د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان OECD

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان یا OECD (په فرانسوي ژبه: Organization de Cooperation et de Developpement Économiques, OCDE) ۳۸ هېوادونه غړي لري او یو بین الحکومتي سازمان ده، چې په ۱۹۶۱ ز کال کې د اقتصادي پرمختګ او نړیوالې سوداګرۍ د لا ودې په موخه تأسیس شو. دا سازمان داسې یوه ټولګه او مجموعه ده چې ټول غړي یې هغه هېوادونه دي، چې ځانونه دموکراسۍ او د بازار اقتصاد ته ژمن بولي او په ګډه د سیاسي پالیسیو اړوند تجربو د پرتله کولو، د ګډو ستونزو لپاره ځواب لټولو، د ګټور طریقو او ښه کړنلارو پېژندلو او دغه راز د دې سازمان د غړو هېوادونو د کورنیو او بهرنیو سیاستونو د همغږي کولو لپاره ښه زمینه او پلېټ فارم برابروي. د OECD زیاتره غړي هغه هېوادونه دي، چې لوړ عاید لرونکی اقتصاد او دغه راز د بشري پراختیا اړوند شاخصونو یا HDI لوړه درجه لري او د پرمختللو هېوادونو په توګه بلل کېږي. د OECD سازمان غړي هېوادونه له ۲۰۱۷ ز کاله تر دې دمه د خریدارۍ ځواک په وړاندې په ټولیز ډول ۶۲.۲ سلنه د نړۍ ناخالصه تولیدات نومول شوې برخه (۴۹.۶ تریلیونه امریکایي ډالر) او ۴۲،۸ سلنه د نړۍ ناخالصه داخلي تولید (۵۴،۲ تریلیونه نړیوال ډالر) ځواک جوړوي، دغه راز د OECD سازمان د ملګرو ملتونو اړوند سازمان رسمي څارونکی هم دی. [۱][۲][۳][۴]

د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان یا OEEC په ۱۹۴۸ ز کال کې د فرانسوي روبرت مارجولین په مشرۍ د مارشال اړوند طرحې (چې د شوروي اتحاد او د هغه شاوخوا هېوادونو په وسیله رد شوه) د عملي کولو په برخه کې د مرستې لپاره رامنځته شو. دا موخه به د امریکې د متحده ایالتونو د مالي مرستو په ځانګړي کولو او دغه راز له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د اروپا د بیارغونې په برخه کې د اقتصادي پروګرامونو په پلي کولو سره ترلاسه شي. د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان OEEC په ۱۹۶۱ ز کال کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا په سازمان OECD بدل شو او د غړیتوب امتیاز یې غیر اروپایي هېوادونو ته هم وغځول شو.[۵][۶][۷][۸][۹]

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا په سازمان OECD مرکزي دفتر د فرانسې هېواد پاریس ښار په Chateau de la Muette برخه کې ده. د دې سازمان بودجه په بېلابېلو نرخونو او سهمونو سره د غړو هېوادونو په مرسته تمویل کېږي او ټوله بودیجه یې په ۲۰۱۹ ز کال کې ۳۸۶ میلیونه یورو وه. [۱۰]

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان یا OECD د خپلو کلنیو ارزونو، بېلابېلو انتشاراتو او د غړو هېوادونو د درجه بندۍ په اساس یې تر ډېره د اقتصادي معلوماتو یا ارقامو د خپراوي یوې اغېزمنې سرچینې په توګه پېژندل کېږي. [۱۱]

مخینه / تاریخ سمول

د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان سمول

د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان (OEEC) له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د اروپا د بیارغونې لپاره په ۱۹۴۸ ز کال کې د مارشال اړوند طرحې په اډانه کې د امریکا او کانادا د مرستو مدیریت لپاره جوړ شو. دغه راز له جګړې وروسته د بیارغونې په برخه کې د چین او کوریا له جنګ ځپلو جمهوریتونو سره هم دېته ورته مرستې وشوې، خو د مارشال په نامه نه وې. دې سازمان د ۱۹۴۸ ز کال د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه خپل فعالیت پیل کړ او په ۱۹۴۷ ز کال کې د مارشال په نامه طرحې د چمتو کولو لپاره د اروپا د اقتصادي همکارۍ اړوند کمیټې په وسیله د ترسره شویو کارونو څخه پیل شو. له ۱۹۴۹ ز کال راهیسې د دې سازمان مرکزي دفتر د فرانسې هېواد پاریس ښار په Chateau de la Muette سیمه کې موقعیت لري. د مارشال طرحې له بشپړېدو وروسته د اروپا د اقتصادي همکارۍ اړوند سازمان OEEC په اقتصادي مسائلو متمرکزه شو.[۱۲]

