لويديځه اسيا، د اسيا لويديځ يا سويل لويديځه اسيا، د ځينو پوهانو، ملګرو ملتونو د ادارو او نورو بنسټونو په تعريف سره دا د اسيا د پراخې جغرافيايي سيمې په لرې لويديځ کې پرته فرعي سيمه ده. په ټوليز ډول دا د منځني ختيځ اړوند ده چې اناتوليا، عربي ټاپووزمه، ايران، بين النهرين، شام، د قبرص ټاپو، ينا ټاپووزمه او د قفقاز ځينې سيمې (ماوراء قفقاز) په کې شاملې دي. باوردا دی چې دا سيمه له افريقا نه په مصر کې د سويز تنګي په مټ، له اروپانه د ترکيې په تنګي کې د اوبو په لارو او لوی قفقاز په اوبه یيزه حوزه جلا شوې ده. مرکزي اسيا يې شمال ختيځ ته او سويلي اسيا يې ختيځ ته پرتې دي. له دې سيمې اته سيندونه چاپېر دي: د اژه سيند، تور سيند، کسپين سمندرګی، د فارس خليج، عرب سمندر، د عدن خليج، سور سمندر او د مديترانې سمندر.  

د ختيځې اسيا ټوله سيمه ۵۹۹۴۹۳۵ کيلو متر مربع (۲۱۴۶۵۷ ميل مربع) ده، د وګړو شمېر يې نږدې درې سوه ديارلس ميليونه دی. د يووېشتو هېوادونو له منځه چې ټول يا يې يوه برخه په دې سيمه کې پرېوزي، ديارلس يې د عربي نړۍ برخه دي. په لويديځه اسيا کې تر ټولو د زيات نفوس لرونکي هېوادونه، ايران، ترکيه، عراق، سعودي عربستان او يمن دي.

پېژندنهسمول

د لويديځې اسيا له اصطلاح نه په عملي ډول کار اخستل کېږي، خو يو صحيح او متفق عليه تعريف نه لري. په بنسټيز ډول، نه په بشپړ ډول د دې سيمې تعريفونه د منځني ختيځ، ختيځې مديترانې او نژدې ختيځ (چې دا اصطلاحات له تاریخي اړخه پېژندل شوي، خو اوس له منځه تللي دي) له اصطلاحاتو سره نژدې دي. د نيشنل جيوګرافيک د ډول لارښود کتاب او همدا راز نړيوال اقتصاد: د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان (OECD) د (۲۰۰۳ز) کال د تاريخي شمېرو له مخې يوازې بحرين، ايران، عراق، اسرائيل، اردن، کويټ، لبنان، عمان، قطر، فلسطين (چې لويديزه تړانګه او غزه يې هم بولي)، سعودي عربستان، سوريا، ترکيه، متحده عربي امارت او یمن په ختيځو اسيايي هېوادونو کې شامل دي. د دې تعريف په خلاف، د ملګرو ملتونو صنعتي پراختيا سازمان (UNIDO)  د ۲۰۱۵ز کال په کتاب کې ارمينيا او اذربايجان هم په دې سيمه کې داخل کړي، خو اسرايل يې (د نورو په نوم) او ترکيه يې (د اروپا په نوم) ترې اېستلي دي. [۱][۲][۳]

د UNIDO په خلاف، د ملګرو ملتونو شميريزې برخې (UNSD) ايران له لويديځې اسيا نه اېستلی او ترکيه، جورجيا او قبرص يې د دې سيمې برخه ګرځولي دي. د ملګرو ملتونو په ختيځه اروپايي ډله کې، ارمنيا او جورجيا په ختيځه اروپا کې شامل دي، په داسې حال کې چې قبرص او ختيځه ترکيه په سويلي اروپا کې داخل کړای شوي. دا درې هېوادونه د ملګرو ملتونو د تعليمي، علمي او کلتوري سازمان (UNESCO) له خوا په اروپايي ډله کې شامل کړای شوي دي.[۴]

