بوديزم (بودايي دين) يو هندي دين يا ګوتم بدهـ ته پر منسوبو يو لړ اصلي لارښوونو ولاړه فلسفي عقېده ده. دا دين په لرغوني هند کې له ميلاد مخکې د شپږمې او څلورمې پېړۍ تر منځ کلونو کې د سرامانا له عقيدې څخه سرچينه اخلي چې د اسيا په ډېره برخه کې خپور شوی دی. دا د نړۍ څلورم ستر دين دی چې د بودايانو په نوم پېژدونکي، له پنځه سوه او شل ميليونه څخه زيات پلويان لري او دا د نړۍ د نفوس له اوه سلنه څخه زياته برخه جوړوي. په بودايي دين کې بېلابېل دودونه، باورونه او روحاني کارونه شامل دي چې په پراخه کچه د بودا (له مېلاد څخه مخکې په پنځمه يا څلورمه پېړۍ کې پيدا شوی اصلي نوم يې سدهارت ګوتما و) په لارښوونو او د دې لارښوونو په فلسفي تفسيرونو ولاړ دي.[۱][۲]


د يوې لړۍ برخه ده 

بوديزم


Dharma Wheel
د بوديزم تانبه
Outline of Buddhism

د بوديزم پېښلیک

Timeline - Buddhist councils

اهمې څېرې

گوتاما بودا
Disciples · Later Buddhists

درما or concepts

څلور نجيب حقيقتونه
Noble Eightfold Path
د شتون درې نښې
Dependent origination
سمسارا · Nirvāṇa
Skandha · Cosmology
کارما · بیازېږون

Practices and attainment

بوداتوب · Bodhisattva
د روڼ آندۍ څلور مرحلې
Wisdom · Meditation
Smarana · Precepts · Pāramitās
درې غمي · رهبانان
روحاني

هېوادونه او سيمې

ښوونځي

تریوادا · مهایانا
وجرایانا

ليکنې

چینایي قانون · پالي قانون
تبتي قانون

اړوندې لیکنې

پرتلیزه زده کړه
کولتوري عناصر
کره کتنه

لکه چې د بودا په څلورو غوره حقايقو کې روښانه شوي، د بوديزم موخه دا ده چې په ستونزو (دوهاخا) غلبه وشي کومې ستونزې چې د رېښتيني طبيعيت د حقيقت د هيلې او ناپوهۍ څخه راولاړې شوي، په دې کې نه دوام (انيکا) او د خپل وجود نه شتون (اناتي) شامل دي. ډيری بودايي عقايد د نروانا د تر لاسه کولو له لارې يا د بودا د لارې په تعقيب سره له فردي ذاتيت څخه په تېرېدو، د مرګ پړاو په پای ته رسېدو او بيا زېږېدو باندې ټينګار کوي. بودايي تګلارې د ازادۍ د لارو، بيلا بيلو بودايي متونو ته ځانګړې شوې نسبي او تعارفي اهميت او د خپلو ځانګړو لارښوونو او عملونو په تفسير کې سره توپير لري. د دوی په ډېرو لېدل شوو کارونو کې مراقبه، د اخلاقي حکمونو ساتنه، ربهانيت، بودا ته پناه وړل، درما او سانګا او د پاراميتاس (بشپړوالی يا تقوا) پالنه شامل دي [۳][۴]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

پوهانو په ټوليز ډول د بودايي دين دوه څانګې په واقعيت کې پېژندلې دي: تراوادا Theravāda (پالي: «د مشرانو مکتب») او ماهيانا Mahāyāna (سنسکريت: «ستره وسيله»). تراوادا په سريلانکا او په سويل ختيځه اسيا کې ډېرې پلويان لري، لکه کمبوډيا، لاوس، ميانمار او تايلينډ. ماهيانا، په کوم کې چې د زين، پاکې خاورې، نيچرن بوديزم، تيانتيا بوديزم (تندای) او شينګون شامل دي، تر ډېره بريده په نيپال، ماليزيا، بوټان، چين، جاپان، کوريا، ويتنام او تايوان کې پرې عمل کېږي. واجريانا (Vajrayana) کوم چې هندي ماهرانو ته منسوب د لارښوونو يوه ټولګه ده، شونې ده چې د ماهيانا بوديزم يوه جلا څانګه يا يې يو اړخ وبلل شي. تبتي بوديزم، کوم چې د هند د اتمې پېړۍ د ويجريانا لارښوونې تعقيبوي، د هماليا سيمې په هيوادونو کې منل کيږي او عمل پرې کېږي چې منګوليا او کالميکيا پکې شامل دي. له تاريخي اړخه، د دويمې زريزې تر لومړيو پورې، بوديزم تر ډېره بريده په افغاسنتان کې هم خپور و، همدا راز تر يو بريده يې په نورو سيمو کې لکه فلپين، مالديف او ازبکستان کې د پښې اېښودلو ځای پيدا کړی و. [۵][۶]کينډۍ:Sfnp