د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې د یوې آزادۍ سوداګریزې اروپایي ساحې رامنځته کولو اړوندو شرایطو د ټاکلو په موخه د خبرو اترو یو بهیر او چوکاټ چمتو کړ، ترڅو د اروپا اقتصادي ټولنه چې له شپږو هېوادونو جوړه شوې او د OEEC نور غړي یې په څو اړخیزه توګه سره راټول کړي. په ۱۹۵۸ ز کال کې د اروپا د اټومي انرژۍ اژانس د OEEC تر چتر او نظر لاندې تأسیس او رامنځته شو. [۱۳]

د اروپا د بیارغونې کارونه د ۱۹۵۰ ز لسیزې په پای کې په ښه او اغېزمنه توګه ترسره شول، یو شمېر مخکښو هېوادونو داسې وپتیله چې د OEEC سازمان خپلې موخې ته رسیدلی دی؛ خو کېدای شي د یو نړیوال ماموریت ترسره کولو لپاره تظیم او برابر شي. دا یو ستونزمن کار و او بالاخره د پاریسک په مجستیک هوټل کې تر څو بېلابېلو ناستو وروسته، چې د ۱۹۶۰ ز کال په جنوري کې پیل شوې وې د داسې یو بنسټ رامنځته کولو ه سر پرېکړه وکړه، چې نه یوازې د اروپا او اطلس سمندر اقتصادي مسایل به ارزوي، بلکې یو شمېر سیاستونه به هم ترتیب او تنظیموي. د دې سازمان له مخ پر ودې یا کمه اندازه پرمختللو هېوادونو سره مرسته بیا پشل شوه د امریکې متحده ایالات او کانادا یې چې مخکې د OEEC ناظرین و، هغوی به یې د بشپړو غړو په توګه په مدیره پلاوي کې شاملول. همدارنګه له راوستلو سره سم یې د جاپان راوستلو ته هم کار وکړ.  [۱۴]

تأسیس او رامنځته کېدل سمول

د اروپا د اقتصادي ټولنې رامنځته کولو لپاره د روم د ۱۹۵۷ ز کال له معاهدو وروسته د OEEC د اصلاح او سمون لپاره د اقتصادي همکاري او پراختیا اړوند سازمان کنوانسیون تنظیم شو. دا کنوانسیون د ۱۹۶۰ ز کال په دسمبر میاشت کې لاسلیک شو او د ۱۹۶۱ ز کال په سپتمبر میاشت کې OECD په رسمي توګه دOEEC ځایناستی شو. دا کنوانسیون د OEEC د بنسټ ایښودونکو اروپایي هېوادونو، امریکا او کانادا هېوادونو څخه جوړ شوی و. هالند، لوګزامبورک او ایتالیا درې هېوادونو د OECD کنوانسیون ټول OEEC غړي د ۱۹۶۱ ز کال له سپتمبر څخه وروسته تصویب کړل؛ خو بیا هم بنسټ ایښودونکي غړي بلل کېږي. د دې سازمان رسمي بنسټ ایښودونکي په لاندې ډول دي:

  • اتریش
  • بلجیم
  • کانادا
  • دنمارک
  • فرانسه
  • آلمان
  • یونان
  • آیسلند
  • آیرلند
  • ایټالیا
  • لوګزامبورک
  • نیدرلند
  • ناروې
  • پرتګال
  • هسپانیا
  • سویډن
  • سویتزرلند
  • ترکیه
  • انګلستان
  • متحده ایالات

د راتلونکو ۱۲ کلونو په لړ کې جاپان، فنلند، اسټرالیا او نیوزیلینډ هېوادونه هم له دې سازمان سره یوځای شول. یوګوسلاویا هېواد د OECD له رامنځته کېدو څخه تر منحل کېدو پورې یې د یو نظارت کوونکي هېواد په توګه دې سازمان کې بلل کېده.[۱۵]

د OECD سازمان یو شمېر نورې اداې یا آژانسونه لکه د OECD پراختیایي مرکز (۱۹۶۱)، د انرژۍ نړیواله اداره (IEA، ۱۹۷۴) او د پیسو مینځلو په هکله د مالي اقداماتو ځانګړې ډلې اړوند ادارې رامنځته کړې.

د ملګرو ملتونو اړوند سازمان د بېلابېلو سازمانونو او ادارو په خلاف، OECD د "organisation" لیکلې بڼه له یو «s» توري سره کاروي حال دا چې په نورو برخو کې «z» توری «organization» کارول کېږي (ise / ize وګورئ).

مرکزي اروپا ته پراختیا ‎ سمول

د ۱۹۸۹ ز کال له انقلابونو وروسته په ۱۹۸۹ ز کال کې OECD د مرکزي اروپا له هیوادونو (په ځانګړې توګه د Visegrád ډلې اړوند هېوادونو سره) سره د مرستې  لړۍ د بازار د اقتصاد اړوندو اصلاحاتو او سمون لپاره پیل کړه. په ۱۹۹۰ ز کال کې له بدلیدونکو اروپایي اقتصادونو سره د همکارۍ مرکز (چې اوسمهال له غیر غړو هېوادونو سره د همکارۍ مرکز یې ځایناستی شوی دی) پرانیستل شو. دغه راز په ۱۹۹۱ ز کال کې د «بدلېدونکو شریکانو» پروګرام د چکسلواکیا، مجارستان او لهستان په ګټه پیل شو، همدارنګه دا پروګرام د دې هېوادونو لپاره د غړیتوب برخه هم درلوده. په پایله کې لهستان، مجارستان، د چک او سلواکیا جمهوریت او دغه راز مکزیک او جنوبي کوریا د ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۰ ز کلونو په لړ کې د OECD غړي شول.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اصلاحات او لا ډېره پراختیا سمول

