلي آرشيف څخه پر November 14, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Murray, J. W.; Jannasch, H. W.; Honjo, S; Anderson, R. F.; Reeburgh, W. S.; Top, Z.; Friederich, G. E.; Codispoti, L. A. et al. (March 30, 1989). "Unexpected changes in the oxic/anoxic interface in the Black Sea". Nature 338 (6214): 411–413. doi:10.1038/338411a0. Bibcode1989Natur.338..411M. https://escholarship.org/uc/item/7xg3p017. 
  5. World and Its Peoples. Marshall Cavendish. July 21, 2010. د کتاب پاڼې 1444. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761479024 – عبر Internet Archive. Black Sea 1175 km east west. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Özhan Öztürk (2005). Karadeniz Ansiklopedik Sözlük. İstanbul: Heyamola Yayınları. د کتاب پاڼي 617–620. د اصلي آرشيف څخه پر October 15, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ Schmitt 1989، صص. 310–313.
  8. Jones, Horace Leonard, المحرر (1924). Strabo: Geography, Volume III: Books 6-7. Cambridge, MA: Harvard University Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Jones, Horace Leonard, المحرر (1917). Strabo: Geography, Volume I: Books 1-2. Cambridge, MA: Harvard University Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Central Asia and Dravidan Connection - Revealed - Part 6". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Part II Georgian Chronicles, Line of ed: 14
  12. Peterson, Joseph H. "Greater Bundahishn". www.avesta.org. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. § 42. Discourse on the Country of Rūm, its Provinces and Towns Hudud al-'Alam