چل زينه

د کندهار د شپاړسمي پېړۍ یادګار

چل زینه (چهل زینه) یا څلوېښت زینې د کندهار د یادگارونو څخه دي چی د کندهار ولایت لودیځې خوا د قیتول (سرپوزه) د غره پر سر موقعیت لري، د دې فرهنګي ځای اصلي نوم رواق جهان نما دی خو اوس یې خلک د چهل زینې په نامه پېژني.
د دې ځای جوړښت په داسې ډول دی، د غر تر سر پورې د څلوېښت زینې جوړې شوې دي چې د زینو پر سر کې د یوه غار په څېر یوه خونه شتون لري، په دې خونه کې د هندي او اسلامي معمارۍ اصیلې بېلګې کارول شوې دي چې دې خونې ته یې ډېره ښکلا وربښلې ده.
په دې ځای کې ډېرې کتیبې (هغه ډبرې چې ورباندې لیکنې شوې وي) پیدا شوې دي د فردوس مکاني بابر شا، میرزا کامران، میرزا عسکري او میرزا هندال په نومونو  پیدا شوې دي، وروسته له دې چې بابر مړ شو او زوی یې همایون واکمنۍ ته ورسېد، په دې وخت کې کندهار د صفویانو او ګورګانیانو تر منځ د جنګ په میدان اوښتی و، نو ځکه په دې کتیبو کې د همایون څخه یادونه نه ده شوې هغه لیکنې چې په چهل زینه کې پیدا شوې په نستعلیق لیک او پارسي ژبې باندې لیکل شوې دي چهل زینه له دريو برخو څخه جوړ شوی ځای دی دننه برخه، دا هغه ځای دی چې سر یې پټ دی مستطیلي شکل لري چې درې مېټره اوږدوالی او دوه مېټره بر لري، دویمه برخه چې د چهل زینې څخه بهر د یو کټ په بڼه کېښودل شوی دی، اوږدوالی یې تر پینځو مېټرو او لوړوالی یې تر څلورو مېټرو رسیږي، درېیمه برخه یې هم د یو تخت په بڼه جوړه شوې ده چې دا زینې یې له غره سره وصل کړې دي.  چل زینه د همایون شاه د حکومت په وخت کی په ۹۲۸ هجري قمري کی جوړه شوه.
په ۱۶ پېړۍ کی ظهیرالدین محمد بابر پر دغه غره باندی یو ښایسته لیدگوټ جوړ کړ.
د امیر امان الله خان د حکومت په وخت کی چل زینې ته نژدې یو لوی حصار جوړ شو.
چل زینې د کندهار د تاريخي او لرغونو ځايونو څخه دی چي ۴۹۱ کاله يي د جوړيدو کيږي، او زيات شميره سيلانيان ورته راځي.

د چل زینې غر په ۱۸۸۱ کال کی