د کندهار انار
سيمييزه ميوه
(له د انارو توليد په افغانستان کې نه مخ گرځېدلی)
د کندهار انار د نړۍ په کچه پېژندل سوي انار دي چې له دې هیواد څخه يواځې هند او پاکستان ته په ۲۰۱۷م کال کي ۴۰۰۰۰ ټنه صادر سوي دي.
د کندهار انار | |
---|---|
د افغانستان د انارو یو نمونه | |
هیواد | افغانستان |
رانیونکی هیوادونه | پاکستان هندوستان فرانسه متحده عرب امارات بريتانيا |
زیات صادراتی سیمي | ارغنداب پنجوایی |
کلنی خرصلاو | ۴۰۰۰۰ ټنه يوازې هند او پاکستان ته ليږدولنه |
ویل کېږي چي په ۲۰۱۷ کال کي کال يوازي د کندهار ولایت کې د نورو کلونو په پرتله ۴۳ فیصده د انارو حاصلات زیات سو، نو ځکه وټاکل سوه چې د لومړي ځل لپاره به یوه اندازه انار د نمونې لپاره فرانسې ته هم صادر سي. د کندهار انار د نړۍ په کچه ښه نوم لري، د رنګ او خوند ساری یې هم نه لیدل کېږي.
دانارو ګټه
سمولانار؛ هغه مېوه چې له خوړلو پرته یې ان په لیدلو د انسان زړه تازه کېږي او د خوښۍ احساس ورکوي. انار د زړه ناروغیو، لوړ فشار، التهاب او ځینو سرطانونو، په تېره بیا د پروستات سرطان لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. انار د فیبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري.