ارغنداب

د کندهار ولایت ولسوالۍ

ارغنداب يا ارغنداو د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ ده چې د کندهار ښار په ۱۰ كيلومترۍ كي و شمال لوېديځ لور ته پرته ده. ارغنداب د خپل ستراتيژيک موقعيت له کبله يواځې په کندهار کي نه بلکې په ټوله افغانستان کي خورا مهم رول لري. دا يوه ډېره سرسبزه سيمه ده، چي دانګورو او انارو دكرهڼي له وجي خورا مشهوره ده. د دې ولسوالۍ ډير شمير وګړي په قبيلوي لحاظ الكوزي او نورزي دي؛ چي تر څنګ يې د كندهار ولايت نوري قبيلې هم پكښي مېشتي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ
ولسوالی ارغنداب(دری)
هراهواتي (سراشواتي)
سيمييز نوم: ارغنداو
د لوړې لورې څخه:١ د ارغنداب د رود شاوخوا هوايي ليد، ٢ د ارغنداب يو کلي د لو ولې پر غاړه، ٣ د بابا ولی صاحب زیارت (باباصاحب)

ارغنداو
شعار: شین ارغنداب
Map
کورډېناټونه: ۳۱°۳۹′۱۷″شمال ۶۵°۳۸′۵۸″ختیځ / 31.654722222222°شمال 65.649444444444°ختيځ / 31.654722222222; 65.649444444444  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
بنسټګر مقدوني سکندر
اداري وېش
هیواد  افغانستان
ولایت کندهار ولايت
امنيه قوماندان (نامعلوم؛ د طالبان واکمني)
مرکز ارغنداب
حکومت
 • ولسوال (نامعلوم؛ د طالبان واکمني)
پراخوالی
لوړوالی ۱٬۱۱۲ ميټره (۳٬۶۴۸ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۶)
 • ټولټال ۱۴۰۰۰۰
وروستي مالومات
وخت زون ۴،۳۰+
جيو کوډ 1148402[۳]
7053298  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمييزه ژبه پښتو
د کلو شمېر ٧٨
رسمي وېبپاڼه arghandab.af

د دې ولسوالۍ وګړي بزګر او زمينداره دي او مهم پيداوار يې انار او انګوردي، خو له دې سره په څنګ كي غنم، جواري، اوربشي، كچالو، روميان، پياز، بېنډۍ، توربانجان او تركاري هم كري. دا ولسوالۍ ۷۲ كلي لري، چي هر كلى ځانته ملك لري او هم په دې ولسوالۍ كي شخړي او لانجې د قومي مشرانو لخوا دجرګې په واسطه سره هوارېږي، همدا ډول دا ولسوالۍ ۶۴ Community Development Council (شوراګاني) لري.

ارغنداو د غرو لمنې د غاټول په ګلو سرې سوې د دامان هوسۍ دي مستې زرغونې ورته درې سوې
— ستر امپراتور احمد شاه بابا

لاري سمول

د ولسوالۍ داخلی يو شمېر سړکونه کچه دي، خو د ولسوالۍ د خولي د ناګهان کلي څخه تر كندهار ښار پوري لس كيلومتره سړك ټول پوخ دئ، چي د دولت لخوا يې د رغوني چاري سرته ورسېدلي. او د ارغنداب څخه خاکریز ته بيا ټول سړکونه کچه ده، د ارغنداب او پنجوایي تر منځ هم يو شمېر لارې کچه دي.

رودونه او ويالې سمول

په دې ولسوالۍ كي د ارغنداب سيند جنوب لوېديځ لور ته غزېدلى دئ، چي د دې ولسوالۍ ۲۷۷ كيلومتره مساحت تشكيلوي او په پاى كي د هلمند په ولايت كي تر غزېدو وروسته د هلمند سيند ته ورګډېږي. دا رود ددې سره سره د ارغنداب ولسوالۍ يو شمېر سيمو ته اوبه ورکوي، او ددي رود څخه يو شمېر ويالې لکه د سنزري وياله او نورې هم بهيږي.

امنیت سمول

د ارغنداب ولسوالۍ ځینې سیمې چې د تېرو کلونو د جګړو په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو او ترهګرو ډلو تر منځ د جګړې ډګر ګرځيدلي وو، اوس‎مهال دغه سيمي د کندهار د ښاریانو لپاره توده غېږه ګرځېدلې ده او خلک هلته ځي ترڅو د ژوند له لانجو او تاوتریخوالو څخه لیرې تازه ساه واخلي او له ژوند څخه خوند واخلي.[۴]. د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ تعمير په مكمل ډول جوړ سوى دئ د لګښت په اړه يي معلومات نسته ځكه قرارداد يي په مركز كي د ملګرو ملتو د پرمختيايي پرګرام چي د افغانستان د تحكيم او ثبات په نامه ياديږي پر مخ وړل كيږي.

