بالکان سیمه (بالکان ټاپو وزمه) د اروپا په سویل ختیځ کې له یوشمیر هیوادونو جوړه جغرافي سياسي سيمه ده. یاده سیمه ۰۰۰'۷۲۸ کیلومتره مساحت او کابو ۶۰ میلیونه وګړي لري، پدي سیمه کې میشت هیوادونه بلغاریا، یونان، شمالي مقدونیه، البانیا، د ترکي اروپایي برخه ، رومانیا، مونتینګرو، سربیا، سلوانیا، کرواسیا، بوسنیا او هرزګوینا، او هنګری دي.

Balkan topo en.jpg

بلکانونه چې د بلکان ټاپووزمې په نوم هم یادیږي، د مختلفو جفرفیایي او تاریخي تعریفونو سره په سويل ختیځه اروپا کې یوه جفرافیایي سیمه ده. دې سیمې خپل نوم د بلکان له غرونو اخيستی، کوم چې په ټوله بلغاریا کې غځیدلي دي. د بالکان ټاپووزمه په شمال لوېدیځ کې د اډریاټیک سیند سره، په سويل لوېدیځ کې د لونین سیند، په سويل کې د ایجین سیند، په ختیځ کې د ترکیې تنګي او په شمال ختیځ کې د بالکان سیند سره پوله لري. د دې جزیرې شمالي پوله په مختلفو ډولونو تعریف شوې ده. د بالکانونو لوړه څوکه په بلغاریا کې د «رایلا» غرونو حدودو کې  د «موسالا» غر دی چې لوړوالی یې ۲۹۲۵ متره (۹۵۹۶ فوټه) دی.[۱][۲][۳][۴]

د بالکان د ټاپووزمې مفهوم په ۱۸۰۸ز کال کې د الماني جفرافیه پوه «اګسټ زینیو» له خوا جوړ شوی دی، چا چې په تېروتنې سره د بالکان غرونه د سويل ختیځې اروپا یو غالب غرنی نظام ګڼلی و، کوم چې د «اډریاټیک» سیند څخه تور سمندرګي ته غځیدلي دي. په نولسمه پیړۍ کې «رومیلیا» د بالکان ټاپوزمې د اصطلاح مرادفه اصطلاح وه چې د عثماني سترواکۍ اروپایي ايالت و. دې سيمې د جغرافیایي پر ځای جیو سیاسي تعریف درلود، کوم ته چې د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د یوګسلاویا د سلطنت د جوړیدو په جریان کې نوره وده هم ورکړل شوه. د بالکان د ټاپووزمې د طبیعي پولو تعریف د ټاپووزمې د تخنیکي تعریف سره سمون نه خوري؛ نو له دې امله اوسني جفرافیه پوهان د بالکان د ټاپووزمې نظریه ردوي، په داسې حال کې چې تاریخي پوهان معمولا بالکان د سیمې په توګه یادوي. دې اصطلاح د بالکان جوړونې په پروسه کې یو شرمناکه او سپکه معنی تر لاسه کړه. د دې سیمې لپاره بدیله اصطلاح سويل ختیځه اروپا کارول کیږي. [۵][۶]

نوم

د نوم رېښې

د بالکان ټکي اصل ناڅرګند دی؛ کېدای شي د ترکي ټکي «بلک» "خټه" (د پروټو-ترکیک بال *خټه، خاوره، پنډه یا سریښناکه ماده*، سی ایف. همدرانګه ترکی بال *شهد*)، او د ترکي وروستاړي «ان» «جبه زار ځنګل»، یا فارسي بالاخانه «لوی پورته کور» پورې اړوند وي. په ترکي ژبو کې دې سره اړوند ټکي هم موندل شوي دي: کراخاني balčɨq/balɨq، ترکي balčɨk، تاتاري balčɨq، منځنۍ ترکي balčɨq/palčɨq، ازبکي balčiq، يوغور balčuq، اذربايجاني palčɨg، ترکمني palčɨq، خاکساني palčax، اوريات bal-qaš، خلاج palčoq، چوواش pɨlǯk، یاکوت bɨlɨ̄k، تواني balɣaš/malɣaš، توفالار balxaš، قزاقي balšɨq/balqaš، نوغای balšɨq، باشکير balsɨq، کرايم balčɨq، سالار palčɨx، کومايک balčɨq. . دا په عمده توګه د عثماني سترواکۍ د دورې په وخت کې کاریدله. په معاصره ترکي ژبه کې بالکان د «لرګی د غرونو ځنځیر» معنی لري.   [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخي نومونه او معنا

