د هوتکيانو ټولواکمني

د هوتکیانو سترواکي افغان پاچهي وه چې د پښتنو د غلجي قوم له خوا یې بنسټ کېښودل شو او د ۱۷۲۰ مې ز لسیزې په اوږدو کې یې د لنډ مهال لپاره په ایران او افغانستان کې واکمني وکړه. هوتکي سترواکي د ۱۷۰۹ ز کال په اپریل میاشت کې د میرویس خان هوتکي له خوا،چې د افغانستان د سویل په لوی کندهار سیمه کې یې د فارسي صفوي سترواکۍ پر وړاندې د بریالي انقلاب مشري وکړه تاسیس شوه.[۱]

د هوتکيانو ټولواکمني
Hotaki Empire

 

1709–1738

بېرغ

Location of د هوتکيانو ټولواکمني
هوتکيانو ټولواکمني (1722-1729)

هوتیکان په دوو ډلو ویشل شوی دی چی (۱) بابي (۲) سیدخیل دی

پلازمېنه کندھار
اصفهان
ژبې پښتو
فارسي
مذهب اسلام
حکومت بيخي پاچايي
مير
 - 1709–1715 ميرويس هوتک
 - 1715–1717 شاه عبدالعزيز هوتک
 - 1717–1725 شاه محمود هوتک
 - 1725–1730 شاه اشرف هوتک
 - 1725–1738 شاه حسين هوتک
تاريخي دور لومړنی وخت
 - د ميرويس هوتک بغاوت اپرېل 1709
 - د کندھار محاصره 24 مارچ 1738
اوسني هېوادونه  افغانستان
 ايران
 پاکستان
کينډۍ:ترکمنستان
Warning: Value specified for "continent" does not comply

په ۱۷۱۵ ز کال کې میرویس په خپل طبیعي مرګ مړ شو او ورور یې عبدالعزیز ځای ناستی شو. هغه ډېر مهال واکمني ونه کړه او د خپل وراره محمود له خوا ووژل شو، هغه صفوي پاچا بې وسلې کړ او په ایران کې یې خپل حکومت اعلان کړ. په ۱۷۲۵ ز کال کې د هغه د تره زوی اشرف پر محمود په ماڼۍ کې کودتاه وکړه او د ده ځای ناستی شو. اشرف هم د اوږد مهال لپاره خپل تاج او تخت و نه شو ساتلی، ځکه نادر قلي بیک (ورپسې پاچا) چې د صفویانو د بیرغ مشري یې لرله، دی مات کړ. په ۱۷۲۹ ز کال کې د دامغان جګړه او د اوسني افغانستان سویل ته د اشرف هوتک تبعید، هوتکي واکمني د خپلې پخوانۍ سترواکۍ کوچنۍ برخې ته محدوده کړه. په ۱۷۳۸ ز کال کې هغه مهال چې نادر شاه د اشرف ځای ناستی حسین هوتک، د کندهار له اوږدې محاصرې وروسته مات کړ، هوتکي واکمني پای ته ورسېده. ورپسې نادرشاه په هغو سیمو باندې د ایران د بیا واکمني رامنځته کولو پیل وکړ، کوم چې لسیزې وړاندې د ایراني سترواکۍ د اصلي سیالانو، لکه: عثماني سترواکي او روسي امپراتورۍ په لاس د دوی له لاسه وتلې وې.[۲]

