عثمانې ټولواکمني

د عثمانې ټولواکمني
دولت عالیه عثمانیه
Ottoman Flag.svgOttomanCoatOfArms.png
OttomanEmpireIn1683.png
پیدایښت ۱۲۹۹
پایتخت بورسا
ادرنه
استانبول
مساخت ۲۴،۵۰۰،۰۰۰
د نفوس شمېر ۳۵،۳۵۰،۰۰۰
ژبې عربي ژبه
ترکی ژبه(لسان عثمانى‎)
پیسې عثمانی لیره
دین اسلام
مذهب سنی
قوم (قبیلوي ښاخ) قایي (قایا)

عثماني امپراتوري یا سترواکي (/ˈɒtəmən/؛ په عثماني ترکي ژبه: دولت عليه عثمانيه Devlet-i ʿAlīye-i ʿOsmānīye, lit یعني 'لوړ او پرتمین عثماني دولت'؛ په ترکي ژبه: Osmanlı İmparatorluğu or Osmanlı Devleti؛ په فرانسوي ژبه: Empire ottoman) یوه امپراتوري وه چې له ۱۴مې پېړۍ څخه د ۲۰مې پېړۍ تر لومړیو پورې یې د سوېل ختیځې اروپا، لوېدیځې اسیا او شمالي افریقا ډېرې برخې تر واکمنۍ لاندې وې. دا امپراتوري د ۱۳مې پېړۍ په پای کې د ترکمن قبیلوي مشر لومړي عثمان یا عثمان غازي له خوا د انتالیا په شمال لوېدیځ سوګوت ښارګوټي (اوسني بیله‌جک- Bilecik ښار) کې جوړه شوه. له ۱۳۵۴ کال وروسته، عثمانیان اروپا ته لاړل او د بالکان له فتح کولو سره، عثماني بیلیک کوچنۍ شاهي (beylik) تر لویو وچو غځېدلې یوې امپراتورۍ باندې بدله شوه. په ۱۴۵۳ کال کې د سلطان محمد فاتح له خوا د قسطنطنیې له فتح کولو سره عثمانیانو د بیزانس امپراتوري پای ته ورسوله.[۱][۲][۳][۴][۵]

عثماني امپراتورۍ د لومړي سلیمان یا سلیمان اعظم (Suleiman the Magnificent) په واکمنۍ کې د خپل ځواک او سوکالۍ او دغه راز د خپل حکومت، ټولنیز او اقتصادي سیسټمونو ترټولو لوړ پرمختګ تجربه کړ. د ۱۷مې پېړۍ په پیل کې، دغې امپراتورۍ ۳۲ ولایتونه او ګڼ شمېر تر لاس لاندې یا باج ورکوونکي دولتونه لرل. ځینې یې وروسته په عثماني امپراتورۍ کې جذب شول، خو نورو ته بیا د پیړیو په اوږدو کې بېلابېل ډوله خودمختاري یا کورواکي ورکړل شوه.[۶]

د قسطنطنیې (ننني استانبول) د پلازمینې په توګه او د مدیترانې حوزې پر شاوخوا سیمو له واکمنۍ سره، عثماني امپراتوري د شپږو پېړیو لپاره د ختیځې او لوېدیځې نړۍ ترمنځ د اړیکو او تعامل په مرکز کې وه. که څه هم یو وخت نظر دا و، چې دغه امپراتوري د لومړي سلیمان یا سلیمان اعظم له مړینې وروسته د زوال دورې ته داخله شوې وه، خو دا نظر نور د ډېری علمي تاریخپوهانو له خوا نه تاییدېږي. دغې امپراتورۍ د ۱۷مې پېړۍ په اوږدو کې او د ۱۸مې پېړۍ په ډېره برخه کې پیاوړی اقتصاد، ټولنې او اردو لرلي دي. له دې سره سره، له ۱۷۴۰ کال تر ۱۷۶۸ کال پورې د یوې اوږدې سوله‌ییزې مودې پرمهال عثماني نظامي سیسټم د دوی له اروپایي سیالانو، هابسبورګ امپراتورۍ (Habsburg) او روسي امپراتوریو څخه وروسته پاتې شو. عثمانیان بالاخره د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې له سختو پوځي ماتو سره مخ شول. د یونان د خپلواکۍ بریالۍ جګړه هم د لندن له تړون (۱۸۳۰) او د قسطنطنیې له تړون (۱۸۳۲) وروسته د خپلواکۍ له اخیستلو سره پای ته ورسېده. همدغې او نورو ماتو عثماني دولت دې ته اړ ایست چې د سمونونو او عصري کولو یو هراړخیز بهیر پیل کړي، چې د تنظیمات (Tanzimat) په نوم یادېده. په دې توګه، د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې، عثماني دولت د نورو ځمکو له لاسه ورکړې او په ځانګړې توګه په بالکان کې چې د یو شمېر نوو دولتونو له راڅرګندېدو سره سره، په داخلي توګه بېرته خورا پیاوړی او منظم شو.[۷][۸][۹][۱۰]

