القاعده
القاعده (په عربي کی: القاعدة چی په پښتو کی اډه معنی لري) یوه افراطی سنی ډله ده چی په ۱۹۸۸ کال کې د اسامه بن لادن لخوا جوړه شوه.د القاعدې ملاتړ د افراطی مسلمانان د اعانو په مرسته کېږی. د القاعدې مشران غواړی چه په اسلامی هېوادونو کې اسلامی دولت جوړ وکړی. د القاعدې مشران هم وایی چی امریکا او بریتانیا په نژدې ختیځ کې د نفت بډایی غلا کوی.
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ټاټوبی هېواد |
مهمې پېښې | |
---|---|
جګړه |
بنسټګر |
---|
تاریخ
د القاعدې غړی په ځانگړی ډول عرب مجاهدین دی چي په افغانستان کې یی د شوروی د پوځ په خلاف جگړه کوله. په دې وخت کې مجاهدین د امریکا او اسلامی هېوادونو لخوا ملاتړ کېدل. اسامه بن لادین چی د شوروی د پوځ پر ضد هم جگړه کول مجاهدیونو ته یی پیسې او وسلې هم ورکولی. د افغانستان اسلامی امارت تر جوړولو وروسته اسامه بن لادین د طالبانو په مرسته په دغه هېواد کې د تمرین مرکزونه د مجاهدونو لپاره جوړ کړ.
د القاعدې ترتیب
القاعده یو تنظیم دی چی د ډلو څخه تشکیل کېږی. هره ډله تقریبا درې تنه لری. د القاعدې قوماندان یوازې درې ډلې رهبري کوی. د ډلې غړی عموما د دښمن په هېواد کې د حکومت پر ضد هیڅ دهشت گر عملیات نه کوی. خو تر څو کالو وروسته د القاعدې قوماندار به دهشت گردانو ته امر ورکړی او دهشت گردان به هغه امر پر ځای کوی.
د القاعدې عملیات
القاعده په ۱۹۹۶ کې په سعودی عربستان کې د امریکا پر مرکزونو برید وکړ. په هغه برید کې لس تنه وژل شو. په ۱۹۹۹ کال کې دهشت گرانو په نایروبی او دارالسلام کې د امریکا پر سفارت خانو برید وکړل. په برید کښې ۲۰۰ تنه وژل شول او ۵۰۰۰ تنه زخمی شول. په ۲۰۰۰ کال کښې د عدن په ښار کې دهشت گردانو د امریکا پر جنگی بیړۍ برید وکړل او په برید کښې ۱۷ تنه وژل شول. په ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې ۱۹ دهشت گرانو څلور الوتکې ونیول او د الوتکو په مرسته یی د نیو یورک او واشینگتون په ښارونو کې پر ودانیو برید وکړل. په برید کې تقریبا ۳۰۰۰ تنه وژل شول.
دا هم ولولۍ
- ↑ DOI: 10.1017/CBO9780511977367.003. عنوان: Islamist Terrorism and Democracy in the Middle East.
- ↑ "The Terrorism, Ideology, and Transformations of Al-Qaeda". Terrorism and Political Violence (3): 581–590. ۲۷ مې ۲۰۱۵. doi:10.1080/09546553.2015.1055968.
{{cite journal}}
: CS1 errors: dates (link)