د هوتکي سترواکي تاریخ سمول

د میرویس هوتکي واک ته رسېدنه او واکمني سمول

د صفویانو زوال سمول

صفوي شیعه ګانو له ۱۶ مې پېړۍ نه د ۱۸ مې پېړۍ تر پیل پورې په لوی کندهار د خپل لرې پراته ختیځ قلمرو په توګه واکمني وکړه. په ورته مهال په دغه سیمه کې اصلي افغان قبیلې استوګن وې چې سني مسلمانان و. په چټکۍ سره په ختیځ کې د سني مغلو سترواکي پیل شوه، چې کله ناکله یې له پیاوړو صفویانو سره د افغانستان د سویلي قلمرو پر سر جګړه کوله. د بخارا خاناتو په ورته مهال شمالي سیمې تر ولکې لاندې لرلې. د اولسمې پېړۍ په وروستیو کې، صفویان مخ پر زوال شول. په ۱۶۲۹ ز کال کې د شاه عباس له مړینې وروسته، صفوي پاچایان چندان اغېزمن نه وو او همدا لامل شو چې دغه سترواکي له زوال سره مخامخ شي. د ۱۶۹۴ ز کال د جولای په ۲۹ مه شاه سلیمان مړ شو او سلطان حسین واک ته ورسېد. د هغه د واکمنۍ پر مهال ستونزې لا پسې پېچلې شوې. حسین د خپلې واکمنۍ پر مهال په سختۍ سره ماڼۍ پرېښوده، کوم چې د وروستیو صفوي پاچایانو ترمنځ غیر معمول نه وو. وروستي صفوي پاچایان د خپلو نیکونو په څېر متحرک نه وو کوم چې ډېر وخت یې په مبارزو کې تېراوه او کوچني دربارونه به یې لرل، دوی تر ډېره تحرک نه درلود او دربارونه یې هم له ډلو ټپلو ډک و. حکومت کمزوری و او پوځ هم اغېزمن نه و. د واک دغې تشې یو شمېر قبیلوي ډلو،لکه: ترکمنانو، بلوڅانو، عربو، کوردانو، داغستانیانو او افغانانو ته دا اجازه ورکوله چې په پوله ییزو ولایتونو بریدونه وکړي.[۳][۴][۵]

په کندهار کې د ګرګین خان واکمني سمول

په ۱۷۰۴ ز کال، صفوي پاچا شاه حسین خپل ګرجي تابع او کارتلي پاچا یوولسم جورج (ګرګین خان)، چې اسلام یې منلی و، د کندهار د والي په توګه مقرر کړ. د ۱۷۰۴ ز کال د مۍ میاشتې په پیل کې هغه له کرمان نه راووت او له اووه اونیو وروسته، هغه په دغه ولایت کې رامنځته شوې نارامۍ سرکوب کړې. ډېر ژر هغه د کندهار له ښاروال (کلانتر) میرویس هوتکي سره چې د غلجیو ترمنځ یو له بډایه او اغېزمنو کسانو نه و، مخامخ شو. په پیل کې میرویس له ګرګین سره ښې اړیکې لرې، خو هغه مهال چې میرویس په ۱۷۰۶ ز کال کې د ښاروالۍ له چوکۍ ګوښه او علم شاه افغان د هغه پر ځای وګمارل شو، دغه اړیکې ترینګلې شوې.[۶][۷][۸][۹]

د ټول ولایت په کچه د ګرګیانو پر وړاندې کرکه رامنځته شوې وه، ځکه دوی په سیمه ییزو وګړو باندې په وحشي توب حکومت چلاوه. دغې چارې غلجیان د صفوي حکومت پر وړاندې بغاوت ته هڅول او میرویس هم له دغو بغاوتونو نه یوه ته اړوند و. ګرګین خان دې ته متوجه شو او میرویس یې اصفهان ته ولېږه. هلته یې د صفوي دربار کمزورتیا ولیدله او د ګرګین له وحشي توب نه یې شکایت وکړ. شاه او دربار یې د هغه پر ضد وهڅاوه او د حج لپاره مکې ته ولاړ. هغه بریالی شو چې د صفویانو د ظالمې حکومتولۍ د راپرځولو په موخه دیني فتوا ترلاسه کړي. د ۱۷۰۸ ز کال په اوړي یا د ۱۷۰۹ ز کال په جنوري کې هغه کندهار ته را وګرځېد او داسې فرصت ته په تمه شو څو ګرګین خان ووژني.[۱۰][۱۱]

