جامعه عمر

جامعه مسجد

جامعه عمر (رسمي نوم: د ملا محمد عمر جامعه) يو لوی جامعه مسجد دی چې د کندهار ښار په مرکز کې و شهيدانو چوک ته د شاوخوا ١٠٠ مترو په واټن کې پروت دی.

د ملا محمد عمر جامعه
د عمرجامعه
جامعه عمر
د ملا محمد عمر جامعه
ټوليز مالومات
ټوليز مالومات
ځای
کندهار ولايت
اداري سیمه
د کندهار ښار مرکز
هېواد
تخنیکي معلومات
ساختماني توکي
سیمنټ
پوړه (طبقې)
٣
ډیزاین او جوړونه
بنسټګر
نور معلومات
پوسټ‌کوډ
3801
کورډي‌نېشن
۳۱°۳۶′۳۸″شمال ۶۵°۴۲′۰۷″ختیځ / 31.61067°شمال 65.70194°ختيځ / 31.61067; 65.70194 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

تاريخ

سمول

دا جامع مسجد د کندهار د لويو مسجدونو څخه دی، او بنسټ ډبره يې په کال ١٩٩٩ کې د هغه مهال د افغانستان د اميرالمؤمنين ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا د جامعه عمر په نوم کښېښودل سوي.

د لوېدیځ د اشغال او د طالبانو د نظام د ړنګېدو سره سم ددې جامعې چاري نيمی پاته شوې، چي وروسته د حامد کرزي د حکومت په وخت کي بېرته پیل سوې، خو ددې مسجد ډېرې چارې بيا د همايون عزيزي د والي توب پر مهال بشپړې سوې.

نوموړی جامع مسجد د افغانستان په کچه تر د ټولو لوی مسجدونو څخه ګڼل کيږي چې په یوه وخت کې د ۱۴۰۰۰ لمونځ کوونکو وړتیا لري. همدا راز له نوموړی مسجد سره یوځای د دیني زده کړو یوه لویه مدرسه او د دې مدرسې او مسجد د عائداتي منبع په توګه یو تجارتي مارکیټ هم یوځای اساس ګذاري سوی دی.

کرزی او جامعه عمر

سمول

کرزي د سپتمبر پر ۵مه په کال ٢٠١۴م کې د جامعه عمر نوم د حضرت عمر بن خطاب جامعه ته واړوئ، بیا د کرزي د واک پرمهال یې اماراتو د همدې مسجد د بشپړه کیدو مصارف ورکولو ژمنه ‏وکړه خو ‏کرزي له دي سره هم مخالفت وکړ چې هغه جامع مسجد دي د جامعه عمر په نوم پاتي سي.‏[۱]

يادونه

سمول

د يادونې وړ ده چې د ددې جومات (جامعه عمر) چې اوس پر هغه سيمه کې ودان دى، چې کلونه مخکې پکښې د کندهار يواځينۍ سينما ودانه وه، چې د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو او روسانو په جګړه کې ونړېدل او تر ډېرې مودې يې تعمير همداسې ړنګ او سوځېدلى پاتې وو.

سرچینې

سمول
  1. نن ټکی آسيا (٨ سپټمبر ٢٠١۶). "کرزی صاحب مننه؛ د جامعه عمر او د کابل پوهنتونو د نومونو بدلون".