د بودا ژوند

بوديزم يو هندوستانی دين دی چې د ګوتم بدهـ پر لارښوونو ولاړ دی، څوک چې د شرامانا چې شاکياموني (د شاکيا حکيم) يا «بودا» (راويښ شوی کس) هم ورته ويل کېږي، نوموړي له ميلاد مخکې په پنځمه يا څلورمه پېړۍ کې ژوند کړی دی. په لومړيو ليکنو کې د بودا کورنی نوم «ګوتم» (پالي: ګوتما) ښودل شوی. د بودا د ژوند تفصيلات د بودايانو په ډېرو لومړيو متونو کې ښودل شوي دي، خو يو تر بله سره په ټکر کې دي. ستونزمنه ده چې د هغه د ټولنيز شاليد او د ژوند تفصيلات ثابت شي او کره نېټې يې هم نامعلومې دي. [۷]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

د لومړيو متونو شواهد ښيي چې سيدهارت ګواتما په لومبيني کې زېږېدلی و، دا د اوسني نيپال برخه ده، په کاپيلواستو کې لوی شوی و چې د ګنګ په دښته کې يو ښارګوټی دی او د اوسني نيپال او هندوستان پولې ته نژدې موقعيت لري، هغه خپل ژوند د اوسني هندوستان په بهار او اترپرديش ښارونو کې تېر کړ. د روحانيونو ځينې ژوند ليکونکي وايي چې د هغه پلار سودهدانا نومېدو او پاچا  و، مور يې ملکه مايا نومېده. د ريچارډ ګومبريچ په څېر پوهان دې دعوې ته د شک په سترګه ګوري، ځکه د شواهدو له يو ځای کولو څرګندېږي چې هغه په شاکيا ټولنه کې زېږېدلی و، کومه ټولنه چې د شتمنو د يوې کوچنۍ ډلې يا د جمهوريت په څېر د يوې شورا له خوا اداره کېده، په دې ځای کې رتبې نه وې، بلکې مشرتوب ته اهميت ورکول کېدو. شونې ده چې د بودا، د هغه د ژوند، د هغه د لارښوونو او د هغې ټولنې په اړه چېرته چې هغه ستر شوی دی ځينې کيسې وروسته جوړې شوې او بيا په بودايي متنونو کې ننويستل شوي وي. کينډۍ:Sfnp[۸]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

د Pali Ariyapariyesanā-sutta («د شريف د لټون په اړه خبرې» MN 26) او په MA 204 کې د دې د چينايي موازي په څېر، د ځينو لومړيو متونو پر بنسټ ګواتما د ژوند د کړاوونو (دوخا) او مرګ، او د زېږېدو له کبله د دې د نه ختمېدونکي تکرار تر اغېز لاندې راغلی و. په همدې بنسټ هغه له دې کړاوونو (چې د نروانا په نوم هم پېژندل کيږي) څخه د خلاصون لټه پيل کړه. لومړي متنونه او ژوند ليکونه څرګندوي چې ګواتما په لومړي سر کې د مراقبت له دوه ښوونکو زده کړه وکړه چې هغه دا دي: الارا کلاما (سنسکريت: اردا کلاما) او اوداکا راماپوټا (سنکسريټ: اوداکا راماپوټا)، له دوی يې مراقبه کېدل او فلسفه زده کړل، په ځانګړي ډول له لومړي ښوونکي څخه يې د مراقبې له لارې د «د نيشت سيمې» ته لاسرسی پيدا کول زده کړل او له دوهم ښوونکي څخه يې په ځانګړي ډول «د ادراک او نه غېر ادراک سيمې ته» لاسرسی موندل زده کړل.[۹][۱۰][۱۱]

هغه دا زده کړې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کمې وبللې، هغه سخت زهد او تقوا پيل کړل، په دې کارونو کې د نه خوراک سخت تنظيم او د سا ايسارولو بېلا بېل ډولونه شامل وو. له دې لارې يې هم خپله موخه تر لاسه نه کړه او د ديانا مراقبه کېدو تمرين ته يې مخه کړه. داسې مشهوره ده چې هغه به انځر ته ورته د يوې ونې لاندې د مراقبې لپاره کېناستو چې دې ونې ته په بودګايا ښار کې اوس د بودا ونه وايي او په دې ډول «ويښتابه» (بودي) ته ورسېدو. [۱۲][۱۳]