کلاسيکي لرغونتيا او منځنۍ پېړۍ

له کلاسيکي لرغونتيا څخه تر منځنيو پېړيو پورې، د بالکان غرونه د سيمه ييزو «تراکيانو» له خوا د «هایموس» په نوم یادیدل. د یوناني افسانو له نظره، د تراکيانو پاچا «هیموس» د سزا په توګه د «زیوس» له خوا په غر بدل شوی و او دا غر د هغه په نوم پاتې شو. د یو برعکس نوم وړانديز هم شوی دی. «ډي. ډیچيف» په دې باور دی چې هایموس د «تراکي» ټکي «سایمون» (د غر څنډه) څخه اخیستل شوی. درېیمه شونتیا دا ده چې «هایموس» د یوناني ټکي «هایما» څخه اخیستل شوی چې معنی یی وینه ده. دغه افسانه د زیوس او د ټایفون بلا/دیو تر منځ د جګړې سره اړیکه لري. زیوس په تندر سره ټایفون ټپي کړ او د ټایفون وینه په دې غرونو وغورځیده، له کوم چې دې غرونو دا نوم خپل کړ.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د منځنيو پېړيو وروستی او عثماني پړاو

تر ټولو لومړی نوم د څوارلسمې پیړۍ په لومړیو کې په عرب نقشه کې ښکاري، په کومه کې چې د هایموس غرونو ته بالکان ویل شوي دي. لومړی ثابت شوی وخت چې په لوېديځ کې د بالکان نوم د بلغاريې د غرونو لړۍ لپاره کارول شوی دی په يو ليک کې و چې په ۱۴۹۰ز کال کې «پاپ انوسینټ ۵۳ » ته د یو ایټالوي بشرپال، لیکوال او ډیپلوماټ «Buonaccorsi Callimaco» له خوا استول شوی و. عثمانیانو دا نوم په لومړي ځل د ۱۵۶۵ز کال په یو سند کې استعمال کړی و. له دې مخکې په کوم بل مستند کې دې سیمې ته د اشارې په توګه دا کلمه نه ده کارول شوې، که څه هم نورې ترکي قبیلې په دې سیمه کې میشتې شوي یا ورڅخه تریدلې. په بلغاریه کې د دې کلمې د یو پخواني بلغاریایي ترکي اصل په اړه هم ادعا شته، په هر صورت دا یوه غیرعالمانه ادعا ده. دا کلمه د عثمانیانو له خوا په «رومیلیا» کې کارول شوې چې عمومي معنی یې غر دی، لکه په (Kod̲j̲a-Balkan)، (Čatal-Balkan) او (Ungurus-Balkani̊) کې، خو په ځانګړي ډول دا نوم د «هایموس» غر ته اخيستل کېدو. دا نوم تر اوسه په مرکزي اسیا کې د بالکان داګلري (بالکان غرونه) او د ترکمنستان د بالکان سیمې سره ساتل شوی دی. انګرېز سفر کوونکي «جان باکون ساوري موریټ» دا اصطلاح انګلیسي ادبیاتو ته د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کې وروپیژندله او نورو لیکوالانو دا نوم د «اډریاټیک» او تور سمندرګي تر منځ په پراخه سیمه عملي کړ. د «بلکانس» مفهوم د الماني جغرافیه پوه «اګسټ زینیو« له خوا په ۱۸۰۸ کې جوړ شو، چا چې په تېروتنې سره د بالکان غرونه د سويل ختیځې اروپا یو غالب غرنی نظام ګڼلی و، کوم چې د «اډریاټیک» سیند څخه تور سمندرګي ته غځیدلي دي. د ۱۸۲۰ز لسیزې په اوږدو کې، «بالکان ته ترجيح ورکول شوه، که څه هم د هایموس سره په خوا کې تر اوسه د برتانوي سفر کوونکو په منځ کې یوه ځانګړې اصطلاح نه ده... د روسي سفر کوونکو په منځ کې کلاسیکي جغرافيايي نومونه کوم ځانګړی ثقل نه لري، بالکان غوره شوې اصطلاح وه). د ۱۸۰۰ز لسیزې وروستیو پورې چاپ شویو اروپایی کتابونو کې دا په المان کې د «ایلیرین» ټاپو یا «ایلیریسچي هالبینسیل» په نوم یادیږي.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د معنا تکامل