د لويديځې اسيا د لوبو اداره کوونکې هستو ملي غړي تر بحرين، ايران، عراق، اردن، کويټ، لبنان، سوريې، عمان، فلسطين، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او يمن پورې محدود دي. د اسيا د ګڼو لوبو المپيک شورا مراسمو کې د لويديځې اسيا د لوبو په سياليو کې استازيتوب يوازې د يادو ديارلسو هېوادونو لوبغاړي کوي. په سيمه یيزه کچه د ورزش په ادارو کې د ختيځې اسيا د باسکټبال ټولنه، لويديځې اسيا بليارد او سنوکر فدراسيون، د لويديځې اسيا د فوټبال فدراسيون او د لويديځې اسيا د ټينس لوبې فدراسيون شامل دي. [۵][۶][۷]

تاريخچهسمول

مخکې تر دې چې «نژدې ختيځ» د اوسني جيو سياسي مفهوم په معنا راڅرګند شي، «ختيځه اسيا» د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې د يوې جغرافيايي اصطلاح په توګه کارېده. د کلاسيکې لرغوني تاريخ په معنا سره شونې ده چې «ختيځه اسيا» په لرغونې کلاسيک پړاو کې د پېژندل شوې اسيا يوه برخه وه، د «داخلي اسيا»، يعنې ساکيا د څنډو او «ختيځې اسيا» د سيمو په خلاف چې هغه په کلاسیکو ليکوالانو کې د جغرافيايي پوهې لپاره «لرې ختيځې» سيمې دي، یعنې ماوراء النهر او هندوستان. په شلمه پېړۍ کې «لوديديځه اسيا» د لرغون پېژندنې او لرغوني تاريخ په برخو کې يوې اټکلي جغرافيايي پړاو ته ويل کېده، په ځانګړي ډول د «له لرغوني مصر پرته د ښېرازه مياشتې» د لنډيز په توګه، تر څو د مصر د لومړيو تمدنونو او له هغې نه  مخکې تر منځ پرتله وکړي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د نوي جغرافيايي سياست يا نړيوال اقتصاد په رڼا کې د دې اصطلاح کارول لږ تر لږه د ۱۹۶۰ز کلونو په منځ کې پيل شوي دي. [۱۳]

جغرافيهسمول

له دې سيمې اته ستر سيندونه راچاپېر دي، د اژه سيند، تور سيند، کسپین سيند، پارس خليج، عرب سمند، عدن خليج، سور سمند او مديترانې سمندر.

په شمال لويديځ او شمال کې دا سیمه له اروپا نه د ترکيې د تنګيو او د لوی قفقاز د وچو په مټ جلا شوې، سويل لويديځ ته له افريقا نه د سويس تنګي په مټ جلا شوې، شمال ختيځ او ختيځ لور ته دا سیمه له مرکزي او سويلي اسيا سره نښتې ده. دا سيمه د سويلي اروپا په ختيځ کې او د ختيځې اروپا يه سويل کې پرته ده.

د ايران په ختيځ کې د کوير دښته او لوت دښتې په طبيعي ډول دا سيمه له بلوچستان او سويلي اسيا نه جلا کوي.

ځمک پېژندنهسمول

د ځمکې د قشر بدلونونه (د ځمکې تکتونيک)سمول

د افريقايي، ايرواسيايي او عربي صفحو په ګډون په لويديځه اسيا کې درې سترې تکتونيکي صفحې سره يو ځای کېږي. د تکتونيکي صفحو تر منځ پولې د الازور او جبل الطارق د غرونو لړۍ جوړوي چې له شمالي افريقا، سور سمندر او ايران نه تېرېږي. عربي صفحه د شمال لور ته د اناتولي (ترکيه) پر لور په ختيځ اناتولي درز کې حرکت کوي، په ختيځه ترکيه کې د اژه صفحه او اناتولي تر منځ پولې هم د زلزلې له اړخه فعالې دي.[۱۴][۱۵]