د ويښتابه اړوند د Mahāsaccaka-sutta او Samaññaphala Sutta په څېر د بېلا بېلو متنونو په وينا، بودا د کارما د کارونو او خپل پخواني ژوند په اړه او همدا راز ذهني چټلتيا (اساواها) په ختمولو، کړاو ته پای ورکولو او په سمارا کې د بيا زېږېدو پوهه په لاس راوړه. دې پېښې همدا راز دا يقين ورکړ چې منځلاريتوب د معنوي تمرين سمه لار ده، تر څو کړاونو ته د پای ټکی کېښودل شي. د يو بشپړ روښانفکره بودا په څېر، هغه پلويان راجلب کړل او سانګا (رهباني نظام) يې جوړ کړ. هغه پاتې عمر د درما په تدريس کې تېر کړ، کوم چې هغه موندلی و، «وروستی نروانا» يې تر لاسه کړ او په اتيا کلنۍ کې د هندوستان په کوشيناګر کې مړ شو.[۱۴]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

د بودا لارښوونې د هغه پلويانو خپرې کړې او همدا لارښوونې له ميلاد مخکې د لومړۍ زريزې په وروستيو پېړيو کې د بودايانو بېلا بيل فکري مکاتب وګرځېدل، هر يو له ځان سره ځانګړي متنونه درلودل، هر يو يې بېلا بېل تفسيرونه او د بودا د باوري لارښوونو لرونکي وو؛ همدا عقايد د وخت به تېرېدو سره په نورو عقايدو بدل شول چې په اوس وخت کې يې تر ټولو زيات پېژندل شوي او تر ټولو زيات پراخه خپاره شوي تراوادا، ماهايانا او وجرايانا بوديزم دي. [۱۵][۱۶]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

نړيوال ليد

«بوديزم» اصطلاح د لوېديځ د نوو لغاتو جوړولو سره اړيکه لري چې عموماً (او نږدې د ډونالډ ايس. لوپز جونيور په وينا) يې ژباړه داسې کيږي «د بودا ډراما»، په چينايي ژبه کې « fójiào»، په جاپاني ژبه کې « bukkyō» په تبتي ژبه کې « nang pa sangs rgyas pa'i chos»، په سنسکريتي ژبه کې « buddhadharma» او په پالي ژبه کې يې معنا « buddhaśāsana» کېږي.[۱۷]

څلور اصيل حقايق – دوخا او د هغې پای

څلور حقايق د بوديزم بنسيزې لارښوونې ښيي: موږ د هغو حالتونو او شيانو غوښتنه کوو او په غېږ کې يې نيسو چې تلپاتې نه دي، همدا دوخا ده «چې د خوښۍ ورکولو وړتيا نه لري» او دردونکی دی. دا موږ په سامسارا کې ساتي، کوم چې د بيا زېږېدلو پای ته نه رسېدونکی څرخ، دوخا او بيا مرګ دی. خو د نروانا پر لور د دې نه ختمېدونکې څرخ څخه د خلاصېدو لاره شته چې هغه د اته اړخيزې لارې پيروي ده.کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

د بوديزم ښوونځي

د بودیزم ښوونځي په طبيعت کې د بې حده آزادۍ تر پولې نه ځي ، او د وحېې له مخې د کتابونو او صحيفو، يا گروهو له اهميت څخه ډېر توپیريزه گروهه ده بيا په ځانگړې توگه د هغوی د عبادت طريقې چې له مخې ېې بنسټ په درې عملي طريقتونو باندې څرگندېږي د عبادت بنسټيزې ستنې بلل کېږي. دغه درې طریقتونه يا د بودیزم بنسټيز ښوونځي پدې نومونو يادېږي . بودا ، دهرما (سبقونه) ، او سانگها (ټولنه). په يوې ځانگړې عبادتځای کې پناه اخيستل او لرې د بودا په څېر يوې عبادت خونې کې په ورته عبادت مشغولا دبودیزم د دود تابيا او تسليمېدل گڼل کېږي . همدا د بودا د تگلارې، د راهب عمومي توپیر دی له نورو عامو وگړو يا نا راهبانو څخه . همدارنگه د طریقې نور اړخونه ېې بیا د اخلاقياتو په څرنگوالي پورې ، د روحانيونو د ټولنې ملاتړ ، د معمول ژوند څخه انکار او اړونده روحانيت ته نژدې کېدل ، د ذهني سېک ترلاسه کولو تمرين کول او ارواهي درملنه خپلول، د اوچتې سطحې پوهه ، بصيرت او هوښيارۍ فصل کرل ، د بودا لیکلي نصيحتونه لوستل ، د بودا څخه مرسته په هر کار کې غوښتل د هغه نمانځنې ، او ځان اړوېستل تر څو د هغه په لار کې روحاني تمریناتو کې ننوځې. د بودا د سبقونو ځينې برخې ، ژوند ته په درنده کتلو راڅرخي او د آزادۍ موخې ېې په يوې رسالې چې ٫٫ د څلور مشهوره حقایق ٬٬ په نوم يادېږي . دا سبقونه ېې د دوکها په گروهې ولاړ دي ، د دې اصطلاح څخه د ٫٫گاللو موخه ٬٬ يا په بله مانا پر ځان باندې زغم تېرولو مانا راوځي چې د ژوند د ناخوالو سره تړاؤ لري .ځان د ژوند هر اړخ ته تسلیمول د همدې سبق طبيعت بیانوي چې د ژوند بند ته وررسېدو تکل هم بلل کېږي . همدا د بودیزم دمورال او اخلاقو بنسټيزه گروهه بلل کېږي.