دولت

د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ له اصلاحاتو یا سمونونو مخکې، د عثماني امپراتورۍ دولتي اداره یو داسې نظام و، چې دوه اصلي اړخونه یې لرل، نظامي اداره او ملکي اداره. سلطان یا پاچا په نظام کې تر ټولو لوړ مقام درلود. مدني نظام پر سیمه‌ییزو اداري واحدونو ولاړ و، چې هغه بیا د هرې سیمې د ځانګړتیاوو پر بنسټ ټاکل کېدل. دولت پر روحانیونو کنټرول درلود. ځینې له اسلام وړاندې دورې ترکي دودونه چې له اسلامي ايران څخه د اداري او حقوقي دودونو غوره کولو څخه راپاتې وو، د عثماني دولت په اداري کړیو کې هم مهم ګڼل کېدل. له عثماني تعبیر سره سم، د دولت اصلي دنده د مسلمانانو د خاورې دفاع او پراخول او د ارتودوکس اسلامي دودونو او شاهي واکمنۍ په ټولیز چوکاټ کې د خپلو پولو په اوږدو کې د امنیت او سوکالۍ تامینول وو.[۱۱][۱۲]

قوانین

عثماني حقوقي نظام پر خپلو وګړو مذهبي قوانین منلي وو. په ورته وخت کې قانون (Qanun) او همدا راز خانداني قانون هم د دیني قوانینو یا شریعت ترڅنګ موجود وو. عثماني امپراتوري تل د یوه سیمه‌ییز فقهي نظام له مخې تنظیم شوې وه. په عثماني امپراتورۍ کې حقوقي اداره د مرکزي او محلي واکمنۍ ترمنځ د توازن رامنځته کولو لپاره د یوې لویې طرحې برخه وه. عثماني ځواک په بنسټیزه توګه د ځمکې د حقونو پر اداره کولو راڅرخېده، چې سیمه‌ییزو چارواکو ته یې داسې فضا رامنځته کوله چې د ملت (millet) تر نوم لاندې محلي محاکمو اړتیاوې پوره کړي. د عثماني امپراتورۍ د قضایي پیچلتیا موخه دا وه چې له کلتوري او مذهبي پلوه د بېلابېلو ډلو ادغام ته زمینه برابره شي. عثماني نظام د محکمو درې سیستمونه لرل: یو د مسلمانانو لپاره، یو د غیر مسلمانانو لپاره، چې هغه ټاکل شوي یا انتصابي یهود او عیسویان پکې راتلل چې پر خپلو اړوندو مذهبي ټولنو یې واکمني کوله، او درېیم هم "تجارتي محکمه" وه. ټول نظام له پاسه د اداري قانون په واسطه تنظیم شوی و، هغه سیستم چې پر ترکي یاسا (Yassa) او تورې (Töre) ولاړ و او تر اسلام مخکې دوره کې رامنځته شوی و.[۱۳][۱۴][۱۵]

