تورکيه

(له ترکیه نه مخ گرځېدلی)

ترکيه چې رسمي نوم یې د ترکیې جمهوريت دی، عمدتاً د اسيا په لويديځ کې په اناتوليا او ډېره کمه برخه يې په سويل ختيځه اروپا د بالکان په سيمه کې پرته ده. شمال لويديځ لور ته له يونان او بلغاريې، شمال لور ته له تور سمندر، شمال ختيځ ته له ګرجستان، ختيځ ته له ارمنستان، اذربايجان او ايران، شمال ختيځ ته له عراق، سويل لور ته له سوريې او مديترانې سمندر او لويديځ لور ته له ايجين سمندر سره ګډه پوله لري. د دې هېواد غوڅ اکثريت وګړي ترکان دي، کردان يې ستر لږکي دي. انقره د ترکيې پلازمېنه، استانبول يې شاهي پلازمېنه، ستر ښار او مالي مرکز دی.

بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر رجب طيب اردوغان
 -  لومړی وزیر احمد داوود اغلو
 -  د پارلمان وياند جمیل چیچک
Legislature د ترکې ولسي جرګه
جوړښت
 -  د ولسي جرګې حکومت  
 -  لوسېني کې معاهده ۲۴ جولای ۱۹۲۳ 
 -  اعلانېدو نېټه ۲۹ اکتوبر۱۹۲۳ 
 -  اوسنې بنسټيزه کړنلاره 7 نومبر۱۹۸۲ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۷۸۳۵۶۲ کيلومتر2 (۳۷م)
۳۰۲٬۵۳۵ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱.۳
د وگړو شمېر
 -  ۲۰۴ census ۷۷,۶۹۵,۹۰۴ [۱] (۱۸th
 -  گڼه گونه ۱۰۱ [۱]/km2 (۱۰۷م)
۲۶۲/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۴ اټکل
 -  ټولټال $۱.۵۱۲ ټريلين[۲] (۱۷م)
 -  پر کس $۱۹,۵۵۶[۲] (۶۱م)
GDP (nominal) ۲۰۱۴ اټکل
 -  ټولټال $۸۱۳.۳۱۶ بلين[۲] (۱۸م)
 -  پر کس $۱۰,۵۱۸[۲] (۶۷م)
Gini (۲۰۱۰) ۴۰.۲ (۵۶م)
بشري پرمختيا (۲۰۱۳) ۰.۷۵۹ (69م)
د وخت سيمه (UTC+۲)
 -  اوړی (DST) د ختیځې اروپا ساعت (UTC+۳)
د نېټې بڼه dd/mm/yyyy (AD)
د موټر چلولو سمت ښې لاس
د انټرنټ مخکښ شپول .tr
پيل گڼ +۹۰