بغاوت سمول

د ۱۷۰۹ ز کال په اپریل میاشت کې دغه فرصت ترلاسه شو، د کاکړو قبیلې د مالیاتو له ورکړې ډډه وکړه، له همدې امله ګرګین خان او د هغه کسان له دوی سره مبارزې ته راووتل. میرویس او د هغه کسان چې د ناشر خان غزنوي له خوا یې ساتنه کېدله، په ګرګین یې برید وکړ او د اپریل په یووېشتمه یې هغه وواژه. هغوی د ګرګین عسکر له کندهاره وشړل او پاتې شوي ګرجیان ګرشک ته وتښتېدل او منتظر پاتې شول. کله چې صفوي دربار ته دغه خبر ورسېد دوی کیخسرو خان له ۱۲۰۰۰ کسانو سره د کندهار بېرته نیولو ته ولېږه. هغه د ۱۷۰۹ ز کال په نومبر میاشت کې اصفهان د کندهار په مقصد پرېښود او د ابدالي قبیلې د کسانو له خوا ورسره مرسته کېدله. پوځ په کرارۍ سره پر مخ ته، ځکه د دربار له خوا ورسره کافي مرسته نه کېدله، دوی فراه ته د ۱۷۱۰ ز کال په اپرېل – مۍ یا نومبر کې ورسېدل. د ۱۷۱۱ ز کال په اوړي کې کیخسرو په کندهار لښکر کشي وکړه او هغه یې محاصره کړ. غلجیانو د سولې وړاندیز وکړ، خو کیخسرو و نه مانه، له همدې امله یې جګړې ته دوام ورکړ. بلوڅانو په پرله پسې توګه په ګرجیانو بریدونه وکړل او اړ یې کړل چې د اکتوبر په ۲۶ مه پر شا شي. د کندهار مدافعین راپورته شول او ګرجیان یې تعقیب کړل چې په پایله کې کیخسرو ووژل شو. بل فارسي پوځ په ۱۷۱۲ ز کال کې کندهار ته ولېږل شو، خو هغوی هېڅکله هلته ونه رسېدل، ځکه د هغوی قوماندان په هرات کې مړ شو او هوتکیان یې خپل سر ته پرېښودل. له همدې امله، میرویس وکولای شول ، په ټول کندهار ولایت واک ترلاسه کړي. په ۱۷۱۵ ز کال په نومبر میاشت کې د طبیعي لاملونو له امله، د هغه له سوله ییز مرګ وروسته، د هغه ورور عبدالعزیز د ده ځای ناستی شو، چې له اتلس میاشتو حکومتولۍ وروسته د میرویس د زوی محمود له خوا ووژل شو.[۱۲][۱۳]

په ایران برید سمول

په ۱۷۲۰ ز کال کې، د محمود افغان ځواکونو د سیستان له دښتې نه په تېرېدو کرمان ونیو. ده هوډ درلود چې د فارسیانو پلازمېنه اصفهان ونیسي. د ۱۷۲۲ ز کال د مارچ په اتمه د ګلن آباد په جګړه کې د فارسي ځواکونو له ماتولو وروسته، هغه اصفحان محاصره کړ. محاصرې نږدې شپږ میاشتې دوام وکړ او د اصفهان وګړي له داسې لوږې سره مخامخ شول چې ان اړ شول موږک او سپي وخوري. د ۱۷۲۲ ز کال د اکتوبر په ۲۳ مه سلطان حسین له واکه پر شا شو او محمود یې د فارس د نوي پاچا په توګه په رسمیت وپېژند. تر ۱۷۲۹ ز کال پورې د راتلونکو اوو کلونو لپاره هوتکیان عملا ًد فارس د ډېرو برخو واکمنان وو او د سویلي افغانستان سیمې یې تر ۱۷۳۸ ز کال پورې تر ولکې لاندې وې.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د هوتکي واکمنۍ زوال سمول