پوځ

د عثماني دولت لومړی نظامي واحد هغه پوځ و، چې د ۱۳مې پېړۍ په وروستیو کې د انتالیا په لوېدیځو غونډیو کې له مېشتو قبیلو څخه لومړي عثمان راجوړ کړی و. د امپراتورۍ له پرمختګ سره پوځي نظام هم یوه پېچلي سازمان بدل شو. عثماني پوځ د ګومارلو او واک ساتلو یو پېچلی نظام و. د عثماني پوځ مهمې قول اردوګانې هم جنیچر، سپاهي، اکنجي او مهتران وې. عثماني پوځ یو وخت د نړۍ تر ټولو پرمختللی جنګي ځواک و او هغه مهال لومړنی پوځ و چې د پلته‌ییزو ټوپکو او توپونو د کارولو وړتیا یې لرله. عثماني ترکانو د قسطنطنیې د کلابندۍ پر مهال د فالکونیټ (falconets) کارول پیل کړل، چې لنډ خو پراخ توپونه وو. د عثماني سپرو لښکر د درنو زغره والو پر ځای پر لوړ سرعت او خوځښت تکیه کوله او پر تېزو ترکمني او عربي اسونو (د ځغاستې د مسابقو اصیلو اسونو) له سپرېدو سره یې کمانونه او لنډې تورې کارولې. دوی تر ډېره د مغولو د امپراتورۍ په شان تاکتیکونه کارول، لکه دا چې د شاتګ کولو ښودنه به یې کوله په داسې حال کې چې د دښمن ځواکونه به یې په یوه هلالي شکله بڼه کې را محاصره کول او بیا به یې برید پرې کاوه. عثماني پوځ په ۱۷مه پېړۍ کې او د ۱۸مې پیړۍ په لومړیو کې د یوه اغېزناک جنګېدونکي ځواک په توګه مطرح و، خو له ۱۷۴۰ څخه تر ۱۷۶۸ پورې د سولې په اوږده موده کې د دغې امپراتورۍ له اروپایي سیالانو څخه وروسته پاتې شو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اقتصاد

عثماني اقتصادي ذهنیت په منځني ختیځ کې د دولت او ټولنې له بنسټیزو مفاهیمو سره نږدې تړاو درلود چې پکې د یوه دولت وروستۍ موخه د واکمن واک ټینګول او پراخول وو، او دې چارې ته د رسېدو لاره هم د تولیدي پاړکیو د سوکالۍ له لارې د عوایدو د بډایه سرچینو ترلاسه کول وو. وروستۍ موخه دا وه چې دولتي عواید زیات شي خو د وګړو هوساینې ته زیان ونه رسوي ترڅو د ټولنیزې ګډوډۍ رامنځته کېدو مخنیوی وشي او د ټولنې دودیز نظم وساتل شي. عثماني اقتصاد د عصري دورې په لومړیو کې خورا پراخ شو، په ځانګړې توګه د ۱۸مې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې د ودې لوړې کچې ته ورسېد. د امپراتورۍ کلنی عاید د ۱۵۲۳ او ۱۷۴۸ کلونو ترمنځ څلور چنده زیات شو.[۲۰][۲۱][۲۲]

کلتور

عثمانیانو په هغو سیمو کې چې دوی فتح کړې وې، ځینې دودونه، هنرونه او کلتوري بنسټونه یې جذب کړل او نوي اړخونه یې ورکړل. د پخوانیو امپراتوریو ډېری دودونه او کلتوري ځانګړتیاوې (د معمارۍ، اشپزۍ، موسیقۍ، تفریح ​​او حکومت په څېر برخو کې) د عثماني ترکانو له خوا منل شوي او په نویو بڼو کې یې وده ورکړې، چې په پایله کې یې د عثماني کلتور یو نوی او ځانګړی هویت وړاندې کړی. که څه هم د عثماني امپراتورۍ اصلي ادبي ژبه ترکي وه، خو فارسي بیا د امپراتورۍ د انځور وړاندې کولو لپاره یوه غوره وسیله وه.[۲۳][۲۴]