اوسنۍ ترکيه، کوم ځای چې د نړۍ په کچه د انسانانو د لومړيو ميشت ځايونو له ډلې دی، د ګوبکلي تپې په څېر د مهمو نوي ډبرين عصر د سيمو کور دی، همدا راز د هيتيانو، د اناتوليا د نورو خلکو او مسيني يونانيانو  په څېر لرغوني تمدنونه دلته ميشت شوي دي. د ستر سکندر له فتوحاتو وروسته چا چې هلينستي پړاو پيل کړ، په اوسنۍ ترکيه کې ډېرې لرغونې سيمې له کلتوري اړخه يونانې شوې چې د بيزانس په پير کې يې هم دوام وموند. په يوولسمه پېړۍ کې سلجوقي ترکانو کوچ پيل کړ، په ۱۲۴۳ز کال کې د مغولو تر بريدونو پورې د روم سلطنت په اناتوليا واکمني وکړه او له دې وروسته دا سيمه په کوچنيو ترکي واکمنيو ووېشل شوه. د ديارلسمې پېړۍ په وروستيو کې عثمانيانو د دې کوچنيو واکمنيو په يو ځای کولو پيل وکړ، بالکان يې ونيو  او د عثماني پړاو پر مهال د اناتوليا ترکي کېدلو وده وکړه.  دويم محمد په ۱۴۵۳ز کال کې قسطنطنيه (استانبول) ونيوه او د لومړي سليم د واکمنۍ پر مهال هم د عثماني پراختيا دوام پيدا کړ. د سليمان القانوني د واکمنۍ پر مهال عثماني سترواکي په نړيوال ځواک بدله شوه. د اتلسمې پېړۍ له وروستيو څخه راپدېخوا، د ډېرو سيمو په له لاسه ورکولو سره د سترواکۍ ځواک مخ پر کمېدو شو. دويم محمود د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې د نويتابه بهير پيل کړ. د ۱۹۰۸ز کال د ځوانو ترکانو انقلاب د سلطان واک محدود کړ، د دېرش کلونو ځنډ وروسته یې عثماني پارلمان بيا راژوندی کړ او  دا سترواکي يې د څو ګونديز پړاو ته داخله کړه. د ۱۹۱۳ز کال کودتا دا هېواد د درې پاشاګانو تر واک لاندې راوست، دوی په ۱۹۱۴ز کال کې د مرکزي قوتونو د برخې په توګه په لومړۍ نړيواله جګړه کې د سترواکۍ له داخلېدو سره مرسته وکړه. د جګړې پر مهال، عثماني حکومت د ارمنيانو او اشوريانو په وړاندې ټولوژنه تر سره کړه. په جګړه کې له ماتې وروسته، عثماني سترواکي ووېشل شوه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د متحده ځواکونو پر ضد د ترکيې د خپلواکۍ جګړې په پايله کې د ۱۹۲۲ز کال د نومبر په لومړۍ نېټه سلطنت منحل شو، د ۱۹۲۳ز کال د جولای په څلور وېشتمه نېټه د لوزان تړون لاسليک شو (چې د سور Sèvres د تړون ځای يې ونيو) او د ۱۹۲۳ز کال د اکتوبر مياشتې په نهه ويشتمه نېټه جمهوريت اعلان شو. د هېواد د لومړي ولسمشر مصطفی کمال اتاترک له خوا د پيل شويو سمونونو له مخې، ترکيه سيکولر، واحد او پارلماني جمهوري هېواد شو. ترکيې د کوريا په جګړ کې د پام وړ ونډه تر سره کړه او په ۱۹۵۲ز کال کې له ناټو سره يو ځای شوه. د شلمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې ترکيه له ګڼو پوځي کودتاګانو سره مخ شوه. په ۱۹۸۰ز کال کې اقتصاد ازاد شو چې د پياوړي اقتصاد د ودې او سياسي ثبات لامل وګرځېد. په ۲۰۱۷ز کال کې د يوې ټولپوښتنې په پايله کې پارلماني جمهوري نظام په ولسمشري نظام بدل شو. له هماغه وخته د ولسمشر رجب طيب اردوغان او د هغه د ګوند د عدالت او پراختيا ګوند، تر واکمنۍ لاندې د ترکيې نوی حکومت اسلام پاله او واک خوښوونکی بلل کېږي. په هېواد کې د اردوغان واکمني د دې هېواد د پيسو د کړکېچ، د پړسوب او اقتصادي کمښت او د بې وزلۍ د زياتېدو لامل شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ترکيه د جيوپوليټيک ستراتيژيک موقعيت له مخې يو سيمه ییز ځواک او تازه په تازه صنعتي شوی هېواد دی. د ترکيې اقتصاد، کوم چې د پورته کېدونکي او د ودې په حال کې اقتصادونو کې ډلبندي شوی، د ناخالص کورني اسمي توليد له نظره د نړۍ شلم ستر اقتصاد او د PPP له اړخه د نړۍ  يوولسم ستر اقتصاد دی. ترکيه د ملګرو ملتونو د منشور غړی دی، د ناټو، پيسو نړيوال صندوق، نړيوال بانک لومړنی غړی دی، د OECD, OSCE, BSEC, OIC او G20 بنسټ اېښودونکی غړی دی. په ۱۹۵۰ز کال کې د اروپايي شورا د لومړي غړي په توګه، ترکيه په ۱۹۶۳ز کال کې د اروپا د اقتصادي کمېټې شريک غړی شو، په ۱۹۹۵ز کال کې د اروپا د ګمرکي اتحاديې سره يو ځای شو او په ۲۰۰۵ز کال کې يې د اروپايي اتحاديې سره د الحاق مذاکرات پيل کړل.[۲۲][۲۳]