اوبه سمول

 
د دهلې بند دافغانستان دوهم لوی بند دي چې د ارغنداب د رود څخه سرچینه اخلي

ددي ولسوالۍ په څنډه کې د ارغنداب رود بهیږي، دا رود په ارغنداب ولسوالۍ کې د کوهک د غرو څخه نیولی بیا تر سنځری پورې ټولو خلګو ته د سيمي د اوبه کولو تر څنګ د څښلو اوبه هم ورکوی، وسمهال دلته ٣١ کيلومتره محافظوي ديوال جوړيږي نو په دې سره دسيند په اوږدو کې د زرګونو جريبه کرنيزو ځمکو د تخريب مخه ونيول سوي. د ارغنداب پر سيند د محافظوي دېوال د جوړولو پر پروژه ٢٢ ميليونه ډالره لګښت راځی، او د درو کلونو په موده کې به بشپړ سي. دغه محافطوي دېوال د ارغنداب سيند دواړو غاړو ته د دې ولسوالۍ له سربند سيمې څخه پيل بيا تر باباولي زيارت پورې د ٣١ کيلومترو په اوږدوالي جوړېږي.[۵]

وړانديزونه سمول

١. د ولسوالۍ مامورين د ترانسپورت مشكل لري چي بايد حل سي
٢. د ولسوالۍ خلك د څښاك پاكو اوبو ته لاسرسى نه لري او د ويالو له اوبو څخه استفاده كوي، چي بايد پاكي اوبه خلكو ته مهيا سي.
٣. دريمه درجه مامورين نه لري اړوند رياستونه بايد خپل مامورين په ټاكلو بستو كي وګماري.
۴. د نورو ولسواليو سره بايد د ارغنداب ولسوالۍ سړکونه پاخه سي، په تيره بيا د بابا صاحب د زيارت او ښار ترمنځ.

انځوريز ارغنداب سمول

د ارغنداب ولسوالي کلی سمول

 
د ارغنداب د تاروک کلاچي د کلي يو بزګر

ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار څخه په ۷ کیلومترۍ کي پرته ولسوالۍ ده، چي په ۸۵ کلو کي يې ټولټال ۱۵۰ زره وګړي ژوند کوي [۶].:

  • ارغنداب (مرکز)
  • کلا
  • تابين
  • خلېشک
  • چهار قلبې
  • ديسبزۍ
  • چارباغ
  • مرغان کلي
  • لوی تابین
  • موناره
  • لو موناره
  • بستانزو
  • کوهک
  • ناګهان
  • جلاهور
  • مانده
  • بابا صاحب
  •  تره کو کلاچه
  • نوي مزرې کلي
  • منصور اباد
  • راجن کلس

شوروي اتحاد او طالبان سمول

طالبان تر ٢٠٠١ وروسته سمول

په ١۵ جون ٢٠٠٨م کال کې طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ لويه برخه ونيول، د ارغنداب له ولسوالۍ څخه په لسگونو کورنۍ د کندهار ښار ته کډه سوي. ښار ته تللي کورنۍ تر ډېره بريده د خپل خپلوانو په کورونو کې اوسيدل. د بابا صاحب د زيارت دره، چې د کندهار د سيل او ساتيري ځاى بلل کېده، د يوڅه مودې لپاره پرې پوځي اډه جوړه سوه. او د دغې سيمې څخه يوازې د دوه کيلومترو په واټن کلي د طالبانو په ولکه کې وو. د کندهار د ارغنداب ولسوالي د ښار په شمال لوېديځ کې پرته سيمه ده او د ستراتيژيک موقعيت له کبله تر نورو ولسواليو مهمه گڼل کيږي. ددغې ولسوالي پر ځينو کليو باندې په ٢٠٠٧م کال هم وسله والو طالبانو په ورته ډول قبضه وکړه، خو د يوې ورځې په اوږدو کې د سختي جگړې له کبله بېرته له ارغنداب څخه ووتل[۷].

حامد کرزي او ارغنداب سمول

 
حامد کرزي په ارغنداب ولسوالي کي خلکو ته د وينا په حال کي په کال ۲۰۱۰ کي

په جون ٢٠١٣ کې په ارغنداب کې يوه غونډه جوړه سوه، او سلګونو ځوانانو ونډه درلوده. ويناوالو اندېښنه څرګنده کړه، چې په ٢٠۱۴ کال کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل به ړنې او ښې پایلې ونه لری. د غونډې برخه والو ځوانانو په اساسي قانون کې د بدلون او د ولسمشر کرزي د واک مودې دغځولو غوښتنه کوله. دوي ويل:
زموږ غږ په دې معنا نه دى، چې ګواکې د يوه ځانګړي، کس ملاتړ کوو، بلکې اساسې موخه يوازې د ملي ګټو ملاتړ او د هغو ساتل دي.
هغو وويل په تېرو ۱۲ کلونو کې د ولسمشر کرزي د هڅو او د بهرنيو هېوادونو سره د منظم او پياوړي سياست ستاينه وکړه ويې ويل، چې کرزي په هېواد کې ستر بدلون رامنځ ته کړ، بيارغونه سوې، پوليس او پوځ جوړ شوى، خلکو ته په روغتيا، پوهنې او په ګڼو نورو برخو کې اسانتياوې برابرې سوې دي[۸].

جګړې سمول

دا هم وگورۍ سمول

بهرنۍ تړنې سمول

ارغنداب پرقاموسونه ټکی کام باندي

سرچينې سمول


  1. GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537217 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2.     "د ارغنداب اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  3. پیوستون : 1148402 & 7053298  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  4. "د ارغنداب ولسوالۍ د ارامۍ راپور د صداي ازادي راډیو لخوا". ٢٠١۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کندهار راديو تلویزیون. ډاټ کام (٢٢ مې، ٢٠١٧). "د ۲۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د استنادي ديوال د جوړېدو کار روان دئ". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  6. د ارغنداب د سيمو او کليو شمېر د خلګو په وينا سره.
  7. "د ارغنداب ولسوالۍ د ٢٠٠١م څخه تر ٢٠١٠ پورې د جګړې ډګر". راپور د بي بي سي پښتو لخوا. ٢٠٠٨م. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ولسمشر کرزي د واک غځېدو غوښتنه سوې". (بي بي سي پښتو). ٢٠١۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); غير مسموح بالترميز المائل أو الغامق في: |publisher= (مساعدة)