د اوبو سرچينېسمول

تر ځمکې لاندې اوبه لرونکو رېګونو سترې برخې د لويديځې اسيا لويو برخو ته اوبه برابر وي. په سعودي عربستان کې د داخلي اوبو دوه سترې زېرمې د لرغوني ژوند پړاو له پاتې شونو او ترياسي پړاو (د درې لومړيو پړاوونو نه لومړی پړاو) نه د جبل طويق د غرونو او د سرې بحیرې په لويديځو څنډو کې شته. د مرکزي او ختيځ سعودي عربستان د پراخه سيمو لاندې له طباشيري او ايوسيني پړاو راهيسې د داخلي اوبو طبقې شته دي، د واسيا او بياض په ګډون چې دا دواړه هم خوږې اوبه لري، هم مالګينې اوبه. سيلابونه يا د ويالو اوبه، همدا راز باراني لارې چارې د اوبه خور لپاره زياتې کارول کېږي چې د کرنې لپاره د ټولې لويديځې اسيا نږدې ۹۰۰۰۰ کيلو متر مربع (۳۵،۰۰۰ ميل مربع) برخه پوښي. د دجلې او فرات سيندونه هم ډېره مرسته کوي.[۱۶][۱۷]

اقليمسمول

لويديځه اسيا تر ډېره بريده وچه يا نيمه وچه ده او له وچکالۍ سره مخامخ کېدای شي، خو په ورته وخت کې پراخ ځنګلونه او ښېرازه درې هم لري. دا سيمه له شنو ميدانونو، څړځايونو، دښتو او غرونو نه جوړه ده. د لويديځې اسيا په ډېرو برخو کې د اوبو د کمښت ستونزې شته، په داسې حال کې چې د نفوسو د زياتېدو له امله، د اوبو غوښتنه هم مخ په زياتېدو ده، په ورته وخت کې د اوبو تروشېدل او ککړتیا د اوبو سرچينې ګواښي. د دجلې او فرات په ګډون ستر سيندونه د کرنې د ملاتړ لپاره د اوبه خور اوبه برابروي.[۱۸]

سرچینېسمول

  1. Miller, David. "West Asia". National Geographic Style Manual. National Geographic Society. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Maddison, Angus (2004). The World Economy: Historical Statistics. Paris, France: Organisation for Economic Co-operation and Development (OECD) (نشر 2003). LCCN 2004371607. OCLC 53465560. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-64-10412-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. United Nations Industrial Development Organization Vienna (UNIDO) (2005). International Yearbook of Industrial Statistics 2015. Cheltenham, UK: Edward Elgar Publishing. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781784715502. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Standard Country or Area Codes for Statistical Use". Millenniumindicators.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۲. The UNSD notes that the "assignment of countries or areas to specific groupings is merely for statistical convenience and does not imply any assumption regarding political or other affiliation of countries or territories." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "WABSF Member Countries". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The West Asian Games". Topend Sports. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "WAFF Member Associations". The-Waff.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. e.g. James Rennell, A treatise on the comparative geography of western Asia, 1831.
  9. James Rennell, The Geographical System of Herodotus Examined and Explained, 1800, p. 210.
  10. Hugh Murray, Historical Account of Discoveries and Travels in Asia (1820).
  11. Samuel Whelpley, A compend of history, from the earliest times, 1808, p. 9.
  12. e.g. Petrus Van Der Meer, The Chronology of Ancient Western Asia and Egypt, 1955. Karl W. Butzer, Physical Conditions in Eastern Europe, Western Asia and Egypt Before the Period of Agricultural and Urban Settlement, 1965.
  13. The Tobacco Industry of Western Asia, U.S. Department of Agriculture, Foreign Agricultural Service, 1964.
  14. Beaumont (1988), p. 22
  15. Muehlberger, Bill. "The Arabian Plate". NASA, Johnson Space Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Beaumont (1988), p. 86
  17. "Land & Water". Food and Agriculture Organization of the United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Chapter 7: Middle East and Arid Asia". IPCC Special Report on The Regional Impacts of Climate Change: An Assessment of Vulnerability. United Nations Environment Programme (UNEP), Intergovernmental Panel on Climate Change (IPCC). 2001. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)