نوم

په انګليسي ژبه د ترکيې نوم « Turkey» (د منځنيو پېړيو لاتيني بڼه یې دا ده: Turchia/Turquia» معنا ده «د ترکانو ځمکه». په منځنۍ انګليسي ژبه کې د Turkye ټکي کارول «د ډوشس کتاب» په نوم د «چاسر» په لومړي اثر کې شوي (شاو خوا ۱۳۶۹). د ترکانو ځمکه اصطلاح د پنځلسمې پېړۍ په اثر «ډګبي رازونه» کې کارول شوې ده. وروستۍ کارونه يې د ډانبار په شعرونو، د شپاړسمې پېړۍ د Manipulus  په لغاتو (Turkie)  او د فرانسيس بيکن سيلوا سيلواروم کې د (Turky) په ډول شوې دي. د اوسنۍ ترکیې انګليسي ليکنې (Turkey) تاريځ ۱۷۱۹ز کال ته ورګرځي. [۲۴][۲۵]

له صليبي جګړو وروسته په لويديځو سرچينو کې د ترکيې نوم راڅرګند شوی. د څوارلسمې پېړۍ په عربي سرچينو کې، ترکيه عموماً د ترکمانيه په مقابل کې ياده شوې چې شونې ده په پراخه معنا سره يې مطلب اغوز وي. ابن بطوطة د ۱۳۳۰ کلونو کې دې سيمې ته د «بر الترکية المعروف ببلد الروم» نوم اخستی يعنې (د ترکانو ځمکه چې د روم په ځمکو هم پېژندل کېږي). له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د دې هېواد تجزيې ترکي ملتپالنه بيا راژوندۍ کړه او د «ترکيه د ترکانو لپاره» احساسات لوړ شول. د الکسندروپل په تړون کې په لومړي ځل د ترکيې نوم په نړيوالو اسنادو کې داخل شو چې دا تړون د ستر ملي مجلس دولت له خوا له ارمينيا سره لاسليک شوی و. له افغانستان سره په لاسلیک شوي تړون کې، د «دولت عليای ترکي» (د ترکیې عالي دولت) اصطلاح کارول شوې او په دې ډول له عثماني سترواکۍ د نوم سره تشبيه ورکړل شوې.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ممالیکو سلطنت ته هم تلکي دولت ويل کېدل. [۳۰]