په ۱۷۲۵ ز کال کې د شاه محمود هوتکي له مړینې وروسته اشرف هوتک واکمنۍ ته ورسېد. د هغه ځواکونو د ۱۷۲۹ ز کال په اکتوبر میاشت کې په دامغان جګړه کې د افشار قبیلې د بډایه ایراني سرتېري، نادر افشار له خوا چې په فارس کې د صفویانو پر ځای د افشاري واکمنۍ بنسټ اېښودونکی و، ماته وخوړه. نادرشاه له فارس نه پاتې غلجي ځواکونه وشړل او په خپل پوځ کې یې د کندهار او فراه د یو شمېر ابدالي افغانانو په ګومارنه پیل وکړ. د نادرشاه ځواکونه له دې ډلې احمدشاه ابدالي او د هغه ۴۰۰۰ ابدالي سرتېرو په ۱۷۳۸ ز کال کې کندهار ونیو. هغوی د هوتکیانو د واکمني وروستی چوکۍ چې د حسین هوتک (شاه حسین) له خوا اداره کېدله، محاصره او له منځه یووړه. نادرشاه د هغې په خوا کې نوی ښارګوټي جوړ کړ او هغه یې په خپل نوم «نادرآباد» ونوماوه. ورپسې ابدالیان د کندهار په عمومي سیمو کې ځای پر ځای شول او غلجیان یې خپلې پخوانی کلا یعنې کلات غلجي ته په شا کړل. [۲۰][۲۱]

په هوتکو باندی اړوند قومونه سمول

بابی چی ده هوتکو ده قوم پوړی اړه لری زموږ پښت پو هان ( نسب پيژندونکي) وایی بابيان په کند هار .کندز، کلات نصير خان او د سهيلي پښتو نخوا په بوري، چمن او د کوئيټې په شا بو نو مي کلي کې مېشته دي.د پاکستان دسنده ايالت په مر کز کر اچۍ کې هم يو شمير با بيان استو گنه لري. خصوصآ «کندهار» کی ډیر استوګنه دی همداراز د هندو ستان دگجرات ايالت په جو ناگړه کې هم بابيان استو گنه لري او د1747 ميلادي کال نه تر 1948ميلادي کا ل پوري با بيانو د جو ناگړه په سيمه کې يو پښتني ر ياست درلود. ډپټي حيات خان په خپل مشهور اثر تاريخ حيات افغاني کې چې په اردو ژبه کښل شوی او وروسته په انگريزي او بيا په کابل کې په پښتو تر جمه او چاپ شوی دی دبابي پښتنو په اړوند داسي ليکلي دي:" بابيان په کند هار او کلات نصير خان کې ډير با همته سو داگران دي او د خپل غوره سلوک اونرم چال چلند په و جه د ښه ژو ند څښتنان او اکثره يې شتمن دي.همداراز ددغې قبيلې خلک په ميړانه کې هم ښه شهرت لري".

دبابيانو دستور کټ مټ نورو گاونډي پښتني قبيلو ته ورته دی. د روسي نا متو اتنو گر افر ستا نيشفسکي داتنو گرا فيکو معلو ما تو پر بنسټ د شلمې پيړۍ په لو مړۍ نيما يي کې دبابيانو شمير په افغا نستان او سهيلي پښتو نخواکې ٨٥ زره تنه ښودل شوې دی.بابيان ډير ښه شا عران، ليکو الان او هنر مندان لري.په او سني وخت کې لطيف جان بابی د پښتو خوږ ژبې سندر غاړی دی. د هندوستان د جو نا گړه د پجود د سيمي نواب او د هندي، اردو او گجراتي ژبو مشهور شاعر عما دالدين خان بابي چې په رسوا مظلوم سره هم متخلص و دروان ٢..٨ ميلادي کال داپريل په ٢٤ نيټه يې له دې فا ني نړۍ نه ستر گي پټې کړې. همداراز د هند دسينما فلمي اداکاره پروين بابي١٩٤٩-٢..٥ ميلادي هم بابي پښتنه او د جو نا گړه د بابي پټانانو(پښتنو) په کو رنۍ پورې يې اړه در لوده.

