اسامه بن لادن
اسامه بن لادن (په عربی: أسامة بن لادن)، ( زېږېدنه۱۰ وری ۱۹۵۲ ریاض، سعودي عربستان – مړینه ۲ مې ۲۰۱۱ ایبټ آباد، پاکستان) د اسامه بن محمد د ۵۲ اولادونو له ډلې ۱۷م و او د القاعدې د شبکې مشر وو.
اسامه بن محمد بن عوض بن لادن | |
---|---|
(اراگونېسي: أسامة بن لادن) | |
اسامه بن لادن
| |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (اراگونېسي: أسامة بن محمد بن عوض بن لادن) |
پيدايښت | ۱۳۷۷ ه.ق. ۱۰ مارچ ۱۹۵۷ ریاض، سعودي عربستان |
مړینه | ۲ مې ۲۰۱۱ (۵۴ کال کلنۍ کي) |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
هديره | عرب سمندرگی |
تابعیت | کينډۍ:Saudi Arabia د ۱۹۵۷ څخه ۱۹۹۴ د ۱۹۹۴ تر ۲۰۱۱ پرته له تابيعته |
لقب | ابومحمد[۱] |
قد | 195 سانتي متره [۲] |
وزن | 75 کيلوګرامه [۲] |
مذهب | وهابي، اسلام |
رکن | القاعده [۳] |
اولاد | د ۲۰ څخه تر ۲۶ زامن:[۱] عبدالله، علی، عبدالرحمن، عمر، محمد، خالد، حمزه، سعد، علی، عثمان د نورو څخه يې هيڅ ډول خبر نسته.[۱] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سېول انجنیر سوداگر [۴][۵][۶] |
مورنۍ ژبه | عربي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [۷] عربي [۸][۲] پښتو [۲] |
تحریک | سام دوښمني (يهود مخالفت) د کمونيزم ضد |
پوځي خدمت | |
وفاداري | القاعده (۱۹۸۸–۲۰۱۱) |
جګړه/جګړې | په افغانستان کې شوروی جګړه د افغانستان کورنۍ جګړه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه د ځاځیو جګړه |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
مخينه سمول
اسامه بن لادن په ۱۹۵۲ کال کې په ریاض کی پیدا شو. پلار یی یمنی وو او مور یی د سوريې وه. کله چی اسامه بن لادن په سعودی عربستان کی د جدّه په پوهنتون کی زده کړه کوله نو د الإخوانو المسلمونو غړی وو. اسامه بن لادن په ۱۷ کلنۍ کې لومړی واده وکړ. د ده لومړنۍ ښځه د سوريې هېواد څخه وه چې نوم ېې نجوا غنم و او د لادن سره د واده کولو پر مهال د ۱۵ کلو عمر کې وه. داسې وېل کېږي چې د لومړنۍ ښځې څخه ېې لس ماشومان راوړي دي او څو ورځې مخکې د ۱۱ د سپټمبر د ۲۰۰۱ م ز کال په امريکايي ودانيو د بريد څخه ېې ښځې ترې طلاق واخيست او د افغانستان څخه بېرته پلرني ټاټوبي ته ولاړه.
زده کړې سمول
د افغانستان په جهاد کې ېې ونډه سمول
د افغانستان د جهاد په کلونو کې اسامه رول درلود، خو د طالبانو له رژيم سره يې همکاري زياته وه.
القاعده، افغانستان او اسامه سمول
په ۱۹۷۹ کال کی شوروی پوځ پر افغانستان یرغل وکړ نو اسامه بن لادن افغانستان ته ولاړ. هغه مجاهدینو ته پیسې او وسلې ورکولې او د شوروي سره پوځ په مقابل یی جگړه کووله. په نوموړي پير کې ېې د القاعدې تنظیم جوړ کړ. په ۱۹۹۱ ز کال کې د خلیج جگړه پېل شوه، دې کار دی لا زيات د لويديځ په مقابل کې کرکجن کړ [سرچينه پکارده].
په کال ۱۹۹۱ کی اسامه بن لادن مجبور شو چې د سعودی عربستان څخه سوډان ته ولاړ شي او د ۱۹۹۶ز کال په جنورۍ مياشت کې اسامه بن لادن بيا افغانستان ته د برهاندالدين رباني او څو نورو پخوانيو جهادوالو په بلنه ورمخه کړه. [سرچينه پکارده]
په ۱۹۹۶ ز کال کې افغانستان د طالبانو لاس ته ورغلئ نو اسامه بن لادن په دې هېواد کې د حقیقې مسلمانانو لپاره ډیرې اډې جوړې کړې.
د ۱۹۹۸ ز کال په فبروري مياشت کې هغه يوه فتوا ورکړه او په دغه فتوا کې يې ويلي و چې د يهوديانو او د امريکايانو او هر قسم کفری پلويانو وژل د مسلمانانو فرضیه ده ځکه دوی د اسلام دښمنان او یو غولونکې ګروه ده.
په ٢٠٠١ کي امریکا پر افغانستان برید وکړ، او اسامه بن لادن قبایلي سيمو ته ولاړ. په ۲۰۰۴ ز کال کې اسامه بن لادن د ایبټ آباد په ښار کی خپل کور جوړ کړ. په ۲۰۱۱ ز کال کې امریکایی ځواکونو پر دغه کور برید وکړ او اسامه بن لادن د امریکې ځواکونو لخوا په ووژل سو او درې ښځې او څو کسان ورسره ټپیان سول.[سرچينه پکارده]
مدني حالت او مړينه سمول
سرچينې سمول
http://www.guardian.co.uk/world/2011/may/06/osama-bin-laden-family-compound
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Wanted Terrorist – Usama Bin Laden — آرشيف اصل په ۷ اپرېل ۲۰۱۹
- ↑ https://irp.fas.org/world/para/post.pdf — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۱
- ↑ http://www.boston.com/news/world/middleeast/gallery/pakistan_bin_laden_scenes/
- ↑ http://www.boston.com/news/world/gallery/050211_bin_laden_media_coverage/
- ↑ http://www.boston.com/news/nation/specials/remembering_sept11/
- ↑ http://www.irishcentral.com/news/bin-ladens-irish-teacher-remembers-an-inoffensive-young-fellow-121238624-237385361.html
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb137709717 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License