تاريخ

له تاريخ مخکې د اناتولي تاريخ او ختيځه تراکيه

د اناتولي ټاپووزمه چې د اوسنۍ ترکيې ډېره برخه په بر کې نيسي، د نړۍ يو له لرغونو دايمي استوکنيزو سيمو څخه ده. ګڼ لرغوني اناتولي خلکو په اناتوليا کې ژوند کړی، لږ تر لږه د نوي ډبرين پير څخه تر هلنيستي پړاو پورې. ډېريو دې خلکو په اناتوليايي ژبه خبرې کولې، کومه چې د سترې اندو-اروپايي ژبې د کورنۍ يوه څانګه ده؛ او د هيتي او لويي اندو-اروپايي ژبو لرغونتيا ته په کتنې سره، ځينې علماء اناتوليا د يو فرضي مرکز په توګه وړانديز کوي، له کوم مرکز څخه چې اندو-اروپايي ژبې خپرې شوي دي. د ترکيې اروپايي برخه، چې ختيځه تراکيه ورته ويل کېږې، کې هم لږ تر لږه څلوېښت زره کاله مخکې انسانانو ژوند کړی او معلومه شوې چې له زېږد نږدې شپږ زره کاله مخکې په نوي ډبرين پير کې وه.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د ګوبکلي تپه د انسان په لاس تر ټولو لرغونې جوړه شوې مذهبي ودانۍ ده، هغه عبادتځای چې لرغونتيا يې له زېږد مخکې نږدې لس زره کلونو ته رسېږي، په داسې حال کې چې Çatalhöyük په سويلي اناتوليا کې د نوي ډبرين او د مسو د پير ډېر ستر استوګنځای دی، کوم چې له زېږد مخکې له نږدې ۷۵۰۰ څخه تر ۵۷۰۰ پورې موجود و. دا تر دې د مه د نوي ډبرين پير يوه لويه او ښه خوندی موندل شوې سیمه ده او د یونسکو د نړيوال ميراث په نوملړ کې شامله ده. د ټرای استوګنځای په نوي ډبرين پړاو کې پيل او د وسپنې تر پير پورې يې دوام پیدا کړ.[۳۵][۳۶][۳۷]

ایداري وېش

 

د ترکې هیواد ایداري وېش (د ترکیه هیواد ولایتونه) ترکیه ټول ۸۱ ولایتونه لري، بغیر له دري ولایتونو چې مرکزي نومونه یې د ولایت نوم سره توپیر لري نور ټول ولایتي مرکزونه د ولایت له نوم سره یو دي. یاد دري ولایتونه عبارت دي له ختای مرکز انتاکیه) قوجا ایلي مرکز ایزمیت) او سقاریه مرکز آداپازاري).

تور سمندر سیمه

مرمره سیمه

مرکزي آناتولیا

اژه سیمه

ختیځه آناتولیا

مدیترانه سیمه

سویل ختیځه آناتولیا

جغرافیه

سیاسی خپلواکی

کلتور

اقتصاد

د ترکې اقتصاد په وروستیو دوه لسیزو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی اوس مهال ترکیه د صنعتي هیوادونو سازمان غړیتوب هم لري.

تاریخ

د ترکې تاریخ زرګونه کلونو ته رسیږي یوه ښه بیلګه یې عثماني واکمني ده چې کابو ۶۵۰ کاله واکمني یې وکړه.