د نولسمې پیړۍ ترنیمایي پورې دا اصطلاح په جغرافیایي ادب کې په عامه توګه نه کارول کیده، ځکه چې لا دمخه د «کارل ریټر» په څیر ساینس پوهانو خبرداری ورکړی و چې یواځې د بالکان د غرونو سويلي برخه د ټاپووزمې په توګه ګڼل کیدای شي او د "یوناني ټاپووزمې" په نوم نومول کیږي. نور نوميالي جغرافیه پوهان هر یو «هرمن واګنر، تیوبالډ فیسچر، ماریون نیوبیګین، البریټ پینک» د «زینیو» سره موافق نه وو، په داسې حال کې چې اتریشي دیپلومات «جوهان جورج وان هاهن» په ۱۸۶۹ز مکال کې د ورته سیمې لپاره د « Südostereuropäische Halbinsel » (سويل ختیځه اروپایي ټاپووزمه) اصطلاح وکاروله. بل لامل چې عموماً منل شوی نه دی دا و چې د هغه مهال اروپايي ترکيې ورته ځمکنۍ پراختيا درلوده. په هر حال، د برلین له کانګرس (۱۸۷۸) وروسته، د نوې اصطلاح لپاره سیاسي اړتيا وه او کرار کرار "بالکان" بیا راژوندۍ شوه، خو په نقشو کې، شمالي پوله له یونان پرته په سربیا او مونټینیګرو کې وه (دا یواځې د عثمانيانو له خوا د اروپا د اشغال شويو برخو ښکارندويي کوي)، په داسې حال کې چې د یوګوسلاویا په نقشو کې کروشیا او بوسنیا هم شامل دي. د بالکان ټاپووزمه اصطلاح د اروپايي ترکیې لپاره مترادفه وه چې د پخوانۍ عثماني سترواکۍ د ايالتونو سیاسي سرحدونه وو. [۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې

  1. Gray, Colin S.; Sloan, Geoffrey (2014). Geopolitics, Geography and Strategy. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135265021. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Balkans". Encyclopedia Britannica. 
  3. Richard T. Schaefer (2008). Encyclopedia of Race, Ethnicity, and Society. Sage. د کتاب پاڼې 129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-2694-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Alexander Vezenkov (2017). "Entangled Geographies of the Balkans: The Boundaries of the Region and the Limits of the Discipline". In Roumen Dontchev Daskalov, Tchavdar Marinov (المحرر). Entangled Histories of the Balkans – Volume Four: Concepts, Approaches, and (Self-) Representations. Brill. د کتاب پاڼي 115–256. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-33782-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Olga M. Tomic (2006). Balkan Sprachbund Morpho-Syntactic Features. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4020-4488-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Robert Bideleux; Ian Jeffries (2007). The Balkans: A Post-Communist History. Routledge. د کتاب پاڼي 1–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-58328-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Current Trends in Altaic Linguistics; European Balkan(s), Turkic bal(yk) and the Problem of Their Original Meanings, Marek Stachowski, Jagiellonian University, p. 618.
  8. Todorova, Maria N. (1997). Imagining the Balkans. New York: Oxford University Press, Inc. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195087512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Oxford English Dictionary, 2013, s.v.
  10. Proto-Turkic *bal in, Babel - International Etymological Database Project
  11. "Balkan".. Microsoft Corporation. 
  12. "balkan". Büyük Türkçe Sözlük. Türk Dil Kurumu. “Sarp ve ormanlık sıradağ” 
  13. "Bulgaria". Hemus – a Thracian name. Indiana University. 1986. د کتاب پاڼې 54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Balkan Studies. 1986. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Decev, D (1986). Balkan Studies. University of Michigan. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Apollodorus (1976). Gods and Heroes of the Greeks: The Library of Apollodorus. Univ of Massachusetts Press. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0870232060. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۴. Haemus bloody zeus typhon. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dobrev, Ivan (1989). Проиcхождение географического названия Балкан – Sixieme Congres international d'etudes du Sud-Est Europeen (په فرانسیسی ژبه کي). Sofia: Ed.de l'Académie bulgare des Sciences. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Todorova, Maria (2009). Imagining the Balkans. Oxford University Press US. د کتاب پاڼې 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-538786-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Encyclopaedia of Islam, Second Edition, Editors: P. Bearman, Th. Bianquis, C.E. Bosworth, E. van Donzel and W.P. Heinrichs. Brill Online Reference Works.
  20. Inalcık, Halil (2012-04-24). Balkan – Brill Reference. http://referenceworks.brillonline.com/entries/encyclopaedia-of-islam-2/balkan-SIM_1152?s.num=309&s.start=300. 
  21. "Balkhan Mountains". World Land Features Database. Land.WorldCityDB.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Pavic, Silvia (22 November 2000). "Some Thoughts About The Balkans". About, Inc. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. کينډۍ:Cite magazine
  24. Altić, Mirela Slukan (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Hrvatska kao zapadni Balkan – geografska stvarnost ili nametnuti identitet?"] (in hr). Društvena Istraživanja 20 (2): 401–413. doi:10.5559/di.20.2.06. 
  25. Alexander Vezenkov (2017). "Entangled Geographies of the Balkans: The Boundaries of the Region and the Limits of the Discipline". In Roumen Dontchev Daskalov, Tchavdar Marinov (المحرر). Entangled Histories of the Balkans – Volume Four: Concepts, Approaches, and (Self-) Representations. Brill. د کتاب پاڼي 115–256. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-33782-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Illyrische Halbinsel. 1851. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Maria Todorova Gutgsell, Imagining the Balkans (Oxford University Press, 2009; کينډۍ:ISBN), p. 24.
  28. Alexander Vezenkov (2017). "Entangled Geographies of the Balkans: The Boundaries of the Region and the Limits of the Discipline". In Roumen Dontchev Daskalov, Tchavdar Marinov (المحرر). Entangled Histories of the Balkans – Volume Four: Concepts, Approaches, and (Self-) Representations. Brill. د کتاب پاڼي 115–256. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-33782-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Altić, Mirela Slukan (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Hrvatska kao zapadni Balkan – geografska stvarnost ili nametnuti identitet?"] (in hr). Društvena Istraživanja 20 (2): 401–413. doi:10.5559/di.20.2.06. 
  30. Vezenkov, Alexander (2006). "History against Geography: Should We Always Think of the Balkans As Part of Europe?". Junior Visiting Fellows' Conferences XXI (4). http://www.iwm.at/publications/5-junior-visiting-fellows-conferences/vol-xxi/alexander-vezenkov/. Retrieved 5 January 2018.