جومات د مسلمانانو د عبادت ځای دی. په ازاده فضا یا نارسمي ځایونو کې عبادت کولو ته مصلا(عیدګاه) ویل کېږي، هغه جوماتونه چې د جمعې لمونځ په کې تر سره کېږي، د جامع جوماتونو په نامه یادېږي.[۱][۲][۳]

جومات

د جوماتونو په ودانیو کې معمولا دا ډول ځایونه شته: تزئیني ځای (محراب) چې د مکې (قبله) لوری معلوموي، د اودس کولو اسانتیاوې، منارونه چې د اذان لپاره کارول کېږي، منبر چې د جمعې خطبه په کې ویل کېږي او په پخوانیو وختونو کې دا د مرکزي ښار د جوماتونو ځانګړتیاوې بلل کېږي، خو دا ځانګرتیاوې وروسته بیا په کوچنیو جوماتونو کې هم دود شوې. جوماتونه معمولا د نارینه او ښځینه وو لپاره جلا جلا ځایونه هم لري. [۱][۲][۳]

جوماتونه په عمومي توګه د لمانځه، د روژې میاشت د عبادتونو، د جنازې مراسمو، د واده او سوداګریزو تړونونو، د صدقې ټولولو او وېشلو او د بې کوره خلکو لپاره د سرپناه په توګه او په تاریخي توګه ټولنیزمرکز، دیني ښوونځي او د یوې محکمې په توګه کارول کېږي. اوسمهال، جوماتونه په مذهبي لارښوونو او بحثونو کې هم ونډه لري. په اسلامي نړۍ کې د مکې لوی جومات (حج)، په مدینه کې د رسول اکرم (ص)جومات (د محمد (ص) د دفن ځای) او په بیت المقدس کې د الاقصی جومات ( اسمان ته د حضرت محمد (ص) د پورته کېدو ځای) ته ځانګړی ارزښت ورکول کېږي.[۱][۲][۳]

د اسلام له خپرېدو سره سم په ټوله اسلامي نړۍ کې د جوماتونه شمېر هم ډېر شو. ځینې ​​​​وختونه کلیساګانې او بتخانې په جوماتونو بدلې شوې،  چې په دې توګه یې د اسلامي معمارۍ طرزونه اغېزمن کړل. په جوماتونو کې د حاضرېدو کچه د سیمې په خلکو پورې اړه لري چې له یوې سیمې نه تر بلې سیمې پورې په پراخه کچه توپیر لري.[۱][۲][۳]

تاریخچه

سرچینه

د نامسلمانو پوهانو په وینا: لکه څنګه چې اسلام په اوومه پیړۍ کې د حضرت محمد (ص) په ژوند کې پیل شو، د جوماتونو د معمارۍ برخې هم هماغه وخت رامنځته شوې.[۴][۵][۶][۷]

په صحیح البخاري کې په یوه حدیث کې راغلي دي چې: د ځمکې پر مخ لومړنی جومات د کعبې حرم و او دویم جومات په بیت المقدس کې د الاقصی جومات و، چې له ابراهیم (ع) سره  تړاو لري. له ۶۳۸ ز کال راهیسې، د مکې سپېڅلی جومات په څو برخو کې پراخ شوی، ترڅو د هغو زیاتېدونکو مسلمانانو د شمېر لپاره ځای پراخ شي چې دغه ښار ته د حج په نامه کلني زیارت ته راځي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په هر حال، له قبا جومات وروسته، حضرت محمد (ص) په مدینه منوره کې  د خپل کور په سیمه کې یو بل جومات هم جوړ کړ، چې اوس د مسجد نبوي په نامه یادېږي. محمد (ص)  په خپله د جومات په جوړولو کې برخه او ونډه اخیستې وه او د اسلامي ښار د مرکزي نقطې په توګه د جومات د مفکورې په وړاندې کولو کې يې مرسته وکړه. د پېغمبراکرم(ص) جومات ځینې ځانګړتیاوې درلودې، چې اوس هم په جوماتونو کې عامې دي، لکه د لمانځه د ځای مخې ته د تاخچې جوړول، چې د محراب په نامه یادېږياو د پوړیو جوړول، چې د منبر په نامه یادېږي، له جومات سره د لوی انګړ جوړول، چې له هغه وخت راهیسې په جوماتونو کې هم عام دي.[۲۱][۲۲]