نور ولولئ

د ترکي ښارونه

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "The Results of Address Based Population Registration System, ۲۰۱۴". Turkish Statistical Institute. ۲۹ جنورې ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنورې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate=, |date= (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ "Turkey". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۲ نوامبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  3. Howard, Douglas Arthur (2001). The History of Turkey. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-30708-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sharon R. Steadman; Gregory McMahon (2011). [[[:کينډۍ:Google books]] The Oxford Handbook of Ancient Anatolia: (10,000–323 BC)] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 3–11, 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537614-2. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Casson, Lionel (1977). "The Thracians". The Metropolitan Museum of Art Bulletin 35 (1): 2–6. doi:10.2307/3258667. http://www.metmuseum.org/pubs/bulletins/1/pdf/3258667.pdf.bannered.pdf. 
  6. Edwards, Iorwerth Eiddon Stephen (1977). The Cambridge Ancient History (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 184, 787. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-08691-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. David Noel Freedman; Allen C. Myers; Astrid Biles Beck (2000). [[[:کينډۍ:Google books]] Eerdmans Dictionary of the Bible] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Wm. B. Eerdmans Publishing. د کتاب پاڼې 61. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-2400-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mehmet Fuat Köprülü&Gary Leiser. The origins of the Ottoman Empire. د کتاب پاڼې 33. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Masters, Bruce (2013). The Arabs of the Ottoman Empire, 1516–1918: A Social and Cultural History (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-03363-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Somel, Selcuk Aksin (2010). The A to Z of the Ottoman Empire (په انګلیسي ژبه کي). Scarecrow Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4617-3176-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Marushiakova, Elena; Popov, Veselin Zakhariev; Popov, Veselin; Descartes), Centre de recherches tsiganes (Université René (2001). Gypsies in the Ottoman Empire: A Contribution to the History of the Balkans (په انګلیسي ژبه کي). Univ of Hertfordshire Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-902806-02-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Roderic. H. Davison, Essays in Ottoman and Turkish History, 1774-1923 – The Impact of West, Texas 1990, pp. 115-116.
  13. Zürcher, Erik Jan (2004). Turkey: A Modern History. London: I. B. Tauris. د کتاب پاڼي 93–5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Shaw and Shaw, Stanford J. and Ezel Kural (1977). History of The Ottoman Empire and Modern Turkey Vol. II. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 274–9, 282–7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Schaller, Dominik J.; Zimmerer, Jürgen (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Late Ottoman genocides: the dissolution of the Ottoman Empire and Young Turkish population and extermination policies—introduction"]. Journal of Genocide Research 10 (1): 7–14. doi:10.1080/14623520801950820. ISSN 1462-3528. 
  16. Roderic H. Davison; Review "From Paris to Sèvres: The Partition of the Ottoman Empire at the Peace Conference of 1919–1920" by Paul C. Helmreich in Slavic Review, Vol. 34, No. 1 (March 1975), pp. 186–187
  17. Peter S. Goodman (18 August 2018). "The West Hoped for Democracy in Turkey. Erdogan Had Other Ideas". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Recep Tayyip Erdogan: Turkey's pugnacious president". BBC News. 27 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Turak, Natasha (13 December 2021). "Turkish lira plunges to fresh low ahead of anticipated interest rate cut". CNBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Cohen, Patricia (14 December 2021). "How Did Turkey's Economy Go So Wrong". The New York Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  21. Elliott, Larry (13 December 2021). "Turkey faces threat of financial crisis after lira plunges against dollar". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "From Rep. of Turkey Ministry of Foreign Affairs". Republic of Turkey Ministry of Foreign Affairs. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "The Political Economy of Regional Power: Turkey" (PDF). giga-hamburg.de. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Michael J. Arlen (2006). Passage to Ararat. MacMillan. د کتاب پاڼې 159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-374-53012-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Turkey", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.)
  26. کينډۍ:TDV İslâm Ansiklopedisi
  27. Sylvain Auroux, E.F.K. Koerner, Hans-Josef Niederehe, Kees Versteegh (2000). History of the Language Sciences. د کتاب پاڼې 327. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  28. Gülru Necipoglu, المحرر (2007). Muqarnas: History and Ideology: Architectural Heritage of the "Lands of Rum". 24. د کتاب پاڼې 9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:TDV İslâm Ansiklopedisi
  30. Moše Šārôn (1986). Studies in Islamic History and Civilization: In Honour of Professor David Ayalon. د کتاب پاڼې 316. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Sharon R. Steadman; Gregory McMahon (2011). [[[:کينډۍ:Google books]] The Oxford Handbook of Ancient Anatolia: (10,000–323 BC)] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 3–11, 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537614-2. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "The Position of Anatolian" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Balter, Michael (27 February 2004). "Search for the Indo-Europeans: Were Kurgan horsemen or Anatolian farmers responsible for creating and spreading the world's most far-flung language family?". Science 303 (5662): 1323. doi:10.1126/science.303.5662.1323. PMID 14988549. https://semanticscholar.org/paper/df69fa5eb6d5a604e16aaf163cfb571d0206e34a. 
  34. Casson, Lionel (1977). "The Thracians". The Metropolitan Museum of Art Bulletin 35 (1): 2–6. doi:10.2307/3258667. http://www.metmuseum.org/pubs/bulletins/1/pdf/3258667.pdf.bannered.pdf. 
  35. "The World's First Temple". Archaeology magazine. November–December 2008. د کتاب پاڼې 23. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Çatalhöyük added to UNESCO World Heritage List". Global Heritage Fund. 3 July 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. . Troy.