پاچايان سمول

نوم
عُمر
واکمني شروع کېدل
واکمني ختمېدل
یاداښت
کورنۍ
انځور
ميرويس هوتک
  • دادا
1673 – 1715 1709 1715 هوتک
عبدالعزيز هوتک
? – 1717 1715 1717 د ميرويس هوتک ورور هوتک  
شاه محمود هوتک
1697 – 22 اپريل 1725 1717 22 اپريل 1725 د ميرويس هوتک زوي هوتک  
شاه اشرف هوتک
? – 1730 22 اپريل 1725 1730 د ميرويس هوتک وراره هوتک  
شاه حسين هوتک
? – 1738 22 اپريل 1725 24 March 1738 د ميرويس هوتک زوي هوتک  

نور سمول

  1. Malleson, George Bruce (1878). [[[:کينډۍ:Google books]] History of Afghanistan, from the Earliest Period to the Outbreak of the War of 188] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). London: Elibron.com. د کتاب پاڼې 227. د کتاب نړيواله کره شمېره 1402172788. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "AN OUTLINE OF THE HISTORY OF PERSIA DURING THE LAST TWO CENTURIES (A.D. 1722-1922)". Edward Granville Browne. London: Packard Humanities Institute. د کتاب پاڼې 33. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Romano, Amy (2003). [[[:کينډۍ:Google books]] A Historical Atlas of Afghanistan] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). The Rosen Publishing Group. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780823938636. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Matthee, Rudi (2012). Persia in Crisis: Safavid Decline and the Fall of Isfahan (په انګلیسي ژبه کي). Bloomsbury Academic. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84511-745-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Axworthy, Michael (2010-03-24). Sword of Persia: Nader Shah, from Tribal Warrior to Conquering Tyrant (په انګلیسي ژبه کي). I.B.Tauris. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85773-347-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Nadir Shah and the Afsharid Legacy, The Cambridge history of Iran: From Nadir Shah to the Islamic Republic, Ed. Peter Avery, William Bayne Fisher, Gavin Hambly and Charles Melville, (Cambridge University Press, 1991), p. 11.
  7. Lockhart, Laurence (1958). The Fall of the Safavi Dynasty and the Afghan Occupation of Persia. Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Matthee, Rudi (2012). Persia in Crisis: Safavid Decline and the Fall of Isfahan (په انګلیسي ژبه کي). Bloomsbury Academic. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84511-745-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Axworthy, Michael (2010-03-24). Sword of Persia: Nader Shah, from Tribal Warrior to Conquering Tyrant (په انګلیسي ژبه کي). I.B.Tauris. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85773-347-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Otfinoski, Steven Bruce (2004). [[[:کينډۍ:Google books]] Afghanistan] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780816050567. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite thesis
  12. Runion, Meredith L. (2007). The History of Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Greenwood Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-33798-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries) (په انګلیسي ژبه کي). Austrian Academy of Sciences Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7202-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "AN OUTLINE OF THE HISTORY OF PERSIA DURING THE LAST TWO CENTURIES (A.D. 1722-1922)". Edward Granville Browne. London: Packard Humanities Institute. د کتاب پاڼې 29. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Last Afghan empire". Louis Dupree, Nancy Hatch Dupree and others. Encyclopædia Britannica. 
  16. "Account of British Trade across the Caspian Sea". Jonas Hanway. Centre for Military and Strategic Studies. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Afghanistan: A History from 1260 to the Present, page 78
  18. Axworthy pp.39-55
  19. "AN OUTLINE OF THE HISTORY OF PERSIA DURING THE LAST TWO CENTURIES (A.D. 1722-1922)". Edward Granville Browne. London: Packard Humanities Institute. د کتاب پاڼې 31. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Last Afghan empire". Louis Dupree, Nancy Hatch Dupree and others. Encyclopædia Britannica. 
  21. "AFGHANISTAN x. Political History". D. Balland. Encyclopaedia Iranica. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)