خپرېدل او تکامل

په اوسني تونس کې د قروان لوی جومات د راپورونو له مخې لومړی جومات و چې په شمال لوېديځه افریقا کې جوړ شوی و او لومړی جومات و چې یو مربع منار یې درلود ( د دایرې منارونو په توپیر) دا ځانګړتیاوې د اندلس په جوماتونو کې هم موندل کېدای شي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د راپور له مخې: په ختيځه اسيا کې لومړی جومات په اتمه پيړۍ کې په شيان (Xi'an) ښار کې جوړ شو, چې د شیان جامع جومات هغه ځانګړتیاوې نه لري، چې په نورو جوماتونو کې شته. د بېلګې په ډول: منارونه په پیل کې د دولت له خوا منع شوي وو. د چين د عنعنوي معمارۍ له مخې، د شیان لوی جومات د ختيځ چين د نورو جوماتونو په څېر بتخانو ته ورته دی. [۲۷][۲۸]

اسلامي سترواکیو د جوماتونو په پراختیا او  تکامل کې اړینه ونډه درلوده. امویانو په ځانګړې توګه د اسلام په خپرېدو او د جوماتونو په جوړولو کې مهمه ونډه درلوده، لکه څنګه چې امویانو د الاقصی او قبه الصخره مقدس جوماتونه په بیت المقدساو اموي جومات یې په دمشق کې جوړ کړل. قبه الصخره او اموي جومات د بازنطيني معمارۍ تر اغېزې لاندې جوړ شوي وو، چې دغه بهیر تر عثماني سترواکۍ پورې دوام درلود. د عثماني سترواکۍ زیاتره لومړني جوماتونه په اصل کې د بازنطین سترواکۍ کلیساګانې وې، چې وروسته عثمانیانو د معمارۍ خپل طرز رامنځته کړ.[۲۹][۳۰][۳۱]

د عثماني دورې د جوماتونو ځانګړتیاوې اوس هم په ختیځه اروپا کې موندل کېږی، خو په اروپا کې د جوماتونو په شمېر کې ترټولو چټکه وده په تېره پېړۍ کې رامنځته شوه؛ ځکه چې ډېر مسلمانان لوېدیځ ته کډوال شوي دي. په ډېرو لویو اروپایي ښارونو کې جوماتونهجوړ شوي دي، لکه: د پاریس لوی جومات، چې ګنبتې، منارونه او هغه نورې ځانګړتیاوې په کې شاملې دي چې  د اکثریت مسلمانو هېوادونو په جوماتونو کې موندل کېږي. په شمالي امریکا کې لومړنی جومات په ۱۹۱۵ز کال کې د البانیايي امریکایانو له خوا جوړ شو. د اروپا په څېر په وروستیو لسیزو کې په امریکا کې د جوماتونو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی دی. مسلمان کډوال، په ځانګړې توګه له جنوبي اسیا نه، متحده ایالتو ته راغلي دي. په متحده ایالاتو کې تر څلوېښت سلنې ډېر جوماتونه، له ۲۰۰۰ز کال نه وروسته جوړ شوي دي.[۳۲][۳۳][۳۴]

دیني دندې

جامع جومات یومرکزي جومات دی، چې په مذهبي فعالیتونو کې،لکه: د  قرآن تدریس او د راتلونکو امامانو په روزنه کې ونډه لري.

لمونځونه

په اسلامي جنترۍ کې دوه اخترونه شته چې یوه ته یې کوچنی او بل ته یې لوی اختر وايي، په دې ورځو کې په جوماتونو کې د سهار ځانګړي لمونځونه ادا کېږي. د اختر لمونځونه باید په لویو ډلو کې ادا شي او په دې توګه، د عیدګاه په نشتوالي کې، یو لوی جومات به معمولا د دوی د جماعتونو او د کوچنیو محلي جوماتونو د جماعتونو کوربه وي.[۳۵][۳۶]

رمضان

د اسلام تر ټولو سپېڅلې میاشت چې رمضان (روژه) نومېږي، د ډېرو مراسموپه ادا کولو سره لمانځل کېږي؛ لکه څنګه چې مسلمانان باید د روژې په میاشت کې د ورځې په اوږدو کې روژه ونیسي، جوماتونه به د لمر له لوېدو وروسته د افطار (روژه ماتي) کوربه وي.

د تراویح اختیاري لمونځونه په لویو جوماتونو کې ادا کېږي. د روژې په وروستیو لسو ورځو کې، لوی جوماتونه به د لیلة القدر د لیدو لپاره د شپې له خوا دډېرو پروګرامونو کوربه وي، هغه شپه چې مسلمانان په دې باور دي ،چې پر محمد (ص) په لومړي ځل قرآن کریم نازل شوی.