یو شمېر اروپایي هېوادونه چې اوسمهال د اروپايي ټولنې غړي دي، په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې له دې سازمان سره د یوځای کېدو په برخه کې خپله لېوالتیا وښوده. په ۱۹۹۵ ز کال کې قبرس هېواد دې سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه؛ خو د قبرس د دولت په وینا د ترکیې هېواد په وسیله ویټو شو. دغه راز په ۱۹۹۶ ز کال کې د استونیا، لاتویا او لیتوانیا هېوادونو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه، چې د دې اعلامیې په ترڅ کې یې په OECD کې غړیتوب ته لیوالتیا وښوده. همدارنګه سلووینیا هم په همدې کال کې دې سازمان کې غړیتوب غوښتنه وکړه. په ۲۰۰۵ ز کال کې د مالټا هېواد دې سازمان سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه. اروپایي ټولنه په دې سازمان کې د ټولو اروپایي هېوادونو د غړي کېدو لپاره لابي ګري کوي. په ۲۰۱۲ ز کال کې د رومانیا هېواد لومړي وزیر ویکتور پونتا د یوه لیک له لارې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان OECD د هغه وخت عمومي مشر خوزه آنجل ګوریا څخه په ټینګار سره دې سازمان کې د غړیتوب په برخه کې په خپله لیوالتیا ټینګار وکړ. د ۲۰۱۲ ز کال په سپتمبر میاشت کې د بلغارستان دولت دا تایید کړه چې په دې سازمان کې د غړیتوب لپاره به د OECD په اداره کې خپله غوښتنه ثبت کړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان یا OECD یوه کاري ډله جوړه کړه، چې سفیر سیچیرو نوربرو یې مشري کوله او موخه یې دا وه، ترڅو د پراختیا په برخه له هغو هېوادونو سره یوه طرحه جوړه کړي، چې د دې سازمان غړي نه و. دې کاري ډلې څلور معیارونه تعریف او بیان کړل، چې باید مراعت شي؛ «همغږي او همفکري، د پام وړ لوبغاړی، متقابله ګټې او نړېوال ملاحظات.» [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې سمول

  1. "List of OECD Member countries – Ratification of the Convention on the OECD". OECD. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "World Economic Outlook Database". International Monetary Fund. 17 April 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Report for Selected Country Groups and Subjects (PPP valuation of country GDP)". IMF. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Intergovernmental Organizations". un.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Organisation for European Economic Co-operation". OECD. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Soviet Union rejects Marshall Plan assistance This Day in History — 7/2/1947". History.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Economic Cooperation Authority". Marshallfoundation.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "What is the OECD? Definition and Meaning". marketbusinessnews.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Organisation for European Economic Co-operation". OECD. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Getting to the OECD". OECD. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Organisation for Economic Co-operation and Development". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Christopher, Warren (1998). In the stream of history: shaping foreign policy for a new era. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-3468-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Organisation for European Economic Co-operation". OECD. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. . A majestic start: How the OECD was won, in OECD Yearbook 2011. OECD Observer.
  15. "History of relations between Slovenia and the OECD". Ministry of Foreign Affairs of Slovenia. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  16. "History of relations between Slovenia and the OECD". Ministry of Foreign Affairs of Slovenia. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  17. "The Czech Republic in the OECD". Permanent Delegation of the Czech Republic to the OECD. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "South Korea joins OECD". Chicago Tribune. 25 October 1996. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "A vision for Poland: Joining the world's most advanced". OECD. 23 November 2006. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Slovenia and the OECD". OECD. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "International Organisations – Turkey's attempts to exclude Cyprus' membership". Cyprus Ministry of Foreign Affairs. September 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 24 September 2005 باندې). Malta applies to join OECD as full member. Maltamedia
  23. "Ministry of Foreign Affairs of Latvia: Co-operation between the OECD and Latvia". Ministry of Foreign Affairs of Latvia. 19 December 2006. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 25 September 2012 باندې). Bulgarian Govt to Confirm OECD Membership Bid. Novinite.
  25. "Romania's candidacy for OECD membership" (Press release). Romanian Ministry of Foreign Affairs. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. . EU gives ground in OECD membership battle. European Voice
  27. "Statement by the OECD regarding the status of the accession process with Russia & co-operation with Ukraine" (Press release). OECD. 13 March 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "OECD halts membership talks with Russia". Ledger-Enquirer. 13 March 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Chile's accession to the OECD". OECD. 7 May 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "OECD Council Resolution on Enlargement and Enhanced Engagement". OECD. 16 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)