د بودا ژوند

د پخوانيو لیکنو څخه داسې څرگندېږي چې بودا په ۵ مې مخزېږدي پېړۍ کې يوه داسې چاپېريال کې زېږېدلی چې د برصغير (د پخواني هند شواخواسیمې ) په یوې کلتوري ،او جغرافيايي سیمو پورې اړه لري [10].

د بوديزم آندود او پوهه

د بودا د ښوونو یوه ټوټه:

له مړینې وروسته بیا په بل جسد کې را ژوندي کېږو. دا بیا ژوندي کېدنه مو څو ځله تکرارېږي، چې دې بیا ځلې ژوندي کېدو ته د شتون څرخۍ وایي. یا ژوند و مړینه وایو. شتون غم دی، زېږېدنه غم دی، زړبوډي او زړښت غم دی، ناروغي غم دی، غم او خواشیني، ماتم او ناهیلتیا غم دی، له هغه څه سره تړاو چې زړه مو نه غواړي، غم دی. لرېتوب له هغه څه چې زړه مو غواړي، غم دی. لنډه دا چې د زړه تړاو غمجنوونکې دی. او دا غم هغه وخت پای ته رسېږي چې چې نور هېڅ ځانتیا یا درک کوونکې نه وي، څه هغه د ژوند په قید کې وي یا نه وي. موخه باید لدې غمجنې څرخۍ څخه د څان ویستل وي.

  1. "Christianity 2015: Religious Diversity and Personal Contact" (PDF). gordonconwell.edu. January 2015. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Buddhism". (2009). In Encyclopædia Britannica. Retrieved 26 November 2009, from Encyclopædia Britannica Online Library Edition.
  3. Donner, Susan E. (April 2010). "Self or No Self: Views from Self Psychology and Buddhism in a Postmodern Context". Smith College Studies in Social Work 80 (2): 215–227. doi:10.1080/00377317.2010.486361. https://www.researchgate.net/publication/233230499. Retrieved 8 November 2020. 
  4. Avison, Austin (October 4, 2021). "Delusional Mitigation in Religious and Psychological Forms of Self-Cultivation: Buddhist and Clinical Insight on Delusional Symptomatology". The Hilltop Review 12 (6): 1–29. https://scholarworks.wmich.edu/cgi/viewcontent.cgi?article=1429&context=hilltopreview. 
  5. "Candles in the Dark: A New Spirit for a Plural World" by Barbara Sundberg Baudot, p. 305
  6. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  7. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB), Quote: "The three other major Indian religions – Buddhism, Jainism and Sikhism – originated in India as an alternative to Brahmanic/Hindu philosophy"; Jan Gonda (1987), Indian Religions: An Overview – Buddhism and Jainism, Encyclopedia of Religion, 2nd Edition, Volume 7, Editor: Lindsay Jones, Macmillan Reference, کينډۍ:ISBN, p. 4428; Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB), Quote: "Buddhism and Jainism, two religions which, together with Hinduism, constitute the three pillars of Indic religious tradition in its classical formulation."
  8. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  9. Analayo (2011). A Comparative Study of the Majjhima-nikāya Volume 1 (Introduction, Studies of Discourses 1 to 90), p. 170.
  10. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  11. Wynne, Alexander (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Did the Buddha exist?"]. JOCBS 16: 98–148. 
  12. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  13. Analayo (2011). "A Comparative Study of the Majjhima-nikāya Volume 1 (Introduction, Studies of Discourses 1 to 90)," p. 236.
  14. Analayo (2011). "A Comparative Study of the Majjhima-nikāya Volume 1 (Introduction, Studies of Discourses 1 to 90)," p. 236.
  15. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  16. Tipitaka Encyclopædia Britannica (2015)
  17. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)