د روژې په وروستیو لسو ورځو کې، د اسلامي ټولنې لوی جوماتونه به د اعتکاف کوربه وي، چې معتکف اړ دی،  لس ورځې په پرله پسې ډول په جومات کې پاتې شي، زیاتره یې په عبادت یا پر اسلام زده کړو بوخت وي. په پایله کې، د مسلمانې ټولنې پاتې خلک به د دوی د استوګنې په وخت کې د ډوډۍ، څښاک او نور څه چې دوی ورته اړتیا لري، د چمتو کولو مسؤلیت لري.[۳۷]

صدقه

د اسلام له پنځو رکنونو نه درېیم رکن وايي چې: مسلمانان اړ دي، ترڅو د خپلې شتمنۍ نږدې یو پرڅلوېښتمه برخه د زکات په توګه خيرات کړي، نو جوماتونه چې د اسلامي ټولنو مرکزګڼل کېږي، مسلمانان هلته ځي او که اړتيا وي، زکات ورکوي یایې راټولوي.[۳۸]

سرچینې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ "Mosque". The Oxford Dictionary of Islam. (2014). Ed. John L. Esposito. Oxford University Press. 
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Nuha N. N. Khoury (2009). "Mosque". Encyclopedia of Islam. Ed. Juan Eduardo Campo. Infobase Publishing. 
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Patrick D. Gaffney (2004). "Masjid". Encyclopedia of Islam and the Muslim World. Ed. Richard C. Martin. MacMillan Reference. 
  4. Watt, William Montgomery (2003). Islam and the Integration of Society. Psychology Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-17587-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Reid, Richard J. (12 January 2012). "The Islamic Frontier in Eastern Africa". A History of Modern Africa: 1800 to the Present. John Wiley and Sons. د کتاب پاڼې 106. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-4706-5898-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Tajuddin 1998, p. 135
  7. Palmer, A. L. (2016-05-26). Historical Dictionary of Architecture (الطبعة 2nd). Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼي 185–236. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-6309-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Esposito, John (1998). Islam: The Straight Path (3rd ed.). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 9, 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-511234-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Esposito (2002b), pp. 4–5.
  10. Peters, F.E. (2003). Islam: A Guide for Jews and Christians. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11553-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite quran
  12. کينډۍ:Cite quran
  13. کينډۍ:Cite quran
  14. Alli, Irfan (2013-02-26). 25 Prophets of Islam. eBookIt.com. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4566-1307-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kuban 1974, p. 1
  16. Michigan Consortium for Medieval and Early Modern Studies (1986). Goss, V. P.; Bornstein, C. V. (المحررون). The Meeting of Two Worlds: Cultural Exchange Between East and West During the Period of the Crusades. 21. Medieval Institute Publications, Western Michigan University. د کتاب پاڼې 208. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9187-2058-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mustafa Abu Sway . The Holy Land, Jerusalem and Al-Aqsa Mosque in the Qur'an, Sunnah and other Islamic Literary Source. Central Conference of American Rabbis
  18. Dyrness, W. A. (2013-05-29). Senses of Devotion: Interfaith Aesthetics in Buddhist and Muslim Communities. 7. Wipf and Stock Publishers. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1620321362. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "55. Prophets - Sahih Al-Bukhari - 585". www.searchtruth.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Dumper & Stanley 2007, p. 241
  21. Chiu 2010, pp. 67–8
  22. Cosman & Jones 2008, p. 610
  23. "Minaret of the Great Mosque of Kairouan". The Qantara Project. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Elleh 2002, pp. 114–5
  25. Elleh 2002, pp. 114–5
  26. Ruggles 2002, p. 38
  27. Cowen 1985, pp. 30–5
  28. Ahmed 2002, p. 109
  29. Ahmed 2002, p. 109
  30. Bloom & Blair 2009, p. 281
  31. Bloom & Blair 2009, p. 439
  32. Bloom & Blair 2009, p. 182
  33. Bloom & Blair 2009, p. 187
  34. Asher 1992, p. 202
  35. "'Id Prayers (Salatul 'Idain)". Compendium of Muslim Texts. University of Southern California. د اصلي آرشيف څخه پر December 23, 2005 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 8, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Performance of Eid Salah in Eidgah (Open Field)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Charity". Compendium of Muslim Texts. University of Southern California. د اصلي آرشيف څخه پر February 5, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 17, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Clarke, Matthew (1 January 2011). Development and Religion: Theology and Practice. Edward Elgar Publishing. د کتاب پاڼې 156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85793-073-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)