سرچينې او ياداښتونه

  1. Strauss, Johann (2010). "A Constitution for a Multilingual Empire: Translations of the Kanun-ı Esasi and Other Official Texts into Minority Languages". In Herzog, Christoph; Malek Sharif (المحررون). The First Ottoman Experiment in Democracy. Würzburg: Orient-Institut Istanbul. د کتاب پاڼي 21–51. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (info page on book at Martin Luther University) // CITED: p. 36 (PDF p. 38/338).
  2. A ́goston, Ga ́bor; Masters, Bruce Alan (2008). Encyclopedia of the Ottoman Empire. Infobase Publishing, NY. د کتاب پاڼې 444. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-6259-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Osman was simply one among a number Turkoman tribal leaders operating in the Sakarya region."
  3. "Osman I". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Osman I, also called Osman Gazi, (born c. 1258—died 1324 or 1326), ruler of a Turkmen principality in northwestern Anatolia who is regarded as the founder of the Ottoman Turkish state.
  4. Finkel, Caroline (2006-02-13). Osman's Dream: The Story of the Ottoman Empire, 1300–1923. Basic Books. د کتاب پاڼي 2, 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-02396-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Quataert, Donald (2005). The Ottoman Empire, 1700–1922 (الطبعة 2). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-83910-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Ottoman Empire". Oxford Islamic Studies Online. 6 May 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hathaway, Jane (2008). The Arab Lands under Ottoman Rule, 1516–1800. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-41899-8. historians of the Ottoman Empire have rejected the narrative of decline in favor of one of crisis and adaptation الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Tezcan, Baki (2010). The Second Ottoman Empire: Political and Social Transformation in the Early Modern Period. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-41144-9. Ottomanist historians have produced several works in the last decades, revising the traditional understanding of this period from various angles, some of which were not even considered as topics of historical inquiry in the mid-twentieth century. Thanks to these works, the conventional narrative of Ottoman history – that in the late sixteenth century the Ottoman Empire entered a prolonged period of decline marked by steadily increasing military decay and institutional corruption – has been discarded. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Woodhead, Christine (2011). "Introduction". In Christine Woodhead (المحرر). The Ottoman World. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-44492-7. Ottomanist historians have largely jettisoned the notion of a post-1600 'decline' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ágoston, Gábor (2009). "Introduction". In Ágoston, Gábor; Bruce Masters (المحررون). Encyclopedia of the Ottoman Empire. د کتاب پاڼې xxxii. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Faroqhi, Suraiya (1994). "Crisis and Change, 1590–1699". In İnalcık, Halil; Donald Quataert (المحررون). An Economic and Social History of the Ottoman Empire, 1300–1914. 2. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 553. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-57456-3. In the past fifty years, scholars have frequently tended to view this decreasing participation of the sultan in political life as evidence for "Ottoman decadence", which supposedly began at some time during the second half of the sixteenth century. But recently, more note has been taken of the fact that the Ottoman Empire was still a formidable military and political power throughout the seventeenth century, and that noticeable though limited economic recovery followed the crisis of the years around 1600; after the crisis of the 1683–1699 war, there followed a longer and more decisive economic upswing. Major evidence of decline was not visible before the second half of the eighteenth century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Aksan, Virginia (2007). Ottoman Wars, 1700–1860: An Empire Besieged. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼي 130–135. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-30807-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Quataert, Donald (1994). "The Age of Reforms, 1812–1914". In İnalcık, Halil; Donald Quataert (المحررون). An Economic and Social History of the Ottoman Empire, 1300–1914. 2. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 762. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-57456-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Naim Kapucu; Hamit Palabiyik (2008). Turkish Public Administration: From Tradition to the Modern Age. USAK Books. د کتاب پاڼې 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-605-4030-01-9. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Itzkowitz 1980، ص. 38.
  13. "Balancing Sharia: The Ottoman Kanun". BBC. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Washbrook, D. and Cohn, H., Law in the Ottoman Empire: Shari'a Law, Dynastic Law, Legal Institutions.
  15. Benton, Lauren (3 December 2001). Law and Colonial Cultures: Legal Regimes in World History, 1400–1900. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 109–110. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-00926-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Milner, Mordaunt (1990). The Godolphin Arabian: The Story of the Matchem Line. Robert Hale Limited. د کتاب پاڼي 3–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85131-476-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wall, John F. Famous Running Horses: Their Forebears and Descendants. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-163-19167-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Murphey, Rhoads (1999). Ottoman Warfare, 1500–1700. UCL Press. د کتاب پاڼې 10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Ágoston, Gábor (2005). Guns for the Sultan: Military Power and the Weapons Industry in the Ottoman Empire. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 200–02. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Aksan, Virginia (2007). Ottoman Wars, 1700–1860: An Empire Besieged. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼي 130–135. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-30807-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. İnalcık, Halil (1970). "The Ottoman Economic Mind and Aspects of the Ottoman Economy". In Cook, M. A. (المحرر). Studies in the Economic History of the Middle East: from the Rise of Islam to the Present Day. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 209. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-713561-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. İnalcık, Halil (1970). "The Ottoman Economic Mind and Aspects of the Ottoman Economy". In Cook, M. A. (المحرر). Studies in the Economic History of the Middle East: from the Rise of Islam to the Present Day. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-713561-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Darling, Linda (1996). Revenue-Raising and Legitimacy: Tax Collection and Finance Administration in the Ottoman Empire, 1560–1660. E.J. Brill. د کتاب پاڼي 238–239. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-10289-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "HISTORIOGRAPHY xiv. THE OTTOMAN EMPIRE". Iranica. 
  24. Halil Inalcik. "Servile Labor in the Ottoman Empire". Michigan State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)